جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     10 شعبان 1443

میلادی نېټه :     جمعه, 25 مارچ 2022 م

شمېره:      ۴۵/ ۱۴۴۳

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
اسلامي امت د روژې د مبارکې میاشتې او یوه اختر د تضمین لپاره متحد خلافت ته اړتیا لري

د ۱۴۴۳ هـ.ق کال، د شعبان ۲۹مه، چې د ۲۰۲۲م کال، د اپرېل له لومړۍ نېټې سره سمون لري، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانان د رمضان د سپېڅلې میاشتې د ليدلو لپاره هلې ځلې کوي. د اسلام ستر امت چې نفوس یې ۱.۸ میلیارده دی، د وروستي رسول صلی الله علیه وسلم په حکم سره متحد شوی دی:

«صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ، وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ، فَإِنْ غُبِّيَ عَلَيْكُمْ فَأَكْمِلُوا عِدَّةَ شَعْبَانَ ثَلاَثِينَ»[رواه البخاري]

ژباړه: د میاشتې په لیدو سره روژه ونیسئ او د میاشتې په لیدو سره افطار وکړئ او که اسمان ورېځ و؛ دېرش ورځې پوره کړئ.

خو د اسلامي خاورو اوسني واکمنان غربي هېوادونو ته د خپلې ړندې وفادارۍ له امله د استعمار د واکمنۍ په موخه خپل ملت ویشې او اسلامي امت د روژې له پیل او واحد اختر څخه بې برخې کوي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم، د الله سبحانه وتعالی په الهام سره په زماني او ملي حدودو کې بند نه دی. هېڅ انسان نه شي کولای د الله سبحانه وتعالی دغه فرمان په مصنوعي ملي پولو کې چې د استعمارګرانو له لوري ترسیم شوې دي، په نړۍ کې د مسلمانانو شهادت په خپله ګټه رد کړي. د وخت د زونونو پر بنسټ د وېش لپاره هیڅ توجیه نشته، ځکه ډېری اسلامي خاورې په یوولسو زونونو کې راځي. په یاد ولرئ یوازې روسیه، چې یو غیر اسلامي خاوره ده، د وخت یوولس زونونه لري. بیا هم مسلمانان هلته کولای شي له کوم تعجب پرته روژه او یو واحد اختر تېر کړي!

په داسې حال کې چې اسلام موږ د علم او ټکنالوژۍ له ګټه اخیستلو څخه نه یو منع کړې، خو د رمضان د سپېڅلې میاشتې د لیدو لپاره، رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ د میاشتې له ليدلو پرته، له بلې هرې وسیلې منع کړي یو. عبدالله بن عمر رضی الله تعالی عنه له رسول صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي:

«إِنَّا أُمَّةٌ أُمِّيَّةٌ، لاَ نَكْتُبُ وَلاَ نَحْسُبُ الشَّهْرُ هَكَذَا وَهَكَذَا يَعْنِي مَرَّةً تِسْعَةً وَعِشْرِينَ، وَمَرَّةً ثَلاَثِينَ» [بخاری، مسلم، ابوداود، نسائي]

ژباړه: موږ یو امي امت یو، نه لیکل کوو او نه هم حساب کوو، میاشت کله داسې وي او کله هم داسې. یعنې کله ۲۹ ورځې وي او کله هم ۳۰ ورځې.

په داسې حال کې چې صحابه کرامو رضی الله تعالی عنهم نه یوازې ایتونه لیکل، بلکې د زکات او میراث حساب یې کاوه، د دې حدیث مانا دا ده چې د میاشتې ليدل د قمري میاشتې د لیدلو مشروعیت بیانوي. د رمضان میاشت او اختر په محاسبه پورې اړه نه لري. له همدې امله مسلمانان د خلافت د ۱۳۰۰ کلونو په اوږدو کې اختر او د روژې میاشتې پيل د میاشتې په لیدلو پورې محدود کړي و. د رمضان میاشتې د پيل یوازینی شرعي دلیل د میاشتې لیدل دي، نو ځکه محاسبه باطله ده.

اې مسلمانانو د روژې سپېڅلې میاشت مه هېروئ! کله چې دا میاشت د رسول الله صلی الله علیه وسلم له حکم سره سمه پيل نه شي، څنګه کېدای شي چې د روژې د سپېڅلې میاشتې ټول برکتونه ترلاسه کړو؟ دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حکم خلاف عمل دی چې متحد امت د استعماري پولو په وسیله سره ووېشل شي، په داسې حال کې چې ټول کافر ملتونه د ملي پولو په پام کې نیولو پرته خپلې مذهبي ورځې په ګډه ترسره کوي. ان شاءالله ډېر ژر به د رسول الله صلی الله علیه وسلم په منهج د خلافت دولت د مراکش څخه تر اندونیزیا پوری ټول مسلمانان د یو امت په توګه سره یو ځای کړي، بیا به مسلمانان د رمضان المبارک لومړۍ روژه په هماغه ورځ نیسې او په هماغه ورځ به اختر لمانځي.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

#ReturnTheKhilafah

 #YenidenHilafet

#أقيموا_الخلافة

 #الخلافة_101

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې