- مطابق
(ژباړه)
د ۲۰۲۵م کال، د جون په ۱۴مه، د هند د تحقيقاتو ملي ادارې (NIA) د حزب التحریر پر وړاندې په بهوپال، مادیا پردېش، جهلاور او راجستان کې هممهاله چاپې ووهلې. دوی ادعا وکړه چې د دغو عملیاتو موخه دا وه چې د حزب التحریر پر ضد نور شواهد راټول کړي. دوی وویل چې له دغو ځایونو څخه یې "ډیجیټلي وسایل او په جرمونو کې کارېدونکي مواد" ترلاسه کړي، چې زموږ په ګومان هماغه کتابونه او قرطاسیه ده. له دې مخکې، د جهارکنډ ایالت د ترهګرۍ ضد ادارې دوه کسان د حزب التحریر په قضیه کې نیولي وو. د هند دولت د ۲۰۲۴م کال، د اکتوبر په ۱۰مه حزب التحریر غیر قانوني اعلان کړ، په دې په پلمه چې ياد حزب غواړي د نړیوال خلافت د بیا تاسیس هڅې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ له لارې مخ ته یوسي.
خو لکه څرنګه چې موږ مخکې هم ویلي، د هند د تحقيقاتو ملي ادارې چارواکي تر اوسه نه دي توانېدلي چې پر حزب التحریر او پر غړو یې د "ترهګرۍ" تورونه ثابت کړي.
د هند پرلهپسې حکومتونو، په ځانګړې توګه اوسني رژیم، په سیستماتیک ډول د مسلمانانو، قبایلي او شاته پاتې ټولنو پر ضد د تعصب پر بنسټ پالیسي غوره کړې ده. د بغاوت قانون، د غیرقانوني فعالیتونو مخنیوي قانون (UAPA)، د ملي امنیت قانون (NSA) او د وسلهوالو ځواکونو ځانګړې ادارې (AFSPA) د مخالف غږ د چوپ کولو او د مسلمانانو، قبایلي او شاته پاتې وګړو د وېروولو لپاره کارول شوي دي. دغه وضعیت یوه داسې فضا رامنځ ته کړې ده چې مسلمانان پکې د دویمې طبقي وګړي ګڼل کېږي. اوسني هندوتوا رژیم دغه پلان لا پسې چټک کړی، د اساسي حقوقو نقض ته یې ادامه ورکړې او له مسلمانانو څخه یې بېځایه د وفادارۍ ثبوت غواړي. خو له دغو ټولو فشارونو سره سره، مسلمانان د خپلې عقیدې او تاریخي میراث له مخې لا هم ثابتقدم پاتې دي او نه غواړي چې د ملي تعصب پر بنسټ جوړو شویو مفکورو ته تسلیم شي.
د خلکو د مدني حقونو اتحادیې (PUCL) یوه تازه څېړنه ښيي چې له ۲۰۱۵م څخه تر ۲۰۲۰م پورې د هند د غیرقانوني فعالیتونو پر ضد قانون (UAPA) له مخې ۸،۳۷۱ کسان نیول شوي، خو یوازې ۲۳۵ تورن کسان محکوم شوي، چې دا یوازې ۲.۸ سلنه ده. حیرانوونکې دا ده چې ۹۷.۲ سلنه تورن کسان پرته له محکومیت څخه کلونه کلونه زندان ته لېږل شوي. د هند پخواني ستر قاضي D.Y. Chandrachud هم خبرداری ورکړی چې ترهګرۍ ضد قوانین باید د نظرونو د ځپلو لپاره و نه کارول شي، خو حکومتونه لا هم په مسلسل ډول مسلمانان په نښه کوي او د وېرولو یوه دوامداره فضا رامنځ ته کوي. ډېری هغه مسلمانان چې کلونه کلونه زندان ته اچول شوي، بالاخره بېګناه ثابت شوي، خو ژوندونه یې وران شوي. د حزب التحریر د تامل ناډو قضیه هم همداسې ده: سره له دې چې درانه تورونه ورباندې وو، خو د قضیې دوسیه کې هېڅ معتبر شواهد و نه موندل شول. دا ټول د اقلیتونو پر ضد د قوانینو له لارې د سیستماتیک ظلم څرګندونه کوي، چې موخه یې د بیان ازادي له منځه وړل او د وېرې خپرول دي.
د هند د (RSS ملاتړ) هندوتوا اداره غواړي د خپلو ناکامیو پټولو لپاره توجه له اصلي ستونزو منحرفه کړي او د مسلمانانو سازمانونه او شخصیتونه تر برید لاندې راولي. لکه د وقف قانون تعدیل، د درېطلاقونو قانون او نورو ورته اقدامات. خو هېواد نورې عاجلې ستونزې لري: د عدلي سیستم سقوط چې ۴۹ میلیونه قضیې پکې پاتې دي، اقتصادي نابرابري، چې د هر کس عواید یوازې ۲،۸۸۰ ډالر دي (په نړۍ کې ۱۱۹م مقام) او ۱٪ شتمن خلک د هېواد ۵۸٪ پانګه لري. بیکاري ۷.۶٪ ته رسېدلې او میلیونونه کسان بېوسه دي. روغتیایي نظام خراب او فاسد دی، چې د بېغورۍ له امله ډېری ماشومان، په ځانګړې توګه نويزيږېدلي، مړه شوي دي.
په عین حال کې، د منیپور، ګجرات، اتراپردېش، مادیا پردېش او اوتراکنډ ایالتونو کې له اقلیتونو سره تاوتریخوالی دوام لري؛ د کورونو ناقانونه ویجاړول، له محکمې پرته وژنې او د زندان شکنجهییز چلند یو عادي حالت ګرځېدلی دی. دا د نظامي ظلم بېلګې دي، چې باید ژر تر ژره ورته رسېدنه وشي. د حکومت اوسني لومړیتوبونه د هېواد له واقعي اړتیاوو سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې خطرناک انحراف ښيي.
موږ بیا دا هیله څرګندوو چې د هند حکومت او د هغه د تحقيقاتو ملي اداره (NIA) دې دا ځل هوښیاره شي او د حزب التحریر پر وړاندې خپله تېروتنه اصلاح کړي.
۱. حزب التحریر یو اسلامي، فکري او سیاسي حزب دی، چې له ۵۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې فعالیت لري او د خپل پرامنه، له فکري مباحثې ډک فعالیت لپاره پېژندل شوی.
۲. د بشري حقونو مدافعان دغه ګوند د فکري او سیاسي مبارزې یو صادق خوځښت ګڼي.
۳. حزب التحریر پرته له دې چې په ترهګرۍ لاس پورې کړي، د امت ترمنځ په هر ډول سیاسي نظامونو کې که هغه ډیموکراسي وي، که استبداد یا پاچاهي، د خپل پیغام خپرولو ته ادامه ورکوي.
۴. د دې حزب موخه د خلافت نظام بیا راژوندي کول دي او دا موخه د الله سبحانه وتعالی په مرسته او د مسلمانانو د عزم له برکته لا هم پر خپل ځای ولاړه ده. له همدې هدف څخه د مهاتما ګاندي له خوا هم د ۱۹۱۹م تر ۱۹۲۲م پورې د خپلواکۍ د غورځنګ پر مهال ملاتړ شوی و.
۵. د حزب التحریر طریقه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سیرت سره سمون لري، یعني د فکري وضاحت، دلیل او له تاوتریخوالي پرته د دعوت طریقه.
۶. د حزب التحریر اثار او لیکنې، چې هم انلاین، هم چاپي او هم د Amazon.com په شان پلټفورمونو کې شته، د فکر او د نظر د مباحثې لپاره پرانستې دي. د دغه ګوند خلک پر اجبار نه، بلکې پر معقول استدلال باور لري.
۷. لکه د تېر په څېر، حزب التحریر سږ کال هم په بېلابېلو هېوادونو کې خپل کلنی خلافت کنفرانس د امریکا په شمول، پرته له کوم خنډ او نيونې ترسره کړ. نو ولې د هند حکومت او د تحقيقاتو ملي اداره يې له امریکا څخه په نورو برخو کې لارښوونې اخلي، خو دا حالت نه ویني؟
موږ د نړۍ پر فکري قشر غږ کوو: کوم ترهګر سازمان د خپلو کتابونو د پلور لپاره انلاین مارکېټونه کاروي، یا علني کنفرانسونه کوي؟ حزب التحریر، چې یو له تر ټولو لویو اسلامي ګوندونو څخه دی، د وېرو پر وړاندې ولاړ دی او د امت د خلافت د ارمان استازیتوب کوي.
موږ اسلامي امت په ځانګړې توګه علماوو ته مخاطب یو او دا یادونه کوو چې حزب التحریر له ۱۹۵۳م کال راهیسې، د فلسطین له سپېڅلې خاورې، د شیخ، قاضي او مفکر تقیالدین النبهاني الازهري (رحمة الله علیه) له لوري بنسټ اېښودل شوی او تر نن ورځې له نبوي منهج سره سم په خپله مبارزه کې صادق پاتې دی.
او بالاخره موږ یو ځل بیا د هند مسلمانانو ته یادونه کوو چې ستاسو اسلاف، لکه شیخ سید احمد شهید، شاه ولیالله محدث دهلوي، شیخ احمد سرهندي او شیخالهند محمودالحسن دیوبندي (رحمة الله علیهم اجمعین) بېباکه شخصیتونه وو؟! هغوی خپل ژوند د اسلامي امت د عزت د بیا راوستو لپاره قربان کړ. اې مسلمانانو! پاڅئ او د خلافت د بیا تاسیس لپاره د دغه دعوت ملاتړ وکړئ! له هېچا مه وېرېږئ، او يوازې له الله سبحانه و تعالی څخه وېرېږئ!
لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي:
﴿يُرِيدُونَ لِيُطْفِؤُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ * هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ﴾ [صف: ۸-۹]
ژباړه: «دوی غواړي د الله سبحانه وتعالی نور په خپلو خولو سره له منځه یوسي، خو الله سبحانه وتعالی خپل نور بشپړوي، که هر څومره کافران ناخوښي شي. الله سبحانه وتعالی هغه ذات دی چې پیغمبر یې له هدایت او حق دین سره رالېږلی، څو دغه دین پر نورو دینونو غالب کړي، که څه هم مشرکین یې نه خوښوي.»
د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۶ هـ.ق کال، د ذی الحجې ۲۷مه
۲۰۲۵م کال، د جون ۲۳مه
د صدور ګڼه: ۱۲۶/ ۱۴۴۶
ژباړن: اسرار تکل