سه شنبه, ۲۴ ربیع الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۹/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

یوازې د خپلواکۍ ادعا، خپلواکي نه شي راوستلی

خبر:

د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي چې ایران به هېڅکله د امریکا فشارونو ته تسلیم نه شي او نه به له خپلو موخو څخه تېر شي، حتا که برید هم پرې وشي. (الجزیره)

تبصره:

د ولسمشر روحاني وینا د اوسنیو او پخوانیو چارواکو له ویناوو سره کوم توپیر نه لري او دی هم د دوی په څېر غلام دی. کوم څه چې د ده د ناکامۍ لامل کېږي، هغه د خلکو ځورول دي، چې په پایله کې ښایي دی راوپرځوي. د عراق او لېبیا بېلګې دومره پخوانۍ هم نه دي چې هېرې دې شي، ښاغلی روحاني د یو بل ډول خاتمې په اړه خوبونه ویني، په داسې حال کې چې هماغه لاره یې غوره کړې. د دغو مزدورانو کیسه داسې ده، چې هر کم عقل یې ګومان کوي چې د پخواني په پرتله هوښیار دی.

ایران د یو ځواکمن دولت په توګه ځان دومره پیاوړی ښیي، چې د امریکا پر وړاندې درېدلی شي. په داسې حال کې چې ایران په سوریه کې د امریکا د ګټو لپاره رول لوبوي، ترڅو د بشار الاسد ظالم رژیم وساتي. له کلونو راهیسې ایران د امریکا د ګټو لپاره په ښکاره د مقاومت تر چتر لاندې کار کړی. ایران په سوریه، عراق او یمن کې خپل ناوړه رول ولوباوه. که د اوباما له ادارې سره تړون د دې لپاره و چې ایران ته اسانتیاوې برابرې کړي ترڅو د امریکا د ګټو لپاره ښه کار وکړي؛ نو د ټرمپ نوې پالیسي بیا په دې مانا ده چې خپل قدرت ښیي. سعودي، ترکیې او ایران د سوریې د انقلاب په ځپلو کې مهم رول ادا کړ، خو امریکا له دغو دولتونو سره د خپلو ښامارانو د روزلو په شان چلند کوي. د اسلامي دولت مفکوره د امریکا او ملګرو لپاره د تندر راپرېوتو حیثیت لري او دوی د دغه دولت پر وړاندې د خنډ ګرځېدو په موخه یو بل ته لاسونه ورکوي. دوی هم د واک او هم د امکاناتو لپاره حرص لري، له همدې امله یې د یو او بل پر وړاندې درولي او دا هغه وخت دی چې لوېدیځ له مسلمانو خاورو څخه د ګواښ خبره کوي او دوه مخي مزدوران بیا له دې خبرې څخه په ګټې اخستنې وایي: «موږ ځکه هدف وګرځول شولو چې را ولاړ شوي یو او یا دا چې سخته لوبه کوو». په کوم څه چې دوی نه پوهېږي هغه له اور سره لوبه کول دي او دا لوبه به یې په یقیني توګه د اورونو مور (دوزخ) ته ور ټېل وهي.

دا چې ایران او ترکیه د سرکښو رول لوبوي، خو سعودي له ډېر وخت راهیسې دا هېره کړې چې د مقاومت ادعا وکړي. همدا یې وخت دی چې اسلامي امت د وېرې دغه تمثیلوونکي وپېژني او ورته ووایي چې نور د مسلمانانو د افکارو او احساساتو استازیتوب ونه کړي. مسلمانان باید د دغه ډول ناوړو رهبرانو له تېرایستلو څخه ځان وژغوري، دوی هغه څوک دي چې د اړتیا په وخت کې په بې شرمۍ سره اسلام د پلمې په توګه کاروي. اسلام په حقیقت کې د «انتخاب» موضوع نه ده، بلکې د اسلام منل، پلي کول او د یو کامل نظام په توګه پراختیا ورکول، یوه وجیبه ده.

د کفر پر وړاندې درېدل یوازې په دې مانا نه دي، چې ګټې دې تر پښو لاندې کړي؛ بلکې مانا یې دا ده چې د یوه داسې سوریایي ماشوم دفاع وکړې، چې له لوږې مري،کور یې ړنګ وي او مور و پلار یې ترې اخیستي وي. د کفر پر وړاندې درېدل په دې مانا دي چې کله امریکا ستا پر ورور هېواد برید کوي او ته باید د هغه د دفاع لپاره وجنګېږې. د کفر پر وړاندې درېدل په دې مانا دي چې خپل پوځونه د الاقصی د ازادولو لپاره ولېږې. موږ مسلمانان باید نور پر خپلو خاورو د یرغل د مخنیوي لپاره تیار او چمتو وو او هغه خاورې بېرته ونیسو چې له موږ څخه غصب شوې. دا چاره یوازې هغه مهال شونې ده چې موږ د خلافت ډال ولرو، چې هم مو وژغوري او هم لارښوونه راته وکړي. د خلافت دولت به د امریکا هغه پر ګټو ولاړ حرص مات کړي، چې د منځني ختیځ د تېلو په اړه یې لري. خلافت به د هرمز پر تنګي پوره کنټرول ولري او هېڅ بهرنۍ جنګي بېړۍ ته به په دغه تنګي کې د تګ راتګ اجازه ور نه کړي.

﴿يَقُولُونَ بِأَفْوَاهِهِم مَّا لَيْسَ فِي قُلُوبِهِمْ وَاللّهُ أَعْلَمُ بِمَا يَكْتُمُونَ

[العمران: 167]

ژباړه: دوی هغه څه په خپلو خولو وایي چې په زړونو کې یې نه وي. الله سبحانه وتعالی پر هغه څه ښه پوهېږي چې دوی یې په زړونو کې پټوي.

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: اخلاق جهان

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون : سیاسي تبصره (پرمختللو دولتونو پورې تړلي دولتونو ځانګړنې)

له الاقصی مبارک جومات څخه د اونۍ سیاسي تبصره

وړاندې کوونکی: سیاسي مفکر احمد خطواني (ابوحمزه)

بیت المقدس – مبارکه ځمکه (فلسطین)

چهار شنبه ، ۱۴۴۰ د شوال ۱۶ مه / ۲۰۱۹ د جون ۱۹ مه

د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لېنک باندې کلېک وکړئ

د مطلب ادامه...

ایا د ډیموکراسۍ د رد وخت نه دی را رسېدلی؟! دا نظام حتا هغه کسان هم وژني چې یو وخت یې د همدغه نظام بیراغ پورته کړی و Featured

  • خپور شوی په مصر

د مصر دولتي ټلویزیون د ۲۰۱۹م کال د جون په ۱۷مه د دغه هېواد د پخواني ولسمشر محمد مرسي د مړینې خبر خپور کړ. نوموړی له حماس سره د اړیکو لرلو په قضیه کې د محاکمې پرمهال له بېهوښۍ وروسته د زړه د حملې له امله مړ شو. 

ډاکټر مرسي به د خپلو اعمالو بدله وویني، خو اوس یې دې خدای وبښي. دی هغه مهال وفات نشو چې په مصر کې یې اسلام نه پلی کاوه، بلکې د ظالم نظام لخوا له شپږ کلن بند وروسته وفات شو. یاد نظام هره ورځ د کنانه (مصر) د بچیانو وینه تویوي. موږ له الله سبحانه وتعالی څخه مرسي ته د نورو خلکو په څېر له دې امله بښنه نه غواړو چې د مصر ولسمشر یا د ډیموکراسۍ د لارې شهید و، بلکې له دې امله یې غواړو چې د اسلامي امت بچی و او په داسې حال کې وفات شو چې دولت یې روغتیا ته هېڅ پام نه و کړی. مرسي له زندان پرته بل ډول ژوند هم کولی شوی، خو هغه د سیسي د دولت غیر انساني زندان غوره کړ. نو له همدې امله موږ وایو؛ هغه څوک چې د حق په لټه کې وي او حق ونه مومي، له هغه چا سره برابر نه دی چې د باطل په لټه کې وي او ورته ورسېږي. اوس یې دې خدای «ج» وبښي او د هغه او نور امت پر قاتلینو دې الله سبحانه وتعالی خپل قهر را نازل کړي.

البته په محمد مرسي دې اوس خدای «ج» ورحمېږي، د هغه په مرګ سره د حل لارې د لټولو لپاره نورې لارې هم پرانیستل شوې. په غالب ګومان موږ د اخوان المسلمین له پخوانیو دریځونو  څخه د راښکته کېدو شاهدان یو، ځکه د محمد مرسي په مړینه کې دعوتګرو ته د پام وړ درسونه او عبرتونه پراته دي.

لومړی خو دا چې ډیموکراسي حتا هغه کسان هم وژني چې یو وخت یې د همدې بشري ایډیالوژۍ بیراغ پورته کړی و. د دې تر څنګ ظالمانو ته تمایل او زړه ښه کول همداسې ناوړه پایلې لري او په کفري نظامونو پورې تړل کېدل نه دین او نه هم دعوت ته ګټه رسوي. موږ د داسې کسانو پایله څو ځله تجربه کړې چې په کفري نظامونو کې برخه اخلي او له دې لارې د اسلام د پلي کېدو هڅه کوي او دا حالت په اصل کې یوازې د مزدورۍ او کفر د پلي کېدو دوام دی. د دغه حالت څرګنده بېلګه په عمرالبشیر، اردوغان او مرسي کې د دوی د واکمنۍ پر مهال لیدلی شو. موږ مرسي ته نصیحت وکړ او د دغه کار له پایلو مو خبر کړ، خو هغه زموږ خبرو ته غوږ ونه نیو. الله سبحانه وتعالی یې دې اوس ګناهونه وبښي. 

اې د کنانه (مصر) مسلمانانو! په محمد مرسي پورې تړلو کسانو چې د کوم مشرعیت ستاینه کوله، هغه مشروعیت اوس د ده له مرګ سره سم ختم شو. په داسې حال کې چې مرسي له ګوښه کېدو سره سم له هغه وړاندې وفات شو؛ نو تاسو باید همغه مهال ډیموکراسي رد کړې وی. ډیموکراسي هغه مشروعیت نه و، کوم چې تاسو یې په لټه کې وئ، بلکې داسې وسیله وه چې تاسو یې پرې لګیا او په دام کې راګیر کړئ. په دې سره د امریکا مزدورانو په پوځ کې خپلې پښې ټینګې کړې، ستاسو انقلاب یې غلا کړ او له همغه وخت راهیسې مو په دوامداره توګه وژني.

خو اوس هم وخت شته، خپلې انګېزې او نیتونه مو نوي کړئ او هغه غلا شوی انقلاب مو له سره پیل کړئ. له هغو فرصتونو څخه ګټه پورته کړئ، چې په لاس درځي. خپل حق وغواړئ او قدرت مو د امریکا او د هغو د ګوډاګیانو له منګولو بېرته واخلئ. د پانګوالۍ د دغه خوسا نظام ریښې وباسئ او د نفوذ لارې یې بندې کړئ. غوښته او موخه مو باید دویم راشده خلافت وي، څو ستاسو په واسطه تاسیس شي او که په دې لاره کې مړه هم شئ، مرګ مو د ویاړ مرګ دی. دا هماغه رښتینی مشروعیت دی چې باید لاسته یې راوړی؛ نه هغه ډیموکراتیک مشروعیت چې غرب مو ورته جذبوي او له اسلام او دویم راشده خلافت څخه مو لرې کوي، هغه خلافت چې ستاسو بریالیتوب پکې نغښتی. هغه خلافت چې حزب التحریر یې په بشپړه توګه پلان او پروژه لېږدوي.

اې د کنانه (مصر) په پوځ کې مخلصینو! تاسو د نظام په تېروتنو او ګناهونو کې مسوول یئ. حتا که په ګناه کې ګډ نه وئ، خو د مظلومانو او غریبو خلکو  پر وړاندې ستاسو چوپتیا په ګناه کې د شریک کېدو په مانا ده. قدرت ستاسو په لاس کې دی او د اسلام لپاره ګټه ترې واخلئ، ځکه له الله سبحانه وتعالی سره د سیسي په پرتله ښه اجر او بدله شته. سیسي هغه رشوت د امتیاز په توګه درکوي، چې پرې اخیستي یې یئ. تاسو یې له ځان سره ملګري کړي یئ او دې ته مو اړ کوي چې د مصر پر خلکو د روان ظلم پر وړاندې چوپ واوسئ. پوه شئ چې دا پیسې او شتمني تاسو ته هېڅ ګټه نه لري او له الله سبحانه وتعالی څخه مو نشي بې نیازه کولی. له الله سبحانه وتعالی سره ډېر ښه او تل پاتې نعمتونه دي او د دغو ناڅیزه شیانو په واسطه یې له لاسه مه ورکوئ. د دغه مزدور او لاسپوڅي نظام په له منځه وړلو کې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم لاره تعقیب کړئ. له خپلو وروڼو (د حزب التحریر له شبابو) سره لاس یو کړئ او د نبوت پر منهج یو ځل بیا خلافت تاسیس کړئ. خلافت به د مصر خلکو ته هغه څه ورکړي، چې هیله یې درلوده او د هغو لپاره را پورته شوي او سرکونو ته راوتلي وو. له دغو ټولو غوره یې لا دا چې پروردګار مو درڅخه راضي کېږي او پر تاسو به د پرښتو په مخ کې ویاړي. پروردګاره! زموږ دا غوښتنه نوره مه ځنډوې او ژر تر ژره یې پوره کړې.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾

[الانفال:۲۴]

ژباړه: اې ایمان لرونکو! د الله سبحانه وتعالی او د هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم بلنې ته لبیک ووایئ، په داسې حال کې چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم مو هغه شي ته راوبولي چې تاسو ته ژوند دربښي. په دې پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د هغه د زړه ترمنځ حایل دی او د همغه په لوري به راټول شئ.

د حزب التحریر ولایه-مصر مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې