شنبه, ۱۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د مکر اوښکې تویول
بسم الله الرحمن الرحيم
د مکر اوښکې تویول


بسم الله الرحمن الرحيم

خبر:

د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د هند د اتراپرديش ايالت په ايودها ښار کې د پنځو پېړیو پخواني جومات، بابري مسجد پرځای د رام مندر جوړول او پرانیستل وغندل. (سرچینه: ډاون ورځپاڼه)

تبصره:

د بابري مسجد کسیه د مغولي امپراتورۍ د عروج او زوال کیسه ښيي. دا جومات د لومړي مغل امپراتور، ظهیر الدین بابر لخوا جوړ شوی. د دغه جومات پر سر د انګریزانو لخوا د مسلمانانو او هندوانو تر منځ د کرکې د تخم کرلو تر وخته، یعنې ۱۸۵۳م کال پورې هیڅ لانجه نه وه؛ دا وخت د هندوانو یوې فرقې – نرموهي اکهاړه – د جومات پر ځای دعوه وکړه چې دا جومات د هندوانو د یوه معبد له ړنګیدو وروسته جوړ شوی دی. په ۱۸۵۹ کې، د بریتانیا استعماري ادارې په جومات پورې اړوند سیمه د هندوانو او مسلمانانو لپاره په دوو جلا جلا برخو وویشله. مسلمانانو ته د جومات دننه لمونځ کولو او هندوانو ته يې بهر د خپل عبادت اجازه ورکړل شوه.

په ۱۸۸۵ کې د بابري جومات مخې ته د رام (د هندوانو خدای) د عبادت لپاره د «چبوترا» یا د عبادت څلي جوړولو د اجازې لپاره ځايي محکمې ته عریضه وشوه. دا عریضه دوه ځله رد شوه او قاضي امر وکړ چې هر څه دې په خپل ځای وي؛ ویې ویل چې «اوس د ۳۵۰ کاله مخکې تېروتنې» د اصلاح لپاره ډیر ناوخته دی.

په ۱۹۴۷ کې د هند نیمې وچې له ویشلو وروسته، افراطي هندوانو خپلې هڅې ژوندی وساتلې او د ۱۹۴۹ کال د ډسمبر په ۲۲مه او ۲۳مه، د هند حکومت یاد جومات «متنازع ملکیت» اعلان کړ او دروازه یې وروسته له هغه وتړله چې د هندو پادریانو لخوا د هندوانو د خدای بتان د جومات دننه کیښودل شول. له هغه وروسته په جومات کې هېڅ مسلمان لمونځ ونه کړ. هندوانو -د ټولو نامسلمانو او له اسلام څخه کرکه کوونکو په څېر- خپلو موخو ته د رسیدو لپاره له هرې لارې هڅې کولې او د جومات پر ځای یې د مندر د جوړولو لپاره یو لوی حرکت پیل کړ چې په ۱۹۹۲ کې د ۲۰۰۰ خلکو د مرګ لامل شول.

«مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ يَرْفَعُهُ» [فاطر:۱۰]

ژباړه: «څوک چې عزت او قدرت غواړي( له الله څخه دې وغواړي)، عزت او قدرت له الله سره دی (د عزت او قدرت ترلاسه کولو اصول ښه وینا او عمل دی). ښه وینا د الله لورې ته ځي او خدای ښه عمل پورته بیايي.»

په اسلام کې هغه څه چې یو ځای سپیڅلی کوي دا باور دی چې الله سبحانه وتعالی د کائناتو مالک دی او یوازې هغه سبحانه و تعالی د عبادت مستحق دی. په عبادت کې الله سبحانه وتعالی ته بشپړ تسلیمیدل او اطاعت شاملېږي؛ ان که هغه د اهل ذمه (اسلامي دولت ته جزیه ورکوونکي) د حقونو ساتنه وي. حضرت عمر رضی الله عنه د ۶۳۷ کال د اپریل په لومړیو کې فلسطین ته ورسېد او د «سپېڅلې مقبرې» کلیسا په ګډون یې له ښار څخه لیدنه وکړه. کله چې د ماسپښین د لمانځه وخت شو، صفرونیوس  (مسیحي روحاني) بلنه ورکړه چې په کلیسا کې دننه لمونځ وکړي؛ خو حضرت عمر رد کړه او ویې ویل چې که په کلیسا کې لمونځ وکړي نو وروسته به مسلمانان وګڼي چې دا ځای باید په جومات بدل شي او  له دې سره به عیسویان خپل یو سپیڅلی ځای له لاسه ورکړي. پرځای یې له کلیسا بهر لمونځ وکړ چې وروسته هلته د مسجد عمر په نوم یو جومات جوړ شو.

ان د هند په نیمه وچه کې هم مغلو د هندو اتباعو احساساتو ته درناوی درلود؛ ځکه خو په ۱۸۵۷ کې هندو بلواګر په کارتوسونو کې د غوا د چربۍ (وازدې) د کارولو پر وړاندې راپورته شول. ان که د غواګانو د علني ذبحې په اړه د بابر وصیت د باور وړ هم نه وي؛ د کارتوسو پر وړاندې د هندوانو غبرګون ښيي چې دوی هېڅکله د اسلام د حاکمیت پر مهال له دغه ډول تبعیض سره (چې دوی یې اوس له مسلمانانو سره کوي) نه وو مخ شوي.

موږ وینو چې په نړۍ کې ډیر څه پېښېږي او تر ټولو ډیر زیان یې مسلمانانو ته رسېږي؛ مسلمانان یوازې هغه وخت اسلام پلی کولی شي چې په بشپړه او سمه توګه منګولې پرې ټینګې کړي. د الله سبحانه وتعالی په حکمونو او اوامرو کې هېڅ ډول زیاتوالی او بدلون نه شي راتللی. د بابري مسجد د ړنګولو او پرځای يې د رام مندر جوړولو بهیر څه باندې ۱۴۰ کاله ونیول. دا ان د مسلمانانو د مرکزي قدرت، خلافت تر ړنګېدو وروسته هم په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو ځواک ښيي.

دا پېښه لکه په اسلامي نړۍ کې د نورو پیښو په څیر، ښيي چې کافران څنګه غواړي د اسلام نوم له منځه یوسي. دوی نه پوهیږي چې د مسلمانانو د حکامو په خاموشۍ کې به ودانۍ ونړوي، مسلمانان به ووژني؛ خو اسلام هېڅکله له نړۍ څخه نه شي ختمولی. د اسلامي همکاريو سازمان (OIC) په څېر بنسټونه د جومات په ړنګېدو خپلې د درواغو اوښکې–لکه د فلسطین د مسلمانانو په وژلو یې چې تویوي- تویولی شي؛ خو باید ډاډه وي چې الله سبحانه وتعالی مومنانو ته د بریا وعده ورکړې او په هغه ورځ به مومنان د الله په رحمت کې ډوب شي؛ خو خیانت کوونکي به د خپلو کافرو ملګرو له ځای(جهنم)  پرته د پټېدو لپاره بل ځای و نه مومي.

«الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا»  [النساء:۱۳۹]

ژباړه: «هغه خلک چې د مومنانو پر ځای له کافرانو سره د دوستۍ اړیکې ټینګوي، ایا دوی عزت له هغوی څخه غواړي؟ (که داسې وي) نو هر ډول عزت یوازې د الله سره دی.»

اسلامي امت بايد د وروستي پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم له لارښوونو قوت واخلي؛ د هغه صلی الله علیه وسلم پر لار ولاړ شي او په دې لاره کې د خنډونو او ستونزو پر وړاندې تر هغې مبارزه وکړي چې څو بریالي شوي نه وي. بریا د الله سبحانه وتعالی له لورې ده. باید پوه شو چې تر کومه د الله سبحانه وتعالی په لار کې جګړه کوو؛ هېڅ جګړه نه بایلو او دا جګړه په ځمکه کې د الله سبحانه وتعالی د دین د حاکمیت لپاره ده. که هغه ورځ ووینو او که نه؛ له راتلو يې انکار نه شو کولی. که موږ د دې مبارزې برخه وو، نو موږ د الله سرتېري یو.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

اخلاق جهان

۱۴۴۵هـ.ق کال د رجب ۱۷مه

۲۰۲۴م کال د جنوري ۲۹مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې