پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له تاریخ څخه بې خبري
بسم الله الرحمن الرحيم
له تاریخ څخه بې خبري

په ۱۴۵۳م کال کې  د قسطنطنیې د فتحې جګړه د بشر په تاریخ کې یوه برخلیک ټاکونکې جګړه وه. د نوموړې فتحې په وسیله عثماني خلافت وکولای شوای چې د اسلام د سپېڅلي دین پیام او قدرت په سراسر بالکان او اروپا کې خپور کړي. نوموړي بیا د مسلمانانو مرکز استانبول ته انتقال کړ. اسلامي خلافت له دې وروسته خپل نظامي او سیاسي ځواک ډېر پیاوړی کړ او په ډېره خواشینۍ سره باید ووایو چې اسلامي خلافت له ډېرو کلونو وروسته په یاده خاوره کې له منځه ولاړ.

اوس هر کال د قسطنطنیې د فتحې په ورځ، په څومره اسلامي هېوادونو کې زموږ ماشومانو ته د قسطنطنیې د فتحې او د لوی رهبر محمد فاتح په هکله یادونه کېږي؟ ایا موږ د دغې پېښې په هکله پوهېږو، چې څنګه واقع شوه او څومره مهمه وه؟ ایا موږ پوهېږو چې دغه څومره سخت کار و، دغې فتحې ته څنګه امادګي ونیول شوه، او د دغې خاورې په نیولو کې مسلمانانو له څومره زړورتیا او لوی هنر څخه کار واخیست؟ له موږ څخه ډېرو به په دې هکله حتا فکر نه وي کړی او ځینې به ان اوس پرې خبر شوي وو.

نن په اسلامي هېوادونو کې د ملي او ازادۍ ورځو په هکله ټول خلک ښه پوهېږي. ټول ښوونځي، تلویزیوني خپرونې، ټولنیزې رسنۍ د دغو ورځو عامولو او رواجولو ته کار کوي، تر خلکو یې رسوي او ځانګړې خپرونې ورته جوړوي. دغه ورځ په سرودونو، بیرغونو، خوړو، جامو او د خرڅلاو په ځانکړو توکو ښودل کېږي. د ټولو اسلامي هېوادونو هر مشر او ماشوم د ملي ورځو په هکله معلومات لري او حتا د خپل پیدایښت نېټه هم ورته معلومه وي. نوموړې مفکورې له سیمه ییز او ملي صداقت سره اړیکه لري، چې موږ له اسلام سره له نږدې اړیکو او نړیوال اسلامي امت د مفهوم له پرمختګ څخه لرې کوي. دغه مفکورې موږ ټوټه ټوټه او یو له بل څخه بېلوي، همدارنګه استعماري قدرتونو ته اجازه ورکوي ترڅو پر موږ باندې کنټرول ولري.    

کله چې موږ د خپلو پخوانیو اسلامي رهبرانو او قهرمانانو په هکله کیسې لولو نو د لوی افتخار احساس کوو، خو په څنګ کې یې له هغو څخه د بېلتون او لرېوالي احساس هم کوو. صلاح الدین ایوبي به شاید په نیمه قاره کې مسلمانانو ته قوي احساس ورنه کړي، خو محمد بن قاسم دلته ښه شهرت لري. په عربي نړۍ کې به طارق بن زیاد د صلاح الدین ایوبي په کچه مشهور نه وي او دا یوه لویه بدبختي ده. دا هر یو رهبر به چې هغه مهال د دغو خاورو د ازادۍ او یا هم د اسلام رسولو لپاره تلل، دغه فتحې به یې له هېوادپالنې او قومپالنې پرته يوازې د اسلام تر بیراغ لاندې د الله سبحانه وتعالی د رضا د لاسته راوړلو لپاره کولې.

زموږ رهبرانو او قهرمانانو یواځې د اسلام تر حاکمیت لاندې ژوند کړی و او  دوی ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په امت کې خپل شتون ډېر قوي احساس ورکړی و. همدارنګه دوی ته دین ورښودل شوی او پر هغه حدیث پوهېدل چې زېري پکې ورکړل شوي. همداراز دوی د فتحو په اړه د قرانکریم ډېر ایتونه لوستي او د هغه کس د ثواب په اړه یې ډېر څه زده کړي وو، چې د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره په جهاد کې برخه اخلي.

خو اوس موږ له سېکولر ملي نظامونو سره د پانګوالۍ تر سیستم لاندې ژوند کوو. له اسلامي تاریخ څخه د ډرامو جوړولو او پیسو لاسته راوړلو لپاره کار اخیستل کېږي یا په ځینو اسلامي ښارونو کې په موزیمونو کې د پخوانیو او ښو الماسو په نامه اېښودل کېږي، په داسې حال کې چې د خپل اصلي هدف لپاره نه کارول کېږي. موږ دلته ډېر تاریخي اثار لرو، که یې په یاد راوړو دغو لږ اړیکو لرلو هم ورسره راضي کړي یو. ځینې یې اصلي اړیکه لیدلی او درک کولی شي او له ظاهر څخه یې اصل هم تصور کولی شي، خو ډېری یې د سیلانیانو د زیاتېدو او د تلویزیون د لیدونکو د زیاتېدو لپاره کارېږي. دا باید زموږ لپاره یوازې شهرت نه، بلکې د پخواني عزمت او لویۍ د بیا لاسته راوړلو لپاره وسیله شي.

هو هرې امپراطورۍ، ملت او لوی مدنیت د حاکمیت تر نړېدو وروسته همداسې پسې تللې ده. یوازې اسلامي امت دی چې نن یو ځل بیا له حاکمیت پرته د راولاړېدو او پرمختګ په حال کې دی. زموږ د بیدارۍ پوره تحقق او بریا به د الله سبحانه وتعالی په امر او نصرت سره یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره د خلافت د بیا تاسیس په وسیله تر لاسه شي. اوسنی امت حاکمیت نه لري او زموږ لپاره همدغه تر ټولو مهمه او اساسي موضوع ده.

د قسطنطنیې د فتحې د ورځې د جشن له فرصت څخه موږ باید د خپل تېر شوي تاریخ د بیا را ژوندي کولو لپاره ګټه واخلو او په یاد ولرو چې له تاریخ سره سم باید خپل ژوند د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د نورو زېریو د لاسته راوړلو لپاره تېر کړو. موږ هغه کسان کېدلی شو، چې یو ځل بیا خلافت تاسیس کړو او له امیر سره یې بیعت وکړو. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: 

«تَكُونُ النُّبُوَّةُ فِيكُمْ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا عَاضًّا فَيَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ»

[مسند احمد]

ژباړه: نبوت به تر هغه ستاستو په منځ کې وي، چې الله سبحانه وتعالی وغواړي. کله یې چې د له منځه وړلو اراده وکړه، له منځه یې وړي. وروسته له هغه به د نبوت پر تګلاره خلافت راشي او تر هغه به وي، چې الله سبحانه وتعالی وغواړي. کله چې الله سبحانه وتعالی وغواړي، بیرته یې له منځه وړي. له هغه وروسته به داسې پاچاهان راشي چې قدرت به یې په غاښونو ټینګ نیولی وي او تر هغه به پاتې شي، چې الله سبحانه وتعالی وغواړي. کله چې الله سبحانه وتعالی د هغه د له منځه وړلو اراده وکړه، له منځه به یې یوسي او تر دې وروسته به ظالم پادشاهان واکمن شي او تر هغه به وي چې الله سبحانه وتعالی وغواړي. وروسته به د نبوت پر تګلاره خلافت راشي او تر دې خبرې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم چوپ شو

د خلافت له بیا تاسیس څخه وروسته به موږ داسې رهبر ولرو، چې روم (ایټالیا) به فتحه کړي؛ په دې سره به د رسول الله صلی الله علیه وسلم نور زېري هم په حقیقت بدل شي. له امر بن العاص څخه روایت دی:

«بَيْنَمَا نَحْنُ حَوْلَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم نَكْتُبُ إِذْ سُئِلَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ أَيُّ الْمَدِينَتَيْنِ تُفْتَحُ أَوَّلاً قُسْطَنْطِينِيَّةُ أَوْ رُومِيَّةُ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِﷺ: «مَدِينَةُ هِرَقْلَ تُفْتَحُ أَوَّلاً، يَعْنِي قُسْطَنْطِينِيَّةَ»

[رواه احمد]

ژباړه: په داسې حال کې چې موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شاوخوا کې وو او لیکل مو کول. یو چا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه: کوم یو ښار ژر فتح کېږي، قسطنطینه او که روم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «هِرَقل ښار، یعنې قسطنطنیه به لومړۍ فتحه کېږي.»

یوازې محمد فاتح په خپلو هڅو سره وکولی شوای، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زېري (د قسطنطنيې د فتحې) ثواب او د دغه فتحې د فوځ او امیر ویاړ تر لاسه کړي.

«لَتُفْتَحَنَّ الْقُسْطَنْطِينِيَّةُ فَلَنِعْمَ الْأَمِيرُ أَمِيرُهَا وَلَنِعْمَ الْجَيْشُ ذَلِكَ الْجَيْشُ»

ژباړه: قسطنطنیه ضرور فتحه کېږي، د هغو څومره نېک امیر او غوره اردو ده.

د دغو ټولو تېرو شوو او راتلونکو پېښو راکړل شوې ژمنې باید موږ په خپلو کارونو کې وهڅوي او انرژي راکړي. زموږ تاریخ باید و نمانځل شي، ترڅو د غوره او روښانه راتلونکي لپاره ښه درس ترې واخلو.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: نازیه رحمان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې