پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د سرو زرو د پانګونې صندوق (بریق) یو غیر قانوني پانګوالي شرکت دی او د ګټې لاسته راوړو لپاره یې د وسایلو پېرودل حرام دي
بسم الله الرحمن الرحيم
د سرو زرو د پانګونې صندوق (بریق) یو غیر قانوني پانګوالي شرکت دی او د ګټې لاسته راوړو لپاره یې د وسایلو پېرودل حرام دي

(ژباړه)

د خلکو او شرکتونو لپاره د سرو زرو پانګې د ونډو خرڅلاو (بریق) د ۲۰۱۸م د اکتوبر په ۱۵ مه د دوشنبې په ورځ د سوډان مالي خدماتو شرکت (SICO) له لوري پرانیستل شو. د شرکت بنسټګر د ۲۰۱۸م د اکتوبر په ۸ مه د پرانیستغونډې پر مهال چې لومړي وزیر هم پکې حضور درلود، وویل: «د دغه صندوق موخه دا ده چې د صندوق د پیسو پر مټ د سوډان له مرکزي بانګ سره د سرو زرو په پېر و پلور کې د ګټې لاس ته راوړو لپاره کار واخیستل شي، چې له ۲۵ سلنې څخه پیل کیږي. دا صندوق به د اکتوبر له ۱۵ مې تر ۳۱ مې پورې د ۳ میلیاردو سوډاني پونډو پانګې سره پرانیستل شي، چې ۳ میلیونه ونډې به لري، چې د یوې ونډې ارزښت به یې زر پونډه وي. د دغه صندق موخه دا ده چې د اسلامي شریعت د اصولو په رڼا کې سپمول شوې پیسې را ټولې او د سرو زرو د پېرلو او پېرودلو په برخه کې پرې پانګونه وشي.» (د سوډان رسنیز مرکز/ ۰۹،۱۰،۲۰۱۸)

حزب التحریر-ولایه سوډان د سکوکو (ونډو) د تړون په برخه کې د اسلامي شریعت په رڼا کې لاندې واقعتونه وړاندې کوي:

لومړی: دغه صندوق په واقعیت کې د عامه ونډو یو ګډ شرکت (Public Joint Stock Company) دی، چې د سندونو د مالکانو له لوري چې (بریق) په نامه یا دیږي، را منځته شوی. هر څوک چې یوه ونډه پېري، هغه د دغه شرکت یو شریک بلل کیږي او د شرکت په ګټه کې شریک دی.

دویم: په اسلام کې مجوز شرکت هغه ته ویل کيږي چې د دوو یا ډېرو کسانو تر منځ داسې یو تړون وشي چې له مخې یې ګډونوال د ګټې لاس ته راوړلو په موخه پر مالي کارو بار سره سلا وي. لکه څرنګه چې په ټولو اسلامي تړونونو کې ایجاب او قبول اړین دی، همدا رنګه د یو شرکت د تړون لپاره  هم ایجاب او قبول داوړه اړین دي. نو ځکه هغه تړون ته چې پکې د ګډون لپاره یوازې پیسې ورکولو کېږي، تړون نه شو ویلی.

درېیم: د غربي قانون له مخې د ګډو ونډو شرکت یوه پانګواله معامله ده چې دوې معاملې سره بېلوي؛ لومړی، د یو کس د ارادې پر بنسټ، تړون او لیوالتیا. دویم، هغه تړونونه چې د غربیانو خپل منځ کې تړل کیږي چې دوه لوري پکې ښکېل وي او یو بل ته ژمن وي، لکه؛ د پېرودلو، وکالت یا هم د ګومارنې په تړونونو کې.

د یو کس د ارادې پر بنسټ تړون، هغه دی چې له یو لوري څخه برابریږي، لکه؛ د عامه ونډو شرکت. په دې ډول ویلی شو چې دا حتی د غربیانو لپاره هم یو تړون نه شي کېدی. دا ډول تړون له شریعي اړخه باطل دی او باطله معامله حرامه ده.

هغه شرکتونه چې په اسلام کې ورته جواز ورکړل شوې په پنځه ډوله دي: العنان (مساوي)، الأبدان (بدني)، المضاربه (دوه یا ډېر)، الوجوه (مخونه) او المفاوضه (خبرې اترې). دا ټول شرکتونه له ګډو ونډو شرکت سره هیڅ تړاو نه لري، هغه کسان چې په دې اړه ډېرو جزیاتو ته اړتیا لری، کولی شي چې د فقې معتبرو کتابونو ته رجوع وکړي.

د سرو زرو بریق صندوق د حکومت له لوري رامنځته شوی او ځینې خاینو درباري علماوو د دغه صندق د جواز په تړاو فتواوې صادرې کړې، په حقیقت کې دا د ګډو ونډو یو شرکت دی، چې په اسلامي شریعت کې ځای نه لري او د ګټې لاسته راوړلو لپاره یې د سکوکو پېرودل حرام او منع کړل شوي دي.

اې مسلمانانو! نن زموږ د ژوند ټولې برخې د هغه اسلامي شریعت پر بنسټ چې د الهي وحې په واسطه را لېږل شوی، نه دي تنظیم شوې، بلکې د غربي قانون پر اساس تنظیم شوې، چې زموږ ژوند یې فاسد او تبا کړی. نو د هغه رښتني بدلون په هڅه کې شئ چې د رب العالمین له لوري پر تاسو واجب شوی او له تاسو سره یې د هغه پر مټ د بریا او اجر وعده کړې او دا بدلون به ډېر ژر د الله سبحانه وتعالی په اراده د رسول الله صلی الله علیه وسلم په کړنلاره د دویم راشده خلافت پر مټ د اسلامي شریعت پر پلي کولو او د اسلامي ژوند پر بیا پیلولو سره رامنځته کیږي او هغه وخت رارسېدلی.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾ [انفال:۲۴]

ژباړه: اې مومنانو! د الله سبحانه وتعالی امر ته غاړه کېږدئ او د هغه د پیغمبر صلی علیه وسلم بلنې ته لبیک ووایئ، کله مو چې هغه څه ته دعوتوي چې تاسو ته ژوند درکوي. پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ جدايي رامنځته کوي او ټول به د الله سبحانه وتعالی لور ته ورغونډ کړل شی.

د حزب التحریر-ولایه سوډان مطبوعاتي دفتر

Last modified onپنج شنبه, 15 نومبر 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې