شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     16 شوال 1441

میلادی نېټه :     یکشنبه, 07 جون 2020 م

شمېره:      ۴۰/۱۴۴۱

تونس
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د ظلم او وېرې پالیسي به هېڅکله د حزب التحریر شباب له خپلې لارې راونه ګرځوي

امنیتي ځواکونو د جون په ۶مه له غرمې وروسته، د حزب التحریرـ ولایه ټونس د مرکزي اړیکو د کمېټې غړی طارق رفیع ګابس امنیتې حوزې ته یوړ، بیا یې پرکور برید وکړ او وروسته یې تلاشي کړ. ده د جون په ۵مه د جمعې له لمانځه وروسته د سیدي ابي لبابه جومات مخ ته په خپله وینا کې د چارواکو ظلم غندلی و، چې جوماتونه یې تړلي وو  او په همدې کار سره یې هغه د چارواکو د ظم په بیانولو سره تورن کړ. چارواکو د ټاکل شوي ګرځبندیز د پروسې له ليرې کولو سربېره ګواښ کړی دی چې هغه جوماتونه به بیا هم تړل کېږي، چې ان یو کس هم پکې پر کرونا ناروغۍ اخته وبلل شي.

د حزب التحریر د اړیکو د کمېټې د غړي ځواب په لومړي تحقیق کې دا و، چې حزب التحریر د طاغوت ستاینه نه کوي، چې د الله سبحانه و تعالی له حکم پرته د قانون پر پلي کېدو ټینګار کوي. د تونسي چارواکو له لوري په لمانځه کې ناحقه اقدام کول لکه د عبادت کوونکو تر منځ واټن، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې وینا سره ښکاره مخالفت دی:

«أَقِيمُوا الصُّفُوفَ وَحَاذُوا بَيْنَ الْمَنَاكِبِ وَسُدُّوا الْخَلَلَ...»

ژباړه: صفونه برابر کړئ، اوږه په اوږه ودرېږئ، خالیګاوې ډکې کړئ...

نو دا زموږ مسوولیت دی چې د دوی دا او نور له ذلت څخه ډک اعمال رد کړو او هغه څه دوی ته تشرېح کړو، چې الله سبحانه و تعالی پرې امر کړی دی، په ځانګړي ډول د ناورغۍ د خپرېدو د مخنیوي په موخه باید هغه کس چې ناروغي ولري اجازه ورنه کړل شي چې جومات ته لاړ شي، مګر داسې نه دي ویل شوي چې د واټن په مراعت کولو سره باید پر ناروغۍ اخته کس ته د ننوتلو اجازه ورکړل شي.

طارق رفیع، د محکمې له هغه لیکل شوي متن وروسته خوشی شو چې لاسلیک پرې نه و شوی او د پرېکړې لپاره به د دوشنبې په سهار د عامه څارنوالۍ دفتر ته حاضر شي. موږ حزب التحریرـ ولایه ټونس له هغه ژمنې سره چې له الله سبحانه و تعالی سره مو کړې ده، هېڅکله به له سیاسي فعالیتونو څخه لاس په سر نه شو، چې تاسو یې پر وړاندې خنډونه جوړوئ، شباب یې نیسئ، پر کورونو یې بريدونه کوئ او کورنۍ یې په وېره کې اچوئ. د ظلم او وېرې پالیسي به هېڅکله د حزب التحریر شباب له خپلې لارې څخه راونه ګرځوي. موږ همدا راز په امنیتي ځواکونو کې پر خپلو وروڼو غږ کوو چې د ظالمو واکمنانو د امر تابع نه شئ او د الله سبحانه و تعالی له ژمنې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زیري پر وړاندې، چې د نبوت پر منهج د راشده خلافت تاسیس دی، خنډونه مه جوړوئ.

د حزب التحریرـ ولایه ټونس مطبوعاتي دفتر

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې