هجری قمری نېټه : 10 محرم 1442
میلادی نېټه : شنبه, 29 آګست 2020 م
تونس
مطبوعاتي دفتر
لکه څرنګه چې حزب التحریرـ ولایه تونس کمپاین پیل کړی و، چې د سږ کال لپاره د خلافت کنفرانس اعلان کړي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت له کلیزې سره سمون لري. د کمپاین غړي په ډېری هغو ځایونو کې د امنیتي ځواکونو له لوري ځورل شوې، چې غوښتل یې پوه شي خلک څه وخت د کوم ټرانسپورټ له لارې کنفرانس ته سفر کوي!
زموږ د هېواد د امنیتي چارو مسوولین له څه شي وېره لري، له هغه حزب څخه چې د اسلامي دولت د تاسیس او له غرب څخه د قدرت د بېرته راستنېدو هڅه کوي!؟
که ستاسو ارادې رښتینې وي، له حزب التحریر پرته بل څوک د امت د امنیت د ټینګښت لپاره ستاسو موخو ته رسېدلای شي؟
د حزب التحریرـ ولایه تونس مطبوعاتي دفتر