جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     28 جمادی الاول 1443

میلادی نېټه :     شنبه, 01 جنوری 2022 م

شمیره:      ۰۲۰/ ۱۴۴۳

مطبوعاتی دفتر
مركزي

مطبوعاتي اعلامیه
په یهودي زندانونو کې ښځې شکنجه او سپکاوی یې کېږي... ایا په امت کې معتصم شته!؟

د فلسطین د بندیانو کلپ تایید کړه، چې د دامون زندان ادارې د زنداني ښځو پر وړاندې پر له پسې له شکنجو ډک عملیات تر سره کړي، چې څو ورځې وو او لا هم دوام لري. دوی وهل شوې، ځړول شوې او ځينې یې ټپیانې شوې هم دي. د ښځینه زندانونو استازې شوروک دویکات، ماره بکیر او زنداني مونا قادان منزوي شول. د زندانیانو کلپ په ډاګه کړه، چې د مکررو بریدونو په ترڅ کې د دوی برښنا قطع شوې او ټیکري یې له سره ليرې شوي دي. یوې زندانۍ د شکنجې پر مهال خپل هوش له لاسه ورکړی او د زندان اداره یې د ګاز په پاشلو تهدیدوي، د زندان ادارې پر دې هم اکتفا نه ده کړې، د ډله ییزو مجازاتو په تر سره کولو یې دوی له یو بل سره له کتلو او د خوړو له خوړلو محروم کړې او ان نغدي یې جریمه کړي دي. د زندانیانو د کلپ د راپور له مخې، د تېرې نومبر مياشتې تر پايه پورې د ښځينه بنديانو شمېر ٣٢ تنو ته ورسېد. کلپ په ډاګه کړه چې د زندان ادارې له لوري د ناوړه چلند پروسه وروسته له هغه رامنځ ته شوه، کله چې بندیانو د دوی پر وړاندې د ادارې له لوري اعلان شوي نوي اقدامات رد کړل.

د یهودي ادارې په زندانونو کې پر ښځینه بندیانو بريدونه کېږي او شکنجه کېږي، د ځوان او زوړ، نارینه او ښځينه توپیر نه کوي، د ​​زندانونو په داخل او بهر کې ښځینه بندیانې شکنجه او ځورول کېږي، تر دې چې د زندان ساتونکو جرأت وکړ، چې له بې دفاع ښځينه بنديانو سره ناوړه چلند وکړي او ټیکري یې له سرونو لیري کړي، لاحول ولا قوة الا باالله العظیم. د ښځو پر وړاندې دا ټول جرمونه او سرغړونې ترسره کیږي، خو موږ یې په اړه د ښځو د سازمانونو او د CEDAW مدافعینو غږ نه اورو، ځکه چې ښځینه بندیانې د دوی په لومړیتوبونو کې نه دي، بلکې دوی د خپلو مفسدو پروګرامونو پر پلي کولو لګیا دي.

ایا دا بریدونه کافي نه دي چې د اسلامي امت په رګونو کې وینه په جوش راولي، چې د نر او ښځې د خلاصون لپاره د خپل فرض کار یادونه وکړي. نه یوازې د فلسطین اداره، بلکې په اسلامي هېوادونو کې رژیمونه له یهودي دولت سره د خپلو اړیکو پر عادي کولو ماتې خوړلې او د دسیسو ښکار شوي دي. له دوی څخه د مظلوم د خلاصون او ملاتړ هېڅ هیله نه کېږي. موږ ډاډه یو چې دوی په یوه کمپ کې دي او واکمنان یې په بل کمپ کې دي.

یهودي دولت د دغو جنایتونو د ترسره کولو جرأت نه شوای کولای، که چېرې په مسلمانانو کې د معتصم په څېر یو حاکم وای، چې د رومیانو له خوا د نیول شوې مسلمانې میرمنې د ژړا په ځواب کې یې لوی لښکر چمتو کړ. د مسلمانې ښځې له سر څخه پړونی ليرې کول د نه بښلو وړ جرم دی او د هغه سزا ډېره لویه ده، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله عیه وسلم بنو قنیقاع ته ورکړه او هغوی یې له مدینې وشړل.

اې د مسلمانانو لښکرو: په تاسو کې به څوک دا ستر عزت تر لاسه کړي؟ چې د الله تعالی د دین او د هغو چا ملاتړ وکړي، چې د نبوت پر منهج  راشده خلافت د تاسیس لپاره کار کوي. پوه شئ چې سبا به له الله سبحانه وتعالی سره ملاقات کوئ او هغه به له تاسو څخه پر مظلومانو د ظلم او د هغوی د فریادونو پر وړاندې د ناکامۍ حساب ورکوي، آیا د دې ورځې لپاره ځواب ته چمتو یئ!؟

{وَإِنْ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمْ النَّصْرُ}[انفال: ۷۲]

ژباړه: که هغوی د دین په اړه له تاسو څخه مرسته وغواړي، نو د هغوی مرسته کول پر تاسو فرض دي.

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخه

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې