شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     3 محرم 1444

میلادی نېټه :     یکشنبه, 23 اپریل 2023 م

شمېره:      د صدور ګڼه: ۳۳/ ۱۴۴۴


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
هندو دولت ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سفر؛ د دوی د اسلام ضد سیاستونو هڅونه او د کشمیر د اشغال ملاتړ دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند تایید کړه، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري به د ۲۰۲۳م کال د مې په ۴مه او ۵مه د شانګهای همکارۍ سازمان په ناسته کې د ګډون لپاره د هند ګووا ښار ته سفر وکړي. دا په تېرو دوولسو کلونو کې هند ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر لومړنی سفر دی. دا سفر په داسې حال کې کېږي، چې د هندو دولت لخوا په زور په ځان پورې د کشمیر د تړلو یوازې درې نیم کاله تېر شوي دي. له هغه وروسته مودي په ډېر وحشت د هند پر مسلمانانو ظلم کوي او تندلاري یې مسلمانان شهیدانوي. د دغو تندلارو جرات ان دومره ډېر شوی چې په ژوندۍ بڼه ټلویزیوني خپرونه کې یې د مسلمانانو استازي ووژل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دغه سفر تر هغه وروسته کېږي، چې د اشغال شوي کشمیر پخواني والي، ستیا پال د پلواما په برید کې د مودي د حکومت لاس لرل افشا کړل. مودي په بالاکوټ کې غچ اخیستونکي هوايي بمبارۍ وکړې او دې چارې د ټاکنو په ګټلو کې مرسته ورسره وکړه. دا سفر روښانه کوي چې مودي د دغو کارونو جرات ځکه وکړ چې زموږ پوځي او سیاسي رهبري ډارنه ده. په حقیقت کې د پاکستان واکمنان د هندو دولت ملاتړي دي او د بلاول بوټو د هند ضد څرګندونې یوازې د مسلمانانو د غولونې لپاره دي. ایا د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډه، چې د استعماري چین تر نفوذ لاندې ده، د کشمیر او د مسلمانانو د وینو تر حرمت ډېره مهمه ده؟ نو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ولې باید دغه هندو دولت ته سفر وکړي او له دغه کار سره یې د دوی د پاکستان او اسلام ضد سیاستونو ته تسلیم شي؟

د هند د مسلمانانو نفوس په نړۍ کې د مسلمانانو له لویو نفوسونو څخه دی. د هندو حکومت له دواړو خواو د پاکستان او بنګله دیش تر یو ملیون زیاتو مسلمانانو پوځيانو محاصره کړی؛ په داسې حال کې چې شاوخوا ۳۰۰،۰۰۰ طالب مجاهدینو د ۴۲ هیوادونو صلیبی ایتلاف پر وړاندې خپله وړتیا ثابته کړې. نو بیا دا څنګه کېدای شي چې هندو لوچکان د مسلمانانو کورونه ورانوي، تنکي هلکان په عام محضر کې راځړوي، د مسلمانو خویندو حجاب بندوي او په ښکاره زموږ مقدسات تر پښو لاندې کوي؟

هندو دولت د پاکستان، بنګله دېش او عربو واکمنانو د بې کفایتۍ له امله زړور شوی. دوی د هندو دولت پر وړاندې اقدام کولو پر ځای له دغو قصابانو سره د ملګرتیا پر سر په خپل منځ کې ښکېل دي. دغه واکمنان د مسلمانانو د وینو، حرمت او ناموس ساتنې لپاره د مسلمانانو پوځ نه بسیج کوي. د دې پر ځای د استعماري دښمنانو -که امریکا وي او که چین- لمنو ته ځانونه ورغورځوي، د خپلو دغو بادارانو د راضي کولو په هڅه کې دي او د دوی د اجنډاوو د پلي کولو لپاره خپل ټول زور وهي.

اې د پاکستان وسله والو ځواکونو! په اشغال شوي کشمير او هند کې د هر ټپي یا شهید شوي مسلمان وينه ستاسو پر غاړه ده. دا ستاسو مسولیت دی، چې دغه خاین رژیمونه ړنګ کړئ او د خلافت د تاسیس لپاره حزب التحریر ته نصرت ورکړئ. هغه وخت به ستاسو خلیفه ستاسو له منځه یو محمد بن قاسم وټاکي چې د نن ورځې پر راجا داهر د برید مشري وکړي. هغه وخت به خلافت کشمیر ازاد کړي، متکبر هندو پاچا به اړ باسي چې اسلام ته تعظیم وکړي او پر هندوانو به جزیه وضع کړي. نو دا به خلافت وي چې یو ځل بیا به د میانمار (برما) په ګډون ټوله سیمه د اسلام تر حاکمیت او عدالت لاندې راولي.

اې د پاکستان وسله والو ځواکونو! د نبوت پر منهج د خلافت د تاسیس لپاره حزب التحریر ته د نصرت ورکولو لپاره راودانګئ. ان شاالله ستاسو رب به تاسو پر دښمنانو غالب کړي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

[إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ]

ژباړه: «که مو  الله (سبحانه و تعالی) مرستندوی وي، نو هېڅ قدرت نه شي درباندې برلاسی کېدای او که هغه (سبحانه و تعالی) پرېښودئ، نو بیا له الله (سبحانه و تعالی) وروسته څوک ستاسو مرستندوی کېدای شي؟ نو څوک چې رښتیني مومنان دي، هغوی دې یوازې پر الله (سبحانه و تعالی) توکل وکړي.» [آل عمران: ۱۶۰]

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

ژباړه: فریدون محتاط

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې