جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

سعودي او اشغالي فلسطین ته د ټرامپ د سفر دلیلونه

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه:

اسلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

د نن روسیې انټرنېټي سايټ د ۲۰۱۷ م د مې پر ۲۶مه له رویټرز خبري اژانس نه په نقل په يوه خبر کې وویل: «د امریکا سنا اراده لري هغه تړونونه چې ټرامپ له سعودي عربستان سره د ۴۶۰ ملیارده ډالرو په ارزښت لاسلیک کړي، رد کړي. د امریکا د سنا یو شمېر غړو وړاندیز کړی او په هغه کې له سعودي عربستان سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د وسلو تړون د رد غوښتنه شوې ده. هغوی د سنا مجلس هڅولی چې په دې برخه کې د سنا مجلس غړو د نظر غوښتنه وشي.»

پوښتنه دا ده چې د امریکا د سنا له لوري د دغه تړون د رد دلیل څه دی؟ په داسې حال کې چې امریکا تل د دا ډول تړون هیله درلوده، دې ته په کتو چې د یاد هېواد اقتصاد په کړکېچن حالت کې دی. پر دې سربېره، سعودي عربستان ته د ټرامپ سفر ډېر جنجالونه درلودل، لکه څنګه چې نوموړي د خلیج هېوادونو له مشرانو سره ولیدل او وروسته اشغالي فلسطین ته ولاړ. دا په دې مانا ده چې ټرامپ د فلسطین په قضیه کې کومه بله نوې سیاسي برنامه له ځان سره درلوده؟ 

ځواب:

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته!

په دې کې شک نشته چې د امریکا د سنا مجلس دغه وړاندیز یو ډول جګړه او سیاسي ننداره وه او په اغلب ګومان چې پر دغو شوو تړونونو به هېڅ اغېز ونه کړي؛ بلکې دا هم شونې ده چې هغه وستایي؛ ځکه دغه تړون به د امریکا اقتصاد ته نوې سا ورکړي. هغه داسې چې کارخانې به یې نوې پیل کړي او بې شمېره کاري فرصونه به رامنځته کړي. د امریکا ټولو حزبونو د دا ډول تړون هیله درلوده. د ښې روښانتیا لپاره د امریکا د سنا مخالفت دلیلونو لپاره پر لاندې مسایلو بحث کوو:

د ۲۰۱۷ م د مې پر ۲۰ مه ریاض د آل سعود پلازمېنې ته د ټرامپ سفر د امریکا دننه  او په عربي رسنیو کې له پراخو تبلیغاتو سره مل و، چې هغه یې له اسلامي نړۍ سره د مصلحت په موخه سفر یاد کړ. له سعودیانو سره د ټرامپ لیدنې هغه ګرمې اړیکې ښیي چې د امریکا د مخکیني ولسمشر بارک اوباما په اړیکو کې نه لېدل کېدې. لکه څنګه چې نوموړي د سعودي عربستان، پاچا او رهبرانو په ستاینه کې داسې الفاظ او اصطلاحات وکارول چې د امریکا له هېڅ کوم مخکیني ولسمشره نه وو اورېدل شوي.

 ټرامپ سعودي ته خپل سفر د سعودي پاچا سلمان په لیدنه پیل کړ او له هغې ورځې وروسته یعنې د ۲۰۱۷م د مې پر ۲۱مه یې د خلیج د شپږو وړو هېوادونو له پاچایانو او امیرانو سره ولیدل. په همغه ورځ یې د ۵۵ اسلامي هېوادونو مشرانو په ناسته کې ګډون وکړ، چې تر ډېره وینا ته ورته وه، چې نوموړي دوی ته کړه. ده د سفر په دوام کې د دغو هېوادونو له یو شمېر مشرانو سره دوه اړخیزې لیدنې هم درلودې.

په دغه سفر کې له افراطي افکارو سره د مبارزې لپاره د یو نړیوال مرکز چې مرکز یې ریاض دی، هوکړه هم وشوه او دغه هوکړه له افراطیت او ټروریزم سره د مبارزې لپاره د امریکا او دغو هېوادونو تر منځ د کلکو مرستو او همکاریو پر بنسټ پای ته ورسېده او د دغې ناستې د پای ته رسېدو بیانیه د «ریاض د اعلامیې» په توګه یاده شوه. په همدې ترتیب سعودي عربستان به له هغه څه سره مبارزه وکړي چې غرب یې «ټروریزم» بولي او ټرامپ یې هره ورځ «اسلامي راډیکال ټروریزم» یادوي. همدارنګه په ریاض اعلامیه کې د «ریاض په ښار کې د منځني خیځ سټراټیژیک تړون» د تاسیس موخې هم شاملې وې. لکه څنګه چې په دغه اعلامیه کې وویل شول: «یو شمېر هېوادونه به په نړۍ او سیمه کې د سولې او امن د ټينګېدو په موخه په دغه تړون کې برخه واخلي.» په بله برخه کې یې داسې وویل شول: «په دغه تړون کې ګډون او کار پیلول به په ۲۰۱۸ م کال کې بشپړ شي.»

که څه هم دغو لیدنو، له ټروریزم سره د مبارزې مرکز جوړول او د یاد تړون رامنځته کېدو هر یوه په دغه سفر کې خپل ځای درلود؛ خو د ټرامپ د سفر اصلي لاسته راوړنه همغه اقتصادي تړون دی، چې له سعودي عربستان سره یې لاسلیک کړ. د امریکا اقتصاد که څه هم په نړیواله کچه لومړی مقام لري؛ خو له یو لړ کړکېچونو سره له مخ کېدو وروسته، له ګواښونو سره مخ شوی دی. پر دغه اساس د امریکا د سترو پورونو اداکول او د دغه هېواد اقتصادي وده، په ځانګري ډول د چین د اقتصاد دوامدارې ودې ته په کتو، نوموړي هېواد ته په یوه فوق العاده مهمه مسله بدله شوې. له همدې امله په اقتصاد پورې اړوند مسایل د امریکا د ولسمشرانو په کاري لومړیتوبونو کې دي او په داسې انګېزه بدل شوي چې هر ولسمشر تر مخکیني ډېر مشغول کړي، په ځانګړي ډول په بهرنیو اقتصادي سیاستونو کې. موږ پوهېږو چې د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ۲۰۱۶م په ولسمشریزو ټاکنو کې په شعارونو بریالی شو. ډېری شعارونه یې اقتصادي، امریکایانو ته کاري زمینې برابرول، امریکا ته د امریکایي شرکتونو بیرته راتګ مجبورولو له لارې د امریکا د اقتصاد نوې په پښو درونه او د امریکا د ملاتړ په بدل کې ځیني دولتونه باج ورکولو ته مجبورل وو.

هغه څه چې جمهوري غوښتونکي یې مجبور کړل، چې ډونالډ ټرامپ د خپل نوماند په توګه معرفي کړي، دا وو چې نوموړی په ګټورو او بریالیو تړونونو کې پېژندل شوی پانګوال و؛ ځکه نوموړي په سوداګریزو تړونونو کې ډېر جرات او مېړانه درلوده. ټرامپ د خپلو سیاستونو عملي کولو په پیل کې د المان له صدراعظمې انګلا مرکل څخه د ۲۰۱۷ م د مارچ پر ۱۷ مه واشنګټن ته د نوموړې د سفر په دوام کې وغوښتل چې له المانه د امریکا د ملاتړ په بدل کې، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته شوس، امریکا ته ملیاردونه ډالر ورکړي.د دې لپاره چې دغه ملاتړ دوام وکړي. همدارنګه د ۲۰۱۷ م د اپرېل پر ۲۸مه یې له جنوبي کوریا څخه وغوښتل چې په یاد هېواد کې د امریکا د «تاد» توغوغندیو نصبولو لګښت، چې یو ملیارد ډالر کیږي، ورکړي. امریکا دغه توغندي له هغه وروسته په جنوبي کوریا کې نصب کړل، چې شمالي کوریا توغندوییزې تجربې وکړې او په دغو ازمویښتونو یې په سیمه کې شخړې رامنځته کړې. المان په بشپړ قاطعیت سره رد کړه، چې په هېواد کې یې د امریکا د نظامي شتون په بدل کې هېڅ وخت پیسې نه ورکوي؛ جنوبي کوریا هم دې ته حاضره نه شوه چې د امریکا د «تاد» توغندي نصبولو لګښت ورکړي. په همدې ترتیب د نړۍ له یو شمېر هېوادونو څخه د «باج اخیستلو» په موخه د امریکا نوې تګلاره د نړۍ په ډېرو برخو کې له ناکامۍ سره مخ شوه؛ خو په سعودي عربستان او خلیج وړو هېوادونو کې تر ډېره بریالۍ شوه او دغه بریالیتوب له سعودي سره د ټرامپ په تړونونو کې ښه لیدلی شو.

دا په دې مانا ده چې د امریکا باج اخیستل په سعودي عربستان کې پیل شوي دي، لکه څنګه چې امریکا دا ځل د تاریخ تر ټولو لوی د وسلو تړون له سعودي سره لاسلیک کړ؟ الجزیرې ټلویزیون د ۲۰۱۷ م د مې پر ۲۰ په ژوندۍ بڼه د یوه خبر په خپرولو سره وویل: «د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د شنبې په ورځ د دوو اړخیزو مرستو یو شمېر هوکړې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې لاسلیک کړې. سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې د نظامي مرستې هوکړه یې د ۴۶۰ ملیارد ډالرو په ارزښت له ریاض سره لاسلیک کړې ده. د سعودي عربستان د سوداګرۍ وزیر ماجد قصبي هم ویلي چې هېواد یې ۲۳ لویو امریکایي شرکتونو ته په خپله خاوره کې د پانګونې او فعالیت اجازه وکړې ده. په ریاض ښار کې د الجزیرې خبریال وایي چې سعودي او متحده ایالاتونو د ۴۶۰میلیارده ډالرو په ارزښت دفاعي هوکړه لاسلیک کړې، چې ۱۱۰ میلیارد ډالر یې په مخکینو تړونو پورې اړه لري او واشنګټن به د هغه پر اساس ډېر ژر سعودي ته وسلې وسپاري. پر دې سربېره، نور دفاعي تړونونه هم د ۳۵۰ ملیارده ډالرو په لګښت لاسلیک شول، چې د راتلونکو ۱۰ کلونو په دوام کې به عملي شي.»

د یادو تړونونو حجم په داسې کچه و چې د امریکا د سهامو بازارونو، یعنې داوجانز، استاندارد اندبوز او ناسداک بیه یې په لوړه کچه ډېره کړه او دلیل یې هغه لوی لګښتونه دي چې ټاکل شوې سعودي عربستان د امریکا اقتصاد ته دننه کړي او د امریکایانو لپاره ډېرې کاري زمینې برابرې کړي. دا هغه څه وو چې ډونالډ ټرامپ یې په ټاکنیزو تبلیغاتو کې ژمنه کړې وه. دغو تړونونو ته په کتو لیدل کیږي چې سعودي عربستان به هر کال د دولت د مالي ګټو ډېره کچه او د راتلونکو ۱۰ کلونو په دوام کې د امریکا اقتصادي شریانونو ته ولېږي. له العربیه نېټ نه په نقل: «د سعودي د مالي ګټو کچه په ۲۰۱۶ م کې ۵۲۸ ملیارد ریاله د ۱۴۰ ملیارد ډالرو معادل ته رسیږي.» (سرچینه: ۲۰۱۶م کال د ډیسمبر پر ۲۲مه العربیه نېټ) داسې ویلی شو چې د ټرامپ د حکومت ادارې خپله ورکه شوې کیلۍ په ال سعود کې پیدا کړې.

د سنا د وړاندیز په اړه باید ووایو چې په دې کې شک نشته چې د امریکا د سنا مجلس یاد وړاندیز یو ډول فرېب او سیاسي ننداره ده او په اغلب ګومان چې پر شوو تړونونو به هېڅ اغېز ونه کړي؛ بلکې دا هم شونې ده چې ستاینه یې وشي؛ ځکه دغه تړون به د امریکا اقتصاد ته نوې سا وکړي. داسې چې کارخانې به یې نوې پیل او بې شمېره کاري فرصتونه به رامنځته کړي. د امریکا ټولو حزبونو د داسې تړون هیله درلوده؛ خو د مسلې واقعیت څنګه مو چې ووایه، یو ډول فرېب او سیاسي ننداره ده.

ټرامپ  وغوښتل چې خپلې رسوایۍ، چې له روسیې سره یې په اړیکو پورې اړه درلوده او همدارنګه هغه قضیې چې د زوم او نورو نږدې کسانو پر ړواندې یې مطرح شوې، په لویو اقتصادي لاسته راوړنو لکه؛ یاد تړونونه او همدارنګه په یو سیاسي لوی اقدام سره د ډېرو هېوادونو د مشرانو په راټولو، پټې کړي، چې همداسې و هم شول.

 په امریکا کې د ټرامپ د سفر پراخه رسنیز پوښښ، له مختلفو لورو سره د نوموړي لیدنې، له سعودي سره د وسلو لوی تړونونه او د مسلمانانو د پاچایانو او مشرانو راټولول، د دې لپاره و چې د ټرامپ بیانیې ته غوږ ونیسي او د نوموړي درناوی وکړي. دغه ټولې چارې پر ولسمشر ټرامپ او د حکومت پر ادارې یې راغلي فشارونه کموي. که څه هم چې دغه چارې به فشارونه د تل لپاره له مخې لرې نه کړي؛ خو لنډه کمېدنه به هم لاسته راوړنه وبلله شي او د دې سبب به شي چې د ټرامپ د رسواییو او سیاسي بې وسیو تر څنګ له نوموړي څخه د لویو او بریالیو لاسته راوړنو د څښتن په توګه یادونه وشي.

پر همدې اساس دغه سفر په اوسنیو حالاتو کې د ټرامپ لپاره ډېر ارزښت درلود او همدې ارزښت ته په کتو کولی شو د هغه چمتوالي موخه، چې په ریاض کې د مسلمانانو د پاچایانو او مشرانو د شتون او د امریکا د ولسمشر ګرم هرکلي لپاره تر سره شوه، غور وکړو، هغه ګرم هرکلی چې د لومړي ځل لپاره په دومره لویه کچه ورته کېده. د سعودي عربستان شاهي حکومت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د اسلامۍ نړۍ ۵۵ هېوادونو مشرانو ته د ښه راغلاست لپاره، چې ریاض ته بلل شوي وو، روښانه هڅې وکړې. څنګه چې سعودي عربستان ته د ټرامپ دغه سفر پراخه رسنیز پوښښ درلود او د چارو کارپوهان په دې بارو دي چې سعودي دغه سفر ته د نړیوالو په پام راګرځېدو کې بریالی و او دلیل یې په دغه غونډه کې د عربو او مسلمانانو د مشرانو راټولېدل دي، چې دا په خپل ډول کې بې سارې ده. (سرچینه: ۲۰۱۷ د مې ۱۹مه دویچ ویله) نو یاده سیاسي ننداره او فرېب د امریکا د سنا غړو، په ځانګړي ډول ډیموکراټانو پیل کړه.

په ریاض کې د خلیج مشرانو راټولېدو په اړه باید ووایم: که څه هم امریکا پر دې پوهیږي چې هغوی په انګلیس پورې تړلي او مزدوري یې کوي؛ خو ویې غوښتل چې د امریکا د وسلو په تړونونو کې په دننه کېدو او د ایران د ګواښ په پلمه د دغو هېوادونو په چارو کې په لاسوهنې سره د دوی پام راواړوي. لکه څنګه چې ټرامپ پخپلو خبرو کې وویل: «قطر، چې د امریکا یوه نظامي اډه پکې ده، زموږ سټراټیژیک شریک بلل کیږي او له کویټ او بحرین سره زموږ اوږد مهاله ګډون د سیمې امنیت پیاوړی کوي. عرب متحده ایالاتونه د نفسونو او زړونو د تسخیر په جګړه کې له موږ سره ګډ شوي او د امریکا متحده ایالاتونو په مرسته یې یو انټرنټي مرکز د کرکې پدیدې له پراخوالي سره د مبارزې په موخه جوړی کړی دی. بحرین هم د بنسټپالنې له تبلیغاتو سره د مبارزې په برخه کې فعالیت کوي.» (سرچینه: ۲۰۱۷ د مې ۲۱مه CNN)

ډونالډ ټرامپ اعلان وکړ: «متحده ایالاتونو او قطر د وسلو د نوي تړون په برخه کې د نظر تبادله کړې ده.» اسوشیټډ پرس خبري اژانس د امریکا له ولسمشر نه په نقل سره ویلي چې نوموړي د قطر له امیر سره د زیاتو ښکلو نظامي وسایلو د پلور په اړه د نظر تبادله کړې ده. ويل کېږي چې ټرامپ او د قطر امیر شیخ تمیم په ریاض ښار کې په هغو دوو اړخیزو خبرو کې چې د اسلامي هېوادونو مشرانو او امریکا د ناستې په ځنډه کې یې درلودې، له یو بل سره ولیدل. د امریکا ولسمشر په دغه لیدنه کې وویل: «هېڅوک تر امریکا ښې وسلې نه شي جوړولی.» نوموړي یاد تړون ته اشاره وکړه او ویې وویل: «دغه تړون به د امریکا متحده ایالاتونو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي او د قطر امنیتي او دفاعي وړتیاوې به لوړې کړي. (سرچینه: ۲۰۱۷ م د مې ۲۱ ډاټ مصر)

د سیمې هېوادونو پر وړاندې د ایران له ګواښ څخه په مخنیوي کې د امریکا سیاست دا دی چې د دغو هېوادونو مشرانو ته د ایران پر وړاندې خوږې خبرې ورواوري او په همدې ترتیب هغوی په خپل دام کې راګیروي، لکه د وسلو تړونونو، نظامي اډو او اسانتیاوو دام. البته دغه ټول کارونه د خلیج په لګښت تر سره کوي، پرته له دې چې امریکا د ایران پر وړاندې یو عملي ګام هم واخلي؛ ځکه پوهیږو چې امریکا همدا اوس د سوریې په قضیه کې د انقلاب پر وړاندې پر ایران تکیه کړې، د یمن په قضیه کې همدارنګه د اوباما ادارې په څېر د حوثیانو وسله وال کېدو لپاره یې پر ایران تکیه کړې او په عراق او لبنان کې د ایران په نفوذ هېڅ ډول مخالفت نه ښیي. ټرامپ په هغه بیانیه کې، چې په ریاض کې یې درلوده، د حزب الله لبنان ډله یې یوه ټروریستي ډله یاده کړه، وروسته یې د لبنان د اردو ستاینه پیل کړه، هغه اردو چې په سوریه کې د حزب الله لاسوهنو ته پوښښ ورکوي او زمینه ورته برابروي او حتی د هر کال په دوام کې د سوریې د انقلاب پر وړاندې جګړه کوي.

د خلیج چارواکي د سعودي د چارواکو په څېر له دې وېرېږي چې امریکا به ایران د دوی پر وړاندې راوپاروي او حاکمیت به یې له منځه یوسي، له همدې امله یې د امریکا غوښتنو ته غاړه اېښې او پيروي يې کوي. په ځانګړي ډول په هغه څه کې چې د ایران او د هغه د ګواښ پر وړاندې یې له امریکا اوري؛ حتی که په عمل کې متصور هم نه وي. لکه څنګه چې ټرامپ یې په بیانیه کې وویل: «ایران له لبنانه پیل بیا تر عراق او یمن پورې د ټروریسټانو او نورو ډلو او بنسټپالو ملېشو سمبالول پیل کړي او هغوی ته نظامي تمرینونه ورکوي او دغه ډلې ټوله سیمه ګډوډوي او ناامني پکې پراخوي. څو لسیزې کیږي چې ایران په سیمه کې د قومي شخړو او ټروریزم اورته لمنه وهي. ایران یوازینی حکومت دی چې په ښکاره د ډله ییزو وژنو خبره کوي، دې ته ژمن دی چې اسراییل به له منځه یوسي، د مرګ پر امریکا شعارونه ورکوي او د ډېرو هغو رهبرانو ماتې یادوي چې همدا اوس په دغه تالار کې شته دي. د ایران تر ټولو لویه لاسوهنه چې د سیمې سوله او امن یې ګډوډ کړی، په سوریه کې د یاد هېواد لاسوهنه ده. لکه څنګه چې بشار اسد د ایران په مرسته د داسې جنایتونو مرتکب شوی چې د یادولو وړ نه دي.» (سرچینه: ۲۰۱۷ م کال د مې ۲۱مه CNN)

ټرامپ داسې خبرې کوي چې په سوریه کې د ایران د لاسوهنې ګواکي او د هغو ټولو جنایتونو مرتکب کېدل د امریکا په امر نه دي او د خلیج هېوادونو مشران هم په همدې مسله نه پوهېږي. امریکا تر اوسه پر ایران د فشار راوړو لپاره کوم عملي اقدام کړی، پر دې سربېره چې ټرامپ د خپلو ټاکنیزو تبلیغاتو په جریان کې له ایران سره د اټومي هوکړې پر وړاندې شعارونه ورکول؟ خو دا چې د حاکمیت یې څو میاشتې تېرېږي، امریکا تر اوسه پر دغه هوکړه ولاړه ده او عمل پرې کوي. واقعیت دا دی چې ټرامپ دغه خبرې د خلیج دولتونو د ډارولو په موخه د ایران په نوم یوه افسانه مطرح کوي او په همدې کار سره غواړي چې هغوی د امریکا په دام کې راګیر کړي. هغه دام چې تارونه یې د وسلو تړونونه، نظامی اډې او د اسانتیاوو برابرول تشکیلوي. البته د دغو ټولو چارو لګښت څنګه مو چې مخکې اشاره وکړه، پخپله یې د خلیج هېوادونه ورکوي.

د یهودو (اسراییلو) له دولت سره د امریکا د سیاسي برنامو مسلې په اړه او دا چې ټرامپ د ۲۰۱۷ م د مې پر ۲۲مه د سعودي عربستان له سفر وروسته اشغالي فلسطین ته ولاړ او دا چې ټرامپ د فلسطین د سیاسي کړکېچ لپاره کومه برنامه لري او که نه؟ باید ووایو چې د فلسطین قضیه اوس د امریکا په کاري لومړیتوبونو کې نه ده؛ ځکه نور داسې لومړیتوبونه شته چې د امریکا د حکومت اداره پرې ګرمه شوې. مخکې مو د ۲۰۱۷ م د مې پر ۱۲مه د فلسطین قضیې په اړه د پوښتنې ځواب خپور کړ او د هغه په یوه برخه کې مو داسې وویل: «د فلسطین قضیه اوس په عربي هېوادونو کې د حالت خرابېدو په دلیل، په ځانګړي ډول سوریې او د امریکا او شمالي کوریا تر منځ د شخړو ډېرېدل، د امریکا د اوسنۍ ادارې لپاره یوه حساسه قضیه نه شمېرل کیږي. نو پر همدې اساس امریکا د دغې قضیې په اړه بیړه نه لري او په اوس یې ډول ډول زمینې او حل لارې ارزولې او د یهودو له دولت سره د عربو، په ځانګړي ډول فلسطینیانو د خبرو پیلولو امکاناتو څرنګوالی څېړي. د هغو دلیلونو له ډلې څخه چې پر دغه مسله ټینګار کوي، هغه راپور دی چې بي بي سي ټلویزیون د ۲۰۱۷ م د مارچ په ۱۱مه خپور کړ. رویټرز خبري اژانس د فلسطین د ولسمشر له ویاند نبیل ابوردینه څخه په نقل سره خبر ورکړی چې ټرامپ محمود عباس ته ويلي چې نوموړی لېوال دی چې د خبرو بیا پیلولو څرنګوالی وڅېړي او ټینګار یې کړی چې هغه به سوله ییزو هڅو ته، چې رښتینې سوله رامنځته کړي، هماغسې ژمن وي. ټرامپ همدارنګه په هغه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې چې په سپینه ماڼۍ کې یې له محمود عباس سره درلود، داسې وویل: «هر لازم کار به وکړم، خوښه مې ده چې د دواړو لورو په منځ کې د یو منځګړي په توګه لارښونه وکړم او زه به دا کار وکړم.» (سرچینه: ۲۰۱۷ م د مې ۴مه د نن روسیې ټلویزیون)

دا په دې مانا ده چې امریکا اوسمهال نه غواړي چې یوه ځانګړې حل لاره د فلسطین قضیې د حل لپاره مطرح کړي، ځکه له هغه وړاندې باید د سوریې او شمالي کوریا د جګړې او یا د حالاتو ارامولو په مسله کې ګامونه واخلي. نو واقعیت دا دی چې ټرامپ نه د خبرو د بیا پیلولو پر څرنګوالي پوهیږي او نه  هغه سوله ییزې هڅې چې نوم یې اخلي؛ بلکې اوس په فلسطین کې له ښکېلو اړخونو څخه د لازمو معلوماتو ارزولو او راټولولو په پړاو کې دی. ټرامپ همدارنګه له مختلفو لورو غواړي چې په مستقیمو لیدنو کې راټول شي او پر هغو حل لارو هوکړه سره وکړي چې د یهودو دولت یې غواړي. همدا دلیل دی چې د مستقیمو خبرو غښتونکی دی. په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی نیکي هیل د لومړي ځل لپاره په یاد سازمان کې د فلسطین له استازي ریاض منصور سره لیدنې او خبرې وکړې. نوموړي څو شېبې وروسته د خپل ټویټر پانې پر مخ په پیغام پرېښودو سره، له فلسطین څخه وغوښتل چې ملګرو ملتونو ته د مخ اړولو پر ځای، غوره ده چې په مستقیم ډلو له اسراییلو سره خبرې وشي.» (سرچینه: ۲۰۱۷ د مارچ ۱۱مه بي بي سي)

 وروستۍ خبره: هغه امریکا چې فاسد ارزښتونه او چټل تمدن یې هره ورځ هغه له دننه خوري؛ د افسوس ځای دی چې داسې یو هېواد د مسلمانانو په خاورو کې له برم او شوکت څخه برخمن وي او په ډېر کبر سره تګ راتګ پکې کوي او هغه کسان چې ځانونه د مسلمانانو حکام بولي، د داسې یو هېواد د ګټو ساتنې په خدمت کې له یوبل سره سیالي کوي. لکه څنګه چې د ۵۵ هېوادونو مزدور او پلورل شوي حکام د سترګې په اشارې په چټکۍ راټول شوي او له هغه چا سره چې د مسلمانانو او اسلام پر وړاندې په جنایت کې ډوب دي، له یو بل سره سیالي کوي!

تر ټولو دردناکه خبره دا چې د امریکا د اقتصاد بنسټ د مسلمانانو په پانګو ولاړ دی او دغو پانګو د امریکایانو ژوند ښه کړی او د بېکارۍ ستونزې یې حلوي، په داسې حال کې چې لوږه او بېکاري په اسلامي خاورو کې بې حده زیاته شوې. همدا مزدور حکام دي چې د مسلمانانو پانګې له اصلي څښتنانو څخه لټوي؛ په داسې حال کې چې د اسلامي شریعت له نظره د مسلمانانو عام ملکیت کیږي. خو دغه خاین مشران یې د ټرامپ په واک کې ورکوي چې خپل ځان پرې پیاوړی کړي او په اسلامي هېوادونو کې مسلمانان ووژني. خو د دغه ترخه واقعیت دلیل هر چاته ښکاره دی، چې په ځلونو مو یې یادونه کړې او یو ځل بیا په تکرار سره وایم چې د دغه ترخه واقعیت اصلي دلیل د خلیفه او امام نشت دی، چې مسلمانان یې تر شاه مبارزه پیل او د ستونزو پر وخت هغه ته پنا یوسي. له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ، يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ، وَيُتَّقَى بِهِ»

(رواه مسلم)

ژباړه: امام هغه ډال دی چې مسلمانان يې تر شا مبارزه کوي او هغه ته پنا وروړي.

نو پر هر مسلمان چې له خپل الله سبحانه وتعالی او رسول سره مینه لري، واجبه ده چې دغه مسله د ژوند برخلیک ټاکونکې قضیه وټاکي او په ټول اخلاص په الله سبحانه وتعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په بشپړه صداقت، په دې برخه کې دوامداره هڅې او کار پیل کړي، چې د شته ظالمو حکومتونو پر ځای د نبوت پر تګلاره خلافت چې د مسلمانانو لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری دی، پر پښو ودروي. لکه څنګه چې په صحیح حدیث کې چې احمد او طیاسي له طیاسي څخه په الفاضو سره روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«ثُمَّ تَكُونُ جَبْرِيَّةً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ.»

ژباړه: کله چې الله سبحانه وتعالی وغواړي هغه لرې کوي او پر تاسو جبریه نظامونه حاکموي، تر هغه چې الله سبحانه  وتعالی وغواړي، دوام کوي او له دې وروسته کله چې الله سبحانه وتعالی وغواړي هغه له منځه وړي او یو ځل بیا د نبوت پر تګلاره خلافت راولي.

هغه به  داسې وخت وي چې مسلمانان به عزت تر لاسه کړي او استعمارګر کفار به په بشپړ ذلت د مسلمانانو له خاورو وشړي او خپلو خاورو ته به یې بیرته وګرځي، البته که ځمکه ورته پاتې شي.

د مطلب ادامه...

ولاية سوريا: وقفة في مخيمات الكرامة ضمن حملة رمضان شهر الانتصارات والفتوحات

بسم الله الرحمن الرحيم

 

ولاية سوريا: وقفة في مخيمات الكرامة ضمن حملة رمضان شهر الانتصارات والفتوحات

 

وقفة نظمها حزب التحرير / ولاية سوريا في مخيم الجولان بالشمال السوري ضمن حملة رمضان شهر الانتصارات والفتوحات.

عقر دار الإسلام، 20 رمضان المبارك 1438هـ الموافق 15 حزيران/يونيو 2017م
د مطلب ادامه...

تلفزيون الواقية: برنامج "حلقة على الهواء مع أحمد القصص"

بسم الله الرحمن الرحيم

 

تلفزيون الواقية: برنامج "حلقة على الهواء مع أحمد القصص"

 

يسر المكتب الإعلامي المركزي لحزب التحرير أن يقدم لمتابعي وزوار صفحات المكتب الإعلامي المركزي برنامجاً مرئياً جديداً من برامج تلفزيون الواقية بعنوان "حلقة على الهواء مع أحمد القصص"، يتناول فيه الأستاذ الفاضل أحمد القصص كتاب "نظام الإسلام"، فكونوا معنا.

 

د مطلب ادامه...

تلفزيون الواقية: إضاءات "من يرث أمريكا على قيادة العالم؟!"

تلفزيون الواقية: إضاءات "من يرث أمريكا على قيادة العالم؟!"
 
تعليق سياسي للدكتور عثمان بخاش (أبو عبيدة)
 
مدير المكتب الإعلامي المركزي لحزب التحرير
 
للمزيد اضغط هنا
 
الخميس، 20 رمضان المبارك 1438هـ الموافق 15 حزيران/يونيو 2017م
 
د مطلب ادامه...

ولاية سوريا: كلمة مسجد بعنوان "رمضان شهر النصر لا الخذلان!"

بسم الله الرحمن الرحيم

 
 

ولاية سوريا: كلمة مسجد بعنوان "رمضان شهر النصر لا الخذلان!"

كلمة مسجد بعنوان "رمضان شهر النصر لا الخذلان!" ألقاها الأخ يامن خيال في جامع أسماء الله الحسنى في بلدة سرمدا في ريف إدلب.

عقر دار الإسلام، 18 رمضان المبارك 1438هـ الموافق 13 حزيران/يونيو 2017م

 

د مطلب ادامه...

فلسطين: كلمة مسجد "العرب بغياب الخلافة كما في الجاهلية.. عربان!!"

بسم الله الرحمن الرحيم

 

فلسطين: كلمة مسجد "العرب بغياب الخلافة كما في الجاهلية.. عربان!!"

الكلمة الأسبوعية للدكتور مصعب أبو عرقوب

عضو المكتب الإعلامي لحزب التحرير في الأرض المباركة (فلسطين)

الجمعة، 21 رمضان المبارك 1438هـ الموافق 16 حزيران/يونيو 2017م

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې