سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په لبنان کې د نژاد پالنې زیاتېدل تباهي راوړي!
بسم الله الرحمن الرحيم
په لبنان کې د نژاد پالنې زیاتېدل تباهي راوړي!

په دې وروستیو کې په لبنان کې د کار وزارت، چې کامل ابو سلیمان یې رهبري کوي او له لبناني پوځ سره اړیکه لري، په خپل یوه بې ساري اقدام سره غواړي چې پر هغو فلسطینیانو چې په لبنان کې اوسېږي د کار کولو قوانین وضع کړي او د بهرنیانو په څېر چلند ورسره وکړي! د دې کار پر وړاندې په لبنان کې فلسطینیانو د خپلو مشروع او اساسي حقونو څخه د دفاع په موخه لاریونونه وکړل. په همدغه شپه باسېل د دغه اقدام سره د مرستې کولو لپاره خپل ځان یو کړ! سره له دې چې د  دغو دوو ټیمونو ترمنځ زیات سیاسي تفاوتونه موجود دي، مګر دوی له ناوړه نژاد پالنې څخه د نفرت په موخه سره یو ځای شول........ چې دلته يې موږ بیانوو: 

اول: نژاد پالنه په لبنان کې په پراخه کچه  ناروغۍ زېږوي، په  ځانګړې توګه د لبناني مسیحیانو د ګڼو پرګنو تر منځ، که هغه ایوېنېتس (Aounites ) دي، که لبناني پوځ، یا د کتیب (kataeb ) پيروان او ارمانیان. لکه څنګه چې موږ وخت پر وخت د نژاد پالو فریادونه د سوریایانو او په لبنان کې د فلسطینیانو په مقابل کې اورو او د دوی له منځ څخه  له یوې ډلې د صلیبي جګړې ګواښ هم اورو. زموږ د رهبر رسول الله صلی الله علیه وسلم د موقف په تړاو تخلفات هم اورو، په داسې حال کې چې په دې اړه له چارواکو څخه هېڅ غبرګون نه ښوودل کېږي او نه هم کوم داسې عمل کوي چې باید سر ته یې ورسوي.

دوهم: د فلسطین خلک په لبنان کې بهرنیان نه شمېرل کېږي، بلکې دوی د دې هېواد یوه برخه دي. دوی دلته د ۷۱ کلونو راهیسې ژوند کوي او د لبنان له خلکو سره  یې ټولې ښې او بدې ورځې زغملې دي. ټول اسناد په دې دلالت کوي چې کله دوی په ۱۹۴۸ کال کې لبنان ته راوشړل شول، دوی په زیاته اندازه پیسې لبنان ته  راوړې وې، چې د لبنان د ځینو ښاري سیمو په پرمختګ کې هغو پیسو ډېره مرسته وکړه. همدارنګه دوی د لبنان له خلکو سره د خپلوۍ اړیکې او واده کولو او دايمي ژوند کولو اړیکې جوړې کړې دي. که دوی غوښتلی چې په  یوه داسې هېواد کې ژوند  وکړي، چې خپل عزت او مقام ولري، نو د دوی پر وړاندې به تبعیض نه کېده، بلکې دوی به د هغه هېواد له مطرحو خلکو څخه وو.. دا مشهوره خبره ده، چې د فلسطین خلک په لبنان کې لویه ډله دي اوتر لوړې کچې یې زدکړې کړې دي او د ښوونځیو پایلو د دوی کامیابیو او پرمختګونو ته اشاره کوي.

درېیم: کله چې د لبنان له لوري نړیوال قوانین امضا شول، نو دا یې د خپل ځان تکلیف وباله، چې لازمه ده چې له دوی سره په زده کړه، روغتیا، د کار د خوندیتوب، مساواتو، ملکیت او نورو ټولو بشري حقونو کې غوره چلند وشي.. چې دا یوازې په کډوالو او بې ځایه شویو خلکو پورې تړاو لري، چې د څو کلونو لپاره پاتې کېږي! د هغو کسانو په تړاو به څه وایي چې هغوی د لسیزو لپاره په هېواد کې ژوند کړی او دولت دوی ته د سفر اسناد، د پېژندګلوۍ کارتونه او د اوسېدلو اجازه ورکړې ده، د دا ډول خلکو سره به هم د بهرنیانو په څېر چلند کېږي؟! چې دغه د خلکو بې اتفاقي د بېګانه و مقاماتو په شتون کې منځ ته راغلې.

څلورم: موږ د سوله ییز حرکت یادونه کوو، چې د حقونو غوښتنه وکړي، مګر لاریون کوونکو ته داسې وایو: خبردار اوسئ چې هم د لبنان او هم د فلسطین چارواکي له تاسو غواړي چې د فلسطین، لبنان او نورو هېوادونو د سایکس – پیکو د جاهلیت بیرغونه راپورته کړئ ځکه چې د وطن پالنې او  د دغو بیرغونو د معیارانو له نظره دوی ځانته توجیه جوړوي چې دوی له هغه چا ملاتړ وکړي چې د دوی په طرف ولاړ دي. کله چې کوم کس ویني چې لبنانی، فلسطینی او یا هم سوریایی دی، نو نه غواړي چې سره متحد شي، بلکې د تاسو تر منځ نور هم د یوځایوالي اساسي عاملونه تقسیمېږي. تاسو او د لبنان خلک به دغه لوی دین او لوړ بیرغ د اسلامي اخوت او ورورګلوۍ پر بنسټ لکه څنګه چې مخکې یې مهاجرین او انصار سره یو ځای کړی وو سره یو ځای کړي. نن ورځ  تاسې د یو ځای کېدلو توان لرئ  او دغه اتحاد ته ادامه ورکولی شئ.

پنځم: دلته د کمپونو د خلکو او د ګاونډیانو تجارانو تر منځ راکړه ورکړه بنده شوې ده. موږ غواړو خپل پام دې ته راواړوو چې د مسلمانانو تر منځ دښمنیو ته پام ونه کړو او باید داسې ونه شي. ځکه چې اساس او حقیقت دا دی چې موږ او تاسې ټول د الله سبحانه وتعالی بندګان او یو له بل سره وروڼه یو. اوس هم موږ د لبنان خلکو ته وایو چې: له خپلو فلسطیني وروڼو سره خواخوږي وکړئ، ځکه د هغوی حالت، د ژوند کړلو شرایط، صبر اوپه کمپونو کې د دوی محاصره تاسې ته ښه معلوم دي، نو په دې توګه تاسې باید ورسره مرسته  وکړئ او د خپل دین، ورورولۍ، نسب او خپلوۍ په اساس اړیکو ته دوام ورکړئ او له هغوی سره کار وکړئ تر څو دوی د هېواد له دغه ظالم حالت څخه وباسئ چې دا هم پر تاسې او هم پر دوی ظلم دی او د دوی مرسته کوونکي اوسئ، څو دوی خپل مشروع او شرعي حقونه لاسته راړي.

شپږم: په لبنان کې اې زموږ د فلسطین خلکو! په هغه چا غلط نه شئ چې نن وایي موږ د تاسې په څنګ کې ولاړ یو. هغه سبا ستاسې په مقابل کې درېږي، چې اوس د سوریې د خلکو او په سوریه کې د فلسطینیانو په مقابل کې ولاړ دي او د دوی او تاسې په وژلو کې شریک دي. دا یواځې د دوی د سمدستي  خوشالۍ لپاره دي، کله چې په هېواد کې له دښمنانو سره مخ شي نو دوی تاسې استفاده کوي چې قدرت تر لاسه کړي او  ستاسې استفاده کولو ته به د دفاع کولو په بهانه دوام ورکړي. په دې اساس دوی ته فرصت مه ورکوئ. مګر تر دې وراېخوا د دوی په منځ کې ځانونه مه ورک کوئ. کله چې وایي موږ ستاسې  استازیتوب کوو او هغه چې ادعا کوي چې ستاسې  استازیتوب به له سره بیا جوړوي او هغوی چې وایي ستاسې رهبري به اقامه کوي او یا ادعا کوي چې له دغې رهبرۍ سره به خلاف وي،  تاسې دوی ته یوازې د اختلاف د سون توکي یاست، نه بل څه، نو پر همدې بنسټ ډېر هوښیار اوسئ.

اووم: اې  لبناني مسلمانو! په لبنان کې فلسطینيان ستاسې لپاره ښه مرسته کوونکي دي. نژاد پالانو ته اجازه مه ورکوئ چې د  دغې مرستې په له منځه وړلو کې بریالي شي. دوی ته اجازه مه ورکوئ چې خپلو هغو موخو ته ورسېږي چې غواړي دا هېواد په خپله ولکه کې وساتي او د اسلام او د اسلام له مبدې څخه یې بېل کړي. د فلسطین خلک ستاسو د قدرت لپاره مهمه منبع  دي. د دوی پر حقونو باندې د خولې پټولو سره دوی له لاسه مه ورکوئ او د توکمپالانو جګړې ته یې یوازې مه پرېږدئ.

اتم: اسلامي سیاستوالو ته! نژادپالانو د هغه څه په تړاو چې پرې باور لري او  کوي یې خپل تعصب څرګند کړ. د دوی یوه کس وویل، چې زموږ او یهودیانو تر منځ هېڅ ایدیولوژیکه ستونزه نشته. بل وویل، چې دا هېواد زموږ دی او له تاسې نه به یې راوګرځوو، نو پردې اساس دې ته تاسې څه  وایئ اې د اسلام سیاستوالو؟ موږ له تاسې یوازې د ګډ ژوند او مدني ارامتیا په تړاو اورېدل؛ له دغه متنفره او کینه توزه نژاد پالانو سره ... موږ له تاسې غوښتنه نه ده کړې چې  بېرته دښمني او نژاد پالنه راوګرځوئ، چې دا د مسلمانانو تر منځ مخکې نه وه، بلکې دا اوس راغلې ده! موږ له تاسې غوښتنه کوو چې ووایئ چې تاسې په واقعیت سره د دغه لوی نړیوال دین پیروان یاست او له دغه اسلامي امت سره تړاو لرئ. دا په تاریخ کې ژورې ریښې لري او په دې هېواد کې تاسې د هر مسلمان استازیتوب کوئ او تاسې د خپل دین او خلکو لارښودونکي یاست او امت دغه ګزینې مشخصې کوي، نو تاسې د خپلو لنډمهاله خوشالیو او چوپتیا په اساس له دغو ګزینو څځه مه بيرون کېږئ. دا امت به بیا خپله سرلوړي لاسته راوړي، نو له همدوی سره او له دوی څخه واوسئ، پرته له دې څخه به ستاسې خاتمه هم د ستاسو مخکینیو چارواکو او  سیاستوالو په څېر وي چې هغوی د خپل امت څخه په بېله لار روان وو. 

وروستۍ خبره دا چې نن ورځ دا کار ډېر لوی دی او هغه معاملې چې د امت په مصرف سره له خیانته ترسره کېږي ناکامې دي. همدارنګه د لبنان او فلسطین مسلمانان باید پاک او څرګند صفونه جوړ کړي چې تاسې ته به یوځایوالی راوړي او تاسې به له امت سره په یوه کچه متحد کړي، چې بېروني او کورني تهدید ته به یو وار ځواب ورکوئ او یواځې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د شریعت د امر اطاعت به کوئ.

﴿شَرَعَ لَكُم مِّنَ الدِّينِ مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلَا تَتَفَرَّقُوا فِيهِ كَبُرَ عَلَى الْمُشْرِكِينَ مَا تَدْعُوهُمْ إِلَيْهِ اللَّهُ يَجْتَبِي إِلَيْهِ مَن يَشَاء وَيَهْدِي إِلَيْهِ مَن يُنِيبُ

[شورا: 13]

ژباړه: الله سبحانه و تعالی  تا ته په هغه څه امر کوي، چې نوح علیه السلام ته یې امر کړی و او هغه څه مې چې تا ته وحیې کړل او په هغه څه مې چې ابراهیم، موسی او عیسی ته امر کړی و، چې دین اقامه  کړئ او په هغه کې تفرقه  مه کوئ او هغه څه چې تاسې مشرکان ورته  رابولئ پردوی سخته تمامېږي او څوک چې الله وغواړي هماغه انتخابوي او څوک چې هغه ته وروګرځي نو هدایت به مومي.

حزب التحریر ولایة لبنان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې