شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     30 شعبان 1441

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 23 اپریل 2020 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۳۲

تونس
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د روژې سپېڅلې میاشت مو مبارک شه

[شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ]
رمضان هغه میاشت ده چې پکې قرانکریم نازل شوی دی. قرانکریم د انسانانو لپاره سره تر پایه هدایت دی او داسې څرګندې لارښوونې لري چې د سمې لارې ښوونکې او د حق او باطل یو له بله بېلوونکې دي.

[بقره:۱۸۵]

حزب التحریر-ولایه تونس د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د الخدرا خلکو او ټول اسلامي امت ته مبارکي وایي او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړي چې د دې میاشتې راتګ د مسلمانانو لپاره د نېکمرغۍ، بریا او ځواکمنتیا سبب وګرځي.

د روژې مبارکه میاشت د قران د نزول، اطاعت بریاوو او فتوحاتو میاشت ده. دا هغه میاشت ده چې د نبوت پر منهج باندې د خلافت د بیا تاسیس هیله او هڅه پکې له سره پیلېږي، دا هغه میاشت ده چې زموږ عزم او اراده پکې د هغو واکمنانو د راپرځولو لپاره پیاوړې کېږي چې د الله سبحانه وتعالی قانون نه پلی کوي او زموږ چارې یې ګډوډې کړي دي. هو دغه واکمنان د هغې ټولنیوونکې ناروغۍ «کرونا» په پرتله ډېر مضر دي چې موږ ترې ځورېږو. دوی زموږ ژوند محدود کړی، زموږ جوماتونه یې تړلي او په دې توګه په دوی کې د تراوېح، جمعې او نور ډله ییز لمونځونه بند شوي دي!

اې د الخدرا مسلمانانو:

له دې سپېڅلې میاشتې څخه د اطاعت په زیاتوالي، د قرانکریم په تلاوت، دعا، صدقې، نېکو اعمالو او د نېکۍ په کولو او له بدۍ څخه پر ځان ساتلو سره ګټه واخلئ. له الله سبحانه وتعالی څخه وغواړئ چې له مسلمانانو سره د بیو په ټیټولو او د وبا او ناورین په لرې کولو کې مرسته وکړي. له الله سبحانه وتعالی څخه وغواړئ چې مسلمانان د خلافت پر تاسیسولو باندې بریالي کړي، ترڅو خلافت دین پلی کړي، د مسلمانانو خاورې وژغوري او د دوی وینه، ویاړ او شتمني خوندي او ځمکې یې سره متحدې کړي. نړۍ ته اسلام د نېکمرغۍ او نجات ورکوونکي پیغام په توګه وړاندې کړي، هو روژه هغه میاشت ده چې د حقایقو نړۍ راستنوي او د بریا او فتحې دروازه پرانیزي.

[وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ * وَعْدَ اللَّهِ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ وَعْدَهُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ]

ژباړه: او په دغه ورځ (پر روم پر برلاسي کېدو) به مسلمانان د الله سبحانه وتعالی پر بښل شوي بري باندې خوشحالي وکړي. الله سبحانه وتعالی د هر هغه چا سره مرسته کوي چې خوښه یې شي او هغه برلاسی او پوره رحم لرونکی دی. دا د الله سبحانه وتعالی وعده ده، الله سبحانه وتعالی هېڅکله له خپلې وعدې څخه نه اوړي، خو زیاتره خلک نه پوهېږي.

[روم:۴-۶]

د حزب التحریر-ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

 

                       

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې