شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
چین غواړي په پاکستان کې نظامي اډه جوړه کړي
بسم الله الرحمن الرحيم
چین غواړي په پاکستان کې نظامي اډه جوړه کړي

رسنیو  خبر ورکړ چې چین هوډ لري د پاکستان په سوېل‌لوېدیځ کې نظامي اډه جوړه کړي، چې په دغې ستراتیژیکه سیمه کې د پکن دغه کار د امریکا تر نظر لاندې دی، دغه چينې نظامي اډه به «ګوادر» بندر ته څېرمه د  بلوچستان او پاکستان په خاوره کې د ایران د پولې په امتداد د عمان په خلیج  کې جوړه شي. د " South China Morning Post» خبري ټولګې په نقل سره، چیني نظامي چارواکو ویلي، چې د نوې اډې جوړول لازم دي، ځکه اوسنی بندر چې سوداګریزې بېړۍ پکې کار کوي، د چيني جنګي بېړیو د اړتیاوو او لوجیستیک ملاتړ توان نه لري.

د پاکستان حکامو، پاکستان له ښکېلاکګرو دولتونو لکه چین او روسیي سره چې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جنګېږي په نویو ایتلافونو کې ډوب کړ. ان تر دې چې د تحقیر دروازې یې پر خپل مخ پرانستې دي.

د پاکستان پر وړاندې د چین کړنه موږ ته د شرقي هند د کمپنۍ لومړۍ ورځي رایادوي چې وروسته په یو غربي استثمارګر او ښکېلاکګر بدله شوه. چین د غربي اقتصادي نظام پر ځای د پانګوالۍ او سوداګرۍ د ترویج لپاره له نویو لیبرال سیاستونو استفاده کوي.

پاکستاني حکام، عزت، مېړانه، مجد او عظمت د اسلام او مسلمانانو له دښمنانو کفارو سره لټوي، سره له دې چې پوهېږي دا کار شرعاُ حرام دی، الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

﴿الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا

[نساء: ۱۳۹]

ژباړه: منافقان هغه کسان دي چې د مومنانو پر ځای له کافرانو سره دوستي کوي او خپل سرپرستان یې ګڼي. ایا عزت له کافرانو څخه غواړي؟ په داسې حال کې چې ټول عزت او شوکت له  الله سبحانه وتعالی سره دی او څوک چې له الله عزت غواړي عزیز دی او  څوک چې له الله پرته عزت ِغواړي ذلیل دی.

ژباړن: علي عمار

Last modified onجمعه, 19 جنوری 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې