شنبه, ۱۳ شعبان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۲/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ جګړه پر ځانګړو سیمو متمرکزه ده
بسم الله الرحمن الرحيم
په سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ جګړه پر ځانګړو سیمو متمرکزه ده

(ژباړه)

پوښتنه:

په تېرو دوو میاشتو، د ۲۰۲۳ کال اکتوبر او نومبر کې لیدل شوي چې [د سوډان] د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ جګړه کې دواړه خواوې پر ځانګړو سیمو تمرکز لري؛ پوځ پر پلازمېنه خرطوم او د چټک ملاتړ ځواکونه (RSF) پر دارفور. په نورو سیمو کې جګړه د تمرکز اصلي محور نه دی او له دغو دواړو سیمو سره تړاو ورکول کېږي؛ لکه د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر په ۱۵مه چې په خرطوم کې پر RSF د پوځ فشار ډیر شو، دوی د الجزیرې پر مرکز، واد المدینې ښار برید وکړ. ایا دا په سوډان کې د یوه نوي ویش خبر ورکوي او دارفور لکه سویلي سوډان چې بېل شو، RSF ته وربېلوي؟ مننه!

ځواب:

د ځواب د روښانه کولو لپاره لاندې موضوعات ارزوو:

لومړی: موږ په ۲۰۲۳/۴/۲۵ نېټه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو: «په ۲۰۲۳/۴/۱۵ نېټه د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ ناڅاپه سختې جګړې وشوې چې ملکیانو، یعنې د برېتانیا ملاتړو ملکي ځواکونو ته د واک لیږد ته نوې سخته ضربه ده ...» دا مو هم تشریح کړه چې امریکا د دغو اجېنټانو ترمنځ له جګړې دا درې احتماله غواړي:

- د اجېنټانو، البرهان او حمیدتي ترمنځ یو نوی توافق وشو ... دې په اروپا پورې تړلو قدرتونو سره توافق له منځه یووړ.

- که د اروپایانو د ملاتړو ځواکونو په شا کول ممکن نه وي؛ امریکا ته د سوډان ویش مهم نه دی، لکه د سویلي سوډان چې نه و ورته مهم، نو دارفور به حمیدتي ته پرېږدي...

- که دا ځواکونه (چې په اروپایانو پورې تړلي) د یوه مانور په توګه د امریکا د یوه اجېنټ تر شا ودرېږي ... نو امریکا به یې له دغه اجېنټ څخه وغواړي چې پر شا شي او بل ته به یې ووایي چې کنټرول واخلي...

دویم: دې ته په کتو، تحولات څېړو چې د دغه وضعیت د پایلو په اړه داسې نظر ته ورسېږو، چې احتمال یې تر ټولو زیات وي:

۱- له هغې نېټې، ۲۰۲۳/۴/۱۵، راهیسې جګړه او په جګړه پورې اړوندې خبرې لکه د اوربند اعلان، د جګړو بیا پیل کېدل، خبرې اترې او اړیکې؛ دا ټول په امریکا پورې تړلو دوو اړخونو ترمنځ محصور شوي: د پوځ رهبري او د چټک ملاتړ ځواکونو رهبري؛ چې د امریکا او د امریکا د سعودي اجېنټ، چې د امریکا د اوامرو پلي کولو رول لري، تر څار لاندې ده. نو د جګړې د مدیریت لپاره د جدې تش په نامه فلټ فارم جوړ شو. حمیدتي د امریکا د اوامرو منل تایید کړل او ویې ویل چې «دی د امریکا له بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکېن سره په اړه کې دی چې د جګړې د زیاتېدو مخه ونیسي» (شرق الوسط، ۲۰۲۳/۵/۲). په دې توګه امریکا وکولی شوی چې د جګړې او اړوندو مسایلو په مدیریت کې د بریتانیې او اجېنټ یې، اماراتو د رول مخه ونیسي. یو څه وو چې «څلور اړخیز» یې ورته ویل؛ په دې کې امریکا او اجېنټ یې سعودي او دغه راز برېتانیا او اجېنټ یې، امارت شامل وو. امریکا دغه راز د خپلو اجېنټانو، البرهان او حمیدتي ترمنځ جګړه وکړه چې د سیاسي اپوزیسیون، چې برېتانیا او اجېنټ یې د ازادۍ او بدلون ځواک او نورو کې جوړ کړی و ، د رول مخه ونیسي.

۲- ځکه خو د سوډان د پوځ پلاوي په هغې غونډه کې ګډون ونه کړ چې په ادیس ابابا کې جوړه شوې وه او مشري یې د کینیا ولسمشر، ویلیم روتو، چې په برېتانیې پورې تړلی، کوله. [په ادیس ابابا کې په ختیځه افریقا کې د پرمختګ بین الحکومتي سازمان (IGAD) غونډه جوړه شوه چې د سوډان پر ناورین بحث وکړي...د سوډان د پوځ پلاوی سره له دې چې به ادیس ابابا کې و، په دغې غونډ کې ګډون ونه کړ، ځکه چې مشري یې د کینیا ولسمشر کوله. (سکای نیوز عربي، ۲۰۲۳/۷/۱۰)]. د کینیا ولسمشر، روتو سوډان ته له بهره د سوله ساتو ځواکونو لېږلو وړاندیز وکړ؛ دغه راز یې وویل چې د ازادۍ او بدلون ځواک دې – وړاندې له دې چې بیخي کمزوري او له صحنې لرې شي- د ملکي ځواکونو تر نامه لاندې ښکېل شي؛ ځکه چې د امریکا د اجېنټانو، البرهان او حمیدتي ترمنځ جګړې د دوی خوځښت او تفکر فلج کړی. البرهان د امریکا او هغې د اجېنټ د منځګړیتوب ملاتړ کوي او د برېتانیا او هغې د اجېنټ، کینیا او نورو منځګړیتوب ردوي. ډګر جنرال یاسر ال‌عطا خپلو سرتېرو ته د وینا پر مهال دې خبرې ته اشاره کړې «هر بهرنی ځواک دښمن دی». هغه کینیا ته په ګواښ کې وویل: «د ختیځې افریقا ځواکونه پر خپل ځای پرېږدئ ... (تاسو غواړئ) کینیايي ځواکونه راولئ، راځئ.» هغه قسم وکړ چې له دغو ځواکونو به یو کس هم «خپل هېواد ته بېرته ژوندی لاړ نه شي». ده وویل: «له نوم اخیستو پرته یوه درېیم هېواد کینیا ته ویلي چې دا خبره رامخته کړي». (رویټرز، ۲۰۲۳/۷/۲۴) له درېیم هېواده د هغه موخه برېتانیا ده. د کینا د بهرنیو چارو وزیر، سینګ اوی د دغه سوډاني پوځي چارواکي خبرې رد کړې او ویلي یې: «دا تورونه بې بنسټه دي»، ده زیاته کړې «د منځګړیتوب په هره پروسه کې دایمي سوله یوازې هغه وخت راتلی شي چې ملکي ځواکونه ګډون ولري».

۳- البرهان بیا ډاډه شو چې داخلي وضعیت د امریکا له پلان سره سم مخته ځي، نو د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ د جګړې له پیل وروسته یې بیا د لومړي ځل لپاره بهرني سفرونه پیل کړل. دی له خرطوم څخه د سوډان بندر ته لاړ چې دا ځای یې د خوځښتونو مرکز کړي. د ۲۰۲۳م کال د اګېسټ په ۳۰مه یې مصر ته خپل لومړی سفر وکړ. دا سفر تاییدوي چې مصري رژیم په دغه پړاو کې د پوځ او البرهان ملاتړ کوي. د قاهري خبري چینل د دغه سفر پر مهال د البرهان خبرې خپرې کړې، ده ویلي: «له دغه سفره زموږ موخه د مصر رهبرۍ ته سم تصویر ورکړو او د روان وضعیت له تحولاتو یې خبر کړو»، سیسي او البرهان دواړه د امریکا کسان دي. له دې وروسته نورو لیدنې هم وشوې ... داسې ښکاري چې البرهان غواړي د حاکمیت لنډمهالې شورا د مشر په توګه نه، بلکې د سوډان د دایمي ولسمشر په توګه مشروعیت ترلاسه کړي.

۴- دا جګړه به ژر حل نه شي او یو څه وخت به ونیسي؛ ځکه موخه دا ده چې جګړه هلته د امریکایي لورو، پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ محدوده کړي. د دغې جګړې پایلې د دواړو اړخونو ترمنځ د رولونو په ویش د امریکا لخوا کنټرولېږي؛ له دې لارې غواړي برېتانیا او اروپا ته مخلص اپوزیسیون لکه د ۲۰۲۳م کال په اپریل کې د جګړې د پیل په وخت کې چې و، هماغسې فلج وساتي او بیا یې تر وروستي حده کمزوری کړي. د دې د روښانه کولو لپاره لاندې موارد تشریح کوو:

الف. په ۲۰۲۳/۲۲/۲۱ نېټه د چټک ملاتړ ځواکونو د ختیځ دارفور مرکز، الدائین ښار ونیو. دغه راز یې د پوځ د ۲۰ام ټولي د قمندانۍ مرکزي دفتر له جګړې پرته هغه وخت ونیو چې پوځ ملکیانو ته د زیان رسېدو د مخنیوي په پلمه ځای پرېښود! د چټک ملاتړ ځواک ادعا کړې چې «د دوی بریاوو د ریښتینې سولې پر مخ لویه دروازه پرانیسې ... او دا چې ختیځ دارفور او الدائین به د دوی تر ساتنې لاندې خوندي پاتې شي». (الجزیره، ۲۰۲۳/۱۱/۲۲)

د یادولو ده چې الدائین د ریزیګاټ قبیلې کلکه کلا ده او د چټک ملاتړ ځواک قمندان، حمیدتي او ډیری نور قمندانان یې هم له همدې قبیلې دي. تر دې وړاندې دغو ځواکونو د سویلي دارفور پلازمېنه، نیالا؛ د مرکزي دارفور پلازمېنه، زلینګي او د لویدیځ دارفور پلازمینه، الجنینا ښار هم نیولی و. دوی ته یوازې د شمالي دارفور پلازمینه، الفشر ښار پاتې دی چې ویې نیسي. دا د دارفور سیمې سیاسي او ادارې پلازمینه هم ده. که یې الفشر ونیو، د برېتانیا او اروپا ملاتړو خوځښتونو ته به لویه ضربه وي؛ په ځانګړې توګه د سوډان د ازادۍ خوځښت او د عدالت او برابرۍ خوښځت ته. دا چې جګړه د امریکا د اجېنټانو، پوځي رهبرۍ او د چټک ملاتړ ځواکونو رهبرۍ ترمنځ مصوعي بڼه لري، دغو دواړو خوځښتونو په جګړه کې خنثی دریځ نیولی.

ب – په سیمه کې وسله‌والو خوښځتونو له همدغې موضوع د خطر احساس وکړ او دا هغه خوځښتونه دي چې د سوډان-دارفور مسیر لپاره یې د سولې تړون، جوبا لاسلیک کړ. دا مسله د دې سبب شوه چې دغو ځوځښتونو په ۲۰۲۳/۱۱/۱۶ نېټه په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې (د بې طرفۍ له دریځه تېرېږي او د هغه څه پر وړاندې درېږي چې دوی «د هیواد د ټوټه کولو او ویشلو پروژه» ورته وايي او «د چټک ملاتړ ځواکونو او نورو د بهرنیانو مزدورو ځواکونو» لخوا پر مخ وړل کېږي. دوی دغه راز اعلان وکړ چې په ټولو جبهو کې «له کوم شک او ځنډ پرته» په پوځي عملیاتو کې ګډون کوي (لي موندو فرانسوي ورځپاڼه، د نومبر ۱۶مه)). دغو خوځښتونو غوښتل چې د الفشر دفاع وکړي، که نه نو ورک به شي ... په ځانګړې توګه دا چې الفشر یو سټراټېژيک موقعیت لري؛ له چاد، لیبیا او لویدیځ سره یې ګډه پوله ده. الفشر د وسله‌والو اپوزیسیون خوځښتونو؛ چې جوبا تړون یې لاسلیک کړ، له رژیم سره یې اوربند وکړ او په دولت کې ګډ شول؛ پلازمینه ګڼله کېږي. راپورونه وايي چې دې د زاغاوا قبیلي ډیری برخه شتمني له اومودورمن څخه را ایستلې. د الفشر نیول به د عربو قبیلو، چې د چټک ملاتړ ځواکونو تر شا دي، او زاغاوا قبیلي چې د وسله‌والو خوښځتونو ملاتړ کوي، ترمنځ د جګړې زیاتېدو سبب شي.

ج. د پوځ د مشر، عبدالفتاح البرهان په اړه؛ پر شمالي او ختیځ سوډان د پوځ پر کنټرول سربېره، په دې وروستیو کې په خرطوم کې د پوځ پیاوړتیا ښيي چې د وخت په تېرېدو به په دغې سیمه کې پوځي ستونزې د پوځ په ګټه حل شي. [د سوډان پوځ د پلازمینې شاوخوا سیمو کې د چټک ملاتړ ځواکونو پر مرکزونو یو لړ ځمکني او هوايي بریدونه او بمبارۍ پیل کړې؛ په دغو سیمو کې د زغره‌والو ځواکونو شاوخوا، مرکزي مارکېټ، د ورزشي ښار شاوخوا، الاراده سړک، په اومودورمن کې د رادیو او تلویزیون شاوخوا او د شمالي خرطوم مرکزونه شاملېږي. (انډېپنډېنټ عربیه، ۲۰۲۳/۱۱/۲۴)] دا ښيي چې پوځ دلته قاطع او پیاوړی شتون غواړي.

د. په ۲۰۲۳/۱۲/۱۰ نېټه IGAD (د پرمختګ بین الحکومتي سازمان) په جیپوټي کې د خپلو رهبرانو یوه فوق العاده غونډه ونیوله، په دې غونډه کې د افریقايي اتحادیې، ملګرو ملتونو، د سوډان ګاونډیو هیوادونو، سعودي، قطر، اماراتو، متحده ایالاتو او برېتانیا استازو پراخ ګډون کړی و. [د سوډان د حاکمیت شورا مشر، ډګر جنرال البرهان وروسته له هغې چې په لومړۍ غونډه کې حاضر نه و، چې د خونړۍ جګړې تر پیل نیږدې دوې میاشتې وروسته جوړه شوه، په دغې غونډه کې ګډون وکړ. د چټک ملاتړ ځواکونو قومندان، ډګر جنرال دګالو (حمیدتي) هم د غونډې له مشر اسماعیل ګولې، چې د جیبوټي ولسمشر دی، سره د دغې غونډې د پایلو او د روان ناورین د حل لپاره د چټک ملاتړ ځواکونو د لیدلوري په اړه ټلیفونې خبرې وکړې. د وروستۍ اعلامیې له مخې، د  IGAD مشرانو البرهان او حمیدتي ته قناعت ورکړی شوی چې مخامخ وګوري؛ پر دې سربېره پر بیړني او بې قید و شرطه اوربند هم توافق وشو. باخبره سرچینو بي بي سي ته ویلي چې دغه سیمه‌ییز سازمان یادې لیدنې ته حد اکثر دوې اونۍ وخت ټاکلی او دا لیدنه به په ادیس ابابا کې کېږي. (بي بي سي، ۲۰۲۳/۱۲/۱۰)].

۵- پورتنیو مسایلو ته په کتو، ښکاري چې په دې وروستیو کې درې د پام وړ خبرې شوې:

لومړی: د دارفور په لویه برخه د چټک ملاتړ ځواکونو کنټرول دی؛ یوازې الفشر پاتې دی چې ویې نیسي او پر وړاندې یې جدي مقاومت هم نشته ... دا خبره د چټک ملاتړ ځواک لخوا د پوځ د ۲۰ام او ۱۶ام ټولي په نیولو کې ښکاره وه چې یو یې په الدائین کې دی او بل د سویلي دارفور په نیالا کې.

دویم: په دې وروستیو کې په خرطوم، اومودورمن او د خرطوم شمال کې د پوځ پیاوړتیا؛ لکه پورته چې وویل شول. [د سوډان پوځ د پلازمینې شاوخوا سیمو کې د چټک ملاتړ ځواکونو پر مرکزونو یو لړ ځمکني او هوايي بریدونه او بمبارۍ پیل کړې... (انډېپنډېنټ عربیه، ۲۰۲۳/۱۱/۲۴)]. د چټک ملاتړ ځواک په خرطوم کې د فشار احساس وکړ نو د وادی المدنی خواته یې مخه کړه چې دا فشار کم کړي او جګړه هلته ډیره شوه. [نن، دوشنبه، پرلپسې څلورمه ورځ ده چې د چټک ملاتړ ځواکونو او پوځ ترمنځ د الجزیرې ایالت پلازمینې، وادی المدني ښار په ختیځ کې جګړه روانه ده. د سوډان د وسله‌والو ځواکونو رسمي ویاند، نبیل عبدالله د سیمې اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې د ښار وضعیت باثباته دی. (العربیه، ۲۰۲۳/۱۲/۱۸)] او تر دې وړاندې [د امریکا سفارت یکشنبه په یوه بیانیه کې د چټک ملاتړ له ځواکونو غوښتي وو چې «په الجزیره ایالت کې ژر تر ژره خپل وړاندې تګ ودروي او پر وادي المدني ښار برید ونه کړي» (الربیه، ۲۰۲۳/۱۲/۱۷)]؛ دا پر دغو جنګیالیو د سفارت نفوذ تاییدوي!

درېیم: د IGAD په وروستۍ غونډه کې د البرهان ګډون [د سوډان د حاکمیت شورا مشر، ډګر جنرال البرهان وروسته له هغې چې په لومړۍ غونډه کې حاضر نه و، چې د خونړۍ جګړې تر پیل نیږدې دوې میاشتې وروسته جوړه شوه، په دغې غونډه کې ګډون وکړ. د چټک ملاتړ ځواکونو قومندان، ډګر جنرال دګالو (حمیدتي) هم د غونډې له مشر اسماعیل ګولې، چې د جیبوټي ولسمشر دی، سره د دغې غونډې د پایلو او د روان ناورین د حل لپاره د چټک ملاتړ ځواکونو د لیدلوري په اړه ټلیفونې خبرې وکړې. (بي بي سي، ۲۰۲۳/۱۲/۱۰)].

دا ټول ښيي چې امریکا د ویش لپاره فضا برابروي. په سوډان کې دغو اقداماتو ته په کتو د وېش خطر شته او دا خبره د امریکایانو د ژبو پر سرو هم ده: [په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې، لېندا توماس ګرینفیلډ تاییده کړه چې دا په روان ناورین کې د سوډان تر څنګ درېږي چې هلته بې دفاع ملکیانو ته مرسته ورسېږي؛ کنفرانس ته په خبرو کې دې اشاره وکړه چې «بیړنی تمرکز باید د ملکیانو پر ساتنه، اړمنو خلکو ته د بشري مرستو وړاندې کولو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرو اترو باندې وي. (USUN، انډیپنډنټ عربیه، ۲۰۲۳/۱۱/۲۰)]؛ له دې ټولو سره سره، لرې ده چې امریکا دې نن د وېش پلان پلی کړي، بلکې تر هغې چې ګټې یې ایجابوي، یوازې فضا ورته برابروي.

۶- نو، روان وضعیت ته په کتو تر ټولو ډیر احتمال د دې دی چې دارفور به اوس له سوډانه نه بېلېږی؛ بلکې د چټک ملاتړ ځواک به د رژیم پر وړاندې د یوه پیاوړي اپوزیسیون په راس کې وي او د دې لپاره به کار وکړي چې تر خپلې مشرۍ لاندې برېتانیا او اروپایانو ته وفادار اپوزیسیونونه یا مهار کړي او یا یې حذف کړي. نو د چټک ملاتړ ځواک په سوډاني سیاسي اپوزیسیون کې د اوسنیو سیاسي ځواکونو پر ځای اصلي لوری کېږي. ښکاري چې وضعیت دې خواته روان دی ... د چټک ملاتړ ځوکونه د پوځ پر وړاندې دارفور ته لاړل او په هیواد کې په اصلي اپوزیسیون بدل شول. ښايي امریکا په سوډان کې دوه اړخه ولري: یو د چتک ملاتړ ځواک سیاسي اړخ چې وسلې به ورسره وي او د اپوزیسیون مشري به کوي او بل د پوځ نظامي اړخ ... دا دواړه اړخه به د امریکا د ګټو لپاره کار کوي. دا چې د چټک ملاتړ ځواک اپوزیسیون ولې نا وسله‌وال نه دی؛ په ډېر احتمال دوه لامله لري:

لومړی: د دې لپاره چې اروپا ته مخلص اپوزیسیون-چې له برېتانیایي اجېنټانو جوړ دی- مهار کړي؛ د دې لرې کول له سیاسي لارې اسانه نه دي، باید له نظامي لارې وشي.

دویم: د چټک ملاتړ ځواک په دارفور کې یو سیاسي اپوزیسیون کېږي چې وسله‌وال ځواک به هم لري؛ نو که د امریکا ګټې ایجاب کړي چې تر سویلي سوډان وروسته یو بل وېش وکړي، دا ځواک به یې مرسته وکړي. داسې ښکاري چې د دغه وېش او انشعاب وخت نه دی را رسېدلی؛ خو فضا ورته برابرېږي.

۷- دا جګړه هغه څه ده چې امریکا او اجېنټان یې کار ورته کوي ... او دا هماغه څه دي چې دوی فضا ورته برابروي چې که یې تر یوه نوي وېش پورې دوام وکړ. اې د سوډان خلکو، په ځانګړې توګه پوځ او جنګیالیو. څنګه د اشغالګرو کفارو د ګټو لپاره له یو بل سره جنګېږئ؟ تاسو خپل ځانونه وژنئ، خپل کورونه ویجاړوئ او خپل مقدسات تر پښو لاندې کوئ!؟ څنګه کولی شئ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم دا حدیث هېروئ چې بخاري له احنف بن قیس څخه روایت کړی چې وايي: له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل:

«إذَا الْتَقَى الْمُسْلِمَانِ بِسَيْفَيْهِمَا فَالْقَاتِلُ وَالْمَقْتُولُ فِي النَّارِ» قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، هَذَا الْقَاتِلُ، فَمَا بَالُ الْمَقْتُولِ؟ قَالَ: «إِنَّهُ كَانَ حَرِيصاً عَلَى قَتْلِ صَاحِبِهِ»

ژباړه: «که دوه مسلمانان وګورئ چې توره په لاس له یو بل جنګېږي، نو قاتل او مقتول دواړه دوزخ ته ځي.» ما وویل: اې رسول الله، یو خو قاتل دی، نو مقتول ولې؟ هغه (صلی الله علیه وسلم وفرمایل): «د خپل سیال وژلو ته لېواله و»

نو که جګړه د امریکا او د هغې د اجېنټانو لپاره وي!؟ نو پایله به یې لا سخته او لا ترخه وي.

اې په سوډان کې زموږ مسلمانو وروڼو ... هغه سوډان چې دونګولا جومات لري –چې په سوډان کې د لومړنیو مسلمانانو لخوا جوړ شوی لومړنی جومات دی ... هغه سوډان چې د اسلام یوه ستره فتح وه، کله چې د مسلمانانو خلیفه، عثمان رضی الله تعالی عنه د مصر والي ته امر وکړ چې د اسلام نور سوډان ته ورسوي او هغه د عبدالله ابن ابی السرح په مشرۍ لښکر سوډان ته واستاوه او سوډان یې په ۳۱ هجری قمري کال کې فتح کړ. اسلام په ډیره چټکۍ پکې خپور شو او د الله په فضل یې ټول سوډان له شماله تر سویله او له ختیځه تر لوېدیځه فتحه کړه. همداسې د نورو اسلامي خلفاوو تر واک لاندې و ... تر هغې چې له ۱۸۹۶ تر لومړۍ نړیوالې جګړې یې د برېتانیا پر وړاندې جهاد وکړ؛ دا وخت پیاوړی اتل، د دارفور والي، علي بن دینار شهید شو. دغه مجاهد او عالم هغه کس و چې د مدینې میقات او شام د خلکو میقات (ميقات ذو الحليفة) یې تعمیر کړل؛ دغه راز یې حاجیانو ته د اوبو څاګانې وکیندلې چې تر اوسه د ده په نوم، ابیار علي، یادېږي.

نو په سوډان کې د انګریزانو مستقیم استعمار شپیته کاله پاتې شو؛ له ۱۸۹۶ څخه تر ۱۹۵۶ پورې. وروسته له هغې نامستقیم سیاسي او فرهنګي استعمار و؛ وراسته شوي پانګوال ارزښتونه په کې خپرېدل او د زاړه او نوي استعمار، انګریزانو او امریکا ترمنځ د سوډان پر سر مبارزه په کې روانه وه. تر هغې چې د نایواشا دروغجن او مرګوني تړون له مخې د استعمارګرې امریکا په ملاتړ سوډان په دوو برخو، شمالي او سویلي وویشل شو. اوس امریکا –خپلو ګټو ته په پام- یوه نوي ویش ته فضا برابروي!

اې د سوډان خلکو! حزب التحریر، هغه رهبر چې خپلو خلکو ته درواغ نه وايي، پر تاسو غږ کوي چې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ روانې جګړې درولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړئ؛ ځکه دوی ستاسو زامن، وروڼه، ګاونډیان یا خپلوان دي ... او بېشکه تاسو د دغې جګړې ټراژیډي وینئ او اورئ ... نو وړاندې له دې چې پښېماني هیڅ ګټه ونه کړي، اصلاح یې کړئ.

[إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ] [ق: ۳۷]

ژباړه: له شک پرته چې په دغه (له عبرت څخه ډکو تجربو) کې د هغه چا لپاره (چې عبرت اخیستونکی زړه لري) یا هغه چا لپاره چې (حق اورېدونکي غوږونه لري) او د حق په صحنه کې عملا شاهد او حاضر اوسي د عبرت درس دی.

۱۴۴۵هـ.ق کال د جمادی الثاني ۶مه

۲۰۲۳م کال د ډسمبر ۱۹مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې