جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بیړۍ ته مو له ډوبېدو وړاندې پام وکړئ!   د «تاوتریخوالي د کمولو» نوښت؛ د انقلاب له منځه وړلو او د بشار د جنایتکار رژیم د خوندیتوب لپاره د امریکا نوی پلان دی
بسم الله الرحمن الرحيم
بیړۍ ته مو له ډوبېدو وړاندې پام وکړئ! د «تاوتریخوالي د کمولو» نوښت؛ د انقلاب له منځه وړلو او د بشار د جنایتکار رژیم د خوندیتوب لپاره د امریکا نوی پلان دی

 (ژباړه)

د ۲۰۱۷ د مارچ په څلورمه په سوریه کې زموږ پر خلکو درې متجاوز او ظالم هېوادونه؛ روسیه، ترکیه او ایران چې د بشار د دولت او مخالفو ډلو تر منځ د خبرو اترو منځګړي دي، د استانې د څلورم کنفرانس په پای کې دې پایلې ته ورسېدل چې په یاد هېواد کې څلور د امن سیمې جوړې کړي، چې د دغو سیمو پولې به د پولیسو په کمربندونو مجهزې او د ملکي او غیر مسلح کسانو پر مخ به پرانیستې وي؛ له دې لارې به خلک خپلو اقتصادي فعالیتونو ته ادامه ورکړي او بشر دوستانه مرستې به تر لاسه کوي.      

داسې ښکاري چې یادې سیمې به د پلان مطابق په راتلونکو دوو اونیو کې چمتو شي؛ خو داعش او القاعده به په یاد هوکړه لیک کې نه وي او هغوی به په یادو سیمو او یا هم په بهر کې په نښه کېږي. یادې سیمې به ضامن هېوادونه اداره کوي او لومړی پړاو یې شپږ میاشتې دی.

موږ حزب التحریر- ولایه سوریه په شام کې خپل ثابت قدمه خلک د یاد خطرناک هوکړه لیک له لاندې پایلو خبروو:

۱. دغه هوکړه لیک به په سوریه کې نوې جګړه رامنځ ته کړي او هغه دا چې د دغه هوکړه لیک موافقې او مخالفې ډلې به په خپل منځ کې سره ونښلي او همدا راز به د هغو ډلو چې غرب خوشالوي او د هغو ډلو چې د غضب لامل یې کېږي، تر منځ نوی کړکېچ رامنځ ته کړي.

۲. دغه هوکړه لیک به د دې لامل شي چې په سوریه کې د دولت مخالفې ‌ډلې د بشار د رژیم د تر واک لاندې سیمو ساتونکي شي؛ لکه په کفریا او فوا کې چې هم دا ډول پېښه را منځته شوه او دلته به هم د ډلو له خوا د نویو سیمو د نیولو مخه ونیسي.

۳. دغه هوکړه لیک به رژیم ارام کړي او د له لاسه وتلو سیمو د بیرته نیولو موقع به ومومي.

۴. دغه هوکړه لیک به په یادو سیمو کې دین ته د مخلصو کسانو د بې وسلې کولو زمینه برابره کړي او دغه کار به د سیمې د بشپړې بې وسلې کولو سره مرسته وکړي.

۵. دغه هوکړه لیک به هغه کسان چې د امریکا او نړیوالې ټولنې د غوښتنو خلاف دي، څنډې ته کړي او په دغو سیمو کې به یې یوازې او محاصره کړي چې له دې لارې به یې له منځه وړل او د هر ډول پلان پلي کول به پرې اسانه وي.

۶. دغه هوکړه لیک به د روسیې او امریکا په رهبرۍ د ایتلاف د خونړیو بمباریو د توجیه او دوام لامل شي او هغوی به د ترهګرو تر نامه لاندې له کوم توپیر پرته په هر ځای کې مسلمانان وژني او بمباروي به یې. 

۷. عربي او ترکي فوځ به په سوریه کې د مجاهدینو تر واک لاندې سیمو ته دننه کړي او هغوی به له دې لارې پر یادو ډلو پوره څارنه کوي او ورو ورو به یادې ډلې د بشار دولت ته نږدې کوي تر هغه چې سره یو ځای یې کړي.

موږ حزب التحریر- ولایه سوریه خپل دیني مسولیت معروف ته د امر او له منکر څخه د نهې په مرسته ادا کوو او هغه پېښې چې د شام انقلاب ته را روانې دي په ډاګه کوو. مخلص مجاهدین له هغو خطرونو چې ورسره مخ به شي، خبروو او د اسلام مخلصینو ته وایو چې د مسلمانانو په اړه د نړیوال کېدو په نامه هر ډول کړنه به مسلمانان دښمن ته وسپاري او مسلمانان به یې پکې بایلي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ﴾

(هود: ۱۱۳)

پر دغو ظالمانو تکیه مه کوئ، که نه نو دوزخ به مو ونغاړي او تاسې به کوم داسې سرپرست او دوست ونه مومئ چې له خدای څخه مو وژغورلای شي او له هېڅ ځای څخه به تاسو ته مرسته ونه رسېږي.

د «خوندي سیمو» هوکړه لیک یوه نوې کنده ده، چې د نړۍ فریبکار مشران غواړي موږ پکې وغورځوي او موخې ته له رسېدو وړاندې د شام انقلاب له منځه یوسي. ایا موږ ته لازمه ده چې یوازې ننداره وکړو چې کفار او د هغوی ګوډاګیان څنګه زموږ پر زړنو خنجرونه ننباسي او که سره یو ځای شو، زموږ پر ضد د کفارو پلانونه شنډ کړو، د یرغلګرو او فريبکارانو د دغه خطرناک هوکړه لیک د پلې کېدو مخنیوی وکړو، د هغو کسانو لاسونه پرې کړو چې د مسلمانانو پر وینو لوبې کوي او له داسې سیاسي پروژې سره یو ځای شو، چې له «لا الله الا الله محمد رسول الله» کلمې یې سرچینه اخیستې او دا هغه پروژه ده چې حزب التحریر يې تاسو ته وړاندې کوي. حزب التحریر د یوې سیاسي رهبرۍ په توګه غوره کړئ، چې کښتۍ مو امن ته بیایي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آَمَنُوا الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ* وَمَنْ يَتَوَلَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالَّذِينَ آَمَنُوا فَإِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْغَالِبُونَ﴾

(المائده: ۵۵- ۵۶)

ستاسې ملګري خو په حقیقت کې یوازې الله او د الله پیغمبر او هغه مومنان دي، چې لمونځونه کوي، زکات ورکوي او الله ته سر ټيټوي. څوک چې د الله او د هغه پیغمبر او مومنان خپل ملګري نیسي؛ هغه ته دې څرګنده وي چې همدا د الله ډله غالبه ده.

 حزب التحریر-ولایه سوریه

Last modified onجمعه, 11 آګست 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې