- مطابق
تمه کېږي چې تر ۲۰۳۰م به په اروپا کې د مسلمانانو شمېر ۴۴ ملیون تنو ته ورسیږي، یعنې د وروستۍ وړاندوینې پر اساس به د اروپا نیږدې ۱۰ سلنه اوسېدونکي مسلمانان وي. د نړیوالو مهاجرتونو د هغه طرحې د رپوټ پر اساس چې مسلمانانو د انقرې د ټولنیزو علومو په پوهنتون کې کړی؛ تر 2030م به د اروپا 8 سلنه نفوس مسلمانان جوړ کړي.
د دغه رپوټ پر اساس په امریکا کې هم د مسلمانانو شمېر مخ په لوړېدو دی او تمه ده چې تر 2030م به د امریکا 1.2 سلنه یا 5 ملیونه اوسېدونکي مسلمانان جوړ کړي. دغه رپوټ په نړیواله سطحه وړاندوینه کړې، چې تر 2030م به د نړۍ له 5 تنو اوسېدونکو یو مسلمان وي او د 2030م په داخلېدو سره به د نړۍ 79 هېوادونه لکه بلژیک، کاناډا او هالنډ یو یو ملیون مسلمانان ولري.
په اروپا کې د اسلام پر ضد له سختو منفي تبلیغاتو سره سره د مسلمانانو شمېر مخ پر زیاتېدو دي، چې له هغې ډلې د مسلمانانو ماشومان، کډوال او هغه کسان دي چې نوي اسلام ته مخ کوي، دا د دې لپاره دي چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿هُوَ الَّذِي أَرْسلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ﴾
[توبه: 33]
ژباړه: الله سبحانه وتعالی هغه ذات دی چې خپل رسول یې (حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ) له هدایت او حق دین سره راولېږه، چې هغه پر نورو دینونو غالب کړي، که څه هم مشرکان دا کار ښه ونه بولي.
لیکوال: منیب حمیدی
ژباړن: حبیب الله