سه شنبه, ۱۴ ذیحجه ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۶/۱۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو په اړه د ستر عالم او د حزب التحریر د امیر شیخ عطاء ابن خلیل ابو الرشته د مبارکۍ پیغام!

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

هغه غوره امت چې د بشر د لارښوونې لپاره رالېږل شوی، اسلامي امت، چې الله سبحانه وتعالی په خپل اطاعت سره هغه غوره بللی دی!

د دعوت رسوونکو ته، هغه کسان چې نه ظلم، نه هم پېر او پلور هغوی د الله سبحانه وتعالی له یاد څخه ګرځولي دي!

د پاڼو لیدونکو ته، هغه کسان چې خیر ته یې مخه کړې او دغه پاڼې له ځان سره وړي او ګوري یې!

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

د دې مبارکې، ارزښتمندې او له اجر نه ډکې میاشتې مبارکي درته وایم، هغه میاشت چې الله سبحانه وتعالی یې په اړه فرمایلي دي:

﴿شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَينَاتٍ مِنَ الهُدَى وَالْفُرْقَانِ﴾

[بقره: 185]

ژباړه: روژه هغه میاشت ده چې قران پکې نازل شوی دی، څو خلکو ته لارښوونه وکړي او د هدایت او لارښوونې نښې دي. همدارنګه په ټولو برخو کې د حق او باطل تر منځ توپیر وکړي.

روژه هغه میاشت ده چې الله سبحانه وتعالی مسلمانانو ته پکې مغفرت کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَن قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَاباً غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِه» 

(بخاري له ابوهریره نه روایت کړی)

ژباړه: هر هغه څوک کې روژه د ایمان له دیده ونیسي، تېر ګناهونه یې بښل کېږي!

په دې میاشت کې قران نازل شوی او همدارنګه په دې میاشت کې ښکاره فتحې او نصرتونه د مسلمانانو په برخه شوي دي. دا میاشت د عمل او کوښښ میاشت ده! د صبر، بنده ګۍ او مبارزې میاشت ده! نو اې مسلمانانو! د غیرت ملاوې وتړئ او د نېکو او غوره کارونو په ترسره کولو کې له یو بل مخکې شئ؛ ځکه په دې میاشت کې اجر او ثواب څو چنده کېږي.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې د ټولو مسلمانانو قیام او روژه قبوله کړي او دا میاشت د راشده خلافت د تاسیس لپاره د خیر او برکت د پیل میاشت شي؛ څو اسلامي امت یو ځل بیا د "لا إله إلا الله محمد رسول الله" تر بیرغ لاندې ژوند پیل کړي؛ لکه د تېر  په څېر. همدارنګه اسلامي امت پر الله سبحانه وتعالی او د هغه پر دین منګولې ولګوي.

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ ا لْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾

[روم: 4-5]

ژباړه: په هغه ورځ مومنان د الله سبحانه وتعالی په نصرت خوشحالېږي. الله سبحانه وتعالی له هر هغه چا سره مرسته کوي چې ویې غواړي او هغه سبحانه وتعالی ډېر مهربان دی.

والسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

ستاسو ورور عطاء ابن خلیل ابوالرشته

 

 

د مطلب ادامه...

حزب التحریر ویر نه کوي، بلکې د کږو کرښو پر مخ مستقیمه کرښه کاږي Featured

  • خپور شوی په سوډان

ګران ورور، محمد عبدالله یعقوب!

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته،

د ۱۴۴۱ هـ.ق کال، د شعبان ۲۱مه، چې د ۲۰۲۰م کال، د اپرېل له ۴مې سره سمون خوري، ستاسو د لیکلي کالم (صفر الخوالي) د هغې مقالي په ځواب کې چې سرلیک یې و: «ابو خلیل په جنازه کې د ډوډۍ وير اخیستی»، موږ وایو:

لومړی: موږ د حزب التحریرـ ولایه سوډان د هغې مطبوعاتي اعلامیې د خپرېدلو له امله له تاسو څخه مننه کوو چې سرلیک یې و «د بې ساه رژيم له امله انتقالي حکومت د ډودۍ بیه دوه برابره کړه او د GAHT منافقت هېڅ ډول ډاډ نشته»، په داسې حال کې چې دا د خلکو د معیشت اړوند یوه حیاتي موضوع ده، خو د خرطوم ډېرو ورځپاڼو دا له پامه غورځولې ده!

دویم: ایا له حزب التحریر پرته بل څوک د اسلامي نړۍ د امت د ایډیالوژۍ د بیا احیا لپاره داسې روښانه او رڼه پروژه لري؟ کله چې د نبوت پر منهج د راشده خلافت تر سیوري لاندې اسلام په بشپړه توګه حاکم شي؛ څوک د دې ستر امت او غوره ملت چې د بشریت لپاره راوړل شوی دی، مسوولیت پر غاړه اخیستلای شي؟!

[وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا]

ژباړه: « او اعلان وکړه چې حق راغی او باطل له منځه لاړ، باطل له منځه تلونکی دی. »

[اسرأ: ۸۱]

زموږ د کولنګ رښتینی حقیقت دا دی، چې اسلامي دولت جوړ او باطل دولتونه ړنګ کړي. د جوړولو کولنګ هماغه د ړنګولو کولنګ هم دی، هغه دولتونه چې د کفر تګلارې څاري او زموږ لپاره ښه نیت نه لري، نو له دوی څخه موږ کومه تمه ولرو؟

 [مَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلَا الْمُشْرِكِينَ أَنْ يُنَزَّلَ عَلَيْكُمْ مِنْ خَيْرٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَاللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ]

ژباړه: «هغو خلکو چې د حق د بلنې له منلو څخه یې انکار کړی، که له اهل کتابو څخه وي، که مشرکان وي، هېڅکله دا نه خوښوي چې ستاسې د رب له خوا دې تاسو ته څه ښېګڼه راشي، خو د الله سبحانه و تعالی چې هر چا ته خوښه شي، د خپل رحمت لپاره یې غوره کوي او هغه د لوی فضل څښتن دی.»

[البقره: ۱۰۵]

درېیم: د اسلامي او عربي نړۍ له حقیقت سره سم د دې خبرې په توګه چې د خلافت راګرځېدل به ډېر وخت ونیسي او داسې نور؛ موږ وایو، هېڅوک نه پوهېږي چې خلافت به څه وخت راپورته کېږي، خو موږ ډاډه یو چې راپورته کېږي به؛ ځکه دا د الله سبحانه و تعالی ژمنه ده چې وایي:

[وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ]

ژباړه: « الله سبحانه وتعالی ستاسو له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او ښه عملونه وکړي، ژمنه کړې ده چې هغوی په ځمکه کې هماغه ډول خلیفه ګان وګرځوي، لکه چې له هغو څخه مخکې تېر شوي خلک یې چې ګرځولي وو. د هغوی لپاره به هغه دین پر محکمو بنسټونو ودروي چې الله سبحانه و تعالی ورته خوښ کړی دی. د هغو د وېرې (اوسنی) حالت به په امن ورته بدل کړي. هغوی د زما بندګي کوي او زما سره دې کوم شی نه شریکوي. څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي، نو همداسې کسان فاسقان دي.»

[نور: ۵۵]

او ځکه چې دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری هم دی:

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: «بېرته به د رسول لله صلی الله علیه وسلم پر منهج خلافت وي»

او الله سبحانه وتعالی به ستاسو څخه د پایلې نه، بلکې عمل پوښتنه کوي، دا واجب دی چې باید تاسیس شي، په دې اړه بې غوري لویه ګناه ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«وَمَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ، مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً»

ژباړه: «هر هغه څوک چې پر غاړه یې بیعت نه وي او مړ شي، هغه د جاهلیت په مرګ مړ شوی دی»

موږ حزب التحریر باور لرو چې د خلافت وخت رارسېدلی، خو داسې کسانو ته اړتیا لري چې هغه تاسیس کړي، موږ هیله لرو چې تاسو به یو له هغو کسانو څخه وی چې د خلافت د تاسیس لپاره کار کوي، حتی که هغه د یوې کلمې ماتېدل هم وي.

په پایله کې: زما ګران وروره، موږ نه وير کوو او نه هم ژاړو، بلکې موږ د کږو کرښو پر مخ مستقیمه کرښه کاږو.

ابراهیم عثمان (ابو خلیل)

د حزب التحریرـ ولایه سوډان رسمي ویاند

 

 

د مطلب ادامه...

موږ مسلمانان د خلافت له سقوط راهیسې په کړکېچ کې یو، نه د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې!

  • خپور شوی په سیاسي

[وَإِذَا مَسَّ الإِنسَانَ الضُّرُّ دَعَانَا لِجَنبِهِ أَوْ قَاعِدًا أَوْ قَآئِمًا فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُ ضُرَّهُ مَرَّ كَأَن لَّمْ يَدْعُنَا إِلَى ضُرٍّ مَّسَّهُ كَذَلِكَ زُيِّنَ لِلْمُسْرِفِينَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ]

(یونس: ۱۲)

ژباړه: د انسان حال دا دی کله چې سختي پرې راشي، که په ولاړه، ناسته او یا هم ملاسته وي موږ خپل ځان ته بولي. خو کله چې موږ له هغه ستونزې لرې کړو، داسې نافرماني کوي چې ګواکې هغه هېڅکله په بده ورځ کې موږ ځان ته نه وو بللي. په همدې ډول له حده تيري کوونکو ته د هغوی کړه وړه ښایسته کړل شوي دي.

ډېری کسان چې کله له ستونزو، ناروغیو او ناخوالو سره مخ شي، نو ډېر ناارامه وي. دوی په دغه وخت کې ځانونه دیندارۍ ته ډېر نیږدې کوي او په دې سره له الله سبحانه و تعالی څخه دعا او غوښتنه کوي، چې دا ناخوالې ترې لرې کړي. دعاوې کوي، هیله لري چې دعاوې به یې قبولې شي. خو کله چې الله سبحانه و تعالی ستونزې ترې لرې کړي، نو بیا دومره کبر ته مخه کړي، چې ګویا هېڅ ستونزه نه وه ورته پېښه شوې. په چټکۍ ستونزمنې شېبې له یاده باسي او الله سبحانه وتعالی هم هېروي.

البته دا یو ښه کار دی چې یو مسلمان له الله سبحانه وتعالی څخه مرسته وغواړي او دې ته هیله من وي چې یوازې الله سبحانه و تعالی یې چارې ورته له ارامۍ ډکولی شي. خلک نه یوازې دا چې باید په ستونزو کې الله سبحانه وتعالی ته پناه یوسي، بلکې خوښیو په شېبو کې هم باید الله سبحانه وتعالی په یاد ولري، داسې شېبې چې هېڅ شی له لاسه نه پکې وځي.

سربېره پر دې، یو مسلمان باید د یوې پېښې پرمهال کوم شی ښه او یا بد ونه ګڼي، بلکې (خیر) ته باید هیله من وي او له هرې پېښې سره باید د اسلامي شرعیت پر اساس چلند وکړي او خپل تکلیف (مسوولیت) وپېژني.

پیغمبر صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمایلي دي:

«عَجَبًا (لِأَمْرِ) الْمُؤْمِنِ لَا يَقْضِي اللهُ لَهُ قَضَاءً إِلَّا كَانَ خَيْرًا لَهُ، إِنْ أَصَابَتْهُ ضَرَّاءُ فَصَبَرَ كَانَ خَيْرًا لَهُ، وَإِنْ أَصَابَتْهُ سَرَّاءُ فَشَكَرَ كَانَ خَيْرًا لَهُ، وَلَيْسَ ذَلِكَ لِأَحَدٍ إِلَّا لِلْمُؤْمِن»

ژباړه: د مومن حالت څومره په زړه پورې دی، د هغه لپاره په هر څه کې خیر نغښتی، کله چې له خوښۍ او نېکمرغۍ سره مخ کېږي، د الله سبحانه و تعالی شکر ادا کوي او دا د ده لپاره خیر دی. که له ستونزې سره مخ شي، په صبر کولو یې زغمي او دا هم د ده لپاره خیر دی.

که پورتني حدیث ته د کرونا ویروس له روان کړکېچ سره سر ورکړئ، دا ترې په ډاګه کېږي چې ډېری کسان د دغه ویروس له خپرېدو وروسته تر ډېره اسلام ته رجوع کوي او نن ورځ تر ټولو ډېر د خدای مرستې او ملاتړ ته هیله من دي. دغه کسان فکر کوي چې اوس له سختو شرایطو سره مخ دي. دغه احساس ځکه رامنځته شوی چې اوسمهال د یوې پېښې تر اغېز لاندې دي. دوی فکر کوي چې دغه ویروس د دوی لپاره (شر) دی او د ځان ساتنې په موخه هر ممکنه ځای ته لاس اچوي، ان الله سبحانه و تعالی ته دعا کوي او فکر کوي چې الله سبحانه وتعالی په هغه څه نه پوهېږي چې دی یې په زړه کې لري.

خو اصلي پوښتنه دا ده چې ایا اسلامي امت تر دې وړاندې د کرونا ویروس په پرتله د بل لوی ویروس تر برید لاندې نه و راغلی؟ ډیموکراسي او د اسلام پر وړاندې د هغه د نظام ناوړه پروګرامونه تر کرونا ویروس خطرناک ویروسونه دي. ایا د خلافت له نسکورېدو وروسته امت تر ټولو ستره غمیزه او ناورین نه دي زغملي؟ ایا امت د ښکېلاک تر ولکې لاندې سیمو کې هره ورځ ناخوالې نه ویني؟ ایا امت د اسلام د دوښمنانو له بمونو او راکټونو وېره نه لري؟ ایا امت د نړۍ په کچه د اسلام په تطبیق کې ستونزه نه لري؟ ایا د دین پرېښودلو لپاره په زندانونو کې نه اچول کېږي؟ ایا هره ورځ زرګونه مسلمانان له لوږې نه مري؟ ایا هره ورځ مسلمانې ښځې تر تیري او شکنجې لاندې نه دي؟

 ایا مسلمانان باید دا فکر وکړي چې د کرونا ویروس له کبله له ستونزو او کړکېچ سره مخ دي، که دا فکر وکړي چې د یوه امت په توګه له اوږدې مودې راهیسې له سخت حالت سره مخ دي؟ په دې مانا چې د کرونا وبا باید مسلمانانو ته د ژوند د ستونزو په توګه ټکان ور نه کړي. دوی باید یوازې هغه مهال اسلام ته لومړیتوب ورنه کړي چې په شخصي ډول له ستونزو سره مخ شي؛ بلکې تل باید په دې پوه شي چې ټول امت نن ورځ له سخت حالت او کړاو سره مخ دی. ځکه دوی ملاتړی او دولت نه لري. نو اوسنی احساس باید تر ډېره لنډمهالی او احساساتي نه وي چې، یوازې تر کرونا ویروس پورې محدود شي، بلکې مومن تل باید د اسلام او امت لپاره په هڅه کې وي، نه د خپل ځان د ارامۍ لپاره.

اما تر ټولو غوره او لوړ ټکی دا دی چې الله سبحانه وتعالی زموږ له تمې لوړ کارونه کوي، توبه قبلوي او زموږ ګناهونه راته بښي. هغه سبحانه وتعالی هغه ذات دی چې زموږ ګناهونه بښي او موږ یې له اغېزو ساتي. ښایي موږ له ګناه او شرم پرته مخکې ولاړ شو، مهمه نه ده چې ګناهونه مو څومره لوی دي. الغفور ذات یې راته بښلی شي او لا هم ناوخته نه دی. هر مسلمان کولی شي توبه وکړي او په ډېر صمیمانه ډول ځان اسلام ته وقف کړي. مسلمانان باید د کرونا ویروس په خپل لنډ ژوند کې هره ورځ اندېښمن نه کړي، بلکې د امت تریخ ژوند یې اندېښمن کړي. هغوی کولی شي چې د نبوت پر منهج د خلافت تاسیس لپاره کار او هڅه وکړي او د خپل امت پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي.

د حزب التحریز موخه ژوند ته د اسلام بیا راوستل او د اسلامي دعوت لېږد دی، چې له دې لارې مسلمانان خپله اساسي ستونزه (د اسلامي حکومت نشت) حل کړي. د اسلامي ژوند طریقه په دې مانا چې مسلمانان په خپلو اسلامي خاورو کې بېرته خپل اسلامي ژوند ته راوګرځول شي او داسې اسلامي ټولنه رامنځته شي، چې پکې اسلامي افکار او احساسات حاکم او اسلامي قانون پکې پلی شي. په دې ډول به ټول کارونه د الهي قانون سره سم مخکې ولاړ شي او په ټولنه کې به د حلالو او حرامو پر اړه واضېح نظر موجود وي. دا هرڅه یوازې د اسلامي حکومت(خلافت) تر سیوري لاندې ممکن دي؛ هغه ځای چې مسلمانان پکې خپل خلیفه وټاکي او بیعت ورسره وکړي. که د کتاب الله او نبوي احادیثو سره سمه پرېکړه کوي، دوی به ورته غوږ نیسي او پيروي به یې کوي. په دې شرط چې خلیفه به د اسلام پیغام د دعوت او جهاد له لارې ټولې نړۍ ته رسوي. د حزب موخه دا ده چې امت د اسلامي عقیدې پر بنسټ نهضت ته ورسوي. دغه حزب هڅه کوي چې اسلامي امت یوځل بیا خپل جلال او ځواک ته ورسوي او په دې ډول له نورو هېوادونو څخه ټول واک بېرته واخلي. دغه راز په نړۍ کې لومړۍ درجه دولت و اوسي او نړۍ د پخوا په شان رهبري او اسلامي قوانین پکې پلي کړي. (د بدلون لپاره د حزب التحریر منهج)

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: امانه ابې

ژباړن: جواد عثمان

 

د مطلب ادامه...

په څارویو کې زکات

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

پوښتنه: علي السعيدي

زموږ د قدر وړ شېخ صاحب! السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

الله سبحانه وتعالی دې په هڅو کې برکت واچوه او الله سبحانه وتعالی دې ستاسو پر مټ بری راولي. د خلافت دولت مالي سرچینې کتاب، د زکات د برخې په ۱۵۳مخ کې د څارویو د زکات په فصل  کې راغلي: «په څارویو کې زکات؛ د غوايي زکات هغه وخت فرض کېږي چې نږدې يو کال په څړځای کې څرېدلی وي. دغه راز د دې کتاب په ۱۵۵مخ کې راغلي: د پسونو زکات هغه وخت فرض کېږي، چې د کال ډېره برخه په څړځای کې څرېدلی وي، په هغه صورت کې چې د شپانه مسوولیت ټول کال همداسې په لږه کچه وي.  

پوښتنه دا ده چې ایا په هغو پسونو او غوايانو زکات نشته، چې له څړځايونو نه تغذيه کېږي او د مړولو لپاره یې د کال په جریان کې پیسې لګیږي؟ که پر دغه ډول څارویو زکات وي، نو څومره به دی؟

بله پوښتنه دا ده چې ولې په څارویو کې زکات د غوايي، پسه او اوښ په اړه یاد شوی او د مرغانو په ځانګړي ډول د چرګانو په اړه څه نه دي ویل شوي، چې په عصري خونو (فارمونو) کې زرګونه شمېر ساتل کيږي؟ ایا دوی د معاملاتو برخه دي؟

الله سبحانه تعالی دې زما د پوښتنو د ځوابولو په بدل کې اجر درکړي، والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته 

ځواب:

وعليکم السلام ورحمته الله وبرکاته!

۱ـ هو؛ په هغو پسونو او غوايانو کې زکات نه شته چې په څړځای کې نه څريږي، بلکې په مړولو يې لګښت راځي. ځکه «څرېدل» يو صفت دی او دا مفهوم افاده کوي چې دغه صفت د زکات د حکم لپاره علت دی. دغه ډول صفت د شي له ذاتي صفتونو څخه په يوه صفت پورې شرعي حکم تړي. دا خبره پر دې دلالت کوي؛ کله چې دغه ځانګړی صفت نفي شي، نو د شي له ذات څخه هم حکم نفي کيږي. د دغه صفت لپاره ـ چې د علت شتون افاده کوي ـ شرط دا دی چې باید په بشپړ ډول څرګند وي. خو که صفت بشپړ څرګند نه وي او د علت شتون افاده نه کړي، نو دغه ډول صفت اعتبار نه لري. زه بيا ځلې وايم؛ د صفت لپاره شرط دا دی چې بايد په بشپړه ډول څرګند وي. لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې فرمايلي دي: «... فِي صَدَقَةِ الغَنَمِ فِي سَائِمَتِهَا..»  ژباړه: "... په څرېدونکو پسونو کې زکات..." (رواه البخاري) د "پسه" لفظ د شي ذاتي نوم دی چې هغه دوه صفتونه لرلای شي. څرېدل او يا په کور کې په وښو ساتل کېدل. د زکات فرضیت یې د څرېدلو په صفت پورې تړلی دی، نو دا پر دې دلالت کوي چې په کور ساتلو پسونو کې زکات فرض نه دی.

۲ـ هغه بله پوښتنه چې د مالدارۍ په پسونو، غوايانو او اوښانو کې زکات شته او په نورو حيواناتو لکه مرغانو، چرګانو او داسې نورو کې زکات نه شته، ځکه په نصوصو کې يواځې ياد څاروي بيان شوي او موږ هم دغه ارزوو او پر هغو بسنه کوو. د يادو درې ډوله حيواناتو په اړه نصوص په دې ډول دي:

ابوذر رضی الله تعالی عنه له ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه څخه او هغه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي، چې هغه وفرمايل:

«ما من صاحب إبلٍ، ولا بقرٍ، ولا غنمٍ، لا يؤدي زكاتها، إلاّ جاءت يوم القيامة، أعظم ما كانت، وأسمن، تنطحه بقرونها، وتطؤه بأخفافها»  

(متفق عليه)

ژباړه: د اوښانو، غوايانو او پسونو هغه څښتن چې د خپلو مالونو زکات نه ورکوي، دغه څاروي به د قيامت په ورځ په داسې حال کې راشي، چې د دنيا له حالت څخه به لوی او چاغ وي، دی به په ښکرو وهي او تر پښو به يې لاندې کوي.

ابوذر رضی الله تعالی عنه له ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په يوه اوږده حديث کې وفرمايل:

«... وفي سائمة الغنم إذا كانت أربعين، ففيها شاة...»

  ژباړه: له څرېدونکو پسونو څخه چې شمېر يې څلويښتو ته ورسېږي، يو پسه بايد په زکات کې ورکول شي...

حضرت علی کرم الله وجهه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې فرمايلي يې دي:

«ليس في البقر العوامل صدقة»

ژباړه: د ځمکې په خړوبوونکو (له ارهټ څخه اوبه راويستونکو) غوايانو کې زکات نه شته. (دا روايت ابو عبيد او بيهقي نقل کړی دی)

عامر ابن دينار وايې چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي، چې ويې فرمايل:

«ليس في الثور المثيرة صدقة» ژباړه: په کولبه کوونکو غوايانو کې زکات نه شته (دا روايت ابو عبيد کړی دی) او جابر ابن عبدالله له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي: «لا صدقة على مثيرة» ژباړه: په کولبه کوونکو غوايانو کې زکات نه شته. کولبه کوونکي غوايان هغه دي چې ځمکه اړوي او د کرنې لپاره يې چمتو کوي.

حاکم په خپل کتاب «المستدرک» کې د بهز ابن حکيم په روايت دوه حديثونه نقل کړي، چې هغه له خپل پلار او هغه له خپل نيکه څخه روايت کوي: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چې ويې فرمايل:

«...في كل إبل سائمة في كل أربعين ابن لبون...»

ژباړه: له څرېدونکو اوښانو څخه په هرو څلوېښتو کې يو دوه کلن جونګی د زکات په توګه فرض دی... .

 څرېدونکي څاروي هغه دي چې له وښو او غذا ورکولو پرته په څړځايونو او کروندو کې څریږي او پخپله ځان مړوي.

۳: له همدې امله په يادو درې ډوله حيواناتو کې زکات فرض دی لکه څرنګه چې يې مخکې يادونه وشوه. زکات يوازې په هغو څرېدونکو څارويو کې فرض دی، چې تر يوه کال ډېر څرېدلي وي.

په نصوصو کې په نورو څارويو، مرغانو او يا سمندري حيواناتو کې د زکات فرضيت نه دی بيان شوی او يوازې په يادو څارويو کې د زکات د فرضيت يادونه شوې ده. هغه حيوانات چې د سوداګرۍ لپاره وي په هغو کې هم زکات فرض دی او د مالياتو کتاب، د معاملاتو زکات په فصل کې يې يادونه شوې ده.

۴: په پايله کې باید ووایم چې له پسونو، غوایانو او اوښانو پرته په نورو څارویو کې هېڅ زکات نشته. خو کله چې څاروي د سوداګرۍ له توکو څخه وي، يعنې د پېر او پلور لپاره وي په هغو کې زکات شته.

هر هغه شی يا توليد که هغه غلې ـدانې، جامې، څاروي يا بل شی وي او د سوداګرۍ لپاره کارول کېږي د هغوی د زکات په تړاو نصوص راغلي دي:

«أما بعد، فإن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان يأمرنا أن نخـرج الصدقة من الذي نعد للبيع»

(ابو داود)

ژباړه: له سمره ابن جندب څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ ته په هغو شيانو کې د زکات ورکولو په اړه امر کاوه چې د سوداګرۍ لپاره به وو.

له ابوذر رضی الله تعالی عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي: «وفي البَزِّ صدقته» په نساجي (اوبدل شويو ټوکرانو) کې زکات شته (دارقطني او بيهقي) له نساجي څخه موخه جامې او هغه جامې چې د سوداګرۍ لپاره وي ده.

ابو عبيد له ابو عمره ابن حماس او هغه له خپل پلار څخه روايت کوي چې ويل يې:

«مرّ بي عمر بن الخطاب، فقال: يا حماس، أدّ زكاة مالك، فقلت: ما لي مال إلاّ جعاب، وأدم. فقال: قوّمها قيمة، ثمّ أدّ زكاتها»...»

ژباړه: عمر ابن خطاب رضی الله تعالی عنه زما تر څنګ تېر شو او راته ويې ويل: اې حماسه!، د خپلو پيسو زکات ورکړه. ما وويل: زه پيسې نه لرم پرته له دغه يوه بکس او د بکس له پوښ څخه. راته ويې ويل: د هغو قيمت وسنجوه او د ارزښت له مخې يې زکات ورکړه.

هيله لرم چې خپل ځواب به مو موندلی وي. الله سبحانه و تعالی په هر څه پوه او د حکمت څښتن ذات دی.

ستاسې ورور عطا ابن خليل ابو الرشته

ژباړن: صديق احمدزی

 

د مطلب ادامه...

د رسول الله صلی علیه وسلم له مبارکو سنتو څخه پیروي، د رمضان او شوال میاشتو د لیدلو «هلال» په اړه یووالی څرګندوي

  • خپور شوی په پاکستان

د رسول الله صلی علیه وسلم او راشده خلفاوو په وخت کې مسلمانانو د رسول الله صلی علیه وسلم د سنتو مطابق د رمضان میاشتې روژه په یوه وخت نیوله او په یوه وخت یې پای ته رسوله. رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:

«صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ»

ژباړه:‌ روژه د سپوږمي له راختلو «هلال» سره ونیسۍ او له پریوتلو سره یې پای ته ورسوئ!

(نسائي)

پورتنی حدیث ټولو مسلمانانو ته له کوم توپیر پرته د رمضان میاشتې د روژې په اړه لارښونه کوي او دا څرګندوي وي چې دا حکم پرته له دې چې د سیمو توپیر په نظر کې ونیسي، د ټولو مسلمانانو لپاره دی. رسول الله صلی علیه وسلم دا واضېح کړې چې که سپوږمی په هرځای کې د هر مسلمان لخوا ولیدل شو، نو د نورې نړۍ پر مسلمانانو لازمېږي چې له هغې پیروي وکړي او روژه ونیسي. د سپوږمي په لیدلو «هلال» کې هېڅ مسلمان پر بل مسلمان او هېڅ ځمکه پر نورو ځمکو باندې غوره والی نه لري. د انصارو له یوې ډلې څخه روایت دی چې:

«غُمَّ عَلَيْنَا هِلَالُ شَوَّالٍ فَأَصْبَحْنَا صِيَامًا فَجَاءَ رَكْبٌ مِنْ آخِرِ النَّهَارِ، فَشَهِدُوا عِنْدَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُمْ رَأَوُا الهِلَالَ بِالأَمْسِ؛ فَأَمَرَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ يُفْطِرُوا مِنْ يَوْمِهِمْ، وَأَنْ يَخْرُجُوا لِعِيدِهِمْ مِنَ الغَدِ»

ژباړه: موږ د ورېځې له امله د شوال میاشت ونه لیده، نو سبا ورځ مو روژه ونیوله. د ورځې په پای کې مدینې ته له بیرون څخه کاروان راورسېد او دوی تېره ورځ رسول الله صلی علیه وسلم ته د میاشتې د لیدلو شاهدي ورکړه. په دې ډول رسول الله صلی علیه وسلم موږ ته امر وکړ ترڅو روژه ماته کړو او سبا سهار د عید «اختر» لپاره راټول شو.

( احمد)

«کورایب» له مدینې منورې څخه شام ته له سفر وروسته بېرته مدینې منورې ته ستنیږي، ترڅو  عبدالله ابن عباس «رض» ته د سپوږمي د هلال خبر ورکړي، خو د عبدالله ابن عباس «رض» دغه لیدل ردوي. د عبدالله ابن عباس «رض» دغه کړنه اکثریت علما د ده اجتهاد بولي او دا ښکاره خبره ده چې د یو صحابي اجتهاد د قران او سنتو عامیت نه شي مشخصولی. د دې ترڅنګ دغه اجتهاد د پورته ذکر شوو شواهدو سره په ټکر کې هم دی. حقیقت دا دی چې رسول الله صلی علیه وسلم د هغه مسافر د سپوږمي هلال منلی چې له یوې بلې سیمې څخه مدینې ته راغلی و. په همدې خاطر دا پر ټولو مسلمانانو واجب ده چې ټول په یوه وخت د رمضان میاشتې روژه ونیسي او په یو وخت اختر ونمانځي. د رمضان او شوال میاشتو لیدل «هلال»، که د نړۍ په هره سیمه کې د هر مسلمان لخوا وشي، نو له هغې څخه پیروي د نړۍ د ټولو مسلمانانو شرعي مکلفیت دی. 

د سپوږمي لیدل باید پر سترګو باندې وشي او د نجوم د علم پر اساس محاسبه د دې لیدنې لپاره کوم بدیل نه شي کېدای. د رسول الله صلی علیه وسلم د فرمان مطابق باید د روژې نیول او ماتول پر سترګو باندې د سپوږمي د لیدلو «هلال» له لارې وشي. رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:

«إِذَا رَأَيْتُمُوهُ فَصُومُوا، وَإِذَا رَأَيْتُمُوهُ فَأَفْطِرُوا، فَإِنْ غُمَّ عَلَيْكُمْ فَاقْدُرُوا لَهُ»

ژباړه: کله چې تاسو د سپوږمي راختل «هلال» ولیدل، نو روژه ونیسئ، کله چې تاسو سپوږمی وینی، نو روژه پای ته ورسوئ او که له تاسو څخه ورک شي، نو بیایې وټاکئ

. (بخاري)

په دې ډول اسلام د رمضان او شوال پیل د سپوږمي پر لیدلو سره اجباري کړی او د رمضان د پیل او د عید د ټاکلو لپاره یې نورو محاسبو ته اجازه نه ده ورکړې.

د رسول الله صلی علیه وسلم د سنتو پر پیروي سره به د نبوت پر منهج خلافت اسلامي امت له اندونیزیا څخه تر مراکشه په عملي ډول د رمضان میاشتې د روژې د پیل او پای په اړه سره متحد کړي.

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

کپیټلېزم د کووېد۱۹پر وړاندې بحراني رول لوبوي

خبر:

ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په پای کې د سپینې ماڼۍ یو مشاور ته خبرداری ورکړی و چې که د کرونا پر وړاندې جدي اقدامات ونه کړو، نو زموږ لپاره به یو نوی فصل پرانيزي. مانا دا چې د کرونا ویروس د دې توانایي لري چې سلګونه زره امریکایان ووژني او اقتصاد به مو هم له خپل اصلي مسیر څخه تغیر کړي. سرچینه: (ګارډين)

تبصره:

دوې ورځې وروسته له هغې چې په واشنګټن کې د دغه ویروس مثبت پېښې ثبت شوې، ډونالډ ټرمپ د CNBC ټلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه وویل: «موږ به دغه ویروس په پوره ډول کنترول کړو، دا یو سړي له چین څخه راوړی او اوس نوموړی سړی هم روغ شوی دی». د فبروري ۲۹مه نه وه رارسېدلې(۶اونۍ وروسته) چې په هېواد کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه ثبت شوه، نو د ټرمپ ادارې د خپلو لافو د تحقق لپاره په عملي اقداماتو لاس پورې کړ.

روغتونونو او لابراتوارونو ته په پوره ډول اجازه ورکړل شوه، تر څو په بېړه سره د کووېدـ ۱۹ تشخیص وکړي. دوی له څلورو تر شپږو اونیو داسې تېرې کړې چې فکر کېدو چې مرض له منځه تللی، لکه څنګه چې ټرمپ مخکې ګواښ  کړی و، مګر د ناکامې رهبرۍ له امله یې ډېرې ویرانوونکې پایلې په یاد هېواد کې رامنځ ته کړې. نن په ټوله امریکا کې له ۴۰ زرو زیاتې پېښې ثبت شوې دي. (سرچینه: CDC, April 10, 2020)

د امریکا ځواب باید د کتاب په متن کې راتلونکي نسل ته د ناورین پر وړاندې د امریکا د ناکامې هڅې په څېر درس ورکړل شي، ران کلین چې په ۲۰۱۴ ز کال کې یې د اېبولا پر وړاندې په مبارزه کې تر ټولو مخکې و، تازه یې د جورج ټاون پوهنتون کاري ټیم ته وویل: «چې د واشنګټن پېښه یوه ډېره عجیبه ناکامي ده». جېرمي کانینډېک چې له ۲۰۱۳ -۲۰۱۴ پورې یې د متحده ایالتونو په نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) کې د نړیوالو ناورینونو ته د امریکا له خوا د ځواب ورکولو مسوول و، دغه شپږ تېرې شوې اونۍ يې د مبارزې د دوران په نوم یادې کړې. نوموړي ګارډین ته وویل:« موږ په دغه نوي عصر کې د یو اساسي دولت او لوړې رهبرۍ په درلودو سره بیا هم د لویې ناکامۍ شاهدان یو». د نیویارک د بورس بازار له نیمایي څخه زیات په پوره ډول په دغه بحران کې رالوېدلی. د جنوري په ۳۰مه د روغتیا نړیوال سازمان نړیوال ترینګلی حالت اعلان کړ، هغه وخت ټرمپ وویل:«موږ یوازې پنځه نفر ناروغان لرو، نور هر څه په پوره ډول سم او جوړ دي». 

د دوو اونیو په تېرېدو سره کله چې حالت عادي و، موږ هیله درلوده چې نیم میلیون کارکوونکي به د بې کارۍ د بیمې غوښتلو لپاره اسناد وړاندې کړي، خو له دوو اونیو وروسته د دغو کسانو شمېر ۱۰میلیونو ته لوړ شو. امریکا له یو عجیبه اقتصادي ناورین سره مخ ده چې ښایي له نړۍ څخه یې شاته پرېږدي. پوښتنه دا ده چې دوی له دغه بحران څخه د وتلو لپاره تیاری لري؟ له دې څخه ښکاري چې هغه څه چې د دغه اقتصادي بحران لامل شوي، په ډېرې چټکۍ سره ټولو کپیټلیسټي هېوادونو ته به ورسېږي. خو خبره دا ده چې کانګرېس دوه ټرېلیونه ډالر د کرونا ویروس د مخنیوي او د اقتصاد د ساتلو لپاره ځانګړي کړل چې د ډېرو لپاره به اقتصادي ملاتړ شي. بد خبر دا دی چې داسې ښکاري چې که دغه ناورین د اونیو او یا میاشتو لپاره دوام وکړي، نو د هغو لپاره د پیسو لېږل ستونزمن کار دی چې هغوی همدا اوس اړ دي. 

د یو ډیموکراټیک ملت د رهبر په توګه، دا یوه لویه ناکامي ده چې وایي، دا د ډیموکراسۍ مرکز دی او کپیټلیستي سیستم نړۍ ته له دې ځای څخه سرچینه اخیستې او بیا همدلته له ستونزو سره مخ شو. د کانګرېس نمایندګان په دغه ګواښ پوهېدل، مګر مخکې له دې چې د امریکا د بورس بازار دغه شان تاریخي رکود ته لاړ شي، دوی په میلیونونو ډالر او خپل سهمونه هلته خرڅ کړي وو. دوی د کووېدـ ۱۹د خطرونو د مخنیوي لپاره د سناتورانو مجلسونه راوغوښتل، مګر تر څو چې دغه ویروس نه و راغلی، ټولو به ویل چې هر څه زموږ په کنترول کې دي. نیویارک ټایمز د دغو ډارنو نماینده ګانو په هکله وویل: «دوی کولای شي تغیرات راوړي، مګر دوی د خپلو ګټو په لټه کې دي او هر هغه هېواد هم دغه حالت لري چې د بشري سیستم (پانګوالي سیستم) په واسطه رهبري کېږي. کپیټلېزم خلک استثمار کړي او ديموکراسي یې خپل هوا او هوس ته پرته له قېمت څخه دلالي کوي او د دغه ټولنیوونکي ویروس په وخت کې به د خلکو لپاره ډېره لږ مرسته وکړي، پرته له دې چې له ۲-۳ سلنې د نړۍ هغه قدرت لرونکو ته به ګټه ورسوي.   

پانګوال له دغې موضوع سره په دریو پړاوونو کې معامله کوي: لومړی، غوښتل یې چې دغه ویروس پټ کړي، دویم، قرنطین او لږ لږ بندیز ولګوي، درېیم دا چې پوره په کور کې پاتې شي. د دغو دریو پړاوونو په سرته رسولو سره بیا هم دوی ونه شو کولای چې ستونزه حل کړي، بلکې اقتصاد ته یې نور هم تاوان واړولو او دغه ویروس نور هم زیات شو. لکه څنګه چې موږ یې په پانګوالي ټولنه کې وینو او غږ یې اورو دغو ستړیاوو او بې صبریو خلک ډېر وځورول.

سمه خبره دا ده چې د دغه ویروس پر وړاندې د الله سبحانه وتعالی د قانون له ویلو سره سم تدابیر ونیسو چې یاد قانون داسې وایی چې مرض له هر ځای څخه سرچینه اخیستې او له څه شې راپیدا شوی، نو باید ټولې سرچینې یې بندې شي تر څو د مرض اساس له منځه یووړل شي او روغ خلک په بل ښار کې چې هلته مرض نه وي، خپل کار ته دوام ورکړي او تولید وکړي.

په دې اړه په بخاري کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی، چې هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِذَا سَمِعْتُمْ بِالطَّاعُونِ بِأَرْضٍ فَلاَ تَدْخُلُوهَا، وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلاَ تَخْرُجُوا مِنْهَا»

 ژباړه: که ‎په ځمکه کې تاسو د طاعون په مرض باندې اخته شوئ، نو هغه ځای ته مه ورځئ او که په هغه ښار کې هم دغه مرض راغی چې تاسو پکې اوسېږی، نو تاسې له دغه ښار څخه بهر مه ځئ.

(بخاري)

اسلام وایي چې دغه مرض باید په همدغه ځای کې چې راپیداشوی، همدلته له منځه ولاړ شي او د یاد ځای خلک په خپل ځای پاتې شي او له نورو ځایونو څخه خلک دغه ځای ته رانه شي، دا د شریعت خبره ده؛ ځکه تر اوسه پورې صحیح او پرځای پاتې ده.

سمه پروسه چې په یاده سیمه کې له دغه ټولنیوونکي مرض مخنیوی وکړي، دا ده چې پر مرض اخته کسان باید قرنطین شي او پرته له لګښت څخه د ډاکټر تر پاملرنه لاندې وساتل شي، روغ کسان باید خپل کار ته ادامه ورکړي او ټولنیز او اقتصادي ژوند به هم ادامه پیداکړي، داسې نه لکه نن یې چې ټول بشري ژوند یې فلج کړی دی، تر څو بحران لاپسې ډېر او نورې ستونزې هم راولاړې کړي.  

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

د محمد عادل له خوا

 

                       

د مطلب ادامه...

ایا دا حقیقت دی چې د کورونا وېروس په ګډون د ډېرو نورو ناروغیو لپاره درمل نشته؟!

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

په تېرو مقالو کې مې لیکلي وو: ټولو نړیوالو نظامونو خپله ناکامي د ځمکې پر مخ په تر ټولو کوچني مخلوق ورټوله کړې او بشر یې د مرګ په کنده کې یوازې پرېیښی دی، چې دا د خپګان وړ خبر بلل کېږي. له علمي، روغتیایي او اسلامي پلوه دا څرګنده شوې چې د هرې ناروغۍ درملنه شته ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لِكُلِّ دَاءٍ دَوَاءٌ فَإِذَا أُصِيبَ دَوَاءُ الدَّاءِ بَرَأَ بِإِذْنِ اللَّهِ عَزَّوَجَلَّ»

[رواه مسلم]

ژباړه: د هرې ناروغۍ لپاره درمل شته او هر کله چې هغه درمل ناروغ ته ورکول شي، د الله سبحانه وتعالی په مرسته به روغ شي.

هغه فاسدې علمي او روغتیایي طریقې چې په نړۍ کې د روغتیایي بنسټونو په مرسته کارول کېږي، یوازې د مادي ګتې پر بنسټ دي او د هغه پر اساس کنټرولېږي. نو هېڅ داسې درمل به نه وي، چې خلکو ته له ګډوډۍ (Complications) پرته ګټه ورسوي. هغه درمل چې د داسې موسیسو له خوا جوړېږي، کارول یې جانبي عوارض لري. د بېلګې په توګه: د شکر (دیابت) او یا د وینې د فشار (BP)، ناروغۍ لپاره درمل د جانبي عوارضو او یا لېونتوب لامل کېږي. په داسې بڼه چې ناروغ اړ کېږي، څو خپلې پیسې د لوړو بیو درملو ته ځانګړې کړي. نو دغه امر د دې لامل کېږي چې له ناروغانو څخه تلپاتې پېرېدونکي جوړ کړي او همدارنګه له ناروغانو سره انساني چلند نه کېږي؛ بلکې له هغوی سره د «عذاب شیطانانو» غوندې چلند کېږي.

په دې لیکنه کې غواړم پر هغو روغتیایي تګلارو تمرکز وکړم، چې د اوسمهال روغتیاپالان یې په ناروغانو کاروي. دا تګلارې د دې پر ځای چې د ناروغانو لپاره ګټورې وي او د درد ورکېدو لامل یې شي، په اصل کې د هغوی د روغتیايي بنسټونو د مادي ګټو پر اساس ولاړې دي. ډاکتران اړ دي چې د درملنې په پروتکلونو (treatment protocols) د دولت د دستورالعملونو او قوانینو پر اساس چلند وکړي. دولتونه، روغتیا وزارتونه او د صحي بیمې شرکتونه باید په روغتیایي برخه کې د کپېټلېستو پانګوالو پر لایحه جوړونه ور وتپل شي.

د بېلګې په توګه، ډاکتر د شکر ناروغ ته د یو ښه ګټور غذایي رژیم په اړه د خپلو قوانینو په عامه پوهاوي سره د ناروغ درملنې ته دوام ورکوي. ټول پوهېږي چې شکر یا ډیابت د ۲(NIDDM) له ډول څخه دی او په وینه کې د شکر په لوړې کچې سره شتون لري. سلیم عقل وایي، د بورې له خوړلو ډډه او د کاربوهایدرتي خوړو کم کارول لکه وریجې او د غنمو ډوډۍ ناروغ ته دا وړتیا ورکوي چې په وینه کې د شکر کچه کنټرول کړي او په همدغه ډول پانقراس(Pancreas) حجرې بیاځلي ورغول شي. د کاربوهایدرات کم غذایي رژیم او له شکر پرته (Sugar-free)، چې د «کتوژنیک» په رژیم سره مشهور دی، ثابته شوې چې د 2 (NIDDM) ډوله شکر درملنې لپاره بریالی او غوره دی. که څه هم د روغتیایي موسیسو له خوا په وینه کې شکر د ټیټې کچې نارمل ساتلو لپاره د طبیعي ترکیبونو، کورکمند، د زیتون پاڼې او د اوږې ګټور رول د زړه ناروغانو لپاره نه ذکر کېږي. پر دې سربېره، چې ډاکتران پر دغو واقعیتونو ښه خبر دي، خو یاد موارد د درملنې د یوې تکیې په توګه د درملنو د څېړنو لپاره نه کاروي. (سرچینه: https://www.youtube.com/watch?v=Eanu7OnUPx0)

روغتیایي سکټور په نړۍ کې پر تر ټولو ګټور سکټور او برخې بدل شوی. د درمل جوړولو روغتیایي شرکتونه او روغتونونه اوسمهال تر ټولو بډایه بنسټونه بلل کېږي او په یادو سکټورنو کې پانګونه له نورو سکټورنو په امن کې بلل کېږي. نو په ټولنه کې بډایه، شتمن، د عزت او قدرت څښتن خلک د همدغه سکټور پانګوال او ډاکتران دي. په دغو سکټورونو کې د پانګوال او کارګر ګډه وجه له حرص، د مال طمعه او ناروغ ته له ګټې رسېدو بې خبري او غفلت دی. له هغو کسانو پرته چې الله سبحانه وتعالی رحمت پرې کړی او دا ډول خلک ډېر لږ دي. لاحول ولا قوة إلا بالله! د دغه فساد پر ځای  هغوی باید په تر ټولو غوره طریقه او کم لګښت د هغوی درملنه کړې وای. د دې لپاره چې په دې برخه او سکټور نیوکه ناعادلانه ترسترګو نه شي، زه دوې څرګندې بېلګې وړاندې کوم. دواړې بېلګې د درملو په دوو ترکیبونو پورې اړه لري، چې د ډېرو ناروغیو د درملنې لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي. اوس دغه درمل په ډېرې اسانۍ تر لاسه کېږي:

‏لومړی کلورین ډای اکسایډ(Chlorine dioxide) (https://en.m.wikipedia.org/wiki/Sodium_chlorite)

کلورین ډای اکسایډ (Cl02) د اسټریل یا ضد عفوني کوونکي  (sterilizer) په توګه ګټه ترې اخیستل کېږي. دا هغه باکټریاوې (bacteria)، قارچونه (Fungus) او انګلونه (Parasites) له منځه وړي. کلورین ډای اکسایډ یوه ضد عفوني کوونکې (disinfectant and sterilizer) ماده ده، چې د جراحۍ د وسایلو ضد عفوني کولو لپاره تر عملیاتو وړاندې کارول کېږي. همدارنګه د درملو په تولید کې د استریل په توګه او د خوراکي توکو او غوښو په بسته بندۍ کې ترې ګټه اخیستل کېږي. دا ماده د ناروغیو زېږونکي یا پتوجنونه، چې د انتاني ناروغیو لامل کېږي، له منځه وړي. نوټ: استریل (sterilization) داسې فرایند دی چې مایکرو ارګانیسمونه او د هغه لېږدونکي عوامل لکه قارچ، باکتریا او وېروس د جسمونو له سطحې څخه له منځه وړي.

دغه کیمیاوي ماده د اوکسېد کوونکو (Oxidizing Agents) درملو له ډلې څخه بلل کېږي، چې مرکبونه په حجري دېوال کې دننه اوکسېد (oxidize) کوي. همدغه امر د ناروغیو زېږونکو میکروبونو د وژل کېدو لامل کېږي. د دې مادې خاصیت په هر حالت کې وي، د روغ بدن پر نارملو حجرو اغېز نه کوي؛ په داسې بڼه چې مالیکولونه یې ډېر ژر نه ماتېږي. پر دې سربېره، هغوی تر میکروبونو ډېر د اوکسیداسیون پر وړاندې د مقاومت وړتیا لري. له بل لوري، د بدن نارمل حجرې او یا سلول د ساتنې، بیا رغونې (regeneration) او ترمیم خاصیت هم لري.

دا ماده په اوبو کې محلول ده او دغه امر د دې لامل کېږي، چې په لنډ وخت یعنې له نیم ساعته بیا تر دوو ساعتونو پورې په بدن کې همداسې پاتې شي. البته یاد خاصیت د درملو (Dosage) په کارولو پورې اړه لري. د زماني پړاو تر پای ته رسېدو وروسته دغه ماده په بدن کې بې اغېزې کېږي. نو دغه درمل د ناعلاجه ناروغیو (terminal Diseases) لپاره باید په ورځ کې څو ځکله وکارول شي.

یاده ماده د اړتیا وړ غلظت په درلودو سره د وېروسونو ډېری ډولونه لکه انفلوانزا او د کورونا وېروس له منځه وړي. د الله سبحانه وتعالی په مرسته. د ناروغیو درملنه به د الله سبحانه وتعالی په مرسته وشي، په دې شرط چې دغه دارو د ناروغۍ د نښو تر ښکارېدو وړاندې وکارول شي. که دغه درمل د ناروغۍ د نښو تر ښکارېدو وروسته وکارول شي، په دغه صورت کې بدن وړاندې تر دې چې د وېروس له منځه وړلو ته پام وکړي، نو ډېر وخت به ونیسي، څو د وېروس زیانونه ورغوي او ګټه ورته ورسوي.

همدارنګه دا ماده باید له کړنلارې سره سمه برابره شي، ځکه د اتاق په تودوخه کې د ګاز حالت لري. په داسې حال کې چې محلول یې تر چمتو کېدو وروسته تبخیرېږي او د نور په واسطه د تجزیې وړ وي. د یو اوکسېده کوونکي په توګه (Oxidizer)، دا ماده باید د انتي اوکسېدانونو تر مصرف وروسته لکه ویټامین سي (Vit C) وکارول شي؛ ځکه انتي اوکسېدانونه په بدن کې د دې مادې فعالیتونه شنډوي. نوټ: اوکسېد کول د زهري کولو مانا لري او انتي اوکسېدان د زهرو پاکولو په مانا دی.

کلورین ډای اکساید له سودیم کلوراید څخه چې د سودیم کلوراید غلظت ٪۲۷ دی، د ٪۵۰ غلظت لرونکي اسید استیک یا له ٪۴ غلظت لرونکي اسید هایدروکلوریک سره برابرېږي. د محلولونو تر چمتو کېدو وروسته هغوی په مساوي نسبت سره اضافه کېږي. په پیل کې په یوه وچه پیاله کې د سودیم کلوراید څاڅکي اچول کېږي او وروسته ټاکلې اندازه اسید وراچول کېږي. همدارنګه تر دغه پړاو وروسته محلول ته د یوې یا دوو دقیقو په اندازه ټکان ورکول کېږي. وروسته له انتي اوکسېدانونو پرته یوه کوچینۍ پياله اوبه یا وراچول کېږي او تر دې وروسته د شافي (شفا ورکوونکي) الله په نامه سره څښل کېږي.

هر کله چې پر وېروس د اخته کېدو ګواښ وي، له کورونا وېروس څخه د مخنیوي لپاره کولی شو ۵-۱۰ څاڅکې په ورځ کې یو یا دوه ځلې وخورو. که پر دې وېروس د اخته کېدو لږ خطر هم وي، نو د نښو او علایمو تر ښکاره کېدو وړاندې دې وڅښل شي. محلول په همغه خاصیت سره دا وړتیا لري چې په هر وخت کې د هر ډول سطحې د پاکولو لپاره ترې ګټه واخیستله شي.

د ناروغۍ د ډول پر اساس یې د تجویز اندازه توپیر کوي. د بېلګې په توګه، که ناروغي سرطان وي، په ورځ کې دې له ۸-۱۰ ساعتونو پورې له ۱-۳ څاڅکو په سرعت سره له هرو دوو محلولونو څخه په هر ساعت کې تجویز کېږي. په وینه کې تر ډېره پاتې کېږي، څو زموږ بدن د ډېر شمېر سرطاني سلولونو له شر څخه وژغورل شي. په دې ناروغۍ کې موږ باید پر ګټور غذایي رژیم، چې قند او بوره نه وي پکې، تمرکز وکړو. د دې مادې د وړتیا په اړه د ډېرې مطالعې لپاره او دا چې څرنګه مصرف شي، ډېرې ویبپاڼې دي، چې دلته یې یادونه کولی شو او تاسوهم په دغو ویبپاڼو کې په دې اړه ډېر معلومات پیدا کولی شئ. (https://www.mmsdrops.com/mms-protocols/protocol-1000-plus)

دویم ـ ډی متیل سولفواکسید (DMSO)

دغه ماده د درمانې ځانګړنو په درلودو سره د «اسامعجزې» مادې په توګه پېژندل کېږي. دغه ماده ګوګردي (Organic Sulfur) ترکیب دی او تر دې وړاندې یوازې د یو صنعتي محلل په توګه (industrial solvent) ترې ګټه اخیستل کېده. همدارنګه دغه ماده د سخت درد کمولو، سوځېدنې (Burns)، جودانې (Acne) د وینې ټینګېدو مخنیوي (Clotting)، مغزي سکتې (Strokes)، د بدن د عضلو د کشش (Muscle Sprain) او نورو ناروغیو لپاره ډېره ګټوره ده. د دې مادې د نورو ګټو تر لاسه کولو لپاره لاندې څېړنې کتلی شئ:

(http://www.alaalsayid.com/ebooks/DMSO_AR.pdf))

یادې دوې مادې په نړۍ کې د روغتیایي فساد نښې دي. یاد درمل اوسمهال د درماني توکو په توګه په پراخ ډول نه کارول کېږي؛ که څه هم ډاکټران یې پر درمانې وړتیاوو خبر دي. که د ډي ام اس (DMSO) په اړه خبرې وکړو، د مجبوریت په وخت کې یې ډېر شو او بې شمېره کسانو ګټه ترې اخیسته. دې مادې د امریکا روغتیایي چارواکي (FDA) هم حیران کړل، چې د درماني توکو په توګه یې د ځینو ناروغانو لپاره تایید کړل. البته د دغه تایید یو کال کېږي.

یادې دوې مادې د ډېرو ناروغیو لپاره ګټور درمل شمېرل کېږي، په داسې حال کې چې ډېر ارزانه او د لاس رسي وړ دي.  ډاکتران او روغتیایي موسیسې د روغتیا په برخه کې د کپټلېستو پانګوالو د کنټرول لپاره د درماني مادې په توګه هغه نه شي تاییدولی. ځکه کارول به یې د درملو په سکټور کې له ګټو سره په ټکر کې شي،  چې دغه سکټورونه د زیان رسوونکو درملو د تولید هڅې کوي او یاد امر د دې لامل کېږي چې په ډېره کچه د ناروغانو پیسې غلا شي.

اوس ډېری کسان د روغتیا د نړیوال سیسټم د فساد په واقعیت پوه شوي دي او خلک د دغو زیان رسوونکو درملو پر ځای د نورو ګټورو درملو هڅې کوي. دغه درمل د درملنې لپاره واقعي دي، چې د بدن د ایمني سیسټم په تقویې سره نه یوازې دا چې د ناروغیو د نښو درملنه کوي، بلکې د ناروغۍ اصلي لامل هم له منځه وړي؛ همداسې لکه غربي پېژندل شوی طب یې چې ترسره کوي. که غرب د اسلامي طب د علم پیروي کړې وای، د درملنې نظریو ته په کتو، د هغوی اوسنی پرمختګ به د الله سبحانه وتعالی پر تر ټولو کوچني مخلوق لکه کورونا وېروس سره نه کمزوری کېده. اوس هم غربیان د ابن سینا، رازي، فارابي او ډېرو نورو اسلامي علماوو کتابونه ګوري، خو یوازې دومره ګټه ترې اخلي، چې د حریصو پانګوالو فایده پکې وي او بس.

نو پر همدغه بنسټ، د غربي تمدن پر وړاندې د بشریت د قیام زرګونه دلیلونه شته او هغه څه چې موږ راوېښوي، د هغوی فاسد علوم او روغتیایي تجربې دي. دغه فاسد سیسټمونه او نظمونه به د بشري دولتونو په واسطه او د حزبونو په هڅو سره اصلاح نه شي، بلکې د دغه نظام د بدلون یوازینۍ لاره د نبوت پر تګلاره د راشده ثاني خلافت بیا تاسیس دی. خلافت دولت له کوم امتیاز او مننې پرته یوازې د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره له خلکو ساتنه کوي. خلافت دولت به له هغو علومو او ټکنالوژۍ څخه ګټه واخلي چې بشریت رامنځته کړی. هغه دعوت کوونکي پرېږدئ چې د داسې خلافت دولت د تاسیس لپاره فعالیت کوي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

بلال مهاجر ـ پاکستان

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د ۱۴۴۱هـ.ق کال د رمضان د میاشتې د ليدلو اعلان

[شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُواْ الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ اللّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ]

ژباړه: رمضان هغه میاشت ده چې په هغه کې قرانکریم نازل شوی دی. قرانکریم د انسانانو لپاره سر تر پایه هدایت دی او داسې څرګندې لارښوونې لري چې د سمې لارې ښوونکې او د حق او باطل بېلوونکې دي. پر هر چا چې دا میاشت راشي، نو پر هغه لازمه ده چې دغه میاشت روژه ونیسي او که یو څوک ناروغ او مسافر وي، نو هغه دې په نورو ورځو کې د روژو شمېر پوره کړي. الله سبحانه وتعالی پر تاسو سختي نه، بلکې اساني راوستل غواړي، له همدې امله تاسو ته دا لاره ښودل کېږي چې تاسو د خوړل شوو روژو شمېر پوره کړی شی او په کوم هدایت چې الله سبحانه وتعالی تاسو سرلوړي کړي یاست، په هغه سره د الله سبحانه وتعالی لویي وستایئ او شکر کوونکي و اوسئ.

[بقره: ۱۸۵]

د الله سبحانه وتعالی په نامه، ثنا او صفت د وي هغه ذات لره چې د لوی عرش مالک دی، د ټولو کایناتو رب او د خپلو بنده ګانو څخه خبر او پر هغوی ډېر مهربانه دی. برکت او سلامتي د وي د بشر پر وروستني پیغمبر، رسول الله صلی علیه وسلم، د ادم علیه سلام د اولاد هغه لارښود چې کتاب «قران» ورباندې نازل شوی دی. هغه پیغمبر چې ترټولو د غورې بیوګرافۍ درلودونکی، د ریښتني صاحبه وو امام او بشریت ته د تر ټولو غوره امت رهبر و. زموږ پر اقا محمد صلی علیه وسلم، د ده پر کورنۍ او د ده پر ملګرو او پیروانو د برکت او سلامتي وي.

بخاري له محمد بن زید څخه روایت کړی چې هغه وویل: «ما له ابوهریره (رض) څخه واورېدل چې هغه وویل، چې رسول الله صلی علیه وسلم و فرمایل، یا ابوالقاسم وفرمایل:

«صوموا لِرُؤيتِهِ وأَفْطِرُوا لرؤيتِهِ فإنْ غُـبِّيَ عليكم فأَكْمِلُوا عِدَّةَ شعبانَ ثلاثين»

ژباړه: روژه د نوې میاشتې پر لیدلو سره ونیسئ او د میاشتې پر لیدلو سره یې ماته (پای) ته ورسوئ. که له تاسو څخه د ورېځو له امله د سپوږمي اصلي موقعیت ورک شو، په هغه صورت کې باید د شعبان ۳۰ ورځې پوره کړئ.

له پلټنو وروسته د پنجشنبې پر شپه د رمضان د میاشتې لیدل نه دي تایید شوي، نو د شریعت د غوښتنو مطابق د پنجشنبې ورځ هم د شعبان ورځ ګڼل کېږي او د جمعې ورځ به د ۱۴۴۱هـ.ق کال د رمضان د مبارکې میاشتې لومړۍ نېټه وي.

په همدې مناسبت موږ د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر او د دفتر ټول کارکوونکي په ډېرې خوښۍ سره د حزب التحریر امیر، لوی عالم عطا بن خلیل ابو رشته او ټولو مسلمانانو ته د دې سپېځلې میاشتې د راتګ مبارکي وایو او له الله سبحانه وتعالی څخه د بښنې او مغفرت په دې میاشت کې د دوزخ له اور څخه د خلاصون غوښتنه کوو.

اې مسلمانانو:

د روژې میاشت په داسې وخت کې رارسېږي چې د نړۍ زړه ته وبا ننوتلې او هغه یې په لړزه راوستلې ده. دغه ستونزه په نړۍ کې د ژوند لپاره یو لوی درس، د انسان د کمزورۍ یو ګران بیه تصدیق او یو ښکاره تذکر دی چې د دې نړۍ په خلکو باندې د ظالمانو ظلم د الله سبحانه وتعالی د ماتې سبب نه شي کېدای. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

[لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مُعْجِزِينَ فِي الأَرْضِ وَمَأْوَاهُمُ النَّارُ وَلَبِئْسَ الْمَصِيرُ]

ژباړه: کوم کسان چې کافران دي، د هغو په اړه په دې غلطه انګېرنه کې مه اوسه چې هغوی به په ځمکه کې الله سبحانه و تعالی بې وسه کړي. د هغوی هستوګنځی دوزخ دی او هغه ډېر ناکاره هستوګنځی دی.

[نور:۵۷]

دغه ناروغي په داسې حال کې مخې ته راځي چې نړۍ د وژونکو زهري مارانو لخوا اداره کېږي او دوی د کوچنيو واکمنانو (الرويبضات) لخوا پیروي کېږي. هو! نه درملنه د مارانو خاصیت دی او نه هم د (الرويبضات) ماهیت! موږ وینو چې دولتونه ښي او چپ لور ته د وارخطایۍ داسې ټوپونه وهي لکه یو څوک چې پر سکروټو پراته وي او نه پوهېږي چې کومه خوا ورته لږ درد رسوونکې او کومه کړنه ورته لږ زیان رسوونکې ده! که څه هم دغه ناروغي د یو پېژندل شوي هېواد، ځای او یوې پېژندل شوې لارې څخه راپورته شوې او د هغې سفر د رسنیو د کامرو په وسیله ثبت شوی دی. د دې ناورغۍ شدت د ناروغانو په شاهدۍ باندې مستند شوی او د احتیاط غوښتنې واقعیت د ډله یيزو قبرونو د عکسونو پواسطه ثابت شوی دی. له دې هرڅه سره سره، غرب د دغه سېلاب «وبا» د راتللو تماشا کوله ترهغې چې تر پلازمېنو یې ورسېد او په خلکو کې یې تیت شو. که دوی د طاعون په اړه د رسول الله صلی علیه وسلم حدیث شریف لوستلی وی، نو دوی به پوهېدلي وی چې څه ډول د وبا په کنټرول کې خپل مهارت وښیي او هغه وخت به دوی دې ته اړتیا نه درلوده چې خپل خلک په کورونو کې بند کړي. الله سبحانه وتعالی خپل تقدیر پر دوی باندې راوست او د دوی عیبونو او کمزوري یې ښکاره کړه.

غرب کمزوری شوی دی؛ ځکه چې هغه نړیوالتوب چې دوی رامنځته کړی، دومره لوی دی، که دوی وغواړي مخه یې ونیسي، نو پاتې راځي. غرب کمزوری شوی؛ ځکه پیسې، شتمني او سوداګر د دوی دین او د تشویق سرچینه ګرځېدلې ده. غرب کمزوری شوی؛ ځکه دوی پر خپلې پوهې باندې غولېدلي دي او د دوی دغه پوهه دوی خپل خدای بللې! هو د غرب باداران، فیلسوفان او هغه څوک چې دوی ترې پیروي کوله، دا فکر یې کاوه چې دوی پر خپل ذهني نبوغ باندې الله سبحانه وتعالی او د هغې قانون ته کومه اړتیا نه لري. ځکه خو دوی د خپل ځان لپاره قوانین جوړ کړل، سیستم یې رامنځته کړ او تګلارې یې وټاکلې. هو! په دې ډول دوی خپل ځان ته له عنکبوتي شیانو څخه کورونه جوړ کړل! الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاء كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتاً وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنكَبُوتِ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ

ژباړه: کومو کسانو چې له الله سبحانه وتعالی پرته نور سرپرستان نیولي دي، د هغو مثال د غڼې په څېر دی چې خپل ځان ته یو کور جوړوي، په داسې حال کې چې له ټولو کورونو څخه کمزوری کور د غڼې کور وي. کاشکي دغو خلکو علم درلودلی.

[عنکبوت:۴۱]

اې مسلمانانو؛ اې د بشریت بهترین امته!

د عرب پسرلی دا په ګوته کوي چې اسلامي امت د غرب او د دوی د اجنټانو له نفوذ څخه د خلاصون لپاره کافي قوت او ټینګه اراده لري. دغه ناروغي تاسو ته دا په ډاګه کوي چې ستاسو دښمن د جوړښټ او نظم له اړخه کمزوری دی او د دوی خلک د غرب له غولونو او حرص څخه ستړي شوي او د نړۍ نوې رهبرۍ ته سخته اړتیا لري.

نو پرېږدئ چې دغه مبارکه میاشت ستاسو د انرژۍ د راټولولو او ستاسو د ستونزو د حلولو میاشت شي او له هغې وروسته په نړۍ کې د نبوت د منهج پر بنسټ د «سیستم» پر رامنځته کولو سره خپل ځان ته نجات ورکړئ. دا یوازې هغه وخت کېدلی شي چې د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره خپله ملا وتړۍ او په دې مظلومه نړۍ کې د ادم بچیانو ته د سالم ژوند هیله ورکړئ.

یا الله سبحانه وتعالی، اې د حاکمیت خاونده، دغه مسئله پر بشپړ ډول ستا په لاس کې ده، زموږ لپاره د اسلامي دولت «خلافت» له لارې د اسلامي امت په یوځای کولو کې بېړه وکړه. ته زموږ د دوعاګانو اورېدونکی یې.

رمضان مو مبارک شه، وسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.

د پنجشنبې ماښام د ۱۴۴۱هـ.ق کال د شعبان د میاشتې پای دی.

انجینیر صلاح الدین عضاضه

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس

 

 

د مطلب ادامه...

د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه احادیث چې په يوه بیعه کې دوې بیعې او یوه تړون کې دوه تړونونه منعه کوي.

  • خپور شوی په فقهي

ته Jaber Thawabta

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

د سوداګریزو معاملو په اړه یوه پوښتنه:

موږ غواړو د یو اندازه مبلغ پر وړاندې یوه ځمکه په اجاره ونیسو، ترڅو له هغې څخه تیږې راوباسو او که چېري ځمکه د تیږو لپاره نه وه مساعده، نو موږ دا بیعه د سلنې پر بنسټ یو نسبت ته اړوو. ایا دا ډول معامله روا ده که ناروا، چې په یوه تړون کې دوه تړونونه راشي؟

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

زما وروره، دا نه ده روا چې په یو تړون کې بل مشروط تړون وشي. دلته تاسې وایئ چې لومړی تړون د اجارې یو مشروط تړون دی. که تېږه ناسمه وه، بیا دا تړون په داسې یو بیعه اوړي چې د سلنې پر نسبت ولاړه وي، البته ستاسې په پوښتنه کې دا برخه ګونګه ده. تاسو نه ده روښانه کړې چې په پوښتنه کې «د سلنې پر نسبت» کليمې څخه ستاسو موخه څه ده، خو ممکن ستاسو موخه دا وي چې دا په بل تړون اوړي. یعنې د اجارې لومړی تړون نه دی، خو بیعه له اجارې پرته په بل تړون اوړي.

ستاسو له خبرې څخه زما د اخذ دا دی، چې د رسول الله صلی علیه وسلم هغه احادیث دلته د پلي کېدو وړ دي، چې په يوه بیعه کې دوې بیعې او په یوه تړون کې له دوه تړونونه منعه کوي:

ترمذي په خپل سنن کې له ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت کوي:

«نَهَى رَسُولُ اللَّهِ عَنْ بَيْعَتَيْنِ فِي بَيْعَةٍ»

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه بیعه کې دوې بیعې منعه کړي دي.

 دا حدیث ابو عيسی صحیح حسن بللی دی.

امام احمد په خپل مسند کې له عبدالرحمن بن عبدالله بن مسعود رضی الله عنهما څخه چې هغه یې هم له خپل پلار څخه روایت کوي، وایي:

«نَهَى رَسُولُ اللَّهِ عَنْ صَفْقَتَيْنِ فِي صَفْقَةٍ وَاحِدَةٍ»

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه تړون کې دوه تړونونه منعه کړي دي.

د اسلامي شخصیې د دویم ټوک د «په پور او قسطونو سره د بیعې» په څپرکي کې راغلي:

«... په پایله کې که چېرې د تړون یو اړخ بل ته ووايي، چې ما پر تا خپل کور په زر روپۍ خرڅ کړ، په دې شرط چې ته به خپل کور پر ما په زر روپۍ پلورې او دی ورته ووايي، چې زما قبوله ده. په دغه ځای کې د بیعې په يوه تړون کې دوې بیعې رامنځته شوې چې دا روا نه دي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه بیعه کې دوې بیعې منعه کړي دي او په یوه تړون کې یې دوه تړونونه منعه کړي دي ...»

له همدې امله دا تړون ناروا دی او لکه څنګه چې ما وویل دا ځواب ما د خپل اخذ پر اساس درکړ، د «نسبت/ فیصدي» لغت ما د نوي تړون په مانا درک کړ، نه د کرایې د تړون په مانا. یو داسې تړون چې تیږې د سلنې پر بنسټ خرڅوي. په بله وینا، د کرایې تړون په محدودې ورکړې سره د بیعې په تړون اوړي، چې پایله یې د سلنې پر بنسټ د تیږو ایستل دي. په هر حال که چېرې بیا هم ستاسې له موخې سره سم سوال ته ځواب نه وي ویل شوی، نو مهرباني وکړئ، خپل سوال په کره کلیمو بیا راولېږئ، الله سبحانه تعالی دې مل شه.

ستاسې ورور،

 عطا بن خلیل ابوالرشته

ژباړن: سلطان ولید

 

د مطلب ادامه...

د کرونا ویروس اقتصادي بحران به د مرکزي اسیا هېوادنو ته څه پایلې ولري؟

خبر:

د پیسو دلېږد سیستم د مارچ په میاشت کې د کرونا ویروس د ناورین د ګرځبندیز له امله د ګاونډیو هېوادونو د پیسو په انتقال کې راغلي کمښت ته اشاره وکړه. RBK طلایي سکو او انیسټریم سیستم ته خبرداری ورکړ، چې ډېری کډوال له دغو سیستمونو څخه ګته اخلي. د RBK استازو وویل چې د انیسټریم د پیسو د لېږد په سیستم کې له روسيې څخه د پیسو په لېږد کې د تېر کال په پرتله ۳۵ سلنه کموالی راغلی دی. دا کچه د بازار په دننه کې مهم رول لري. د پیسو د لېږد سیستم ته نږدې سرچینو ویلي چې د مارچ په میاشت کې د طلا د سکو په لېږد کې هم ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی او د اپرېل په میاشت کې دغه کمبود ۵۰ سلنه اټکل شوی دی چې د طلایي سکو کمبود د تګ راتګ لږوالی په ډاګه کوي.

د شریکو ګټو هېوادونو (CIS) مشرانو د لېږد اندازه په لاندې ډول ښودلې ده: د روسیې د مرکزي بانک د احصایې له مخې، په ۲۰۱۹ ز کال کې له ۶-۷،۵ میلیارد ډالره له روسيې څخه دلته لېږل شوي. د دغو پیسو نږدې نیمایي(دې میلیاد ډالره) ازبکستان ته، ۶۹۹میلیونه ډالر تاجکستان ته، ۶۲۷،۶میلیونه ډالر ارمنیا ته او  ۶۱۲میلیونه ډالر قرغیزستان ته لېږل شوي دي. (سرچینه: اسیا پلس راپور)

تبصره:

نړیوالو محاسبو چې د کرونا ویروس د خپرېدو کچه په تخمیني ډول اندازه کوي، ویلي چې د کرونا ویروس د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د رکود لامل شوی دی. د امریکا په څېر شتمن هېوادونه کولای شي چې د ډېرو ساده مرستو په وسیله د خپلو خلکو ملاتړ وکړي، تر څو اقتصاد یې بیا پر فعالیت پیل وکړي او د اقتصاد ډېر سکټورونه د دغه ګرځبندیز په دوره کې کولای شي خپلو خلکو ته د ژوندي پاتې کېدلو فرصتونه برابر کړي. اوس په ډېرو غربي هېوادونو کې د خلکو د ژوند حالت ښه دی؛ ځکه د خلکو د پیسو ذخیرو دوی ته زمینه برابره کړې چې د کرنتین او له کرنتین څخه وروسته خپل ژوند ورباندې مخته بوځي، خو بېوزله، په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا هېوادونه به څه کوي؟ د هغو خلکو به څه حال کېږي چې پیسې یې له نورو هېوادونو په ځانګړي ډول له روسیې څخه راځي، لکه تاجکستان یې چې روسیې ته ورکوي چې د دغه هېواد د کورني ناخالص تولید (GDP) نیمایي جوړوي؟ د نړیوال بانک د راپور له مخې، تاجکستان د دغه مشخصې له مخې، لومړۍ درجه او قرغیزستان چې د کورني ناخالص تولید (GDP) ۳۲ سلنه یې جوړوي، دویمه درجه هېواد دی.

دا خو ښکاره ده چې د ۲۰۰۸ ز کال مالي او اقتصادي بحران د نړۍ د ډېری هېوادونو سیاسي حالت د اوږدې مودې لپاره اغېزمن کړ او د متحصصینو په خبره،  یاد بحران د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د انقلابونو سبب شو، یو له هغو څخه د عرب پسرلي په نوم انقلاب و، چې دغه انقلابي حرکتونه په عربي نړۍ کې یو پر بل پسې هېوادونو کې راپورته شول چې یادو انقلابونو د دغو هېوادونو ډېری وګړي د کار کولو لپاره کډوالۍ ته مجبور کړل، د کرنتین له امله په طبیعي ډول د دغو خلکو عاید ورکېږي، د سیمې په هېوادونو کې په پراخه کچه د خلکو د عایداتو د سرچینو له منځه تلل او د زېربنایي کارونو درېدل په سیاسي برخه کې هم ډېر اغېز کولای شي. له دغو ټولو وروسته، له دغه اقتصادي ماتې څخه مخکې د منځنۍ اسیا دېکتاتورانو خلک په ډېره سادګۍ سره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره کډوالۍ ته مجبور کړل، اوس په میلیونونو هغه کسان چې په روسیه کې یې په اسانۍ سره کار کولی شوای، دوی له فبرورۍ څخه تر اپرېل پورې د خپلو ملتونو تش په نامه رهبرانو سره یوازې پاتې شول.

څېړونکو ویلي چې په راتلونکي کې به د منځنۍ اسیا د هېوادونو د حاکمانو لپاره ډېرې ستونزې راولاړې شي، خو په اصل کې هغه هېوادونه چې په کډوالو کارکوونکو پورې تړلي دي او د دې توانایي به نه لري چې مخکینیو کډوالو کارګرو ته وظیفې راپیدا کړي، په دغه ستونزه کې د تاجکستان هېواد په لومړۍ درجه کې ځای لري. سره له دې چې د دغې سیمې په هېوادونو کې د کرونا ویروس ناورین هم تر اوسه زور نه دی اخیستی او الله سبحانه وتعالی به یې په راتلونکي کې هم ترې وساتي، د منځنۍ اسیا هېوادونه به د دغه ناورین پایلې  په څو نورو میاشتو او کلونو کې ویني.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

د محمد منصور له خوا

                       

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې