جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     16 شعبان 1442

میلادی نېټه :     دوشنبه, 29 مارچ 2021 م

شمیره:      ۰۲۹/ ۱۴۴۲

مطبوعاتی دفتر
مركزي

مطبوعاتي اعلامیه
د روهینګیا کډوالو په کمپونو کې پراخه اورونه، د حسینې حکومت غفلت او ناکامي ښيي

د بنګله دیش په سویل ختیځ، د کاکس بازار سرحدي سیمې د روهینګیايي کډوالو په کمپونو کې د ۲۰۲۱م، د مارچ په ۲۲مه ستره اور لګېدنه رامنځ ته شوه. د بشري حقونو لپاره د برما د شبکې اجراییه مشر کیوا وان، اناتولیا خبري اژانس ته په خپله وینا کې وویل، چې په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي دي.  په بنګله دېش کې د UNHCR  څانګې د یوه چارواکي، جوهانس وان په وینا په دغه پېښه کې ۵۶۰ کسان ژوبل شوي او شاوخوا ۴۰۰ نور کسان ورک دي. دغې اورلګېدنې شاوخوا ۵۰زره کسان بې کوره کړل او د اور لمبو د دوی ترپالونه او بامونه وسوځول. دا درېیم ځل دی، چې کمپونو ته یې اور اچول کېږي، د اوروژنې خدماتو یو چارواکي فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د اورلګېدنې لاملونه تر اوسه پورې نه دي معلوم.

په بنګله دېش کې د روهینګیا کډوالو کمپونو کې دا پر له پسې اورونه، ناوړه پایلې او له درد څخه ډکې صحنې چې د اور لګېدنې له امله رامنځ ته شوې دي، د روهینګیا مسلمانانو د ملاتړ لپاره د حسینې حکومت ناکامي او غفلت په ډاګه کوي، په اراکان ولایت کې د مسلمانانو پر وړاندې د بودایي جنایت کارو لښکرې او ملېشې د مسلمانانو پر وړاندې له ظلم او وحشت څخه کار اخلي او دوی یې یوازې په دې خبره تېښتې ته اړ کړي دي، چې وايي الله سبحانه و تعالی زموږ رب دی. د دوی حالت د هغه چا په څېر وو، چې په اور کې له تودوخې څخه پناه غواړي.

دا کډوال په داسې کمپونو کې ژوند کوي چې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې نه لري، دوی په کېږدیو کې ژوند کوي چې په اوړي کې له ګرمۍ او په ژمي کې له یخنۍ څخه خوندي نه دي، په سیم تړل شوي دي او داسي دي لکه د مجرمینو لپاره زندان. دا سیمونه د کډوالو لپاره یو خنډ دی چې هڅه کوي له اور څخه ځان وژغوري او د حسینې حکومت له غفلت او ناکامۍ سر بيره خپل ځانونه وژغوري. د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوې اعلامیې کې وویل چې ډېری ماشومان ورک دي او ځینې نه دي توانېدلي چې په کمپونو کې د اغزنو تارونو له امله وتښتي، دا په خپله د کډوالو د شاهدانو له لوري هم تایید شوي دي. د حسینې حکومت د اغزنو تارونو  په نصبولو سره د کډوالو د حرکت په محدودولو بسنه ونه کړه، دوی یې هغو ليرې پرتو ټاپوګانو ته ولېږل چې د طوفانونو او سیلابونو څخه په امن کې نه وو. لا حول ولا قوة الا باالله.

د حسینې حکومت دغه غفلت او ناکامي چې د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د دښمنانو لار څاري او د مسلمانانو پر وړاندې له کفري هېوادونو سره تړونونه کوي لکه هندوستان، دا د تعجب خبره نه ده. هغه هېوادونه چې د الله سبحانه و تعالی او رسول الله صلی الله عیله وسلم او مومنانو ته د وفادارۍ پر ځای د اسلام او مسلمانانو له دښمنانو سره بیعت کوي، موږ ګورو چې دوی په اسلامي هېوادونو کې د استعمار په جنګونو کې د کافرانو امرونو ته په ځواب کې خپل لښکر لېږي، لکه څنګه چې اردوغان په سوریه او عراق کې دا کار وکړ، همدا راز سعودي رژیم په یمن کې همدا کار وکړ، په داسې حال کې چې د مظلومو ملاتړ ته یې ملا ماته ده. موږ وینو چې په برما، ختیځ ترکستان، سریلانکا او نورو اسلامي هېوادونو کې  دوی بهرنیو الوتکو، نظامي اډو او شرکتونو ته خپلې پولې پرانیزي، چې د مسلمانانو شتمنۍ لوټ کړي، په داسې حال کې چې همدا پولې بیا د کډوالو پر مخ تړي. ان کله چې د دوی پر مخ پولې پرانېزي، دوی په داسې کمپونو کې ځای پر ځای کوي چې د مرګ کمپونه بلل کېږي.

اې مسلمانانو: اوس د دې وخت دی چې دغه ګوډاګي جنایت کار رژیمونه له منځه یوسو او د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت تاسیس کړو، چې د الله سبحانه وتعالی د قانون له مخې حکم کوي، عدالت تامینوي، له مظلومانو سره مرسته کوي او ظالم ته جزا ورکوي.

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر

 د ښځو څانګه

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې