پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     14 رمضان 1440

میلادی نېټه :     یکشنبه, 19 می 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۰۸

ماليزيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د پکاتان هراپن یو کال تېر شو؛ اسلام چېرې دی؟

د ۲۰۱۹م کال د مې په ۹مه د پکاتان هراپن د حکومت یو کال پوره شو. دغه حکومت ته د مالیزیا د خلکو هیلې ډېرې دي؛ په ځانګړي توګه د هغو کسانو چې رایه یې ورکړې، څو د مالیزیا په سیاسي صحنه کې بدلون راولي. له یوه کال حکومت کولو او ډېرو ستونزو وروسته یې له پخواني حکومت څخه پاتې شوې کاسې ته ځان ورساوه، نو په همدې توګه پکاتان هراپن په ښکاره له خپلو لاسته راوړنو خوښ دی او پرې ویاړي. د مالیزیا لومړي وزیر ډاکټر محاطیر محمد وویل: چې پکاتان هراپن د «PH» په بریالیتوب سره ۳۹،۰۱ سلنه هغه ژمنې پوره کړې، چې د ۱۴مې له عمومي ټاکنو مخکې یې کړې وې. بل خوا د دوی پر وړاندې د واحدې مالیزیا ملي سازمان «UMNO» ډله ده، چې له دوی څخه وړاندې یې حکومت کاوه او اوسمهال هڅه کوي چې پر واکمن حکومت نیوکې وکړي. دوی تر ډېره په نژادي او مذهبي موضوعاتو نیوکې کوي، ته به وایې چې د دوی په ۶۱کلنه دوره کې هېڅ ستوزه نه وه! دوی هېر کړل چې د ټاکنو پر مهال د بې شمېره خلکو لخوا رد شول. د دوی واکمني ټولې نړۍ ولیده، چې له ظلم، ځانغوښتنې، رشوت او نورو فسادونو څخه ډکه وه.

که څه هم د «PH» پلویان وایي، چې د «UMNO» له شپږو لسیزو حکومت سره زموږ د یو کال حکومت پرتله کول بې انصافي ده، خو دوی له خلکو څخه د خپلې محاسبې حق نشي اخیستی. موږ حزب التحریر د اوسني او پخواني حکومت د ښه والي پرتلنه نه کوو، بلکې موږ ګورو چې د «PH» حکومت په دغه یوه کال کې څومره اسلامي پلی کړی دی. الله سبحانه وتعالی ته هر هغه دولت د منلو وړ نه دی چې د هغه سبحانه وتعالی احکام پلي نه کړي، ۶۱ کاله خو پر خپل ځای پرېږده، هغه که یو یا دوه کاله هم وي. که څه هم «PH» د پخواني حکومت په پرتله د خپل حکومت په دوره کې د ازادیو او ډیموکراسۍ پر پلي کولو ویاړي، خو موږ بیا هم ټینګار کوو چې په ګناه کې ښه او بده نشته. ډیموکراسي له غرب څخه راغلې، کفري نظام دی او تر پایه له اسلام سره په ټکر کې دی. ایا موږ وویاړو چې ازاد یو، په داسې حال کې چې لیبرالیستان، «LGBT» ډلې او هغوی چې اسلام ته سپکاوی کوي پرېښودل کېږي او هر هغه څه کوي او وایي، چې زړه یې وغواړي؟ ایا موږ په ګڼ شمېر لویو پروژو کې د هغو بیلیونونو برینګیټ (د مالیزیا پولي واحد) پورونو په کمېدو خوښ شو، چې تر اوسه له حرامو څخه ډک دي؟ ایا موږ په داسې حال کې د هېواد د اقتصادي ستونزو په کمښت خوښ شو، چې اقتصادي نظام مو لاتر اوسه د کپیټلېزم (هغه نظام چې له اسلام سره پوره ټکر لري) په ولکه کې دی؟ ایا موږ د داسې دفاع وزیر په درلودلو وویاړو چې له اسلامي خوځښت څخه چیغې وهي، خو پوځونه یې یوازې په خپلو بېسونو کې ساتلي او د الله سبحانه وتعالی په لار کې د هغو خاورو د ازادولو لپاره نه راپاڅي، چې د اسلام دښمنانو په زور او ظلم اشغال کړې؟  ایا د یوه داسې دولت په درلودلو وویاړو، چې په بشپړه توګه اسلام نه پلی کوي؟  

یو کال تېر شو، خو نظام مو لا تراوسه سېکولار-ډیموکراټیک دی؛ هغه نظام چې نه غواړي اسلام پلی او واکمن شي. اوسنی نظام باید دې ته پام وکړي، چې پخوانی دولت خلکو د بدلون په موخه رد کړ. نو حزب التحریر خلکو او دولت، په ټوله کې مسلمانانو ته وایي: یوازنی بدلون چې اسلام یې له موږ څخه غواړي، هغه د سېکولار نظام پر ځای د اسلامي نظام واکمنول دي. له بده مرغه هغه بدلون چې له «زړې مالیزیا» څخه «نوې مالیزیا» ته وشو، یوازې په قدرت کې د تش په نامه څېرو بدلون و او نظام لا تراوسه همغه «سېکولرېزم» دی. نظام او اساسي قانون همغه له کافر اشغالګر څخه پاتې شوی میراث دی، نوي دولت هېڅ بدلون پکې رانه وړ. الهي احکام له شخصي مسایلو او ګډ ژوند پرته کټ مټ د پخواني دولت په څېر نه پلي کېږي. یا بل عبارت د الهي احکامو په پلي کولو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی، که څه هم د دیني چارو وزیر شعار ورکړل چې «اسلام رحمت اللعالمین» دی. موږ حزب التحریر په ښکاره توګه وایو، چې دا یوازې یو شعار دی او همداسې شعار به پاتې شي، یعنې دوی به اسلام پلی نه کړي. ایا د اسلام له پلي کولو پرته به د اسلام رحمت څنګه راشي!؟

اې مسلمانانو! په یاد ولرئ که مو په هېواد کې اسلام پلی نشي، له الهي خیر څخه به محروم شئ. چېرې چې الهي قوانین ګوښه شي، هلته به د الله سبحانه و تعالی رحمت او نعمت هېڅکله ونه رسېږي. چېرې چې د الله سبحانه وتعالی نافرماني کېږي، زنا او سود وي؛ هلته به د الله سبحانه وتعالی عذاب ورېږي. رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي:

«إِذَا ظَهَرَ الزِّنَا وَ الرِّبَا فِي قَرْيَةٍ فَقَدْ أَحَلُّوْا بِأَنْفُسِهِمْ عَذَابَ اللهِ»

[الحکیم روایت کړی]

ژباړه: کله چې په یوه سیمه کې زنا او سود را څرګند شي، په حقیقت کې د هغه ځای خلکو خپل ځانونه په الهي عذاب اخته کړل.

ایا د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې تر دې لویه نافرماني شته چې احکام یې نه پلي کېږي؟ د پخواني رژیم په ۶۱ کلنه واکمنۍ کې مو تراوسه د سیکولر-ډیموکراټیک نظام تر چتر لاندې ژوند کاوه، چې له کافر اشغالګر څخه په میراث کې راته پاتې و او سږ ۶۲ام کال هم پوره شو چې د غربي کفري نظام په زندان کې یو. اې د محمد صلي الله علیه وسلم امته! موږ پر تاسو غږ کوو چې له حزب التحریر سره یو ځای شئ او د نبوت په تګلاره یو ځل بیا رښتینی خلافت تاسیس کړو او په دې سره هغه بدلون ووینو چې تمه یې لرو؛ انشاءالله.

عبدالحکیم عثمان

په مالیزیا کې د حزب التحریر ویاند

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې