شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     12 جمادی الاول 1440

میلادی نېټه :     جمعه, 18 جنوری 2019 م

شمېره:      ۴/۱۴۴۰

قرغيزستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د ‎پاریس د سولې غونډې له ۱۰۰ کلن تاریخ څخه باید پند واخیستل شي

 (ژباړه)

پوره سل کاله وړاندې د ۱۹۱۹م کال د جنورۍ په ۱۸مه په فرانسه کې د نړیوالې جګړې بریالیو قدرتونو پر ناکامه هېوادونو د واکمنېدو لپاره یوه غونډه جوړه کړه. دا یوه ښکاره خبره ده چې د نړۍ لوی قدرتونه تل هڅه کوي څو د جګړې پایله په خپله ګټه وڅرخوي. د سږ کال کلیزه یې هم له تاریخي حقایقو څخه په لنډه توګه د ځینو تحریفاتو په وړاندې کولو سره چې د تاریخ په تورو پاڼو کې د خلکو په وینو لیکل شوي وو، جوړه کړه. په همدې توګه موږ د دغې پدیدې له پایلې څخه د قرغېزستان خلک خبروو او د له منځه وړلو لپاره یې را بولو.

لومړۍ نړیواله جګړه په ۱۹۱۴م کال د همغه وخت د استعماري قدرتونو لخوا د نورو هېوادونو د اشغال په موخه پیل شوه. د جرمني هېواد د دې لپاره د جګړې مشري پر غاړه اخیستې وه، چې له استعماري ګټو بې برخې نشي او دا جګړییز قدرتونه بیا په دوو ډلو وېشل شوي وو. د متحدینو په ډله کې انګلستان له فرانسې او روسیې هېواد سره ملګری و، چې د استعمار په پایله کې یې ډېر څه لاسته راوړي وو؛ بل خوا جرمني، اتریش، هنګري (مجارستان) او ایټالیا وو، چې په خپل منځ کې یې یوه درې اړخیزه اتحادیه جوړه کړې وه. جرمني هېواد هڅه کوله څو د جګړې مشري له انګلستان څخه واخلي؛ چې په ۱۹۱۵م کال کې ایټالیا هېواد له متحدینو سره یو ځای شو.

عثماني خلافت او بلغاریا هېواد پر خپل ځای پاتې شول او وروسته یې څلور اړخیز ائتلاف جوړ کړ. د یادونې وړ ده، که څه هم هغه مهال د مسلمانانو پوهه د اسلام په پرتله ټیټه وه او اسلام په سمه توګه نه پلی کېده، خو بیا هم عثماني خلافت یو اسلامی دولت و. د سلطان عبدالحمید ثاني له تبعید کېدو وروسته په عثماني دولت کې غیراسلامي نظام په پوره توګه راڅرګند شو او مسلمانانو داسې انګېرله چې دا کفري نظام له اسلام سره هېڅ ټکر نه لري، نو په همدې توګه یې د پلي کېدو مخنیوی ونه کړ. په بله وینا، په عثماني خلافت کې د اسلام له نامه پرته نور ټول اسلامي قوانین له پلي کېدو پاتې شول؛ نو په همدې توګه اروپایانو عثماني خلافت د «ناروغ سړي» په نوم یاد کړ. انګلیس، فرانسې او روسیې هېوادونو د خپل غچ اخیستو په موخه د اسلامي خاورو په اشغالولو پیل وکړ. هغوی په دغه کار سره خپله بې رحمه غوښتنه ښکاره کړه؛ خو د دوی لخوا د اسلامي شریعت د ګوښه کېدو تر څنګ، بیا هم عثماني دولت له څلورګوني لوري (متفقینو) سره یو ځای شو.

جګړه د متحدینو په ګټه پای ته ورسېده، چې په پایله کې جرمني د «ورسای»، اتریش د «سن جرمن»، بلغاریا د «اېن لای»، هنګري د «تریانون» او عثماني دولت د «سور» په تړون کې داخل شول. له دې وروسته د «لوزان» او «سور» د تړونونو په پایله کې عثماني خلافت ړنګ شو او پر ځای یې د ترکیې جمهوریت رامنځته شو. د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې تزاري روسیې منځنۍ اسیا اشغال کړه. د شوروي اتحاد له جوړېدو وروسته دغه هېواد خپلې پولې پراخې کړې. لومړۍ نړیوالې جګړې په منځنۍ اسیا کې ناوړه پایلې درلودې. تزاري روسیې د منځنۍ اسیا سرچینې او شتمنۍ لوټ کړې او پر خلکو یې له توان څخه لوړ کارونه جبري کړل. دغه حالت مسلمانان اړ کړل چې د استعمار پر وړاندې پاڅون وکړي او مسلمانانو دا پاڅون د «الحاد پر وړاندې جګړه» ونوموله. د دغه پاڅون په پایله کې ۵۰۰ زره مسلمانان شهیدان شول. د استعمارګر روس لخوا د «اوکان» په نامه مشهورې عام وژنې او د چینایي بې رحمه پولیسو د ظالمانه برید په پایله کې د قرغیزستان هېواد ۱۲ سلنه خلک ووژل شول او د ترکستان په سیمو کې د روس لخوا د تپل شوې قحطۍ له امله له یو میلیون څخه زیات کسان له منځه لاړل. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د «سولې» تر نامه لاندې د ملتونو یووالی جوړ شو، چې په حقیقت کې یې موخه د بریالیو قدرتونو په واسطه په پوره ډاډ سره د استعماري هېوادونو کنټرولول و. که څه هم چې د استعماري هېوادونو له څېرې څخه په چټکۍ سره پرده پورته شوه، خو استعماري حرص یې ختم نشو.

ورپسې دویمه نړیواله جګړه پیل شوه. د «سولې» تر نامه لاندې د ملګروملتونو په تاسیس سره د بریالیو قدرتونو ډاډ او استعماري حرص نور هم زیات شو. امریکا او شوروي اتحاد د نورو استعماري قدرتونو له نفوذ څخه د مستعمره شوو هېوادونو د ترلاسه کولو لپاره د «خپلواکۍ لپاره هڅه» تر نامه لاندې دروغجنه جګړه پیل کړه. په دې جګړه کې زیاته مرګژوبله ملکي وګړو ته واوښته، خو دوی هېڅکله خپله رښتینې خپلواکي ترلاسه نه کړه. ورپسې سړه جګړه پیل شوه، چې د شوروي اتحاد په له منځه تلو سره پای ته ورسېده. له سړې جګړې وروسته امریکا په نړۍ کې د بې سیاله هېواد په توګه پاتې شو.

له دې وروسته امریکا اسلام د خپل اصلي دښمن په توګه وپېژاند، څو د راشده خلافت د بیا راتلو مخه ونیسي او له اسلام سره د دښمنۍ له لارې مستعمره شوي هېوادونه په خپل لاس کې وساتي. امریکا د «سخت دریځۍ او تروریزم پر وړاندې جګړه» مفکورې په رامنځته کولو او پلي کولو سره په حقیقت کې د افغانستان، عراق او سوریې هېوادونو د اشغال لپاره د اسلام پر وړاندې جګړه پیل کړه، څو د اسلامي خلافت د بیا تاسیس مخه ونیسي. له همدې امله امریکا خپل ټول دښمنان له اسلام او مسلمانانو سره په جګړه کې ښکېل کړل. د قرغېزستان هېواد د لویو استعماري قدرتونو تر منځ د ګټو پرسر د شخړو په وخت کې بې برخې پاتې شو. د بېلګې په توګه: په ۱۹۹۰م کال کې د «اوش» پېښه او په ۲۰۰۵ او ۲۰۱۰م کلونو کې کودتاوې د استعمار له ښکاره کېدو پرته بل څه نه وو. له همغه وخت راهیسې د قرغېزستان په ګډون منځنۍ اسیا د پخواني استعمار یعنې روس او نوي استعمار یعنې امریکا او چین په منګولو کې پاتې ده او له هغوی څخه هر یو یې پر دې سیمه د بشپړ کنټرول لپاره بېلابېلې تګلارې کاروي. له همدې امله د قرغېزستان خلکو ته وایو چې ځانونه د استعماري ګټو لپاره قرباني نه کړي.

اې د قرغیزستان مسلمانو خلکو! خپل ځانونه د غرب د شومو پلانونو لپاره قرباني نه کړئ او پوه شئ چې د استعمار له منګولو څخه د خلاصون لار بېرته اسلام ته مخ اړول دي. تاریخ شاهد دی چې همدغه چین، روس او امریکا یوځای اسلامي خلافت ته جزیه ورکوله؛ نو په همدې توګه تاسو به یوازې د راشده خلافت په تاسیس سره بریالي شئ. تاسو باید حقیقي اسلام درک کړئ او منګولې پرې ولګوئ. په همدې توګه موږ له تاسو غواړو چې د اسلام سوچه افکار او د هغو سمه لار وپېژنئ، څو په دنیا او اخرت کې بریالي شئ.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَنْ يَقُولُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَأُوْلَئِكَ هُمْ الْمُفْلِحُونَ﴾

[نور: 51]

ژباړه: کله چې مومنانو د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په لوري دعوت شي، څو تر منځ یې پرېکړه وکړي؛ نو د دوی خبره یوازې همدا وي: موږ واورېده او ومو منله؛ همدا رښتیني او بریالي کسان دي.

﴿يا أَيُّهَا ٱلَّذِينَ آمَنُواْ ٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَكُونُواْ مَعَ ٱلصَّٰادِقِينَ﴾

[توبه: 119]

ژباړه: اې هغو كسانو چې ایمان مو راوړى! د الله سبحانه وتعالی له امر سره مخالفت مه کوئ او له رښتینو کسانو سره یو ځای شئ.

د حزب‌التحریر-ولایه قرغېزستان مطبوعاتي دفتر

د صدور ګڼه

۱۴۴۰هـ.ق، د جمادي الأولی ۱۲مه

۲۰۱۹م، د جنورۍ ۱۸مه

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې