شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له اسټرالیا او برېټانیا سره د امریکا د پوځي ځواکونو د یو‌ځای کېدو موخې
بسم الله الرحمن الرحيم
له اسټرالیا او برېټانیا سره د امریکا د پوځي ځواکونو د یو‌ځای کېدو موخې

پوښتنه:

له اسټرالیا او برېټانیا سره د امریکا د پوځي ځواکونو یوځای کېدو موخې او ګټې څه دي؟ ایا دا هڅې د چین پر وړاندې ترسره کېږي؟ که فرانسې ته د برېټانیا او امریکا هغه څاپېړه ده، چې هغې په تانزنیا کې د امریکا نفوذ ختم کړ؟ تر هغه وروسته یې د امریکا پر پلویانو مخ ور واړوه، همدارنګه کینیا او وروسته د فرانسې هغه هڅې چې اروپا خپلواک قدرت جوړه کړي؟

ځواب:

د دې لپاره چې څرګند او واضح ځواب تر لاسه کړو، اړتیا ده چې لاندې موضوعاتو ته کتنه وکړو:

۱- په یوه ویډیو کې ښکاري چې د امریکا جمهور رییس جوبایډن، د بریټانیې لومړی وزیر بورېس جانسن او د اسټرالیا لومړی وزیر کاټ موریسن خبرې کوي او د دفاعي اړیکو (درې اړخیزه ډله) یې اعلان کړه. د سکای نیوز د راپور له مخې، د ۲۰۲۱م کال د سپټمبر په ۱۶مه د امریکا جمهور رییس جوبایډن وویل: «موږ د اوږدې مودې لپاره یو.» د اسټرالیا لومړي وزیر موریسن بیا وویل: «موږ به د (اېن، پي ټي) اړیکو ترسره کېدو ته دوام ورکړو.» د بریټانیا لومړي وزیر بورېس جانسن دا پرېکړه ډېره مهمه وبلله او ویې ویل: «دا به د نړۍ تر ټولو ښه او ګډه طرحه وي.» دغو هېوادونو د دوی د یوځایوالي مسئله پټه کړه او پر دې شي چین او فرانسه حیران شول...

۲- فرانسې پر دې مسئله تند غبرګون وښود او امریکا او اسټرالیا یې په درواغ ویلو او بریټانیا یې په فرصت غوښتنې تورنه کړه. د فرانسې حکومت هغه مهال وویل، دا یوځوالی له شاه څخه د هغوی د غشي وهلو په مانا دی، ځکه دا له فرانسې سره په ۲۰۱۶ م کال کې د ۵۶ میلیارده ډالرو په ارزښت تر اوبو لاندې د پوځي تمرینونو لاسلیک شوی تړون لغوه کوي. سرچینه: (بي بي سي، ۲۰۲۱ د سپټمبر ۱۸مه)

چین هم په اسیا کې د لومړي ځل لپاره د رښتینې سړې جګړې پیلېدو په اړه خبرې وکړې او پر امریکا او بریټانیا یې غږ وکړ، چې د اټومي وسلو ګواښ ته په کتو په سیمه کې د دغه یوځایوالي پر جوړجاړي بیا کتنه وکړي. یعنې د یو غیر اټومي هېواد په توګه اسټرالیا ته د سمندري اټومي ټکنالوژۍ لېږد به کېدایشي د برید او تیري ګواښ رامنځ ته کړي. په دې کې شک نشته چې چین به هم پر دغه تړون او یوځایوالي اندېښمن وي، په ځانګړي ډول سمندري اټومي وسلو ته د اسټرالیا دننه کېدل، چې په اسیا بحر کې د چین له لومړیتوبونو سره په ټکر کې کېږي.

۳- د امریکا دودیزه ملګرې اورپا که د ټرمپ په دوره کې یوه څه ښه شوې وه، یعنې اړیکې یې ښې وې او د اړیکو ښه کېدل یا بیا رغېدل د امریکا د جمهور رییس په دغو چیغو چې (امریکا بیا مخکښه ده) ډېر شول، هغه چې د هغه د شعار په توګه راخیستل شوي او د ټرمپ له هغه شعار سره چې «امریکا لومړۍ ده» څه ناڅه بدلون لري. د بایډن ادارې د اورپایي تولنې له غوښتنې او پاملرنې پرته له افغانستان څخه وتل پیل کړل او خپل ټول سرتېري یې وایستل. همدارنګه امریکا دې ته لومړیتوب ورکړ چې د یادو هېوادونو خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي او هغوی کم وښيي.

له ټرمپ څخه د واکمنۍ تر لاسه کولو وروسته او د نهو میاشتو واکمنۍ په موده کې د بایډن د ادارې له لوري له افغانستان څخه د سرتېرو او امریکایي وګړو او د هغوی د ملګرو د ایستلو بهیر تر ټولو ستر کار و چې ترسره شو. تر دې وروسته په اروپا کې پر امریکا ډېرې نیوکې وشوې، چې په هغو کې تر ډېره فرانسې د امریکا پر دغه پرېکړه نیوکه وکړه او غږ یې وکړ چې اروپا باید له امریکا څخه بېل ځواک جوړ کړي.

تر دې وروسته د امریکا، اسټرالیا او بریټانیا پیوستون ترسره شو، چې اروپایي ټولنه پاتې شوه. دا هغه څه دي چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر یې دې ته اړه کړ چې داسې ووایي: «دغې یو اړخیز او ناسمې پرېکړې موږ ته ډېر څه پرېښودل چې د ټرمپ په اداره کې څه وشول.» د هغوی په وینا چې دا څه له شاه څخه په غشي یا خنجر وهل دي. بیا هغه و چې فرانسې له واشنګټن څخه خپل سفیر د مشورو لپاره ور وغوښت.

۴- په دقت سره د دغې نوي پوځي پیوستون یا یوځایوالي د موخو ازمویل:

له دې څخه موږ دې پایلې ته ورسېدو چې دا په نړیوال ډګر کې ستره پېښه ده او بدې پایلې به ولري، چې دا څه به د امریکا ستراتیژۍ ته د بیا کتلو لامل شي. همدارنګه د چین د پرمختګ مخه به ونیسي او د بریټانیا او امریکا د اړیکو تر منځ به فرانسې ته جزا ورکړل شي. دا جزا به له نړیوال چلند څخه د فرانسې د سرغړونې له امله وي او اروپایي ټولنې ته به ټکان ورکول وي. لاندې به ښه واضح شي:

د چین په اړه:

د چین په ګډون دغو ټولو هېوادونو ته روښانه ده چې د امریکا ستراتیژيکې موخې نن ورځ د چین د اقتصادي پرمختګ پر مخنیوي او نورو نړیوالو اقتصادي پرمختګونو ورټولې دي.

سربېره پر دې چین د دغې پوځي پیوستون په موخو پوه شوی، کله چې اعلان شو او په دې اړه یې خپله نارضایتي اعلان کړه. د چین حکومت دې څه ته د (ذهني سړې او ایډیولوژيکي جګړې) نوم ورکړ.

د اټومي وسلو نه خپرېدو تړون ته په کتو په واشنګټن کې د چین د سفیر ویاند (لي پینګیو) ټینګار وکړ چې نور هېوادونه باید هدف ونه ګرځوي او یا د نورو ډلو ګټې له ګواښ سره مخ کړي. تر ټولو مهم څه چې دوی یې باید ترسره کړي، هغه د «ذهني سړې او ډیولوژیکې جګړې» پای ته رسول دي. (سرچینه: الجزیره، ۲۰۲۱ م د سپټمبر ۱۶مه)

د چین لپاره:

له شک پرته دغه پړاو د چین پر وړاندې د اټومي یوځایوالي نوی پړاو دی. همدارنګه دغه تړون د ناټو د غړو هېوادونو تر چتر لاندې تشکیل شوی، څرنګه چې د شوروي اتحاد پر وړاندې جوړ شوی و.

الجزیرې له واشنګټن پوسټ څخه په نقل سره لیکلي: «دغه هوکړه به اسټرالیا ته اجازه ورکړي چې د زړو ډیزلي کښتیو ځواک پر ځای پرمختللې اټومي سمندري ځواک ځای پر ځای کړي. همدارنګه اسټرالیا ته د تېري او برید کولو وړتیا ورکوي او چین اړ دی چې د هر مخالفت پر مهال یاد هېواد ته د یو څه په سترګه وګوري. سرچینه: (الجزیره، ۲۰۲۱ م د سپټمبر ۱۷مه)

دا هڅې په دې مانا دي چې دغه تړون به د اسټرالیا له پوځي وړتیاوو سره مرسته وکړي، څو تر سمندر لاندې د اټومي ځواک او د امریکا په «کروز توغندیو» سمبال د چین مخالف هېواد هم شتون ولري.

ب- چین هم پر دې خبر دی چې د امریکا هغه ستراتیژي چې د چین د پرمختګ مخه ونیسي، په واشنګټن کې د نوې ادارې په رامنځ ته کېدو سره نه ده بدله شوې. امریکا هڅه کوي چې په سیمه کې د چین خلاف هېوادونه نور هم پیاوړي کړي او دغه پلان ډېر ګواښوونکی دی. د سمندري سیمې د پرانیستلو او د کښتۍ چلوونکې د ازادۍ تر سرلیک لاندې امریکا د چین په شاوخوا کې د پوځي سکټور د ځای پر ځای کېدو سره د سیندونو پوځي کېدو هڅه کوي. یا د ستر پوځي ملاتړ پر اساس د چین خلاف هېوادونو او سیمو برابرېدل، لکه جاپان، جنوبي کوریا، اسټرالیا، هند او یو شمېر نور هېوادونه.

کله چې امریکا دا درک کوي، چې د چین د پرمختګ مخنیوي پالیسي په عراق او افغانستان کې د جګړې له امله وځنډول شوه، چین هم دا ویني چې د امریکا د یادې پالیسۍ ځنډېدل واشنکټن دې ته هڅوي چې له کوم محدودیت پرته د یاد هېواد پرمختګ ودروي. ځکه دا ډېره ګواښوونکې ده، د ټرامپ حکومت د چین پر وړاندې د جاپان او جنوبي کوریا د اټومي کېدو هڅه کوله او د بایډن اداره هڅه کوي چې د چین د پرمختګ مخنیوي پر وړاندې اسټرالیا په اټومي او سمندري ځواک او وسلو سمبال کړي. له دې څخه معلومېږي چې د چین پر وړاندې د امریکا پالیسي تر پخوا ډېره ګواښونکې شوې ده.

په (اې، یو، کې، یو، این) کې د دریو متحدو هېوادونو په اړه چې دا څه الجزیرې د ۲۰۲۱ م کال د سپټمبر پر ۱۶مه په راپور کې خپاره کړل:

الف- د امریکا لوړپوړي چارواکي وویل: «دغه دفاعي ملګرتیا په سیمه کې د چین د نفوذ پراختیا مخنیوي په هدف رامنځته کېږي.» د امریکا جمهور رییس جوبایډن وویل، له اسټرالیا او بریټانیا سره د (اې، یو، کې، یو، این) دفاعي نوښت به په راتلونکي کې دغه درې هېوادونه د نظامي تمرینونه لپاره ښه پیاوړي کړي او د پېښېدونکو ګواښونو دفاع به وکړي.

ب- د بریټانیا لومړي وزیر بورېس جانس په دې اړه وویل، له امریکا او اسټرالیا سره دغه دفاعي ملګرتیا مرسته کوي چې یوځای کار وکړو، څو په هندو پاسفیک سیمه کې سیاسي ثبات او امنیتي ملاتړ رامنځ ته شي. هغه زیاته کړه، د دې ملګرتیا لومړی پړاو به له اسټرالیا سره د اټومي او تر اوبو لاندې ځواک  په تر لاسه کېدو کې مرسته وکړي.

ج- د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن په دې اړه وویل چې هېواد یې په ۲۰۱۶ م کال کې له فرانسې سره لاسلیک شوی ستر تړون لغوه کړ، څو تر اوبو لاندې غیر اټومي ځواک تر لاسه کړي. ځکه په وینا یې، دا چاره د امریکا او بریټانیا په مرسته کولی شي هېواد یې تر اوبو لاندې له اټومي وسلو سره له یوځای ځواک څخه برخمن شي. هغه زیاته کړې چې هېواد یې د اټومي وسلو د تر لاسه کېدو په هڅه کې نه دی او د نه اټومي پراختیا په برخه کې به خپلو ژمنو ته دوام ورکړي.

د فرانسې له لوري، دغه هېواد پر یاد یوځایوالي احساساتي او له غوسې ډک غبرګون وښود او د فرانسې مشران د دې پېښې پر پېښدو حیران شول:

الف- د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر «جین یس لییدراین» له خپل هېواد سره د اسټرالیا د اوبتل اخیستلو تړون پایته رسېدل له شاه څخه په غشي ویشتلو تشریح کړل او د فرانسې «انفو راډیو» ته یې وویل چې فرانسه د اسټرالیا د دغه تړون او له بریټانیا او امریکا سره د یوځای کېدو په اړه پر دښمنانو د خپل هېواد د پلورلو احساس کوي. سرچینه: (الجزیره ۲۰۲۱ د سپټمبر ۱۶مه)

نوموړي همدارنګه په یوه بیانیه کې وویل: «د جمهور رییس په غوښتنه ما پرېکړه وکړه، چې ژر تر ژره له اسټرالیا او امریکا څخه خپل سفیران راوغواړم. دغه استثنایي پرېکړه د هغه څه د استثنایي کېدو په اړه نیول شوې چې اسټرالیا او امریکا د سپټمبر پر ۱۵مه اعلان کړل. سرچینه: (ایرو نیوز عربي، ۲۰۲۱ م کال د سپټمبر ۱۷مه)

«جین یس لییدراین» د فرانسې «انفو راډیو» ته وویل: زه ډېر غوسه یم... دا هغه څه دي چې په یوځایوالي نه ختمېږي... دا پر مخ په څاپېړه وهل دي.» سرچینه: (دیویچ ویله، المان غږ، ۲۰۲۱م د سپټمبر ۱۷مه) د فرانسې له لوري د دوو سفیرانو تر غوښتل کېدو وړاندې: (د فرانسې چارواکو هغه غونډه لغوه کړه چې ټاکل شوې وه تېره ورځ په واشنګټن کې ونیول شي، څو د امریکا د انقلاب پر مهال سمندري جګړې یادغونډه ولمانځي؛ په کومه جګړه کې چې فرانسې مهم رول درلود. سرچینه: (الجزیره نېټ، ۲۰۲۱م، د سپټمبر ۱۸مه)

ب- د فرانسې د وسله وال پوځ وزیر «فلارینس پارلي اندېښنه وښوده چې د هېواد د دغه ستر تړون پای ته رسېدل او لغوه کېدل ګواښوونکي دي او ډېرې بدې پایلې به ولري... سرچینه: (الجزیره، ۲۰۲۱، د سپټمبر ۱۶مه)

دا چې ولې دغو دریو هېوادونو د فرانسې د انزوا لپاره یاد اقدامات ترسره کړل او د فرانسې غبرګون به څه وي، لاندې اشاره ورته کوو:

الف: د فرانسې حکومت په پرانیستي ډول د ټرمپ ادارې پالیسې رد کړه او نیوکه یې پرې وکړه. دا څه د مدیترانې په برخه کې د ترکیې او جرمني تر منځ د کړکېچ پر مهال رامنځته شول. کله چې د بایډن حکومت راغی او له فغانستان څخه یې ځواکونه وایستل، هغه هم په داسې بڼه چې له اروپایي ټولنې سره د امریکا د یوځایوالي کچه ښکاره شوه. دغو هېوادونو غوښتل چې د متحدانو په توګه راښکاره شي او نه ملاتړي. فرانسه اروپایي ټولنې ته ور وګرځېده، څو د امریکا او ناټو له چتر بېرون پوځي ځواک رامنځ ته کړي. یعنې د امریکا له پوځي رهبرۍ سره مخالفت ته ورګرځېدلې ده. اروپایي هېوادونو په افریقا کې د امریکا د نفوذ مخنیوي لپاره خپل جسارت زیات کړی دی؛ څنګه چې دا څه په افریقا، کینیا او د افریقا په ساحلي برخو کې د فرانسې په پوځي فعالیتونو کې ولیدل شول. دا ټولې کړنې د امریکا د ناخوښۍ لامل شوې.

ب- د اروپایي ټولنې له هېوادونو سره د بریټانیا د (برګزیټ) تر خبرو وروسته ښکاره شوه چې د بریټانیا او فرانسې اړیکې بشپړې ورانې شوې دي. دا هر څه د اروپایي ټولنې او فرانسې د سخت سیاست شرطونه په ډاګه کوي او له اروپایي ټولنې د بریټانیا پر وتلو خوښ وو. کېدای  شي فرانسه او اروپایي ټولنه په یاده ټولنه کې د نورو هېوادونو لکه د بریټانیي غوندې، د مخنیوي غوښتونکي وي، خو دې څه د فرانسې او بریټانیې په اړیکو کې بېمخینې زیان رامنځ ته کړ او د دوی نړیوالې پالیسۍ سره بېلې شوې. کله چې فرانسه پر دې وتوانېده چې د «قیس سعید» په مرست په تونس کې واک تر لاسه کړي، د انګلیس ګټو ته له کتو پرته له امریکا څخه په مرستې غوښتنې یې د انګلیس پر وړاندې هڅې پیل کړې وې او دغه امر د دواړو په سیاستونو کې یو فرمان نه و.

ج- تر دې وړاندې د ۲۰۲۱ م کال د مې میاشتې په پیل کې د جرسي جزیرې کړکېچ و، هغه چې دغه جزیره د برېټانیا په شهزاده پورې تړاو لري او د فرانسې له مینلنډ څخه ۲۰ کیلو متره لېرې ده. هغه مهال بریټانیا خپل عبادت کوونکي یادې سیمې ته ولېږل، څو د فرانسوي کب نیوونکو مخه ونیسي او له کب نیولو څخه یې منع کړي.  فرانسې ګواښ وکړ چې د یادې جزیرې برېښنا به پرې کړي او د بریټانیا د دغه اقدام په غبرګون کې یې ژر تر ژره هلته فرانسوي پولیس ولېږل. دا هرڅه د دواړو هېوادونو د اړیکو ترینکلي کېدو پر مهال پېښ شول. دا څه بریټانیا دې ته اړه کوي چې فرانسې ته زیان ورسوي او پر وړاندې یې امریکا راوپاروي. د نیویارک ټایمز او ځینو نورو رسنیو د معلوماتو له مخې، بریټانیا د امریکا، اسټرالیا او دغه هېواد تر منځ د تړون او یوځایوالي په رامنځ ته کېدو کې مهم رول لرلی دی.

د- خو دا چې د امریکا او نورو لپاره ډېر ګواښوونکي دي، چین ته د فرانسې د سولې لاس اوږدول دي چې د امریکا د دریځ خلاف عمل دی. پاریس وېرېږي چې ستني متحدین به یې له چین سره د تقابل پر اساس دریځ خپل کړي، چې دا څه بیا فرانسه له ګواښ سره مخ کوي. د هند او په ارام اقیانوس کې په دغه درې ګوني یوځایوالي کې هر ډول لړزه رامنځ ته کېدل به په کالدونیا او پلي نزي کې د یو میلیون فرانسویانو امنیت له ګواښ سره مخ کړي. 
پر همدغه اساس، تمه کېږي چې فرانسه به په راتلونکي کال کې د اروپایي ټولنې د ریاست له تر لاسه کولو وروسته یوه ستراتیژیکه تګلاره جوړ کړي، چې پر اساس به یې له امریکا د بېرون کېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. سرچینه: (الجزیره، ۲۰۲۱ میلادي کال د سپټمبر ۲۹مه) 
دا د همغه یووالي زور دی چې امریکا له بریټانیا او اسټرالیا سره د دری اړخیز یوځایوالي هڅې کوي، څو په دې سره چین هم د امریکا تر کلابندۍ لاندې وي او له بل لوري فرانسې ته هم زیان ورسوي. دغه اتحاد د چین په شاوخوا کې سمندریزې چارې څاري او دا هغه څه دي چې امریکا یې د چین پر وړاندې په پام کې لري. د فرانسې په اړه، دغه هېواد پخپل بې پروا سیاست سره دومره کمزوری دی چې د امریکا او انګلیس د یادو هڅو مخه نه شي نیولی. په ټوله کې ویلی شو چې اروپایي ټولنه اوسمهال له سترې کمزورۍ ځورېږي. نو له دې ټولنې څخه د بریټانیا تر وتلو وروسته دغه کمزوري نوره هم ډېره شوې ده. 
 

۷- نو پر همدغه اساس، دغو دریو هېوادونو ته د ارزښت په توګه هېڅ هم نه دي پاتې شوي.

[بَأْسُهُمْ بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعاً وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَعْقِلُونَ] [حشر: ۱۴]

ژباړه: هغوی له تاسو سره د دېوالونو تر شاه پرته په ډله‌ییز ډول جګړه نه کوي، جګړه یې پخپل منځ کې ده، خو ستاسو په مقابل کې کمزوري دي. هغوی یوځای ګڼئ، په داسې حال کې چې زړونه یې له تېښتې ډک دي. هغوی داسې قوم دی چې تعقل نه کوي.

هغوی په داسې حال کې دي چې تر منځ یې اړیکې مخ په خرابېدو او زیان دي. نو د اسلامي دولت د بیا راتګ او د اسلام دین د ظهور لپاره غوره فرصت او وخت دی. دغه حالت د لومړي اسلامي دولت پر مهال د رومیانو او ایرانیانو هم و. د هغوی تر منځ اړیکې له دښمنۍ ډکې وې.

[وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوءاً فَلَا مَرَدَّ لَهُ وَمَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَالٍ] (رعد: ۱۱)

ژباړه: کله چې الله سبحانه وتعالی یو قوم ته د هغوی د کړنو له امله اراده ور په برخه کړي، هېڅ څیز به یې په مخ کې خنډ نه شي او له الله سبحانه وتعالی پرته به بل سرپرست ونه لري.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې