پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     9 رجب 1439

میلادی نېټه :     سه شنبه, 27 مارچ 2018 م

شمېره:      ۰۱۸/AH۱۴۳۹

مركزي
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د فلسطین د سپېڅلې خاورې ماشومان د دې خاوري د رژیم د پرله پسې خیانت لپاره قرباني ورکوي

(ژباړه)

په هغه راپور کې چې د الجزیرې تلویزیون د انګلیسي خبري سرویس له خوا خپور شو، ملګرو ملتونو د یهودي دولت له خوا د فلسطین د سپېڅلې خاورې ماشومانو نیونه محکومه کړه او داسې یې وویل: «د دغو ماشومانو د ازادۍ محرومیت بنسټيز شوی، سیستماتیمک او پراخه بڼه لري.» د ملګرو ملتونو راپورونو په یوه برخه کې چې د بشر حقونو په شورا کې وړاندې شول، څرګنده کړه، چې د فلسطین د سپېڅلې خاورې خلکو د ژوند شرایط په غربي تړانګه او غزه کې له تېر کال څخه سخت شوي دي او د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د عالی کمیسارۍ مرستیال «کیت ګیلمور» په خبره، دغه ماشومان د یهودي دولت د درنو فشارونو لاندې څنګه وخت تېروي.

د دغو ماشومانو له کورنيو څخه د یو شاهد په خبره، یهودې دولت د دې سپېڅلې خاورې د ماشومانو خپل سري نیولو ته دوام ورکوي، سربېره پر دې مخکې هم د دغو بنسټونو له لوري د دې سپېڅلې خاورې سلګونه ماشومان چې هېڅ جرم یې نه درلو په ازاده توګه نیول شوي وو، سره لره دې د یادو بنسټونو له خوا سلګونه تنه نور هم ونیول شول. همداراز یهودي دولت په دې پلمه چې ماشومان د دولت پر وړاندې فعالیتونه کوي او له ټولو هغو کنوانسیونونو چې ګواکې د نړیوالو قوانینو په نوم د ماشومانو د حقونو د ملاتړ او تضمین په موخه رامنځ ته شوي، د تخطۍ په پلمه زنداني کوي. نو ویلی شو چې دا په نړۍ کې یوازینی دولت دی چې په نظامي محکمو کې د لوړ عمره کسانو غوندې کم عمره ماشومان ځوروي او په زندانونو کې پرې غیر انسانۍ تګلاري تحمیلوي؛ تر دې پورې چې  هغوی د ناوړه ګټه اخیستنې، تاوتریخوالي او په بېلابېلو بڼو شکنجه او عذاب محکوم شوي، چې په پای کې یې د دوی او د دوی د روحیې د له منځ وړلو لامل کېږي.

پر دغو راپورونو سربېره، نړیوالې ټولنې او د بشر حقونو سازمانونو ځانونه داسې چوپ نیولي چې ګواکې یاد ناوړه حالت نه ویني او څه نه اوري؛ د هغوی دغې چوپتیا څو ځله څرګنده کړه چې هېڅ کله د مظلومانو له حقونو ملاتړ نه کوي او لکه څنګه چې د بشر او ماشومانو د حقونو لافې وهي، د بشر او ماشومانو په حقونو پورې هېڅ اړه نه لري. ټول فعالیتونه یې په لیکنو او د بیانیو په صادرلو خلاصه کېږي او له دې ډېر کار نه کوي، ځکه کله چې موضوع د اسلام په اړه وي، مطلقه چوپتیا غوره کوي چې د دوی دغه چوپتیا له اسلام او مسلمانانو سره د دوی دښمني څرګندوي.

که څه هم تاسو وینئ چې هغوی ځانونه د بشر حقونو ملاتړي بولي، خو باید دې ته مو پام وي چې هغوی یوازیني کسان دي چې د بشر او ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کوي، چې په اړه یې زیات شواهد شتون لري. همداراز موږ نه وینو چې «د دیتون لوړپوړو» د دغو ماشومانو د نیولو او نور حقونو تر پښو لاندې کولو پر وړاندې غږ پورته کړي، په ځانګړې توګه د امنیتي همغږۍ په برخه کې چې له یهودي ځواکونو ساتنه کوي.

اې د فلسطین د سپېڅلې خاورې خلکو! داسې پېښو تل ثابته کړې چې هېڅ څوک نشي کولی، د دغو ښکېلاګرو چې تاسو او ستاسو ماشومان یې احاطه کړي، مخه ونیسي، مګر داسې دولت چې د اسلام پر بنسټ حاکمیت وکړي او عدالت خپور کړي، دا ځواکمن دولت د نبوت پر تګلاره د خلافت له دولت پرته بل نه شي کېدای. نو هغه کسان چې د دې سترې موخې (د رسول الله صلی الله علی وسلم پر تګلاره د اسلامي خلافت له لارې د اسلامي ژوند بیا را ژوندي کول)  لپاره یو ځای شوي هڅه کوي چې ورته ورسېږي او د تاسیس لپاره یې هڅه کوي ترڅو هغه احمق او ظالم رژیمونه چې ستاسو په سینو یې د حاکمیت مېخونه وهلي له منځ یوسي. ځکه الله سبحانه و تعالی فرمایې:

﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ ۗ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلَا مَرَدَّ لَهُ ۚ وَمَا لَهُم مِّن دُونِهِ مِن وَالٍ﴾

[رعد: ١١]

ژباړه: الله(سبحانه وتعالی) د هېڅ قوم حالت نه بدلوي، تر هغه چې هغوی په خپلو نفسونو کې بدلون رانه ولي. کله چې الله سبحانه و تعالی یو قوم د سزا ورکولو اراده وکړي، نو هېڅ څوک یې مخه نه شي نیولی او له الله سبحانه وتعالی پرته یې څوک سرپرستي نه شي کولی.

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه

ژباړن: فیاض

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې