- مطابق
د شیخ او مفتي عبداللطیف دریان تر لارښونې لاندې، د ټولو دیني چارو ادارې د جوماتونو امامانو او خطیبانو ته بلنه ورکړه چې د پنجشنبې ورځې(۲۰۲۰/۵/۱۴نېټه) د مازدیګر له لمانځه وروسته په ګډه الله سبحانه وتعالی ته دعاء وکړي. دغه کار باید د کرونا ویروس د لرې کېدو په پار د لبنان په هر جومات کې ترسره شې. دغه څه د هغه تړون پر اساس کېږي چې د ۲۰۱۹ ز کال په فبروي کې د الازهر د شیخ دوکتور الطیب او د واتیکان د پاپ فرانسیس له خوا د عربي متحده اماراتو په مرکز ابو ظبۍ کې لاسلیک شو. (ملي اطلاعاتي اژانس ۲۰۲۰/۵/۱۳ نېټه)
ای د لبنان مسلمانانو او په ځانګړي ډول مشایخو، علماوو ، د جوماتونو امامانو او خطیبانو!
دغه تړون او هغه څه چې په دغه تړون کې شامل دي، له څو اړخونو خطرناک دی:
۱- له نورو ټولو ادیانو سره د اسلام د دین چې د الله سبحانه وتعالی رښتینی دین برابروالی. له هغو دینونو سره چې ځینې یې په اصل کې الهي وو، خو وروسته تحریف شول او ځینې نور چې بت پرستان دي!
که فرضاً د امکان په صورت کې ووایو چی اسلام له نورو ادیانو سره موافق دی، خو هېڅ داسی دلیل نشته چی د کاتولیک دین سره موافقت ولري، کوم چی د الازهر شیخ یې له پاپ سره ولاړ دی او په دې نړۍ کې یې د ستونزو د حل په موخه د (انساني ورورګلوۍ) تړون ورسره لاسلیک کړ، تر هغو شعارونو لاندېچې د غربي فرهنګ او تمدن ريښې لري. لکه، د خلکو عمومي ازادۍ او د نشنلېزم مفهوم. دغه راز (له ترهګرۍ سره مبارز) عبارت هم په دغه سند کې راغلی، پرته له دې چې د ترهګرۍ لپاره تعریف وړاندې کړي، ځکه چې دوی تل مسلمانانو او اسلام ته د ترهګرۍ خطاب کړی دی.
۲- له دغه تړون څخه دا هم جوتېږې چی د نورو ادیانو پیروانو او د مسلمانانو په منځ کې هېڅ توپیر نشته، دوی د ایمان دلایل یوازې تر دې خبرې را لنډوي چې خالق شته، مګر حقیقي اسلام د ایمان لپاره واضېح تعریف لري او ایمان د: ((الایمان بالله و ملائکته وکتبه ورسله والیوم الآخر والقدر . . .)) په توګه راپېژني، له همدې کبله د اسلام له نظره هغه کسان مومنان نه دي چې وایي، د مریم زوی مسیح زموږ خدای دی او نه هغه کسان چې وایي، خدایان درې دي او نه هغه کسان چې وایې، محمد صلی الله علیه وسلم نبی نه دی، مګر قران کریم د الله سبحانه وتعالی کتاب دی.
۳- اصلې خبره دا نه ده چې تاسې د اسلام او نورو ادیانو په منځ کې مشترک والي پسې وګرځی او په دغه کار بسنه وکړی، مګر دا چې د اسلام او نورو ادیانو په منځ په ډېرو اساسي او بنسټیزو شیانو کې اختلاف شته دی، نو دا سمه خبره نه ده چې یو څوک خلکو ته ووایي چې اسلام د نورو ادیانو سره په ډېرو مسایلو کې موافق دی.
که هر څوک حق غواړي چې ځان ته ثابت کړي، نو د هر دین عقاید او افکار دې د عقلي او واقعې دلایلو پر اساس وڅېړې تر څو حق ته ورسیږې. له نورو کسانو سره د مسلمانانو د اړیکې منشا دا ده چې یو مسلمان په ډېر اخلاص او حرص سره ټولو انسانانو ته دعوت ورکوي، مګر په دعوت کې له هېڅ ډول جبر څخه کار نه اخلي او اسلامې دین د دعوت لپاره دا کافي ده چې ووایو، اسلام یو حق دین او نور ادیانو ته اختتام ورکوونکی دی.الله سبحانه وتعالی فرمایي:
((قل یأیها الناسُ انّی رسُولُ اللهِ الیکُمْ جمیعًا الّذی لهُ ملک السّموتِ والأرضِ لآ إلهَ إلّا هُو یُحْیِ ویُمیْتُ فئامنوا باللهِ ورسوله النبیّ الأمّیِّ الذی یؤمنُ بالله و کلمته واتّبعوهُ لعلّکم یعّتدُون))
ژباړه: اې پیغمبره خلکو ته ووایه: زه د الله سبحانه وتعالی له خوا تاسو ټولو عربو او عجمو، تور پوستو، سپین پوستو، زېړ پوستو او سور پوستو ته رالېږل شوی یم. پرته له الله سبحانه وتعالی څخه بل څوک د عبادت وړ نه دي. همدغه ذات دی چې مړه کول او ژوندي کول کوي. نو په الله سبحانه وتعالی او د هغه په رسول باندې اېمان راوړئ، له نوموړي نالوستي پیغمبر څخه چې په الله سبحانه وتعالی او په خبرو یې اېمان لري پیروي وکړئ تر څو هدایت ترلاسه کړئ.
[سورة اعراف : ۱۵۸]
هغه سبحانه وتعالی دغه راز فرمايي:
(( وَمنْ یبتغِ غیر الاسلامِ دیناً فلنْ یقبل منه وهو في الأخرة من الخاسرین))
ژباړه: څوک چې د اسلام له دین څخه پرته بل دین غوره کړي نو الله سبحانه به یې قبول نه کړي او د اخرت په ورځ به له لویو زیان کوونکو څخه وي. [سورة العمران: ۸۵]
او دا هغه دقیقه مانا ده چې دغه ایت پرې دلالت کوي او الله سبحانه وتعالی فرمایې:
((قل یا أهل الکتابِ تعالوا إلی کلمةٍ سواءٍ بَیْننا و بینکم الّانعبدَ إلا اللهَ ولا نشرک به شیئاً ولا یتخذَ بعضنا بعضاً أربابا من دون اللهِ فإن تولوا فقولوا أشهدوا بأنّا مسلمُونَ.))
ژباړه: ووایه: اې اهل کتابو! د حق لورته راشئ هغه څه چې زموږ او ستاسو په منځ کې ګډ دي او ټول یې په ژبه وایو، راځئ پر هغو عمل وکړو او له الله سبحانه وتعالی پرته د بل چا عبادت ونه کړو، له هغه سره څوک شریک نه کړو او له موږ څخه ځینې ځینې نور د یو الله پاک پر ځای په خدایۍ باندې ونه نیسو، که چېرته مو په دغه ټولو لارښوونو باندې عمل وکړ نو باخبر اوسئ چې موږ د الله سبحانه وتعالی فرمانبردار بندګان یو.
[آل عمران: ۶۴]
۴- اسلام په مسلمانانو دا حرام کړې چې دوی اسلام له نورو ادیانو سره برابر وګڼي، اسلام هغه دین دی چې ساری نه لري الله سبحانه وتعالی فرمایې:
((إن الدین عنداللهِ الاسلام وما اختلف الذین أوتو الکتاب الا من بعد ما جاءهم العلمُ بغیاً بینهم ومن یکفر بایات الله فان الله سریع الحساب * فان حاجوک فقل أسلمت وجهي لله و من أتبعن وقل للذین أوتو الکتاب والأمیین أأسلمتم فان اسلمو فقد اهتدوا و ان تولو فانما علیک البلاغ والله بصیر بالعباد.))
ژباړه: بېشکه اسلام د الله سبحانه وتعالی په نزد دحق دین دی او همدغه د ټولو پیغمبرانو ایین دی. او اهل کتاب په دې هکله اختلاف نه لري مګر کله چې په حقیقت وپوهېدل د خپلمنځي سرکشیو او ظلمونو له لاسه یې دا کار هم وکړ او د قدرت د لاسته راوړلو پرته یې بله انګېزه نه درلوده. او څوک چې د الله سبحانه وتعالی کلام منه مني او اسماني کتابونو ته شا کړي نو کفر کوي او له شک پرته الله سبحانه وتعالی زر خپله سزا ورکوي. نو که له تاسره یې کشمکش کولو ورته ووایه: چې زه او زما پیروانو ځانونه الله سبحانه وتعالی ته ځانونه تسلیم کړي او مخ مو هغه ته کړی. اهل کتاب (یهودیانو او مسیحیانو) بې سوادانو (د عربو مشرکانو) ته ووایه چې ایا تاسو تسلیم شوي یاست؟ که تسلیم شول نو هدایت یې موندلی او که یې سرغړونه وکړه، نو ته غم مه کوه ځکه ستا دنده یوازې تبلیغ او رسالت دی او الله سبحانه وتعالی د بندګانو اعمال او عقیدې ګوري.
[آل عمران:۱۹-۲۰]
له نورو ادیانو سره د اسلام برابروالی یو خطرناک بدعت دی او په اسلامي تاریخ کې هېڅکله داسې څه نه دي راغلي چې حاکم د مسلمانانو او یا عالم دین، اسلام له نورو ادیانو سره برابر ګڼلی وي. هېڅ بشر ته په دې دنیا کې حق نشته چې اسلام له نورو ادیانو سره برابر کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
(( ولا تلبسوا الحق بالباطل و تکتموا الحق و أنتم تعلمون))
ژباړه: حق له باطل سره مه ګډوئ او حق مه پټوئ اوس خو پوهېږئ چې د نوموړي پیغمبري حق ده.
[البقرة:۴۲].
دغه راز قرآن کریم هم اسلام له نورو دینونو بېل ګڼي او وايي:
((لکم دینکم وليَ دین))
ژباړه: ستاسو دین ستاسو لپاره او زما دین زما لپاره دی.
[الکافرون: ۶]
الله سبحانه وتعالی فرمایي:
((وأنزلنا الیک الکتاب بالحق مصدّقا لما بین یدیه من الکتاب و مهیمنا علیه فاحکم بینهم بما أنزل الله ولا تتبع أهواءهم عمّا جاءک من الحق لکل جعلنا منکم شرعةً و منهاجاً ولو شاءالله لجعلکم أمّة واحدة ولکن لیبلوکم في ما أتاکم فاسبقوا الخیرات الی الله مرجعکم جمیعاً فینبئکم بما کنتم فیه تختلفون)).
ژباړه: اې پیغمبره پرتا مو پوره کتاب (قران) نازل کړی، چې ټول د حق خبرې او له پخوانیو کتابونو او د هغوی له اصولو سره موافق دی. که اهل کتاب له تا څخه د پرېکړې کولوغوښته نو د هغه څه پر اساس پرېکړه وکړه چې الله سبحانه وتعالی پر تا نازل کړي. او د هغوی د هوا نفس د غوښتنو څخه پیروي مه کوه او له حق څخه مه تېرېږه، اې خلکو د تاسو هر قوم ته مې حق ته د رسېدلو لاره روښانه کړې ده، که الله سبحانه وتعالی غوښتي وای تاسو ټول به یې یو امت پیدا کړي وای مګر الله سبحانه وتعالی داسې ونه کړل. ځکه نو تاسو په خپلو شرائعو باندې امتحان کوي تر څو فرمانبردار او نافرمان معلوم کړي، نو د نېکیو پر لور بیړه وکړئ، د خپل منځي اختلافونو پر ځای صدقې ورکړئ او په دې پوه شئ چې د ټولو راګرځېدل د الله سبحانه وتعالی په طرف دي او په هغه څه کې چې اختلاف لرئ هغه یې درته واضح کړه او هر یو به د خپل ښه او بد عمل مسئول وي. [المائدة:۴۸]
۵- پاتې شوه دا خبره چې اسلام د اسانتیا دین دی، د بشر په تاریخ کې داسې ډېرې لویې پېښې ثبت دي چې اسلام له غیر مسلمانانو سره څومره اسانتیا کړې ده.
اسلامي شرعیت دا روا ګرځولې چې مسلمانان او غیر مسلمانان (نورو ادیانو پیروان) د اسلامي نظام تر چتر لاندې په ګډه سره ژوند کولای شي، پرته له دې چې دا توپیر وکړي چې دا مسلمان دی او که غیر مسلمان، بلکې دوی ټول سره انسانان دي او د دوی له ارزښتونو او ځانونو څخه د دفاع مسوولیت هم پر غاړه لرې او پر مسلمانانو یې دا حرام ګرځولې چې په جبر سره دوی اړ کړي ترڅو اسلام ومني.
الله سبحانه وتعالی فرمایي:
(( لا اکراه في الدین))
ژباړه: د دین په قبلولو کې زور او جبر نشته.
[البقرة:۲۵۶]
او په مسلمانانو یې دا هم حرام ګرځولې چې دوی د نورو ادیانو شعایرو ته سپکاوی وکړي، نو دوی کولای شي چې د خپل دین مراسم ترسره کړی، کوم ډول کالي او خوراک چې دوي یې کوي، کولای یې شي، هېڅ ممانعت پری نشته او هغه څه چې پر مسلمانانو لازم دي، هغه په دوی نه دي لازم. دغه راز هغه څه چې پر مسلمانانو حرام دي، پر دوی نه دي حرام.
اسلام په ځانګړې توګه له نورو اهل کتابو لوړ تللی او د مسلمانانو لپاره مباح ده چې د اهل کتابو د لاس ذبحه وخوري نه، د مشرکینو د لاس. مسلمانان د اهل کتابو سره نکاح کولای شي، نه له مشرکینو سره او د نکاح لارې یې ورته خلاصې کړې دې او هغه نېکي او ښېګڼې چې د یوې مسلمانې مېرمنې سره کېږي، نو د یوې اهل کتابې مېرمنې سره به هم کېږي.
دغه راز الله سبحانه وتعالی فرمايي:
((لَا يَنْهَاكُمُ اللهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ))
ژباړه: الله سبحانه وتعالی تاسو له هغو کسانو سره له نېکۍ کولو څخه نه منع کوي چې له تاسو سره د دین په خاطر جنګېدلي او تاسو یې له خپل وطن څخه ایستلي یئ، ځکه الله سبحانه وتعالی له نېکي کوونکو سره مینه لري.
[الممتحنات- ۸]
ای علماوو، مشایخو، امامانو او خطیبانو!
ستاسو مسوولیت له عادي مسلمانانو ډېر لوی دی؛ ځکه چې علما د پیغمبرانو وارثان دي، لکه څنګه چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم، مونږه ته خبر راکړی او د علماوو خبرې په عامو مسلمانانو ډېرې اغېزناکې دي، نو پس دا نو څه خبر ده چې تاسو یی اعلانوئ!؟
نو له همدې کبله د ګډې دوعا لپاره چې کوم تړون لاسلیک شوی، د اسلام له ماهیت سره په ټکر کې دی او مسلمانان باید د دغې تېروتنې مرتکب نه شي.
ډېر د خپګان حالت دی چې د مسلمانانو هغه په اسلام پوه خلک چې په اسلامي علومو کې تخصص لري، دا ډول تړون د نورو ادیانو له خاوندانو سره لاسلیک کوي.
ای زموږ ګرانو علماوو!
زموږ لپاره د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم لارښوونې او نصیحتونه کافي دي، دا ځکه چې هغه صلی الله علیه وسلم تر ټولو غوره ناصح او مرشد دی او په دې سره د موضوع اختتام هم کوو چې:
((ألا لا یمنعنّ أحدکم رهبة النّاسِ أن یقول بحقّ اذا رآه أو شهده، فانه لا یقرب من أجل، ولا یباعد من رزق أن یقول بحق أو یذکر بعظیم)). (رواه أحمد)
ژباړه: خلک مه پرېږدئ چې تاسو له حق ویلو څخه منع کړي، که چېرې تاسو د حق خبره کوله نو له مرګ او خپل رزق څخه مه وېرېږئ، په حق ثابت پاتې شئ او د الله سبحانه تعالی ډېر ذکر کوئ.
(رواه احمد)
والایه لبنان