جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د امریکا متحده ایالات به د شمالي کوریا پر سر له چین سره جګړه وکړي؟

(ژباړه)

خبر:

د امریکا ولسمشر ټرامپ د ۲۰۱۷ م د اپرېل پر ۱۲مه له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي: «زموږ ټول چمتوالی د چین د ولسمشر (د سیال تر اغېز لاندې راوستلو) لپاره دي». نوموړي د هغې شپې یوې ټیلفوني اړیکې ته اشاره کړې وه او څرګنده یې کړه چې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره یې خبرې بریالۍ او هیله بښونکې وې. داسې ښکاري چې ټرامپ باور لري چې د چین او شمالي کوریا سوداګرۍ ته ګواښ به چین غاړه اېښودو ته اړ کړي. په هر حال له هر لوري ډېر ګډوډ پيغامونه او د چین له لوري یو لوی قدرت هم ښودل کیږي.

تبصره:

همدا مهال د امریکا متحده ایالتونو یو سمندري ځواک د کوریا د نیمې جزیرې په لور د پرمختګ په حال کې دی. خو د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر ریکس ټیلرسون د ۲۰۱۷ م د اپرېل په ۱۲مه په مسکو کې ویلي: «د دغو سمندري ځواکونو په استولو کې موږ کومه ځانګړې موخه نه لرو او په اړه به یې ډېرې وړاندوینې هم ونه کړو.» په هر حال، د دغو دواړو هېوادونو همغږي دغه لویه معامله تفسیروي. د امریکا متحده ایالاتونو د شمالي کوریا د وروستیو توغندیزو ازموینو په اړه د لوی ګواښ وړاندوینه کړې ده او ژمنه یې کړې چې د ۲۰۱۷ م د اپرېل پر ۱۵مه به د شمالي کوریا په کلني لوی جشن کې د دغه هېواد په وسیله لویه پېښه رامنځته شي. ډېری شنونکو د امریکا د متحده ایالتونو دغه وړاندوینه د شمالي کوریا په واسطه یوه اټومي ازموینه بللې ده.

چینایي ټلویزیوني شبکې (CCTV7) د ۲۰۱۷ م د اپرېل پر ۱۲مه د درې زره کیلومټره په واټن د یوې الوتکې د تخریبولو په وړتیا د DF-21 کښتیو ضد بالسټیکي توغندیو خوځنده تصویرونه خپاره کړل. په داسې حال کې چې درې میاشتې وړاندې همدې رسنۍ د ۱۴ زره کیلومتره په واټن د قاره يي(DF-41) بالسټیکي توغندیو خبر خپور کړی و، چې د شمالي کرښې اډه، هغه ځای چې هغوی د شمالي مسیر په نیولو د امریکا متحده ایالاتونو شمالي قطب ته ټکان ور کولی شي، محاصره کړې ده. متحده ایالاتونو ته د ارام اقیانوس تر انتقالي مسیر ډېر لنډ واټن دی. همداراز راپورونه ښيي چې د چین ۱۵ زره تازه دمي ځواکونه له شمالي کوریا سره پر کرښه په میاني سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.

متحده ایالاتونو پر سمندري برید سربېره، په همدې اونۍ کې یو ځل بیا خپله ورانوونکې وړتیا نندارې ته وړاندې کړې ده. ټرامپ په داسې حال کې چې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره پر خبرو او د ماښام ډودۍ په خوړلو لګیا و، لومړی یې د سوریې هوایي اډه په ۵۹ «تاماهاک» توغندیو وویشتله او وروسته یې په افغانستان کې (GBU-34) بم وکاراوه. (GBU-34) تر ټولو لوی نااټومي بم دی، چې تر دې دمه د جګړې په ډګر کې د امریکا متحده ایالتونو له خوا کارول شوی.

پر دغه وضعیت سربېره د دواړو هېوادنو (چین او امریکا) شخړه په سوله ییز ډول سرته رسیږي. ټرامپ ژمنه کړې چې پر چین به له پیسو نه د ناوړې ګټې اخیستنې ټاپې نه لګوي. همداراز چین له شمالي کوریا سره د سکرو ډبرو د صاردارتو په اړه مخکنۍ هوکړه په پام کې نیولې ده. همدارنګه ټرامپ ویلي: «که چین د شمالي کوریا په قضیه کې له امریکا سره ګډې هڅې ونه کړي، نو د امریکا متحده ایالتونه به دا کار په خپله غاړه واخلي».

د روان کال د اپرېل پر ۱۳مه چین د خپلې سوداګرۍ کچه وښوده، چې له شمالي کوریا سره په اوله سوداګریزه ربعه کې یې ۳۷.۴ سلنه ډېروالی راغلی. پر دې سربېره، د ملګرو ملتونو وروستی راپور ښیي چې د شمالي کوریا توغندي له هغو ټکنالوژۍ او ټوټو څخه جوړ شوي، چې سرچینه یې د چین له لارې وه. د شخړو او شکونو په ډېرېدو سره به دا څرګنده شي، چې څوک ناپوه دی او  غولیږي، نو له دوی څخه یو باید یا له خپلو ادعاوو تېر شي او یا به هغوی د یوې لویې پېښې د رامنځته کېدو په فکر کې وي، چې په دواړو حالاتو کې به د نړۍ دوه لوی اقتصادونه برابر نه وي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ډاکتر عبدالله «روبین»

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې