شنبه, ۱۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د روسیې په سوچي کې د پوتین او اردوغان لیدنه
بسم الله الرحمن الرحيم
د روسیې په سوچي کې د پوتین او اردوغان لیدنه

پوښتنه:

د ۲۰۲۱ م کال د سپټمبر پر ۲۹مه د روسیې په سوچي ښار کې د اردوغان او پوتین تر منځ ناسته ترسره شوه. د ترکیې جمهور رییس د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ چې د استخباراتو رییس حاکان فیدان او د ولسمشرۍ د اړیکو څانګې رییس فهرتین التان یې ملتیا کوله، په دې ناسته کې د هغه له کوم وزیر پرته ګډون وکړ!

دا ناسته په سوچي کې د دواړو جمهور رییسان تر منځ د تړلو دروازو تر شاه د درېیو ساتونو لپاره ترسره شوه او د غونډې په پای کې دواړه مشران خبري کنفرانس ته هم چمتو نه شول او همدارنګه په دې اړه د دواړو ولسمشرانو له خوا کومه اعلامیه هم خپره نه شوه. (سرچینه: شرق الویسټ، ۲۰۲۱م د سپټمبر ۳۰مه) د دغو لیدنو او خبرو اترو پایله او دلیلونه څه کېدایشي؟

ځواب: د دې لپاره چې پوښتنې ته ځواب ووایو، اړتیا ده چې لاندې مسایلو ته کتنه وکړو:

۱- د امریکا لېوالتیا او لومړیتوبونو ته په کتو دا څرګندېږي چې د دغه هېواد هڅې پر چین ورټولې دي. هغه پلان چې امریکا له منځني ختیځ څخه ووځي، په حقیقت کې د چین لپاره ځان خلاصوي. په دې مانا چې په سیمه کې هغه رول ولوبوي چې امریکا یې غوښتنه کوي. دغه پالیسي واک ته د ټرمپ تر رسېدو وړاندې څارل کېده، چې بیا د امریکا پالیسي تر یوه حده بدله شوه.

امریکا د چین په شاوخوا کې خپل نظامي او سیاسي ځواکونه راټول کړل، نو هڅه یې وکړه چې د ترکیې په څېر خپل ملاتړي هېوادونه او یا هغه هېوادونه چې د امریکا تر امر لاندې دي، د دغه هدف تر لاسه کېدو لپاره وکاروي. دا د هغې پالیسۍ برخه وه چې د ټرمپ ادارې په سوریه، لیبیا، ختیځه مدیترانه او په نورو سیمو کې ترکیې ته د رول لوبولو لپاره ورکړه.  ترکیې ته د دغه نوی رول په ورکولو سره امریکا په بشپړه توګه د سوریې د بحران په اړه له فکر کولو څخه ځان بهر کړ او دغه بحران یې ترکیې او روسیې ته پرېښود. په جینوا او استانه کې د ترکیې او روسیې خبرې ګډوډې شوې او ترکیې د سوریې شمال ته خپل پوځ دننه کړ.

۲- دغه رول د بایډن په اداره کې د ډیموکراټانو د سیاسي نظرونو او ملاحظاتو له امله اسانه شو. د امریکا ولسمشر جوبایډن په واشنګټن کې د خپلې پالیسۍ تر اعلان درې میاشتې وروسته د ۲۰۲۱ م کال د اپرېل پر ۲۳مه د ترکیې له جمهور رییس رجب طیب اردوغان سره ټلیفوني خبرې وکړې. په دغو ټلیفوني خبرو کې هوکړه وشوه چې دواړه مشران به د ۲۰۲۱ م کال د جون پر ۱۴مه د ناټو د غونډې په څنډه کې خبرې اترې وکړي. د دوی تر منځ تر لیدنې یوه ورځ وروسته د بایډن اعلان په ښکاره د دوی تر منځ اختلافونه بیان کړل او په ترکیه کې یې د ارمنیانو وژنه نسل وژنه یاده کړه.

په ټوله کې او د پایلې په توګه ویلی شو چې اردوغان او د ترکیې حکومت او نور چارواکي لېونتوب ته نېږدې وو او دا هر څه له رسنیو پټ وساتل شول. کله چې په بروکسل کې د غونډې په څنډه کې د دواړو ولسمشرانو تر منځ د ۲۰۲۱ م کال د جون پر ۱۴مه لیدنه وشوه، دوی له افغانستان څخه پر وتلو هوکړه وکړه او بایډن پر دغه مسله خوښي وښوده. اردوغان تر دې ناستې وروسته وویل چې ده له بایډن سره په افغانستان کې پر حالتو خبرې وکړې او ویې ویل: «موږ په افغانستان کې طالبان همداسې نه پرېږدو او موږ چمتو یو چې له دوی سره په هغه صورت کې معامله وکړ چې د امریکا او نورو هېوادونو ملاتړ راسره وشي.» (سرچینه: سي این این، ۲۰۲۱م، د جون ۱۴مه) خو له دغو څرګندونو ښکاري چې له سوریې څخه د وتلو پر ځای کوم څه ډېر مهم دي، په ځانګړې توګه د وتلو په اړه له روسیې سره د ترکیې د خبرو په رول کې.

۳- اوسمهال له سوریې څخه د وتلو مسله د امریکا لپاره ډېره پېچلې ده، ځکه دا وتل یوازې په امریکا پورې تړاو نه لري. له سوریې څخه د وتلو په مسله کې ایران، ایراني ډلې، ترکیه او تر ټولو مهم هغه د روسیې رول دی، چې پکې شامل دي؛ کوم چې د اوباما او پوتین تر خبرو اترو وروسته سوریې ته د دغو هېوادونو ځواکونه یوړل شول.

دا هر څه ځانګړو اقداماتو ته اړتیا لري. امریکا له سوریې څخه د بشپړ وتلو له مسلې سره مخالفه ده، په ځانګړې توګه له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وړاندې د روسیې په اړه. امریکا اوسمهال په کردانو کې یو باور رامنځته کړی چې ملاتړ به یې کوي او داسې به یې نه پرېږدي، څنګه یې چې له افغانانو او افغانستان سره وکړل. د سوریې د ډیموکراټو ځواکونو قومندان مطلوم ابدي څرګنده کړه چې د امریکا جمهور رییس له دوی سره ژمنه کړې چې امریکا به په سوریه کې خپل کرد ملاتړي یوازې نه پرېږدي. ابدي د ټایمز په نوم رسنۍ ته وویل، دوی موږ ته ډاډ راکړی چې دا افغانستان نه دی او په سوریه کې د امریکا پالیسي له افغانستان سره بشپړه توپیر لري. (ار ټي، ۲۰۲۱، د سپټمبر ۲۸مه)

۴- امریکا په سوریه کې د روسیې تر پاتې کېدو پورې له دغه هېواد څخه وتل نه غواړي، په ځانګړي ډول کله چې روسیې د امریکا بې پایلې پالیسې پیل کړې وه او چین ته د روسیې پر نېږدې کېدو تمرکز کوي. دا څه د ۲۰۲۱ م کال د جون پر ۱۶مه په جینوا غونډه کې د روسیې او امریکا د ولسمشرانو په ترسره شوې لیدنه کې واضح شول او بایډن خپل سیال ته وویل چې چین ته له نېږدې کېدو لېرې شي او د امریکا دریځ ته ځان نېږدې کړي. که څه هم امریکا پلان درلود چې له سوریې څخه ووځي او د دې مسلې لپاره خپل استازی وټاکي.

پر دې سربېره، دغه حقیقت چې د تل لپاره له سوریې څخه د امریکایې ځواکونو تر وتلو وړاندې له دغه هېواد څخه د روسیې د وتلو مسله د امریکا لپاره مهمه ده او خپل استازي ته یې وسپاري، څو دغه تشه ډکه کړي او ځان د چین لپاره وقف کړي، په ورته وخت کې دا نه غواړي چې روسیه په دې څه کې شریکه شي. نو په مسقیم ډول له سوریې څخه د وتلو په تړاو خبرې کول نه و، خو اردوغان ته یې دا ور زده کړه او پوه یې کړ چې په دې مسله کې له ښکېلې دویمې درجې روسیې سره له سوریې څخه د وتلو په تړاو خبرې وکړي. په ځانګړي ډول کله چې امریکا ډاډمنه شوه چې  په سیمه کې د هغې مزدور بشیر له نورو هېوادونو سره د امریکا اړیکې او پالیسۍ ته پرمختګ ورکولی شي. دا تر هغه وروسته پېښ شول چې امریکا د مصر په ګډون د سوډان، سوریې او لبنان ګاز په نښه کړل او امریکا تر هغه پر بشیر باور کولی شي، ترڅو چې د هغه پر ځای بل کس پیدا کوي.

پر همدغه اساس، امریکا اردوغان ته دنده ورکړه چې له روسیې سره د وتلو پر مسله خبرې وکړي... اردوغان وویل چې دی به د سپټمبر پر ۲۹مه د روسیې له ولسمشر ویلادمیرپوتین سره وویني، څو په دوه اړخیزو اړیکو او د سوریې په ادلیب ولایت کې پر وروستیو پرمختګونو بحث وکړي. اردوغان په یوه مطبوعاتي بیانیه کې وویل: «له پوتین سره به زما خبرې دوه اړخیزه او له درېیمګړي پرته ترسره شي او دا خبرې به یوازې پر ادلیب ولایت محدودې نه وي، بلکې موږ به د سوریې پر عمومي حالت بحث وکړو؛ هغه پړاو چې موږ به یې پیل کړو او پر دوه اړ خیزو اړیکو به هم خبرې وشي. اردوغان څرګنده کړه چې ترکیه او روسیه په سیمه کې محوري هېوادونه دي او زیاته یې کړه چې پوتین یو ښه سیاستوال دی. همدارنګه نوموړي د ازربایجان ا ارمنیانو مخالفت یوې خواته کولو ته هم اشاره وکړه. (سرچینه، ۲۰۲۱ م کال، د سپټمبر ۲۸مه، ازربایجان نېټ) د ترکیې د استخباراتو رییس حاکان فیدان د روسیې په سوچي ښار کې د اردوغان او پوتین تر لیدنې وړاندې وویل: «د سوریې مسله د دواړو هېوادونو تر منځ په اړیکو پورې تړاو لري، هغه مسله چې دواړه هېوادونه به یې په اړه یوځای اقدام کوي او دواړو ته ارزښت لري. (سرچینه: انادولو اجین سي، ۲۰۲۱، د سپټمبر ۲۹مه)

۵- روسیې هم دا درک کړې او پر دې مسله اندېښمنه ده. د روسیې حکومت د امریکا پر ځای له ترکیې سره له سوریې څخه د ځواکونو وتلو پر مسله مستقیمې خبرې کول سپکاوی بولي. په ځانګړي ډول همدا روسیه وه چې سوریې ته یې د ترکي ځواکونو د استولو زمینه برابره کړه، نو ځکه له ترکیې سره په مستقیم ډول له سوریې څخه د وتلو په تړاو خبرو ته نه چمتو کېږي. روسیه وېره لري چې دا څه هغې ته سپکاوی کول او په ټیټه سترګه ورته د کتلو مانا لري، په ځانګړي ډول چې د روسیې جمهور رییس ویلادمیرپوتین په نړۍ کې امریکا ته د یوې سیالې په سترګه ګوري. نو پر همدغه اساس، دا څه به په ورته وخت کې امریکا ته یو پیغام وي چې بیرته له مسکو سره له سوریې څخه د وتلو پر مسله په مسقیم ډول خبرې کول هم شوني دي. 

الف- د روسیې ولسمشر ویلاد میرپوتین مسکو ته د خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان ورتګ ته په کمه سترګه وکتل او د سوچي په هوایې میدان کې یې پر خپل ځای هغه ته د یاد ایالت یو مرستیال ور ولېږه؛ چې له هغه سره وویني... همدارنګه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو، په مسکو کې د ترکیې سفیر او نورو چارواکو اردوغان تر هوایي میدان پورې بدرګه کړ. (نننۍ ترکیه، ۲۰۲۱ م کال د سپټمبر ۲۹مه)

ب- پوتین همدارنګه «پراودا» ورځپانې ته ویلي وو چې اردوغان ته سپکاوی وکړي او هغه ته د فقیر سړي خطاب وکړي. معلومه ده چې «پراودا» روسۍ ورځپاڼه ده چې د شوري اتحاد پر مهال د نړۍ تر ټولو ستره ورځپاڼه وه او اوس هم کرملین ماڼۍ ته نېږدې او مشهوره ورځپاڼه یادېږي. د دې ورځپاڼې مدیر مسول الکساندر استروم مخکې تر دې چې اردوغان روسیې ته سفر وکړي، پر هغه یې د الفاظو برید وکړ او د یو فقیر انسان په توګه یې یاد کړ. «ورځپاڼې ویلي وو چې هغه په ټاکنو کې د بیا بریا لپاره چانس نه لري»

۶- پر همدغه اساس، د پوتین او اردوغان لیدنه له سره بیا تر وروستیو له ماتې سره مخ شوه. اردوغان داسې تمه درلوده چې دغه لیدنه به یې له پوتین سره ترسره شي او د ماتېدو په سترګه یې نه ورته کتل او په دې اړه ډاډه و. په همدغه ترتیب، له یادې ناستې څخه مثبتې پایلې تر لاسه نه شوې  او حتا په دې اړه مطبوعاتي کنفرانس هم ترسره نه شو. (د روسیې او ترکیې د جمهور رییسانو ناسته په سوچي ښار کې له کومې پایلې پرته پایته ورسېده، درې ساعته یې دوام وکړ، خو دواړو لورو د دې ناستې جزیات په ډاګه نه کړل. د دروېش خلیفه په نوم سیاسي شنونکي له العربیه الجدید په نوم رسنۍ سره په مرکه کې وویل: «د دې ناستې د جزیاتو نه څرګندېدل په دې مانا دي چې په کومه برخه کې هوکړه نه ده شوې او تر منځ یې اختلافونه شتون لري.» همدا لامل دی چې د دې ناستې جزیات له رسنیو سره شریک نه شول. د دې ناستې اساسي هدف د سوریې مسله ده او نه دا چې ځینې کسان یې د لیبیا او اوکراین په اړه تبلیغات یادوي.

۸- په پایله کې لاندې موارد شامل دي:

الف: اوسمهال امریکا له منځني ختیځ څخه د ځان ټولولو په هڅه کې ده او غواړي په دې ځای خپل مسولیت هغو کسانو ته وسپاري چې امریکا ته ژمن وي او امریکا په حقیقت کې غواړي چې پر چین هېواد خپل تمرکز ډېر کړي. د دواړو هېوادونو تر منځ به سړه جګړه روانه وي، څنګه چې امریکا پرې تورنه ده. په واشنګټن کې د چین هېواد سفارت ویاند لیو پنګیو د امریکا، انګلیس او اسټرالیا د یوځایوالي په اړه وویل: «دا هېوادونه باید انحصاري بلاکونه جوړ نه کړي چې د نورو ګتې خپلې موخې وګرځوي او یا هغوی ته زیان ورسوي. دغه اقدام د دې مانا لري چې هغوی سړه جګړه او ایډیولوژیک تعصب غواړي. (سرچینه: الجریزه نټ، ۲۰۲۱م کال د سپټمبر ۱۶مه)

ب: عثماني دولت چې روسیې ته د سر درد پیدا کړ، نور شتون نه لري. پر همدغه اساس روسییه اوس په راحتۍ دمه کاږي او د ترکیې واکمنان ډېر کمزوري دي او هغوی ته هېڅ ارزښت نه لري.

 

ج: هره پېښه چې رامنځته شوې، یو مثبت ټکی شتون لري او هغه دا چې کفري هېوادونه اوسمهال پخپلو کې ښکېل دي او مسلمان هېوادونه پرېږدي.

 

نو اوس د دعوت لپاره ښه فرصت رامنځته شوی او که څوک غواړي دغه حقیقت وڅاري. پر اسلام دې خوښي وي او د کافرانو زوال غواړو.

(إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ) [ق: ۳۷]

ژباړه: په دې کې هغو کسانو ته تذکر دی چې د عقل څښتن دي او د زړه په غوږونو واوري، په داسې حال کې چې حاضر دی.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې