شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     14 محرم 1442

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 02 سپټمبر 2020 م

شمېره:      ۰۲/ ۱۴۴۱

تونس
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د رسنیو له تور پورې کولو سره سره، حزب التحریر خپل کلنی کنفرانس په بریالیتوب سره پای ته ورساوه

د حزب التحریر نړیوالو فعالیتونو ته په کتو، حزب په تونس کې په خپلو پلویانو غږ وکړ، چې د خلافت بېرته راستنېدو په کلني کنفرانس کې برخه واخلي، چې سرلیک یې و:

«د ډموکراسۍ پای... قسم په الله! چې تاسو له اسلام او خلافت پرته بل هېڅ حل نه لرئ» ۲۰۲۰م د اګېسټ ۲۹مه، د کنفرانس تالار اریانا جنکشن.

حزب د دې نېټې تر رارسېدو په کلکه د کنفرانس لپاره اعلانونه وکړل. د تونس له ټولو ښارونو څخه خلک اریانا ته تلل، تر څو د خلافت او کارکوونکو د نظریو لپاره د دوی ملاتړ، تایید کړي. د بېلا بېلو هېوادونو زرګونو وګړو دغه کنفرانس پر انټرنېټ په ژوندۍ بڼه څاره. د وړاندې شوي کنفرانس موضوع د ډموکراسۍ پای او د اسلام اړتیا وه، چې د راشده خلافت له لارې واک بېرته راستون کړي او د ژوند په ټولو چارو کې اسلام پلی کړي. د کنفرانس په ویناوو کې خورا لوی توپیر و، چې په نړۍ او په ځانګړي ډول په تونس کې یې د ډموکراسۍ د پلي کېدو له امله د ناورین پایلې په ګوته کړې. دغه راز د خلافت د بیا راستنېدو او تر سیورې لاندې یې د مسلمانانو د یووالي پر څرنګوالي او دا چې خلافت نه یوازې د حزب التحریر، بلکې د هر چا مسوولیت دی او موږ یې باید  د دې د تاسیس لپاره کار وکړو.

د خندا وړ خبره دا ده، چې د حزب التحریر په مشرۍ د تونس د خلکو دغه سیاسي فکر د ډېرو رسنیو تر پوښښ لاندې نه و راغلی. په داسې حال کې چې دوی د هغو کسانو لپاره له خپلو کمرو سره راټولېږي، چې له تونس سره په ښکاره خیانت کوي، د رسنیو مسلکي کسان او خبریالان په دې اړه ډېر پوهېږي!

موږ حزب التحریرـ ولایه تونس د مطبوعاتو دفتر غواړو پوه شو:

په تونس کې حاکم  ټولګی څنګه کولای شي، چې پر بایلونکي شرط کېږدي او د ډموکراسۍ ډوبېدونکې کښتۍ ته دوام ورکوي!؟

په تونس کې به چارواکي تر څومره وخت پورې د هېواد د شتمنیو، بشري او طبیعي سرچینو د سیسټماتیکې غلا په ترسره کولو سره، د افلاس غوښتونکي سیکولر نظام پر ځای د اسلامي نظام د راستنېدو غږ غلی کړي؟

دغه سیستماتیکه تېروتنه د سیکولر ډموکراتیک نظام د ماتې دلیل دی. ډېری خلک اوسمهال ډموکراسي نه مني او د هغه وخت انتظار باسي، چې اسلام د یو نظام په توګه پلی شي، تر څو د دوی اقتصادي، سیاسي  او د راتلونکي ژوند ټول اړخونه روښانه کړي.

موږ رسنیو ته وایو:

د دې پر ځای چې د هغو خلکو غږ غلی کړئ چې د اسلامي نظام پر اساس حاکمیت غواړي، تاسو باید رښتیني ژورنالیستیکې څېړنې بشپړې کړئ، چې هدف یې پخپله د رسنیو لپاره خدمت دی. د څېړنې له لارې عامو وګړو ته حقیقت وړاندې کړئ او پوښتنه وکړئ چې ولې دومره ډېر خلک له حزب التحریر سره ولاړ دي او سیکولر سیاسي نظام ردوي. دا د ډېرو شاخصونو له لوري تایید شوی دی، په تېرو مقننه او ولسمشریزو ټاکنو کې د برخه نه اخیستونکو له کچې او همدا راز د کارتاژ، قصبا او باردو په شاوخوا کې د سیاسي ټولګي له افلاس څخه یې معلومه کړئ.

موږ د مطبوعاتو مخصلو او رښتینو خلکو او همدا راز د تونس عامو وګړو ته توصیه کوو:

موږ تر هغه وخت پورې له تاسو او ستاسو په منځ کې کار کوو، چې د عدالت او رحمت هغه حالت چې زموږ رب زموږ لپاره غوره کړی دی، پر موږ باندې پلی شي. احکام یې پر موږ نازل شوي او اساسي قانون یې موږ ته روښانه دی، چې د نبوت پر منهج راشده خلافت دی. د دې ویاړ د تر لاسه کولو لپاره، له ټولو ډېره بریا د هغه چا لپاره ده، چې هغه لومړني دي. نو وړ او لومړني خلک اوسئ، د هغو خلکو غږ ته غوږ مه نیسئ، چې د نړۍ د لږ پلور لپاره یې خپل دین پلورلی، بلکې هغه چا ته غوږ ونیسئ چې پر هغې ناروغۍ ښه پوهېږي، چې د امت د ځورولو لامل شوې ده. ستاسو او د ټولې نړۍ لپاره د ژغورنې یوازینۍ درملنه لري، د پانګوالۍ له وحشت او د همدې نظام له لالچ څخه یې ژغوري. نو هغه چا ته غوږ ونیسئ چې خپل لاسونه د نجات پر رسۍ لګوي، نه هغه چا ته چې له تاسو څخه غواړي، پر هغو واکمنانو مو صبر وکړئ چې تاسو ترې په عذاب یئ او  پر تاسو د غرب قانون او هغه څه یې چې زړه غواړي درباندې پلي کوي یې. دا هغه څه دي چې ستاسو رب یې نه خوښوي.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾ [انفال: ۲۴]

ژباړه: اې اېمان راوړونکو! د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول الله صلی الله علیه و سلم  بلنې ته لبیک ووایاست، چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسو ته د هغه شي په لوري بلنه درکړې، چې تاسو ته ژوند بښونکی دی او وپوهېږئ چې الله سبحانه و تعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ حایل (پرده) دی او د هماغه لوري ته به تاسو ورغونډ کړای شئ.

د حزب التحریرـ ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې