- مطابق
(ژباړه)
له عبدالله بن عمرو بن عاص رضی الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
«إِنَّ اللَّهَ لَا يَقْبِضُ الْعِلْمَ انْتِزَاعًا يَنْتَزِعُهُ مِنْ الْعِبَادِ، وَلَكِنْ يَقْبِضُ الْعِلْمَ بِقَبْضِ الْعُلَمَاءِ، حَتَّى إِذَا لَمْ يُبْقِ عَالِمًا اتَّخَذَ النَّاسُ رُءُوسًا جُهَّالًا فَسُئِلُوا فَأَفْتَوْا بِغَيْرِ عِلْمٍ فَضَلُّوا وَأَضَلُّوا» (سنن ابن ماجه)
ژباړه: الله (سبحانه وتعالی) د خپلو بندګانو له سینو څخه علم نه محوه کوي، بلکې د علماوو په له منځه وړلو سره یې له منځه وړي. کله چې علماء له منځه لاړ شي، خلک ناپوهان خپل رهبران ټاکي، د خپلو مسایلو په اړه له هغوی څخه پوښتنه کوي او هغوی هم له علم پرته فتوا ورکوي. پر همدغه اساس خپله هم ګمراه شي او نور هم د ګمراهۍ خوا ته بیایي.
دغه حدیث شریف موږ د مخلوقاتو په اړه د الله سبحانه وتعالی له سنتو څخه خبروي، چې هغه سبحانه وتعالی هر کس ته وغواړي، علم ورکوي او د علماوو په ډله کې یې راولي. همدارنګه الله سبحانه وتعالی علم او د علم لاسته راوړل خوښوي.
په دې ورځو کې داسې کسان وینو چې ځانونه علماء بولي؛ خو کوم څه چې له علم څخه یې باید زده کړي وای، نه یې دې زده کړي. همدارنګه په دوی کې یو شمېر کسان نورو خلکو ته علم نه ور زده کوي او دغه کار یې د ناپوهۍ او جهل له مخې نه دی؛ بلکې وېرېږي، هسې نه چې په حق خبرې کولو سره ځانته زیان ورسوي. دغه کسان علم پخپل ځان کې بندي کوي او نورو ته یې نه رسوي. دا ډله خلک په داسې وخت کې چې ذلیل انسان باعزته او محترم بلل کېږي، باعزته انسان ذلیل ګڼل کېږي، د ناپوه درناوی کېږي او هوښیار انسان له پامه لوېږي؛ د خلکو د غوسې او سپکاوي، د زنداني کېدو، شکنجې او یا تبعید له وېرې علم پټوي.
هغه کس چې علم پټوي او نورو ته یې نه رسوي، لوی زیان کوي او دوی هغه کسان منحرف کوي، چې د حق په لټه کې دي. کله چې علم له حق پلټونکي څخه پټېږي، نو چا ته باید مراجعه وشي؟ هغه عالم چې علم یې نورو خلکو ته نه دی رسولی، د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې به څه ځواب وايي؟
بل ټکی چې په حدیث شریف کې ورته اشاره شوې، دا دی چې که چېرې ټولنه د دین له علماوو څخه خالي شي، نو پر ځای به یې داسې کسان راشي چې په دین به نه پوهېږي او داسې خبرې به کوي چې له دین څخه به نه وي. د هغوی خبرې به له اسلام سره هېڅ ورتهوالی نه لري او یوازې مزدور حکام به خوشحالوي. پر همدغه اساس په ټولنه کې د داسې کسانو د شتون او له حق خبرې څخه د دوی د مخ اړولو له امله، وینئ چې خلکو خپل دین ورک کړی او پر ناسمه لار روان دي. خو د الله سبحانه وتعالی په سنتو کې هېڅ بدلون نه راځي.
ښايي داسې ګومان وشي، چې په دغه امت کې به علم او علماء نور پیدا نه شي، خو څوک چې داسې ګومان کوي، هغوی تېروتي دي؛ ځکه د الله سبحانه وتعالی د دین علم او علماء له منځه نه ځي او زیات دي. خو موږ چې اوس له کوم حالت سره مخ یو، ښايي هغوی ته لاس رسی سخت وي.
له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې علم او متقي علماء را وګرځوي، ترڅو د بندګانو د لارې څراغ شي. اسلامي امت د کفارو له استعماري لومو څخه ازاد کړي او د امت له سترګو پرده لرې کړي، ترڅو حق وویني او د غوره او رښتیا خبرې پیروي وکړي!
ژباړه: بهیر «ویاړ»