ولایه لبنان: د جمعې خطبه "په اسلام کې د سیاست خاوندان"
- خپور شوی په ویډیوګانې
وړاندې کوونکی: شیخ ډاکتر محمد ابراهیم، په ولایه لبنان کې، د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر مشر
مسجد النور، ۱۴۴۰ د ذولحجې ۱۵ مه/ ۲۰۱۹ د اګېسټ ۱۶ مه
وړاندې کوونکی: شیخ ډاکتر محمد ابراهیم، په ولایه لبنان کې، د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر مشر
مسجد النور، ۱۴۴۰ د ذولحجې ۱۵ مه/ ۲۰۱۹ د اګېسټ ۱۶ مه
د الاقصی له مبارک جومات څخه، اوونیز سیاسي تحلیل
وړاندې کوونکی: سیاسي مفکر احمد خطواني (ابوحمزه)
بیت المقدس- د (فلسطین) مبارکه ځمکه
چهارشنبه، ۱۴۴۰ د ذوالحجې ۲۰ مه/ ۲۰۱۹ د اګېسټ ۲۱ مه
د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینک ته سر ورښکاره کړئ
(ژباړه)
شنبه د تګزاس ایالت په پاسو ښار کې ۲۰ تنه او بله ورځ (یکشنبه) د اوهایو ایالت په ډایټون ښار کې ۹ تنه ووژل شول. له بده مرغه، زموږ په ټولنه کې دا پېښې ډېرې کېږي. په وروستیو کلونو کې د افراطي ښي اړخو او متعصبو سپین پوستو زیاتېدو، په امریکا کې یوه وژونونکې فضا جوړه کړې. په امریکا کې د وروستیو وسلهوالو وژنو لپاره د ټرمپ ګنهکار بلل، موږ له نورو مهمو موضوعاتو لکه مرزونو او سیکولر لیبرالېزم نه لرې کوي. سیکولر لیبرالېزم اساسا داسې کسان جوړوي چې د نورو د نظرونو، ارزښتونو او چلندونو پر وړاندې مخالفت کوي، طبعي نتیجه یې له متفاوت اقلیت څخه د یوه اکثریت کرکه او د هغو ځورول دي. د دغه فکر تاریخي مخینه په څو اروپایي هېوادو کې د پوپولېزم له ودې سره ملګرې ده.
دغه ایډیالوژیک اصل ډېرې کره څېړنې ته اړتیا لري، ځکه چې ځانغوښتونکي او متعصب سپین پوستي هم د همدغه مبدایي اصلی محصول دي. که څه هم ټرمپ متعصبو سپین پوستو ته فزاسازي کوي او انرژي ورکوي، خو موضوع په اصل کې تر دې هم ژوره ده، دغه فکر په غربي ټولنو کې ډېرې ریښې کړې. د استعمار د څو پېړیو حاکمیت په اوږدو کې، د تاریخ پاڼې د سپین پوستو له غوره والي، ژغورنو او د امریکا د امپراتورۍ له سرګذشته ډکې دي؛ هغه امپراتوري چې د غلامانو په اوږو، د ملتونو په عاموژنه او د کمزورو ملتونو په لوټولو جوړه شوې. په حقیقت کې، د پانګوالۍ وسیلې د دغې سلطهګرۍ له دوام سره مرسته کوي. نژادپالنه یو داسې نظم دی چې هېڅ دولت ته نه ځانګړی کېږي، د ستونزو د ورکولو لپاره یې باید بنسټ او اساس ته پام وشي او له منځه یوړل شي.
اسلام، ملیت پالنه او نژادپالنه قطعا حرامه کړې، د برترۍ او غورهوالي معیار یې د تقوا او اخلاص درجه ټاکلې. الله سبحانه و تعالی فرمایي:
﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيراً﴾ [حجرات: ۱۳]
ژباړه: اې خلکو! موږ تاسې له یوه نارینه او یوې ښځې څخه پیدا کړئ او بیا مو تاسې قومونه او قبیلې وګرځولئ چې تاسو یو او بل سره وپېژنئ. په حقیقت کې د الله پر وړاندې ستاسې څخه تر ټولو زیات عزتمند هغه څوک دی چې په تاسې کې تر ټولو زیات پرهېزګار وي. په باوري ډول الله پر هر څه پوهېدونکی او باخبره دی.
همداراز رسول الله صلي الله علیه وسلم یې په وروستۍ خطبه کې وفرمایل:
«يَا أَيُّهَا النَّاسُ، أَلَا إِنَّ رَبَّكُمْ وَاحِدٌ، وَإِنَّ أَبَاكُمْ وَاحِدٌ، أَلَا لَا فَضْلَ لِعَرَبِيٍّ عَلَى أَعْجَمِيٍّ، وَلَا لِعَجَمِيٍّ عَلَى عَرَبِيٍّ، وَلَا لِأَحْمَرَ عَلَى أَسْوَدَ، وَلَا أَسْوَدَ عَلَى أَحْمَرَ إِلَّا بِالتَّقْوَى، أَبَلَّغْتُ؟ قَالُوا: بَلَّغَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ» (رواه احمد)
ژباړه : اې خلکو! په حقیقت کې ستاسې رب یو دی، او ستاسې پلار(آدم) یو دی، او په حقیقت کې ستاسې عرب پر عجم او عجم پر عرب برتري نلري، او نه هم سپین پوستي پر تور پوستي او تور پوستي پر سپین پوستي مګر په تقوا سره، ایا ما تاسو ته خپل پیغام ورسولو؟ خلکو وویل: د الله ج رسول موږ ته د هغه پیغام راورسولو. [احمد]
د نظام ستونزې د نظام حللارې غواړي. اسلامي نظام یوازینی بدیل دی چې کولی شي مسلمانان، نامسلمانان، تور، سپین، امریکایي ملتونه، اروپایي ملتونه، اسیایي ملتونه او عرب سره یو ځای کړي. اسلام د خپل دعوت په پیل کې، د مخکېنیو ټولنو له عصبیت (ملیت پالنې) سره کلکه مبارزه وکړه او هغه ستونزه یې د یوه نظام او یوې مبدا پر بنسټ حل کړه. انشاءالله د سیاسي اسلام په پلي کولو سره به اسلام د ننۍ نړۍ د ژوند ډېری ستونزې لکه څنګه یې چې پخوا حل کړې وې، حل کړي. د اسلام رحمت د ټولې نړۍ د مسلمانانو او نامسلمانانو لپاره ډېر اړین دي.
حزبالتحریر-امریکا
پوښتنه:
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
الله دې لویه پرتمینه بریا در په برخه کړي او د خلافت کمپله دې ستاسو په لاسونو و غوړېږي.
زما پوښتنه د لومړي دلیل (د نړۍ د تېلو بازرارونو) په تړاو ده، چې له امله یې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا رامنځته شوې او دا د دغې پوښتنې یوه برخه ده: په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ د ترینګلتیا واقعیت ته په کتو سره څرنګه د تېلو په نرخونو کې زیاتوالی د امریکايي شېل تېلو له تولید سره انډول مومي؟
ایا د نوموړي زیاتوالي اغېز امریکا له بدمرغۍ سره نه شي مخ کولی؟
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!
ستاسو د پوښتنې په تړاو:
ایا د تېلو د زیاتوالي اغېز امریکا له بدمرغۍ سره نه شي مخ کولی او په داسې حال کې چې ټرمپ په وار وار خپلو ګوډاګیانو ته امر کړی، چې د تولید مخه ونیسي؟ موږ د دغې موضوع اړوند ځواب د ۲۰۱۹ د جولای د ۱۲مې په پوښتنې او ځواب لیکنه کې خپور کړی او ښايي له تاسو سره وي. په هغه لیکنه کې تاسو ښکاره ځواب موندلی شئ، چې لاندې ټکي پکې روښانه شوي دي:
۱- د دې لپاره چې همږغي په واقعيت بدله شي، د سعودي-روسيې ترمنځ په اړيکو کې تر ۲۰۱۴ م کال وروسته د پام وړ ښه والی راغلی دی. د ۲۰۱۷م کال د اپرېل پر ۱۰مه ملک سلمان مسکو ته سفر وکړ او دا روسیې ته د سعودي د یوه پاچا لومړنی سفر و. د روسيې ولسمشر او سعودي شهزاده ترمنځ ګڼې ناستې وشوې او روسيه دې ته لېواله شوه، چې له سعودي عرب سره د وسلو پلورلو پراخې هوکړې لاسليک کړي، چې په دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د تېلو د اړيکو يو پېر پرانيستل شو. دغه ټولې چارې د امريکايي لاسپوڅي ملک سلمان او د هغه د زوی په دور کې وشوې. د سعودي-روسيې د هڅو په پايله کې د ۲۰۱۶م کال د نومبر پر ۳۰مه لومړنۍ هوکړه د اوپيک سازمان او ۱۱ هېوادونو ترمنځ د تېلو توليد د کمولو په تړاو لاسليک شو، چې له مخې يې اوپيک سازمان به خپل د تېلو توليد د ورځې ۱.۲ مېليونه بېلره راکموي. دا په داسې حال کې چې ۱۱ نور هېوادونه به خپل د تېلو توليد د ورځې ۵۶۰ زره بېلره راکموي، چې له يادې اندازې څخه د ورځې ۳۰۰ زره بېلره به یوازې روسيه خپل توليد راکموي. د دغې هوکړې تر لاسليک کېدو مخکې سعودي عرب ګواښ کړی و، چې په بازارونو کې به د تېلو توليد ډېر کړي، له همدې امله روسيې د بيو د ټيټوالي او د تېلو د ليلام کېدو له وېرې له سعودي عرب سره همږغۍ ته مخه کړه، څو د مالي ستونزو مخه ونيسي. د روسيې ۵۰ سلنه اقتصاد د انرژۍ پر وارداتو (تېلو او ګازو) ولاړ دی.
۲- دې هوکړې د تېلو پر بیو مثبت اغېز وکړ او د تړون تر لاسلیک وروسته سمدستي د تېلو بیې جګې شوې، خو دا تړون یوازې د شپږو میاشتو لپاره و او تر دې وروسته به د دې هوکړې د اوږدېدو پر سر اوږده بحثونه وشي. کله چې د تېلو نرخونه ښه وو، نو روسیې له معمول سره سم غوښتل چې د خپلې بودجې د پیاوړي کولو لپاره د تېلو استخراج او تولید ډېر کړي. په داسې حال کې چې سعودي عرب له خپلې ثابتې پالیسۍ سره سم په دې هڅه کې دی، چې د تېلو تولید کم کړي؛ خو ځینې وخت دا ګواښ هم کوي، چې د تېلو تولید به دومره ډېر شي، چې د مارکېټ اړتیا به پوره کړي. په دې سره یوازې روسیې ته ګواښ دی، چې غواړي د تېلو د تولید کمښت ختم کړي. دا يوه ښکاره لوبه ده او هر څوک چې سیاسي پوهه ولري پرې پوهېږي. د امریکا ولسمشر له سعودي عرب څخه وغوښتل چې د تېلو تولید زیات کړي، څو په نړیوالو مارکېټونو کې د تېلو بیې راولوېږي او په دې سره روسیه د تېلو د تولید کمښت ته تشویق شي. داسې ښکارې چې روسیه غواړي د امریکا د فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي، خو له سعودي څخه وېرېږي او د اړتیا له مخې له سعودي سره په همږغۍ د تېلو په تولید کې کمښت راولي. د بېلګې په توګه ټرمپ د یکشنبې پر ورځ په يوه ټويټ کې وویل: «ما له پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره خبرې وکړې او ترې ومې غوښتل، چې د تېلو تولید ډېر کړي. ښایي د ورځې ۲۰۰۰۰۰۰ بېلره تولید کړي، څو په دې سره د بیو د لوړېدو مخه ونیول شي او پاچا سلمان هم زما غوښتنه منلې ده.» (العربیه الجدید۱/۷/۲۰۱۸)
د موضوع د ښه روښانتیا لپاره د پوښتنې او ځواب مخکنې خپره شوې لیکنه ولوله؛ په هغې لیکنه کې بشپړ ځواب موندلی شې... او الله سبحانه و تعالی د بشپړې پوهې او پوره بصیرت خاوند دی.
د الله په امان
ستاسو ورور عطا بن خلیل ابو رشته
۱۴۴۰هـ.ق کال، د ذوالحجې ۳مه
۲۰۱۹م کال، د اګېسټ ۴مه
پوښتنه:
زموږ امیره، اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
هر مسلمان غواړي چې د الله سبحانه و تعالی د رضا لاسته راوړلو په موخه یو مخلص شخص او د هغه فرمان منونکی وي. ایا د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم امر منل د دې لامل ګرځي، چې پربنسټ یې یو کس د حزب ټول دستورونه او اجتهادونه (نظرونه) و مني، کوم چې ته یې ترسره کوې او دا اجتهادونه له هغو څخه بېل دي چې ما مخکې پرې عمل کړی ... زه د هغې ښځې د عورت اړوند نظر لرم کوم چې د خپل محرم او بلې مسلمانې ښځې پر وړاندې یې لري. ځينې عالمان وايي چې د یوې ښځې عورت د خپل محرم او بلې مسلمانې مېرمنې پر وړاندې له نامه څخه تر زنګو پورې دي. دغه راز د هغې حایضي ښځې په اړه پوښتنه ده چې د قران تلاوت کوي، هغه مهال چې د میاشتنۍ ناروغۍ وخت یې اوږد شي؟ زه په دې اړه څرنګوالی غواړم، ځکه زموږ تر منځ نه پوهاوي او د څرنګوالي نه شتون ډېرې اندېښنې او لفظي شخړې را ولاړې کړې دي او ډېری مهال د وخت د ضایع کېدو لامل ګرځي. بښنه غواړم چې پر موضوع مې ټینګار وکړ او ستاسو وخت مې ونیو. له الله سبحانه وتعالی څخه در ته د هدایت او بصیرت غوښتنه کوم.
د سوندیس راګام له لوري.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!
۱-تبني په حزب التحریر کې له پیله د لمر په څېر ښکاره رول لري او د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه په دې کې هېڅ ډول ابهام او ناڅرګندوالی نشته. هغه څوک چې غواړي له حزب سره کار وکړي، نو د دې ډلې سره د غړیتوب لپاره ژمنې ته اړتیا ده، ترڅو د حزب مفکورو، نظرونو او دستور ته په شفاهي او عملي توګه غاړه کېږدي. د دې ژمنې پر بنسټ، پر نوموړي کس لازمه ده چې د حزب تبني ته په خپلو کړنو کې ځای ورکړي. دغه راز، دغه ژمنې ته په کتو سره به نور ټول غیري حزبي مفکورې چې له حزب سره په ټکر کې دي، پرېږدي او د حزب تبني ته به له فکري او عملي پلوه جامه وراغوندي. دا که د حزب تبني په فکري، سیاسي او فقهي برخه کې وي او یا هم په اداري برخه کې.
۲-له همدې امله د حزب لخوا چې د هرې موضوع په تړاو نظر وړاندې کېږي، د حزب غړي يې د عملي کېدو مکلفیت نه لري. بلکې د ټولو هغو مسایلو ترمنځ باید توپیر وکړي، چې د شریعت او ادارې په اډانه کې یې ترسره کوي او هغه څه پرېږدي چې د شریعت او ادارې له اصول سره سم نه وي. دا باید و پوښتي چې ایا دا تبني شوی نظر دی که نه؛ که نظر تبني شوی و بیا یې فکرا او عملا په منلو مکلف دی، ځکه چې د حزب غړی دی، دا یې پر ځان منلې او د شریعت او ادارې اصولو ته په کتو سره یې حتمي باید ترسره کړي. که نظر نه وي تبني شوی بیا اړ نه دی چې و یې مني او په عمل کې یې ترسره کړي.
د دې یوه بېلګه په پوښتنه کې راغلې وه.
الف- د یوې مېرمنې عورت د خپل محرم او د بلې مسلمانې مېرمنې پر وړاندې، لکه څرنګه چې په ټولنیز نظام کې ترې یادونه شوې:
یعنې یو سړی اجازه لري چې د خپلې محرمې ښځې پر لاسونو او مخ سربېره د هغې د زینت (سینګار) ځایونه هم وګوري. دا که مېرمنه یې مسلمانه وي یا نه، پرته له دې چې د بدن برخې یې له کتو څخه محدودې شي. دا د موضوع اړوند نص کې په مطلق ډول راغلي. الله سبحانه و تعالی په دې اړه فرمايي:
﴿وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاءِ﴾
[النور:۳۱]
ژباړه: هغوی دې له دغو خلکو پرته خپل سینګار چاته نه ښکاره کوي: مېړونه، پلرونه، د مېړه پلرونه، خپل زامن، د مېړونو زامن (بنزیان)، وروڼه، ورېرونه، خوریان، خپلې ښځي، خپل مملوک، خپل هغه لاس لاندې نارینه چې ښځو ته حاجت نه لري او هغه ماشومان چې لا تراوسه پورې د ښځو له پټو خبرو سره اشنا شوي نه وي، یعنې په دغو ماشومانو کې جنسي غریزې نه وي را ژوندۍ شوې.
په دغه ایات کې الله سبحانه و تعالی فرمايي: «وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ» او دوی دې خپل د سینګار او ښایست ځایونه نه ښکاره کوي. یعنې له هغو ځایونو پرته چې په قران کې یې یادونه شوې. ځينې خلک بیا داسې هم وایي، هغه څه چې د مېرمنې د کور په کالیو کې ښکاره کېږي، روا دي. الشافعي په خپل مسند کې د زینب بنت ابی سلمان څخه روایت کوي، چې دې اسما ته چې د زبیر مېرمن ده، د خپلې سینې شیدې ورکولې. دې وویل: «ما ده ته د خپل پلار په سترګه کتل. دی چې کله تېرېده، نو ما خپل سر موږنځاوه. زما وېښتیانو ته یې وکتل او وه یې ویل: دلته راشه. په یو بل روایت کې راځي، کله چې ابوسفیان د حدیبیې تړون د نوي کولو لپاره مدینې ته راغی، نو د خپلې لور حبیبې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن وه، لیدو ته ورغی. کله چې ابوسفیان د حبیبې کور ته ننوت، هغې د پېغمبر صلی الله علیه وسلم بستره ټولوله، څو دی پرې کېني. پر همدې مهال د حبیبې سر د خپل پلار پر وړاندې لوڅ و. نوموړې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د دغه عمل وویل، خو هغه صلی الله علیه وسلم یې پر دغه کار کومه نیوکه و نه کړه. دې ته یې ونه ویل، چې د خپل پلار په شتون کې دې ټکری پر سر کړي، ځکه چې پلار یې سره له دې چې مشرک و، خو محرم بلل کېده. دا هغه څه و چې د اسلامي نظام کتاب څخه را اخیستل شوي وو.
موږ د ۱۴۳۴هـ.ق کال د رجب پر۱۳مه چې د ۲۰۱۵م کال د مې له ۲۳مې سره سمه ده، دغه نظر د ښځې د عورت اړوند موضوع په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې څرګند کړی و. موږ په هغه ځواب کې یادونه کړې وه: «د ښځې د عورت اړوند استدلال ته په کتو سره دوه فقهي نظرونه شته، چې هر یو یې له یوې زاويې څخه استدلال لري.»
لومړی: د یوې ښځې عورت د بلې ښځې لپاره داسې دی، لکه د یوه سړي عورت د بل سړي لپاره؛ چې د نامه او زنګنو ترمنځ دی او دا د ځينو علماوو نظر دی.
دویم: یوه ښځه د بلې ښځې لپاره ټوله عورت ده، پرته له هغو ځایونو څخه چې په عمومي توګه یې ښځې سینګاره وي او یا د سینګار ځایونه وي. سر ځکه عورت نه دی، چې د تاج ايښودلو ځای دی. مخ ځکه پکې نه راځي، چې د رنجو ځای دی؛ غاړه او سینه ځکه عورت نه دي، چې د غاړه کۍ ځای دی. له همدې امله غوږونه د غوږولیو ځایونه دي، مړوندونه د بنګړیو، لاسونه د ګوتمۍ، پښه د نکریزو، نو ځکه عورت نه دي. دا چې د زینت عادي ځایونه بلل کېږي، له دې پرته نور ټول ځایونه د ښځې په تړاو عورت دي؛ چې هغه له نامه څخه تر زنګنو پورې نه محدودېږي، بلکې نور ځایونه هم دي.
او دلیل یې د الله سبحانه و تعالی دغه وینا ده:
﴿وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آَبَائِهِنَّ أَوْ آَبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاءِ﴾
[النور:۳۱]
ژباړه: او اې پېغمبره! مومنو ښځو ته ووایه، چې خپلې سترګې کنټرول کړي او د خپلو شرم ځایونو ساتنه وکړي. خپل ځان جوړونه او سينګار دې نه ښکاره کوي، پرته له هغه چې په خپله څرګند شي او پر خپلو سینو دې د خپلو پوړونو پلوونه واچوي. هغوی دې خپل سینګار نه ښکاره کوي، پرته له دغو خلکو څخه لکه: مېړونه، پلرونه، د مېړه پلرونه، خپل زامن، د مېړونو زامن (بنزیان)، وروڼه، ورېرونه، خوریان، خپلې ښځي، خپل مملوک، تر خپل هغه لاس لاندې نارینه چې ښځو ته حاجت نه لري او هغه ماشومان چې لا تر اوسه پورې د ښځو له پټو خبرو سره اشنا شوي نه وي، یعنې په دغو ماشومانو کې جنسي غریزې نه وي را ژوندۍ شوې.
پر همدې بنسټ، دوی ته روا ده چې د ښځو هغو ځایونو ته وګوري چې ښکاري، لکه د ښځې وېښتیان، غاړه، د بنګړیو، کړیو او غاړګیو اچولو ځایونه او د بدن نورې ټولې هغه برخې چې د سینګار ځایونو په توګه منل شوي. لکه څنګه چې الله سبحانه و تعالی یې یادونه کړې:
«وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنّ» او دوی دې خپل سینګار ځایونه نه ښکاره کوي. په ایات کې د محرمو خپلوانو یادونه شوې او دغه راز د ښځې یادونه شوې او دې ته په کتو سره د ښځې لپاره روا ده، چې د بلې ښځې د زینت او سینګار هر ځای ته وګوري. د ښځې د زینت له دغو یادو شویو ځایونو څخه پرته نور ټول د بلې ښځې لپاره عورت بلل کېږي.
زموږ له انده له دلیل سره سم دا غوره (راجح) قول دی، ځکه هغه کسان چې د ښځې عورت د نارینه د عورت په څېر د بلې ښځې لپاره بولې ( له نامه څخه تر زنګنو پورې) د پوښتنې د ځواب وروستۍ برخه ده.
هغه څه چې د ټولنیز نظام په کتاب کې راغلي، تبني شوي دي؛ ځکه د ټولنیز نظام کتاب یو تبني شوی کتاب دی او د حزب ټول غړي پرې خبر دي. هغه څه چې د پوښتنې په ځواب کې وویل شول، هغه هم تبني ده ځکه همدا د تبني وضاحت او شرح ده. د حزب هر غړی باید دا تبني په پام کې ونیسي او هغه څه باید پرېږدي چې وړاندې یې ویل او ترسره کول.
ب- د حایضې ښځې د قران ویلو د موضوع اړوند د پوښتنې ځواب، چې د انټرنېټ له لارې د ۱۴۳۶هـ.ق کال د ربیع الثاني پر لمړۍ چې د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ له ۲۱مې سره سمه ده، خپور شوی و: د فقهي عالمانو د حایضي ښځې د قران ویلو د موضوع په جزیاتو کې اختلاف لري. ډېری فقهاوو حایضه ښځه له قران ویلو څخه منعه کړې، خو ځینو په جزیاتو او شرایطو پورې تړلې او اجازه یې ورکړې.
هغه څه چې زه یې غوره او راجح بولم دا دي، چې حایضې ښځې ته د قران ویل روا نه دي، ځکه پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:
«لَا تَقْرَأُ الْحَائِضُ وَلَا الْجُنُبُ شَيْئًا مِنَ الْقُرْآنِ»
ژباړه: نه جنب او نه هم حایضه له قران څخه څه لوستلی شي.
په پورته حدیث کې چې څه راغلي په هغه باندې ډېرو عالمانو استدلال کړی. د دې ترڅنګ یو بل حدیث شته چې جنب کس د قران له ویلو څخه منع کوي او حایضه ښځه هم د جنب په حکم کې راځي. دا حدیث ابو داود او نسايي راوړی او په ابن ماجه کې په ورته الفاظو له علي رضي الله عنه څخه روایت شوی، هغه وویل:
«كَانَ النَّبِيُّ يَخْرُجُ مِنَ الْخَلَاءِ فَيُقْرِئُنَا الْقُرْآنَ وَيَأْكُلُ مَعَنَا اللَّحْمَ، وَلَمْ يَحْجُبْهُ – أَوْ يَحْجُزْهُ – عَنِ الْقُرْآنِ شَيْءٌ لَيْسَ الْجَنَابَةَ»
ژباړه: کله چې به نبي کریم صلی الله علیه وسلم له بیت الخلا څخه را ووت، نو قران به یې راته تلاوت کاوه او په ګډه به یې له موږ سره غوښې خوړلې او له جنابت پرته به هېڅ شي له قران څخه د ده مخه نه نیوله او پر وړاندې به یې پرده نه وه.
له حدیث څخه څرګنده شوه چې جنابت د قران د ویلو مخه نیسي، یعنې جنب کس قران تلاوت کولی نشي او حایضه ښځه هم د جنب کس په څېر قران تلاوت کولی نشي، ځکه د جنب په حکم کې راځي. د پوښتنې د خواب پای.
د پوښتنې ځواب چې د حزب لخوا خپور شوی، تبني شوی نه دی؛ خو پرته له دریو حالتونو څخه: که چېرې د حزب په نوم لاسلیک شوی و یا د حزب له لخوا په تبني پورې اړوند ځواب و، لکه د شرح یا وضاحت په ډول او داسې نور. یا که حزب خپل نظرونه اړوندو سیمو ته په دې موخه لېږلې وي، چې د غړو تر منځ یې ووېشل شي... لکه څرنګه چې د تبنیاتو په نوم په اداري فهرست کې بیان شوي دي.
دا څرګنده ده، د حایضې ښځې د قران تلاوت کولو اړوند چې موږ کومې پوښتنې ته ځواب ویلی وو، په پورته دریو یادو شویو حالتونو کې نه راځي. نو دا ځواب تبني شوی نه دی، شرعي او اداري اصولو ته په کتو سره د حزب غړي یې په ترسره کولو کې مکلف نه دي او په تر سره کولو کې یې د حزب غړي اختیار لري.
۳- دا چې موضوع اسانه ده، ښايي پای ته ورسېږي او سختي او پېچلتیا به نه وي پکې. د ټولو هغو څه په اړه چې د حزب غړي باید پرې پوه شي دا دي، چې کله د حزب له لوري نظرونه وړاندې کېږي وګورئ چې ایا تبني شوي او که نه. که نظر تبني شوی و، نو دی هغه ته ژمن پاتې کېږي، دا پر هغه باندې لازمي دی او دی باید د دغه نظر مخالف نظر پرېږدي. که نظر تبنی شوی نه وي، لازمي نه دی چې پلی یې کړي. هغه مسایل چې تبني شوي ټول د حزب غړو ته معلوم دي؛ لکه په جواب کې چې څرګند شوه او پاس یادونه ترې وشوه، په پوښته کې چې څه راغلي و هغه نه دي تبني شوي، خو پرته له دریو حالتونو څخه ....
۴- که څه هم هغه څه چې د حزب له لوري خپاره شوي، هغه تبني شوي نه دي او حزب یې په منلو او پلي کولو خپل غړي نه مجبوره وي؛ خو حزب دا غوره ګڼي چې غړي یې له ټولو هغو خپرو شوو مطالبو سره سمې خپلې کړنې ترسره کړي، ځکه د حزب خپاره شوي مطالب له لوستلو، کره کتنې، څېړنې او زیاتو هڅو وروسته خپرېږي.
هیله من یم چې موضوع درته روښانه شوې وي. له مغشوش کېدو او شخړو څخه ځان وساتئ او پر پوښتنې اړوندې موضوع باندې له وخت ضایع کولو څخه ډډه وکړئ.
ستاسو ورور،عطا بن خلیل ابو رشته
۱۴۴۰هـ.ق کال، د ذوالقعدې ۱۸مه
۲۰۱۹م کال، د جولای ۲۱مه
خبر:
د تاجکستان د عدلیې وزارت د جزا عمومي ریاست خبر ورکوي، چې ۱۴ تنه بندیان هغه مهال د خجند او ایسټراشان په ښارونو کې له مسمومیت وروسته مړه شول، چې د عدلیې وزارت عمومي ریاست ته یې د جزا لپاره لېږدول. ویل کېږي، کله چې د همدې کال د جولای په ۷ مه ۱۲۸ بندیان لېږدول کېدل، نو یوه بندي پر ۱۶ نورو بندیانو درې ټوټې ډوډۍ وویشله. د ډوډۍ له خوړلو وروسته دغه بندیان د زړه له بدوالي او ګنګسیت سره مخ شول، چې په پایله کې ټول بې هوښه شول او یوازې له دوو بندیانو پرته ۱۴ نورو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
تبصره:
له بده مرغه چې په وروستیو میاشتو کې د بندیانو د ډله ییزې وژنې علت یوازې د خوړو په ماهیت کې لټول کېږي. په داسې حال کې چې په وروستیو ۸ میاشتو کې د مستعمره تاجکستان د خجند او وحدت ښارونو په دوو پېښو کې په حیرانوونکې توګه له سلو ډېر کسان مړه شول. پر دې ټولو سربېره بیا هم د بشري حقونو نړیوال سازمان ورته هېڅ پاملرنه نه کوي او په حقیقت کې ښودل کېږي چې دا ډول پېښې د غربي دولتونو د سیاسي لوبې توکي دي.
نوې پېښې قربانیانو، خپلوانو او خلکو ته د دوو تیرو پېښو په پرتله ډېرې پوښتنې پیداکړې. د بېلګې په ډول د یوه مړه شوي بندي مور سودات سولیکوا خبریالانو ته وویل: د زوی د جسد له سپارلو وروسته مو پام شو، چې پر سر کړې پلاستیکي کڅوړه یې په وینو ککړه ده. زه پوهېږم چې د مړینې د معلومولو لپاره د قاعدې په توګه یو میتود جوړ شوی. که چېرې هغه په مسمومیت وژل شوی وی، نو سر او پوزه یې ولې مات شوي وو. زما ښایسته زوی له پېژندګلوۍ وتلی و. هغه مسموم شوی نه و، بلکې بل څه پرې شوي وو. ما غوښتل چې ویډیو یې وکړم، خو مسوولینو را څخه ټلیفون واخیست او را ته ویې ویل، چې دا کار ناشونی دی. هغه کس چې غسل یې ورکړ، ښځې ته یې وویل: شا یې داسې توره شوې وه لکه په برق یې چې شکنجه کړی وي.
په ورته وخت کې ډېرو کارپوهانو په ښه توګه د دغه رژیم اصلي واقعیت درک کړی، چې د دغې غمیزې رښتینی حالت پټوي. ځکه په ټولو هغو بندیانو کې چې په همدې ورځ یې لېږدول یوازې ۱۶ کسان مسموم شوي وو، په داسې حال کې چې ۱۲۸ بندیانو همدا ډوډۍ خوړلې وه. د یادونې وړ ده چې پاتې ۱۱۲ نورو بندیانو حتی د نارامۍ او درد احساس هم نه و کړی.
د یادونې وړ ده، چې د خجند او وحدت په پېښه کې ډېری قربانیان د یوې مذهبي موضوع تر سرلیک لاندې محکوم او جزایي شوي وو، په داسې حال کې چې یوازې درې تنو په دغې مسله کې لاس درلود.
ځینې څیړونکي بیا د بندیانو د حقونو تر پښو لاندې کېدل په منصور عمروف پورې تړي، چې د تاجکستان د دارالتادیب نظام او عدلیې وزارت د جزا د عمومي ریاست نوي رییس دی؛ هغه چې له ۲۰۰۸م کال څخه د تېر کال تر نومبر پورې د تاجکستان د (GKNB) د رییس منشي پاتې شوی و. له مستعمره تاجکستان څخه لاسته راغلي داخلي معلومات ښيي چې رژیم پر بندیانو د کړاو راوستلو پرېکړه کړې، څو په دغه هېواد کې اسلامي فعالیتونه راکم کړي؛ چې دا د ټولو بندیانو په شمېر کې ۲۰ سلنه جوړوي.
دغه اصلاحات په ښکاره ډول نوي پیل شول، ځکه چې دا د تاجکستان د عدلیې وزیر رستم شامراد امر و. نوموړي د جولای پر ۱۶مه وویل: د جنایي جرمونو د محکمې رییس د تروریستانو د اصلاح لپاره ګامونه واخیستل، خو خپلې موخې ته ونه رسېد.
زه په مستقیم ډول وایم، چې موږ باید له دومره مجرمینو سره کار ونه کړو، یعنې دا ناشونې ده چې دوی دې د خبرو له لارې اصلاح شي. له دا ډول مجرمینو سره کار کول سخت دي او په دې وروستیو پېښو کې دغو مجرمینو له سختدریځۍ سره هم خپلې اړیکې غځولې دي.
ژباړن: محمد شفیع صدیقي
يو وخت د اسلامي کورنۍ پياوړتيا او هم غاړېتوب د اسلامي امت يوه ځانکړنه وه. د سويسي فامیلي حقوقو پروفيسر ګسټون جيز د خلافت تر ويجاړېدو وروسته له ترکي جمهوريت څخه ليدنه وکړه او ويې ويل: « په دې هيواد کې د ورته ديني عقيدې شتون، د نړۍ په کچه يو پياوړی کورنی نظام رامنځ ته کړی دی او دغه بنسټ يوه داسې ټولنه رامنځ ته کړې چې د ملتونو په تاريخ کې یې ساری نه دی ليدل شوی.»
که څه هم نن ورځ اسلامي کورنۍ ځکه کړکېچ ځپلې ده چې په فضا کې غېري اسلامي ارزښتونه او قوانين حاکم دي او موږ د غېري اسلامي رژيمونو له لوري اداره کېږو. يادو رژيمونو او نظامونو په منظمه توګه د خپلو بې ګټو قوانينو او تګلارو په مټ نکاح له منځه وړې، مورنی نظام يې وېشلی او کورنۍ يې تجزيه کړې ده.
د دې لپاره چې يوه پياوړې کورنۍ ولرو، بايد د خپلو هيوادونو په سياسي نظامونو کې بنسټيز بدلون راولو، د هيواد په بنسټونو، د ټولنو په شتو ارزښتونو او قوانينو کې هراړخيز بدلون راولو او داسې يو دولت تاسيس کړو چې په ريښتنې توګه د نکاح د تقدس ساتنه او درناوی وکړي، د مورولۍ ارزښت ته په درنه سترګه وګوري او په پای کې يوه روغه کورنۍ جوړه او ساتنه يې وکړي. دا د اصولو، قوانينو او نظامونو له لارې ښودل کېږي، ترڅو په عملي توګه دغه مقدس ليدلوری په واقعيت بدل کړي. دغه لويه موخه د هغه دولت په مټ ترلاسه کېدای شي چې بنسټ يې اسلامي عقيده وي او همدغه دولت ټول هغه اسلامي قوانين يوازې د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره پلي کړي. الله سبحانه وتعالی چې په هرڅه پوه، د حکمت څښتن او پوهېږي چې په څه توګه د خلکو (نارينه او ښځو) د ژوند چارې، د دوی حقونه او دندې په داسې يوه طريقه تنظيم کړي چې د کورنۍ او د هغې د غړو لپاره په ژوند کې خوښي او کاميابي ترلاسه شي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:
(إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوا إِلَى اللَّـهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَن يَقُولُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا ۚ وَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ)
[النور:۵۱]
ژباړه: له شک پرته د مومنانو خبره خو همدا وي، كله چې دوى الله او د هغه رسول ته وبلل شي، نو وايي: مونږ (حكم) واورېده او مونږ ومانه او همدغه خلک كامیاب (خلاصى موندونكي) دي.
هغه دولت چې بنسټ يې سوچه اسلام وي او ټولې اسلامي عقيدې، ارزښتونه او قوانين پلي کوي- هغه د پېغمبر صلی عليه وسلم پر طريقه خلافت – د الله سبحانه وتعالی نظام دی. اسلامي مشرتابه به هغه قوانين او مقرارت چې يو څو صوفيان يې ټولنې ته د کورنۍ اړوند اسلامي قوانينو په توګه ښيي، په هغو پرتمينو او ښکلو اسلامي قوانینو به یې واړوي، چې د ټولې ټولنې لپاره يو نورم او معيار وګرځي، ډېرو خلکو ته د منلو وړ وي او خلک خپل ورځنی ژوند د يادو قوانينو په مټ مخ ته بوځي. دا دولت هغه وخت رامنځ ته کېږي کله چې د ټولنې په بنسټونو او نظامونو کې د اسلامي کورنۍ اړوند ارزښتونه او مقرارت پلې شي، وده ورکړي، نافذ شي او ساتنه يې وشي.
هغه خلافت چې بنسټ يې سوچه اسلام وي، په ټولنه کې به په بشپړه توګه تقوا عاموي او شخصي غوښتنې او هوسونه چې د ازاديګانو او جنسيتي برابريو په مټ يې وده کړې، مخه به يې نيسي. د يوې پياوړې او سالمې کورنۍ د ودې او روزنې لپاره تقوا لومړنۍ دفاعي برخه او ډېر حياتي عنصر دی، ځکه همدغه تقوا د ښو اعمالو، د الله سبحانه وتعالی د فرضونو د ترسره کولو او د ده سبحانه وتعالی د حدودو او قوانينو د اطاعت لپاره يو محرک ځواک دی.
تقوا يو تن هڅوي چې له مخالف جنس سره په حيا سره معامله وکړي او ټول هغه ټولنيز قوانين به له هغه/هغې سره په عام، شخصي يا انټرنيټي ژوند کې په پام کې نيسي. يو څوک نکاح د دې لپاره کوي چې د عفت ساتنه يې وشي او د هغه عمل څخه لېرې شي چې ان حرامو ته نږدې وي. دا چاره په ټولنه کې د فحشا مخه نيسي. دا هم تقوا ده چې يو کس د دين او ښو اخلاقو پر بنسټ د مېرمنې سره د نکاح غوښتنه وکړي او دا هم تقوا ده چې يوه کورنۍ سره وتړي او د کورنۍ هر غړی وهڅوي چې خپلې دندې او د نورو حقونه په زغم، پوره زحمت او ليوالتيا سره ترسره کړي او په دې کار کې له همکارۍ او اخلاص څخه کار واخلي، ځانځاني او فردپالنه پرېږدي او هغه څه وکړي چې د کورني او ګډ ژوند لپاره غوره وي. په دې کې هغه کړنې شاملې دي چې په ژوند کې ارامي راولي او د طلاق مخه نيسي. له همدې امله نکاح سړی هڅوي چې له خپلې ښځې سره غوره چلند وکړي، د خپلې کورنۍ د ښه ژوند لپاره هلې ځلې کوي او د خپلې کورنۍ لپاره د يو مهربانه او مينه ناک ساتونکې رول ترسره کړي او د وېرې او تاوترخوالي مخه ونيسي. دا چاره مېرمن هڅوي چې د خپل خاوند اطاعت وکړي، د خپل کور چارې ترسره کړي او په پوره هوډ، پاملرنې سره خپل ماشومان وروزي. همدارنګه دا چاره ځوان هڅوي چې د خپل مور او پلار او مشرانو احترام، اطاعت وکړي او دوی ته پاملرنه وکړي او په دې توګه يوه ښکلې او خوشحاله کورنۍ رامنځ ته کړي.
خلافت د بشپړ اسلام د پلي کولو له لارې په ټولنه کې تقوا ته وده ورکوي. د خلافت ښوونيز نظام به د خپلو اتباعو ترمنځ د بېلګې په توګه سم اخلاق او پوهاوی د اسلامي ټولنيزو قوانينو او مقرارتو په تړاو رامنځ ته کوي. ټولنه به په بشپړه توګه د عقيدې او د زړه له کومې د شريعت حکمونو ته غاړه ايښودونکې وي، بد اخلاقي او فساد به له ټولو بڼو سره ردوي. د خلافت سياسي او عدلي نظامونه به د قانون د نافذولو له لارې هغه کسانو ته سزا ورکوي چې د اسلامي حدودو څخه سرغړونه کوي. د خلافت مطبوعات به د اسلام د ګټو د ملاتړ په ګډون د فاسدو افکارو پر ضد مبارزه کوي او هغه څه به خپروي چې د ټولنې لپاره غوره وي. ورځپاڼې، مجلې، تلويزيون، راډيو، انټرنيټي رسنۍ، کنفرانسونه او نور وسايل به د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره کارېږي.
خلافت به د نارينه و او ښځو ترمنځ د ښو اړيکو پر بنسټ ټولنه جوړوي چې د دواړو جنسونو ترمنځ همکاري رامنځ ته کړي، ترڅو يوه کورنۍ خوندي شي. د ښوونې او روزنې، رسنيو او په هر اړخيزه توګه د اسلامي ټولنيزو ارزښتونو او قوانينو د نافذېدو او پلې کېدو له لارې به خلافت په ټولنه کې د نارينه و او ښځو ترمنځ اړيکو لپاره سم چاپيريال رامنځ ته کوي او د جنسي ځورونې او يوازې جنسي اشباع کولو مخه به نيسي او د ښځو او نارينه و ترمنځ د اړيکو موخه به نکاح وي. دغه کار د ښځې مقام او پاک لمني په ګوته کوي. دا چاره له ښځو څخه په ټولنه کې د جنسي کاراخيستنې يا اعلاناتو، رسنيو، ادبياتو او انټرنيټ کې د غېري اخلاقي اړيکو د ودې مخه نيسي. د دې ترڅنک خلافت به په عام محضر کې د ښځو لپاره حجاب د خیمار او جلباب غوره کوي هغه که مسلمانه يا نامسلمانه ښځه وي ترڅو په عام ژوند کې د دې زينت ډاګيزه نشي او دا د دوی دواړو (نارينه و او ښځو) سره مرسته ده چې خپلې سوچه اړيکې او پاک لمني وساتي.
دولت به د نارينه و او ښځو ترمنځ خلوت ته، چې په اوسني وخت کې په ښوونځيو، کالجونو، پوهنتونونو، کافي شاپونو، کلبونو او نورو ځايونو او همدارنګه په کورونو کې ترسره کېږي او د ناروا اړيکو لامل ګرځي، د پای ټکی ږدي. دولت به په عامه ژوند کې که هغه ښوونيز بنسټونه، ترانسپورتي سيستم، کارځايونه، روغتونونه او نور ځایونه وي، د نارينه و او ښځو ترمنځ تر ممکن حده جلاوالی راولي.
د خلافت لپاره د حزب التحرير د اساسي قانون د مسودې په ۱۱۳ مه ماده کې لیکل شوي:
«په اصل کې نارينه او ښځې يو له بله سره بېل دي او دوی به نه سره يوځای کېږي، خو د شريعت له پرېکړې پرته چې شريعت د دوی د يوځای کولو اجازه ورکړې وي، لکه په سوداګري او حج کې.»
دغه راز ، د خلافت لپاره د حزب التحرير د اساسي قانون د مسودې په ۱۱۸ مه ماده کې لیکل شوي:
«د يوې ښځې لپاره حرامه ده چې له نامحرم سره يوازې شي. د دې لپاره دا هم حرامه ده چې خپل زينت او عورت د پرديو نارينه و پر وړاندې ښکاره کړي.»
د دې ترځنګ خلافت به نکاح کوونکی هڅوي او د نکاح ملاتړ به کوي که اړتيا وي مالي ملاتړ به يې هم کوي. د بېلګې په توګه، د ۸ مې پېړۍ خليفه عمر بن عبدالعزيز دولت ته امر وکړ چې دولتي بودجه د هغه چا لپاره وکاروي چې نکاح ته اړتيا لري. سربېره پردې، اسلام د زنا او فحشا لپاره سختي سزاګاني ټاکلې دي، ترڅو چې نکاح او کورنۍ خوندي شي.
خلافت به د نکاح کولو او کورنۍ رول لوبولو او د نارينه و او ښځو حقونو او مسوليتونو ملاتړ کوي، ترڅو په کورني ژوند کې ارامي او همږغي رامنځ ته کړي. د خلافت ښوونيز نظام او مطبوعات به يو څرګند پوهاوی د خپلو ځوانانو او اتباعو لپاره د اسلامۍ شريعت سره سم وړاندې کوي او همدارنګه په کورني ژوند کې د دواړو جنسونو مسوليتونه په څرګنده توګه په ګوته کوي. د بېلګې په توګه د اسلامي فقهې د ښوونيز نظام په درسونو کې راغلي، چې دولت به د نارينه و اصلي دندو او ځانګړتياوو ته وده ورکوي. نارينه د کورنۍ د ساتونکي په توګه چې درلودونکی د عاطفې، مهربانۍ دی، د خپلې مېرمنې او ماشومانو ساتنه او پالنه هم کوي، دې چارې ته به دولت پوره پاملرنه کوي. همدارنګه په دې درسونو کې د ښځو مسوليتونه او اهميت بيان شوی، چې ښځه د يوې مور يا مېرمنې په توګه د ټولنې په پرمختګ او ښېرازي کې بنسټيز رول لري. پردې سربېره، د ښوونځۍ په ثانوي دوره کې ښځينه زده کوونکي د اسلامي ثقافت، رياضي، او ساينسي علومو ترڅنګ کولی شي يو کورنی انتخاب، لکه د ماشوم ساتنه او پالنه او د کورني ژوند په تنظيم کې تخصص واخلي.
خلافت به نه يوازې خپل اتباع د کورني ژوند په مقرراتو پوهوي، بلکې په عملي ډګر کې به له دوی سره د خپلو مسوليتونو او رول ترسره کولو کې مرسته کوي. د بېلګې په توګه، ۱۵۳ ماده، د خلافت لپاره د حزب التحرير اساسي قانون مسوده صراحت لري، «دولت بايد د خپلو ټولو اتباعو لپاره د کار زمينې ډاډمنې کړي.» د پېغمبر صلی الله عليه وسلم د لاندیني حديث پر بنسټ دا د خلافت مکلفيت دی.
«وَالإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»
امام (خليفه) ساتونکی او د خپلو اتباعو پر وړاندې مسول دی.
خلافت به له همدې امله د هر نارينه سره مرسته کوي چې خپلې کورنۍ ته خوراکي توکي برابر کړي، د خپلې خزانې څخه به بسپنه ورکوي، د خپلو کرل شويو ځمکو له لاسته راوړل شويو عايداتو څخه به ورسره مرسته کوي، د ځينو خلکو لپاره روزنيز پروګرامونه چمتو کوي، ترڅو دندې په ښه توګه ترسره کړي او د خپلې کورنۍ لپاره يوه ګوله ډوډۍ چمتو کړي. دا ټول د اسلامي اقتصادي نظام له لارې منځ ته راځي چې په پايله کې غوړېدلی اقتصاد رامنځ ته کېږي.
په ورته وخت کې، خلافت به ښځې پياوړي کوي چې د ميندو په توګه خپله بنسټيزه دنده ترسره کړي او همدارنګه تل به دا ډاډمنوي چې له مالي پلوه دوی ځواکمنې دي او هيڅکله د اقتصادي فشار له امله د ماشومانو پر وړاندې خپله حياتي دنده نه قرباني کوي. د خلافت محکمې به د هغې مېرمنې ملاتړ کوي چې خاوند يې د دې او د دې د کوچنيانو لپاره د خوراک څښاک توکي نه چمتو کوي، دی به اړباسي چې د خپل ظرفيت سره سم خپل مکلفيت ترسره کړي، که يې نه ترسره کوي له سزا سره به مخ کېږي. د عباسي خلافت اسلامي علماوو په خپل کتابونو کې ليکي دي: چې يوې ښځې د خپل خاوند پرخلاف څرنګه محکمې ته عارضه کول، هغه مهال چې د دوی لپاره یې کافي اندازه د خوراک او څښاک توکي نه چمتو کول او قاضي څرنګه هغه اړايسته چې د هغې غم وخوري. په داسې يو حالت کې چې د یوې ښځې خاوند بېوزلی وي يا هغه خپلوان نلري چې د دې غم وخوري، په دې صورت کې خلافت مکلف دی چې د دې ښځې لپاره خوراک او څښاک برابر کړي. پېغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي:
«مَنْ تَرَكَ مَالاً فَلأِهْلِهِ وَمَنْ تَرَكَ دَيْنًا أَوْ ضَيَاعًا فَإِلَيَّ وَعَلَيَّ »
(رواه مسلم)
که يو څوک وفات شي يو څه شتمني ترې پاتې شي، شتمني به يې وراثانو ته ورکول کېږي؛ که دی پوروړی يا بېوزلی وي، موږ به د هغوی ساتنه او پالنه کوو.
پورته خبرې دا يقيني کوي چې کسان به د بېوزلۍ له وېرې خپله کورنۍ نه محدودوي. له بل لوري خلافت به کورنۍ هڅوي ډېر ماشومان وزېږوي او په شعوري توګه کورنۍ به پوهېږي چې خلافت زموږ غم خوري.
جولي فردو د ۱۹مې پېړۍ برتانوی تاريخ پوه او سیاح د عثماني خلافت په دور کې په خپل کتاب ( د سلطان ښار او د ترکانو کورني اخلاق، ۱۹۳۵) کې ليکي:
«په ترکانو کې يو ښکلې ځانګړتيا د وخت د ليکوال ستاينه او درناوی و... يو ليکوال ليکي: مور يو سلاکاره ده، له دې سره مشوره کېږي، دې ته د زړه غوټه خلاصېږي، دې ته په درناوي او عزت غوږ نيول کېږي، د مرګ په وخت کې د دې درناوی کېږي او په مينه سره يادېږي او تر مرګ وروسته په دې پسې ارمان کېږي.»
د دې ټولو ترڅنګ، د خلافت عدلي نظام به په کورني او د متاهل ژوند په يووالي او همغږي ساتلو کې رول لوبوي. د کورني تاوتريخوالي په تړاو خلافت هيڅ زغم نلري او مرتکبينو ته به سخته سزا ورکوي. خلافت به د زور نکاح مخه نيسي او د هر ډول غیري اسلامي دودونو او مفکورو مخنيوی به کوي چې کورنۍ ته زيان رسوي.همدارنګه د يو جدي ديکتاتور په څېر به هر ډول د نکاح اړوند او کورنۍ شخړې په اغېزمنه توګه حل کړي. ستونزه مخکې له دې چې وخت پرې تېر شي په بيړه به يې مخه نيسي او دا به يقیني کوي چې عدالت ته لاس رسی چټک، ناپيلی او مفت دي.
خلافت به د يو ځواکمنې کلا په څېر کورنۍ پياوړې کوي او له هر اړخه به يې خوندي کوي. يو وتلی عالم امام غزالي (رح) وايې، «دين بنسټ دی او خليفه ساتونکی دی. هر هغه څه چې بنسټ ونلري هغه له منځه ځي او هر هغه څه چې ساتونکی ونه لري هغه زيانمېږي.»
)ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَى شَرِيعَةٍ مِّنَ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاء الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ(
[الجاثيه:۱۸]
ژباړه: بیا موږ ته (د دين) په معامله كې په واضحه لاره باندې ودرولې، نو ته د دې پیروي كوه او ته د هغو خلقو د خواهشاتو پیروي مه كوه چې نه پوهېږي.
ډاکتر نسرين نواز
د حزب التحرير مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو ځانګې رييسه
ژباړن: صديق احمدزی
د ولایه سوډان د حزب التحریر د عمومي اړیکو کمیټې مشر استاد ناصر رضا د وینا یوه برخه
شنبه، ۱۴۴۰ د ذوالحجې ۱۶مه / ۲۰۱۹ د اګېسټ ۱۷مه
تقدیم: شیخ یوسف مخارزه (ابوالهمام)
شنبه، ۱۴۴۰ د ذوالحجې ۰۹ مه / ۲۰۱۹ د اګېسټ ۱۰ مه
تقدیم: سیاسي مفکر احمد الخطواني (ابو حمزه)
بیت المقدس – مبارکه ځمکه (فلسطین)
دوشنبه، ۱۴۴۰ د ذوالحجې ۰۴ مه / ۲۰۱۹ د اګېسټ ۰۵ مه