پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
خلافت؛ زما ساتونکی! زما ډال!
بسم الله الرحمن الرحيم
خلافت؛ زما ساتونکی! زما ډال!

رجب میاشت د هغې شومې ورځې کلیزه ده چې ۹۸ کاله مخکې هغه ستر دولت، اسلامي رهبري، الهي نظام، خلافت؛ د غربي اشغالګرو او په اسلامي خاوره کې یې د غلامانو په لاس راوپرځول شو. او په دې سره اسلامي امت خپل ساتونکی او ډال له لاسه ورکړل او د خپل تاریخ تر ټولو تور څپرکي ته ولوېدل.

که له پېړیو راهیسې نه وو، خو له لسیزو راهیسې غربي دولتونه، سیکولرې رسنۍ، موسسې او سازمانونه او همداراز د اسلامي نړۍ غلام نظامونه هڅه کوي چې د خلافت مفهوم د ظالم، ترهګر، بربرۍ، شاته‌پاتې او ښځو پر ضد دولت ګڼلو په نامه - سپک کړي، خو هیڅ داسې نه ده! دا یو الهي نظام دی. دا زموږ ځمکو ته د امنیت او سوکالۍ راوستلو او عدالت پلي کولو وسیله ده. دا زموږ د دین استازی او مدافع دی. دغه دولت زموږ مسلمانانو د ګټو لپاره درېږي، سوکاله مو ساتي او اړتیاوې مو پوره کوي.

په دغې رجب میاشت کې د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه د« خلافت؛ زما ساتونکی! زما ډال!» تر سرلیک لاندې یو کمپیان پیلوي، په دغه کمپاین کې به دا لید وړاندې کېږي چې څنګه راشده خلافت؛ د نبوت پر منهج منځته راغلي ریښتیني خلافت اصول، قوانین او نظام پلي کوي چې عملا زموږ ستونزې حل کړي او زموږ د ځان، مال، عزت او عقیدې ساتنه باوري کړي. دا له جزیاتو سره د حزب التحریر د اساسي قانون په مسوده او لیکنو کې راغلي؛ هغه قانون او لیکنو کې چې د دغه عظیم او ویاړلي دولت د کار او همداراز د دغه دولت د خلکو او اسلام د اړتیاوو پوره کولو او ګټو لپاره  جامع طرحه وړاندې کوي.

موږ پر تاسو غږ کوو چې دغه اړین کمپاین وڅارئ او ملاتړ یې وکړئ او دا چې د دغه لوی او مهم بدلون ـ د پرتمین خلافت د بیا تاسیس ـ یوه برخه وئ؛ هغه دولت چې په اسلامي ځمکو کې به بیا زموږ د دین شکوه او جلال راګرځوي او په دې سره به دغه امت ته بیا عزت، وقار، عدالت او امن راځي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه

Last modified onدوشنبه, 08 اپریل 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې