سه شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۴/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
حزب‌التحریر هالند: په امستردام کې لاریون – «د غزې لپاره حرکت»

حزب‌التحریر هالند د هالند په پلازمېنه امستردام کې د هغه وحشيانه قتل‌عام پر وړاندې یو پراخ ولسي لاریون او ودرېدنه رامنځته کوي چې له ۱۷ میاشتو راهیسې د یهودي مجرم رژیم له‌خوا د محاصره شوې غزې پر بې‌وسله مسلمانانو ترسره کېږي او تر اوسه یې له ۱۷۰ زرو ډېر مسلمانان شهیدان او ټپیان کړي دي.

دا حرکت تر هغې وروسته ترسره کېږي چې د یهودي رژیم لخوا د اوربند تړون د ۲۰۲۵م د مارچ په ۱۸مه، د سه شنبې په سهار مات شو، او یهودي رژیم د ښځو، ماشومانو او سپین‌ږیرو په ګډون پر بې‌وسله مسلمانانو منظم قتل‌عام بیا پیل کړ.

دا ولسي لاریون او ودرېدنه د دغه سرلیک لاندې ترسره کیږي:

«د غزې لپاره حرکت»

د لاریون بنسټیز ټکي دا دي:

  1. د علماوو، اغېزناکه کسانو او اسلامي بنسټونو مسوولیت: هغوی باید په ټولیز ډول حرکت وکړي او د اسلامي هېوادونو پر پوځونو فشار راوړي، تر څو د سپېڅلې خاورې (فلسطین) د آزادۍ لپاره حرکت وکړي. دا شرعي وجیبه ده، او چوپتیا پکې جواز نلري.
  2. د مصنوعي پولو ماتول: د فلسطین قضیه اسلامي ده، نه ملي. دا پولې د کافر استعمار له خوا زموږ ترمنځ ایښودل شوې، څو موږ ووېشي او کمزوري مو وساتي.
  3. د خاینو حاکمانو لپاره هېڅ عذر نشته: دفاع یې نه‌شي کېدای، بلکې له امریکا او د یهودو له رژیم سره د هغوی د هر ډول سیاسي، اقتصادي او نظامي اړیکو پرېکول واجب دي.
  4. حللاره زموږ پر غاړه ده، نه د نړیوالو ادارو: دا ادارې له پیله د یهودو د رژیم د جوړېدو ضامن دي، له دوی څخه د انصاف تمه نه‌شي کېدلی. باید له دروغجنو حللارو ځان وساتو.
  5. په امت کې د وعې رامنځته کول: دا روښانه شي چې د امت ستونزې یوازې اسلامي حل لري، او دا یوازینی مشروع لوری دی.

راسره یو ځای شئ...

۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال ۷مه

۲۰۲۵م کال د اپرېل ۶مه

#طوفان_الأقصى

#الجيوش_إلى_الأقصى

#الأقصى_يستصرخ_الجيوش

#AksaTufanı

#OrdularAksaya

#ArmiesToAqsa

#AqsaCallsArmies

د لازیاتو معلوماتو لپاره د حزب‌التحریر هالند وېب‌پاڼې وګورئ:

د حزب‌التحریر هالند رسمي وېب‌پاڼه

د حزب التحریر هالند فیسبوک‌پاڼه

د حزب‌التحریر هالند ټویټر‌پاڼه

د حزب‌التحریر هالند انسټاګرام

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې