چهارشنبه, ۱۲ رمضان ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۳/۱۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
دا روژه له پوځي استعمار څخه د خلاصون وخت دی!

 

رویټرز د ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۲۱مه راپور ورکړ چې «متحده ایالاتو د اټومي وسلو لرونکي پاکستان ته د پوځي پروګرام د ملاتړ لپاره ۳۹۷ ملیونه ډالر ورکړي دي؛ خو د کانګرس له مرستو سره هم‌مهاله به د امریکا لخوا جوړو شويو F-16 جنګي جېټ الوتکو کارول څاري ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د سیال هند پر وړاندې نه بلکې د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره کارول کیږي». دا د پوځي استعمار حقیقت دی. پوځي استعمار ډاډمنوي چې د مسلمانانو پوځونه یوازې د مسلمانانو پر وړاندې جنګېږي، او د هندو دولت، صهیونیستي ادارې او امریکایی صلیبیانو پر وړاندې له جهاد څخه يې منع کوي.

اې د پاکستان د وسله والو ځواکونو افسرانو! ایا تاسو تصور کولی شئ چې د مدینې اسلامي دولت به د روم او فارس په وسلو او تمویل تکیه وکړي؟! دا ذلت نور پای ته ورسوئ. په دې روژه کې د بدر د جګړې روحیه راژوندۍ کړئ. د غلامۍ حاکمیتونه له منځه یوسئ. د راشده خلافت د تاسیس لپاره حزب التحریر ته نصرت ورکړئ؛ خلافت به دا امت د غلامۍ له بنده آزاد کړي.

د حزب التحریر ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

سه شنبه، د ۱۴۴۶ د شعبان ۲۶مه د ۲۰۲۵ د فبروري ۲۶مه

 

 

Last modified onچهارشنبه, 05 مارچ 2025

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې