شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     7 صفر 1441

میلادی نېټه :     یکشنبه, 06 اکتوبر 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۰۲

ولایه سوډان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
هغه رژیم چې ښځې د کپيټلېزم په مزدور او غلام مارکېټ کې پلوري

ژباړه))

د سوډان د ښځینه فوټبال لومړی لیګ په خرطوم ښار کې د دوو لوبډلو په لوبې کولو سره پیل شو، چې سلګونو کورنیو او بهرنیو مینوالو او ډیپلوماټانو له نړیوالو او سیمه ییزو رسنیو څخه ولیدله. لوبه نارینه او ښځینه مینوالو په خوښیو بدرګه کړه.

د ښځینه وو فوټبال لیګ د ښځینه او نارینه مینوالو په بدرګې سره پیل شو. د ښځو دغه فوټبال لیګ د انتقالي حکومت په دوره کې پیلېږي او په پایله کې یې عمومي ازادي پیاوړې کېږي، چې د ښځینه وو ازادي او د دوی د حقونو پراخوالی رامنځته کوي. دا ټول به د یوه ډیموکراتیک تقنیني سند له مخې تر سره کېږي.

ښځې په داسې ځایونو کې تمرین کوي چې له الله سبحانه وتعالی څخه له شرم پرته د بدن په برنډولو سره ټول اسلامي قوانین ماتوي؛ په دې توګه هڅه کوي چې فیفا ته ځانونه ژمن وښيي. دا هغه قوانین دي چې پر سیکولرېزم د تګ لپاره په مستقیم ډول حلال حراموي او حرام حلالوي. دغه چاره د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د قوانینو مخه نیسي او له کافرو ښېکلاکګرو سره دوستانه اړیکې رامنځته کوي.

سیکولرېزم مېرمنې د سوداګریزو توکو غوندې کاروي، هغوی په ناوړه څیزونو بوختوي او ارزښت یې په بشپړه توګه له منځه وړي. په داسې حال کې چې ښځې د یوې ټولنې د ملا تیر ګڼل کېږي.

پر همدې اساس داسې رول لوبوي چې د امت د بچیانو په ذهن کې فرهنګي امنیتي انحصار ځای پر ځای کړي، ترڅو د غربي ښځو موډل غوندې شي او له بېلابېلو ناوړه جریانونو سره مخ شي.

اې انتقالي حکومته! تاسو پر دې ښه پوهېږئ چې نر او ښځه په جوړښت او فطرت کې له یو بل سره توپیر لري؛ په خلقت او شخصیت کې هر ډول اختلال د دواړو په طبیعي رول کې د اختلال لامل کېږي، چې د ټولنې د خرابوالي او پاشل کېدو لامل کېږي. د اسلام له نظره په عمران سورت کې د ښځو په اړه داسې راغلي دي:

﴿وَلَيْسَ الذَّكَرُ كَالأُنْثَى

[ال عمران: ۳۶]

ژباړه: نارینه د ښځو په څېر نه دي.

نو د غرب د خوشحالولو لپاره ولې هغه قانون او حقیقت په قصدي ډول تر پښو لاندې کوئ؟ په داسې حال کې چې تر تاسو وړاندې کسانو ته هم دغه امتیازونه ورکړل شوي وو، خو هغوی هم ترې ناخوښ وو.

له سپکاوي ډک دغه اقدام مخکې هم پر ټولو رسمي قوانینو سربېره شوی دی. دوی دا هرڅه د ملګرو ملتونو او یونیسف د ډالرو لپاره کوي، چې په حقیقت کې د دوی لپاره هېڅ ګټه نه لري.

موږ د حزب التحریرـ ولایه سوډان د مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه؛ د سوډان خلکو ته دا خبره نن واضح کوو، چې دغه چاره به داسې ناوړه اغېزې ولري، چې بیا به د زغم وړ نه وي.  

اې د سوډان خلکو! خپلې پاکې مېرمنې وساتئ او پر هغوی پام وکړئ. همدارنګه خپل عزت او پت د دغې جدي موضوع له پېښېدو څخه وساتئ. انتقالي حکومت ستاسو پر امنیت تیري ته اجازه ورکوي او اسلامي قوانینو ته هېڅ پام نه کوي. خپل دین او نظام پر یو سیکولر دولت مه پلورئ، چې څاه ته مو غورځوي او د شته ظلمونو پر وړاندې چوپ مه پاتې کېږئ.

په ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو ټولنو کې د هغوی د فاسدو نظرونو پر وړاندې مبارزه وکړئ. که دا کار ونه کړئ، نو د الله سبحانه وتعالی له لوی عذاب سره مخ شئ. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَاتَّقُوا فِتْنَةً لا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْكُمْ خَاصَّةً

[انفال:۲۵]

ژباړه: له فتنې څخه وډار شئ او ډډه ترې وکړئ؛ ځکه فتنه نه یوازې تاسو، بلکې ټول هغه کسان له ګواښ او زیان سره مخ کوي، چې پر روانو ظلمونو چوپ پاتې شوي دي.

ترڅو به دغه ډول رژیمونه زغمو، چې د ټولو مسایلو وړاندوینه یې په لاس کې ده؟ تر څو به د داسې ناوړه رژیمونو پر وړاندې چوپ وو، چې سیاسي او واقعي لیدلوري ته په ناسم ډول ګوري او داسې مفاهېم رامنځته کوي چې ښځې یې په اساسي واقعیت نه پوهېږي؟

د نبوت پر تګلاره په خلافت نظام کې ښځو ته عزت ورکول کېږي او په غوره توګه یې ساتنه کېږي. اوسني روان رژیمونه ښځه د کپیټلېزم د غلامۍ په مارکېټ کې پلوري. ایا تاسو پر دې پوهېږئ چې څه غوره دي او څه غلط او ناوړه؟! پرېکړه ستاسو په لاس کې ده، هر یو چې ټاکئ.

د حزب التحریر ـ ولایه سوډان د ښځو د څانګې رسمي ویاند

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې