- مطابق
سي اېن اېن: «د څارونکو د هغه نوي راپور پر بنسټ چې د افغانستان جګړه د امریکا په حکومت پورې تړلې بولي، وایي په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو د افغانستان پر خاوره خپله ولکه پیاوړې کړې.» د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې په خپل درې میاشتني راپور کې د امریکا کانګرس ته وویل: «پرته له شکه چې د ۲۰۰۱ م را په دېخوا اوسمهال طالبان د افغانستان په ډېری سیمو ولکه لري» اوسمهال د افغانسان حکومت د هېواد پر نږدې ۵۵.۵ سلنه سیمو ولکه لري چې دا د هېواد پر سیمو د ولکې د څرنګوالي لپاره د ځانګړې څارونکې ادارې د کار له پیله (د ۲۰۱۵م نومبر) تر اوسه تر ټولو ټیټه ثبت شوې کچه ده. په داسې حال کې چې ډېری امار، د افغانستان پر ډېری خاوره د طالبانو ولکه ښیي.
د اسلامي خاورو پر هېوادونو د غربي کفارو د ولکې د دوام یوازینی لامل، له هغوی سره د مسلمانانو د حکومتونو ملاتړ او د ښکېلاکګرو له شړلو څخه د پوځیانو منع کول دي. که پردي ښکېلاکګر وړو اسلامي ډلو ته ماتې نه شي ورکولای، نو څه ډول به د مسلمانانو اردو ته ـ چې په حرفه یي توګه یې زدهکړې کړي ـ ماتې ورکړي. په ځانګړې توګه که د نبووت پر منهج د اسلامي خلافت د دولت تر امر لاندې یووالی ولري؟
ژباړن: حبیب الله