دوشنبه, ۲۳ ربیع الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۹/۱۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د یهودانو او عیسویانو په لاس حلالې شوې غوښې خوړل او د هغوی له مېرمنو سره نکاح کول روا دي؟

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله و برکاته

 زموږ قدرمنه شېخه! الله دې له هرې بلا وساته.

زما پوښتنه د اهل کتابو د کتاب په اړه ده.اهل کتاب(د کتاب خاوندان) څوک دي؟

قران کریم وايي چې موږ د دوی له مېرمنو سره نکاح کولی شو او د دوی په لاس حلالې شوې غوښې خوړلی شو. ایا دا ډول خلک اوس شتون لري؟ څه ډول دوی له عیسویانو او یهودانو څخه بېلولی شو؟ ډېر به خوښ شم چې پوښتنې ته مې ځواب وویاست.

له یوګندا څخه کاسوزي رمضان

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمڼ الله و برکاته!

(الْيَوْمَ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حِلٌّ لَكُمْ وَطَعَامُكُمْ حِلٌّ لَهُمْ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الْمُؤْمِنَاتِ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ إِذَا آتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ مُحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَافِحِينَ وَلَا مُتَّخِذِي أَخْدَانٍ)

[المایده: ۵]

ژباړه: نن ستاسو لپاره ټول پاک شیان حلال کړای شوي دي. د کتاب د خاوندانو خواړه ستاسو لپاره حلال دي او پاک لمنې ښځې هم ستاسو لپاره حلالې دي، که هغوی د مومنانو له ډلې څخه وي یا له هغو قومونو څخه وي چې له تاسو نه مخکې کتاب ورکړه شوی و. حال دا چې تاسو د هغوی مهر ورکړئ او په نکاح کې د هغوی ساتونکې اوسئ. نه داچې زنا کوونکې اوسئ؛ یا په پټه په غلا یارانې وکړی.

په دې ایات کې د اهل کتابو په لاس د حلالې شوې غوښې خوراک او د دوی له ښځو سره نکاح کولو ته جواز ورکړل شوی دی.

دلته اهل کتاب هغو کسانو ته ویل شوي چې کتاب ورکړل شوی، هغوی یهودان او عیسویان دي... دا د کویټ په موسوعة الفقهیه کې د کويټي فقها او علماوو رایه او نظر هم دی. په شرعي نصوصو کې د اهل کتابو په لاس حلاله شوې غوښه او د دوی (عیسویانو او یهودانو) له مېرمنو سره نکاح کولو ته جواز ورکړه شوی دی. دا حکم په کفر او پر الله باندې د شرک په کولو باندې کوم اغېز نه لري، یهودان او عیسویان د پېغمبر صلی الله علیه وسلم په وخت کې کافران وو، په شرک او ګمراهۍ کې یې ژوند کاوه، خو بیا هم دوی اهل کتاب بلل کېدل او پېغمبر صلی الله علیه وسلم په دې مسلې ښه پوهېده، نو دوی هماغه خلک دي لکه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم په وخت کې چې وو: عیسویان له الله سره عیسی علیه السلام شریک بولي او یهودان بیا عزیر علیه السلام له الله سره شریک بولي.

(وَقَالَتِ الْيَهُودُ عُزَيْرٌ ابْنُ اللَّهِ وَقَالَتِ النَّصَارَى الْمَسِيحُ ابْنُ اللَّه)

[التوبه:۳۰]

ژباړه: یهودانو ویل چې عزیر د الله زوی دی او عیسویانو ویل عیسی د الله زوی دی.

سره له دې هم پېغمبر صلی الله علیه وسلم له دوی سره د اهل کتابو په څېر کړنه کوله، چې د دوی په لاس حلاله شوې غوښه او د دوی له مېرمنو سره د مسلمانانو نکاح کولو ته یې جواز ورکاوه.

هغه کافران چې نه یهودان او نه هم عیسویان دي، لکه زردشتیان یا مجوسیان پېغمبر صلی الله علیه وسلم یې په اړه مسلمانانو ته دغه اجازه نه ده ورکړې.

ابن ابی شیبه په خپل مصنف کې له الحسن ابن محمد څخه روایت کوي چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم و فرمايل:

»كتب إلى مجوس أهل هجر يعرض عليهم الإسلام فمن أسلم قبل منه ومن لم يسلم ضرب عليه الجزية غير ناكحي نسائهم ولا آكلي ذبائحهم«

د اهل هجر مجوسیانو ته یې ولیکل، دوی ته یې اسلام وړاندې کړ کومو چې اسلام و مانه، ده له هغوی څخه قبول کړ او کومو چې له اسلام څخه مخ وګرځوه نو جزیه یې پرې ولګول او د دوی له ښځو سره یې نکاح او د هغوی له غوښو خوړلو څخه یې منع وکړه.

الهیثمی په خپل کتاب بغیة الباحث کې د زوائد مسند الحارث په حواله لیکي، .... عبدالعزیز بن ابان ثنا سفیان له قیس بن مسلم، هغه له حسن بن محمد بن علی بن ابی طالب څخه روایت کوي چې ده وویل:

«كتب رسول الله صلى الله عليه وسلم إلى مجوس هجر يسألهم الإسلام فمن أسلم قبل منه إسلامه ومن أبى أخذت منه الجزية غير ناكحي نسائهم ولا آكلي ذبائحهم»

پېغمبر صلی الله علیه وسلم د هجر مجوسیانو په اړه ولیکل: دوی اسلام ته راوبلئ، چا چې و مانه، له هغوی څخه یې قبول کړئ او چا چې و نه مانه له هغوی جزیه واخلئ او د هغوی له ښځو څخه یې د نکاح کولو او د هغوی له حلال شویو غوښو څخه یې منعه وکړه.

له دې امله، د قران په سپېڅلو ایاتونو کې د اهل کتابو یادونه شوې چې عیسویان او یهودان دي او نن ورځ هم شته. په نوموړو ایاتونو کې نور کافران نه دي راغلي او یوازې پکې د عیسویانو او یهودانو یادونه شوې، نو د دغو دوو ډلو له ښځو سره د نکاح کولو او د هغوی د حلال شویو غوښو د خوړلو جواز شته.

خو دلته دوې مسلې دي چې حتمي یې باید یادونه وشي  چې هغه د اهل کتابو د ښځو سره د نکاح کولو او د هغوی له حلالو شویو غوښو د خوړلو اړوند دي:

۱- په نصوصو کې چې د اهل کتابو د حلال شویو غوښو په اړه چې کوم جواز راغلی، د هغو  مباحو غوښو په اړه دی چې د شرعي طریقې سره سمې حلالې شوې وي.

الف-دا روا نه ده چې د دوی په لاس هغه حلاله شوې غوښه وخوړل شي، چې په اسلام کې ترې منع راغلې لکه د خنزیر غوښه چې خوړل یې ناروا دي. که څه هم دا حیوان د مسلمان په لاس حلال شوی وي یا هم له اهل کتابو څخه څوک وي... د اهل کتابو په لاس د هغو حلالو شویو حیواناتو او مرغانو غوښې خوړل روا دي چې په شریعت کې روا بلل شوې وي.

ب- دا هم نه ده روا چې داسې غوښه وخوړل شي، چې په شرعې طریقه نه وي حلال شوي لکه د هغو حیواناتو غوښې خوړل چې په شرعي طریقه نه وي حلال شوي. د بېلګې په توګه، حیوان یا مرغه په خفه مړ کول، پر سر باندې په وهلو مړ کول یا د برق په جرقه باندې مړ کول...لکه څرنګه چې دا کړنې نن ورځ د غربي کمپنیو له لوري ترسره کېږي. د داسې غوښو خوړل نه دي روا ځکه دا ډول غوښې په شریعت کې میته(مرداره) بلل کېږي، نو د میتې خوړل حرام دي. داسې حیوان که د یو مسلمان په لاس هم په غیر شرعي ډول حلال شي، د غوښو خوراک یې نه دی روا، که دا غیر شرعي طریقه د اهل کتابو له لوري هم ترسره شي د دې ډول غوښو خوړل ناروا دي، نو په دې مسله کې په مسلمان او اهل کتابو کې کوم توپیر نشته. 

۲-سپېڅلی ایات د دوی له ښځو سره په نکاح کولو کې (حصن) یانې پاک لمني اړینه بولې، په ایات کې راځي:

(الْيَوْمَ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حِلٌّ لَكُمْ وَطَعَامُكُمْ حِلٌّ لَهُمْ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الْمُؤْمِنَاتِ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُم)

[ المایده:۵]

ژباړه: نو ستاسو لپاره ټول پاک شیان حلال کړای شوي دي. د اهل کتابو خواړه ستاسو لپاره حلال دي او ستاسو خواړه د هغوی لپاره حلال دي او پاک لمنې ښځې هم ستاسو لپاره حلالې دي که هغوی د مومنانو له ډلې څخه وي یا له هغو قومونو څخه وي چې له تاسو څخه مخکې کتاب ورکړل شوی و.

المحصنه پاک لمنې ښځې ته وایي چې زنا کاره نه وي؛ دا د مسلمانې ښځې څرګنده نښه ده. اوس مهال په غربي هیوادونو کې د یهودانو او عیسویانو لپاره زنا کول داسې عام دي لکه خوراک او څښاک. زنا کول یو عادي کار دی چې ښځې او نارینه یې ترسره کوي او بد یې هم نه ګڼي او ډېر لږ به داسې ښځې پیدا شي چې بلوغ ته رسېدلې وي او زنا يې نه وي کړې. له دې امله، مخکې له دې چې له اهل کتابو مېرمنو سره واده وشي دا باید خامخا څرګنده شي چې دا مېرمنې پاک لمنې دي او په زنا کولو باندې نه دي مشهوره.

له دې امله دا روا ده چې د اهل کتابو له ښځو سره نکاح وشي، خو هغه وخت چې دا پاک لمنې وي او زنا یې نه وي ترسره کړې. که مسله همداسې وي بیا نو واده کول ورسره روا دي... که څه هم دې مسلې ته په کتو د اهل کتابو له ښځو سره واده کول روا دي، خو غوره دا ده چې له یوې مسلمانې مېرمنې سره واده وشي. د عمر رضي الله عنه له څرګندونو څه هم داسې ښکارې چې ده به خپلو اصحابو ته ویل چې له اهل کتابو ښځو سره نکاح ونه کړي، له مسلمانې ښځې سره باید نکاح وکړي چې مسلمانې ښځې بې واده پاتې نه شي

هیله من یم چې پورته څرګندونو سره مو پوښتنه ځواب شوې وي.

ستاسو ورور

عطا بن خلیل ابو رشته

۱۴۴۰هـق، د شوال ۲۱مه

۲۰۱۹م، د جون ۲۴مه

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: من المؤمنين رجال صدقوا ما عاهدوا الله عليه – د مومنانو له ډلې داسې کسان دي چې په هغه وعده چې له الله سبحانه و تعالی سره کړې په صادقانه ډول ولاړ دي!

ولایه اردن – حزب التحریر

یکشنبه، ۱۴۴۰ د ذوالقعدې ۰۴ مه / ۲۰۱۹ د جولای ۰۷ مه

د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینک باندې کلیک وکړئ

د مطلب ادامه...

مبارکه ځمکه: له جوماته پیغام(زموږ په امت کې بې وزلي مصنوعي ده او د پېړۍ د معاملې د تر سره کولو لپاره د فشار وسیله ده!)

د دوکتور مصعب ابو عرقوب پیغام

په فلسطین کې د حزب التحریر د مطبوعاتي مرکزي دفتر غړی

جمعه ۱۴۴۰ د ذوالقعدې ۰۹ مه / ۲۰۱۹ د جولای ۱۲ مه

د مطلب ادامه...

ولایه لبنان: د جمعې خطبه (والذين جاهدوا فينا لنهدينهم سبلنا- او هغو کسانو چې زموږ په لاره کې هڅه کړې هغوی ته خپلې لارې پرانیزو)

وړاندې کوونکی: شیخ دوکتور محمد ابراهیم

د ولایه لبنان حزب التحریر مطبوعاتي مرکزي دفتر

مسجد الهدی، ۱۴۴۰ د ذوالقعدې ۰۹ مه / ۲۰۱۹ د جولای ۱۲ مه

د مطلب ادامه...

سره له دې چې کفري سیستمونه ډېر نمانځل کېږي، خو بیا هم د خلکو زړونه ترې تور دي

خبر:

په ترکیه کې د کډوالۍ موضوع په اصل کې یو ټاکنیز کمپاین دی. د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د جون د ۲۳مې په ټاکنو کې ژمنه وکړه، چې د ټولو عربي شرکتونو ځای به ترکي شرکتونو ته ورکړي او له ۵۰ زرو زیات کډوال به له هېواده وباسي. نوموړي زیاته کړه: «موږ د کډوالۍ موضوع ته د ترورېزم او نشه یې توکو په پرتله ډېر پام کړی. په دغه کال کې مو له ۱۲۲زرو ډېر ناقانونه کډوال نیولي دي. په ترکیه کې سوریایي ګډوال باید زما په څېر قانون ته ژمن وي او پیروي یې وکړي. له هغو کسانو سره به هم ولیدل شي، چې له ځینو مهمو قوانینو څخه سرغړونه کوي. دوی هر یو باید له سیستم او قوانینو څخه ملاتړ وکړي، ځکه موږ چا ته اجازه نه ورکوو چې عامه نظم ګډوډ کړي.» نوموړي دې ته ورته پردي نور اصطلاحات هم وکارول.

بل خوا په ترکیه کې د  CHPکاندید او نژادپال اکرام اوغلو هم له اسلام او سوریایي کډوالو سره خپل مخالفت په لاندې ټکو کې په ډاګه کړ: «دلته ځورېدلې کورنۍ، ماشومان او ... شته؛ چې موږ باید په دغه پروسه کې د دوی د ستونزو د چټک حل لپاره د همدغو ماشومانو، ښځو او کورنیو رواني ملاتړ وکړو.» موخه یې دا وه، چې بهرني کډوال په ځانګړې توګه سوریایي کډوال به ډېر ژر له هېواده وباسو.

تبصره:

د اروپایي او غربي هېوادونو دا ډول څرګندونې موږ ته په ډاګه کوي، چې اروپایي هېوادونو ته د کډوالو ورتګ یوه مهمه موضوع ده. دوی په خپلو پارلمانونو، مطبوعاتو او نورو ځایونو کې د دغې موضوع د سیاسي حل لپاره تل خپله غوښتنه په جدي ډول وړاندې کړې. دا څرګندونې د دوی ارزښتونه (خپلواکي، ازادي، برابري او بشري حقوق) دروغجن ثابتوي او دا ډول کړنې بیا د دوی پردي او اسلام ضد احساسات په ډاګه کوي.

«اروپا ته په کډوالو د لارو بندول» او «د اروپایي اتحادیې لخوا له کډوالو سره د مرستو کمول» د داخلي او بهرنیو سیاستونو په سر کې دي چې د ورته کولو، ادغام کولو، مناسب او برابرولو په مفاهیمو سره توجه شوي دي.

ځینې مشهور سیاستوال ادعا کوي چې اروپایي ټولنه د عربیت او اسلاميت پر لور روانه ده. بهرنی فرهنګ ورځ تربلې پر اروپایي فرهنګ د غوړېدو په حال کې دی، خو اروپایانو یې پر وړاندې همداسې چوپ پاتې دي. د غربي ټولنې د دغه واقعیت تر شا خپله د غرب لاس دی، ځکه خلک یې پر خپلو استعماري سیاستونو او جګړو سره له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي. ځینې کډوال یې بېوزله کړي او ځینې نور یې بیا د خپلو ګټو د تامین لپاره ساتلي دي.

د اسلامي هېوادنو لاسپوڅي چارواکي له غربيانو سره د دوی د بهرنیو سیاستونو په بریالیتوب کې مرسته کوي، څو د هغوی سیاستونه د اسلامي خاورو پر کډوالو پلي کړي.  سره له دې چې سوریایي کډوال یې ډېر وګواښل، خو بیا هم په ترکیه کې د دوی په وینا له ۵۰ زرو ډېر ازبکستاني، تاجکستاني او قرغېزستاني ناقانونه کډوال ژوند کوي. دوی همداراز په ترکیه کې له ۷ څخه تر ۸ کلونو ژوند کړی، خو بیا هم له ټولو حقونو (ښوونځي ته د ماشومانو تګ، روغتیایي خدمتونه او د کار کول) څخه بې برخې دي.

پردې سربېره په ترکیه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون په زرګونو ازبک، قرغېز او ایغوري کډوال په بېرته ستنېدونکو مرکزونو کې ساتل شوي، چې حتا ځينې یې  په دغو مرکزونو کې له یوه کال څخه ډېر پاتې شوي دي. ترکي رژیم پر مظلومو کډوالو خپل استعماري سیاسیتونه د نورو ناوړه کړنو په څېر تپلي دي. سره له دې چې ترکان د اسلامي امت یوه برخه ده، خو زړونه یې د هغو کفري سیستمونو په وسیله تور شوي، چې دوی ته ښه ښکاري.

اوس بیا ناوړه حالت دا دی چې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو دغو څرګندونو ته د AKP رایې ورکوونکو هېڅ غبرګون نه دی ښودلی. په داسې حال کې چې د CHP او نورو ګوندونو د څرګندونو په پر وړاندې به مسلمانانو حتا ټولنیزو رسنیو ته ټکان ورکاوه، څو خپل سوریایي وروڼه او خویندې خوندي کړي. تر ټولو دردوونکې یې لا دا چې چارواکي مو له هرې لارې پر موږ د کفر د واکمنولو هڅه کوي. په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی د النساء سورت په ۱۴۱ ایت کې دا واقعیت څرګند کړی دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي، ژباړه: هغه به هېڅکله هم کفارو ته دا اجازه ورنه کړي، چې پر مسلمانانو برلاسي شي.

نو مسلمانان باید د دغو کلمو په مانا پوه شي او سمدستي خپل سیاستوال د هغوی تېروتنو ته متوجه کړي.

 لیکواله: زهرا ملک

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې