دوشنبه, ۲۲ شعبان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د فلسطین د ازادۍ لپاره د صلاح الدین نقشه
بسم الله الرحمن الرحيم
د فلسطین د ازادۍ لپاره د صلاح الدین نقشه

صلاح‌الدین په ۱۱۳۷م کال کې په عراق کې نړۍ ته سترګې وغړولې او په داسې حال کې مشهور شو، چې اسلامي خاورې ټوټه ټوټه شوې او صلیبیانو اشغال کړې وې. کله چې په ۱۱۶۹م کال په مصر کې قدرت ته ورسېد، د خلافت دولت د ځواکمنولو او مختلفو عربي سیمو د یووالي لپاره یې هڅې پيل کړې. صلاح‌الدین د مسلمانانو د یووالي ارزښت درک کړی و، له همدې امله یې د فلسطین شاوخوا کوچنۍ خاورې له سټراټېژیک اړخه متحدې کړې او د صلیبیانو پر ضد یې یوه متحده جبهه پرانیسته. د صلاح الدین د لښکرکشۍ د عطف ټکی په اوسني اردن کې هغه مهال و چې په ۱۱۸۷م کال د کراک مسیحي پاچا د مسلمانانو پر یوه کاروان د "رینالد دو شاتیلون" بدنام برید وکړ. دې پېښې یوه لنډمهاله سوله له منځه یووړه او صلاح‌الدین ته یې فرصت ورکړ چې خپله پخوانۍ هیله، چې د بیت‌المقدس ازادي وه، پوره کړي. 

د اسلامي جبهې د یووالي لپاره د صلاح‌الدین هڅې د صلیبیانو لخوا د سوریې په ساحلي ښارونو او مهمو کلاوو لکه "کراک او کرک ډي مونترال" کې، چې په اوسني اردن کې دي، له ستونزو سره مخ شوې. د صلیبیانو دغو جبهو د مصر، لویې سوریې او عراق د یوې برخې تر منځ اړیکې ختمې کړې، چې دا د صلاح الدین د دولت اصلي محورونه ګڼل کېدل. عمادالدین زنګي مخکې د لویې سوریې په یو ځای کولو سره د یووالي ډبره کېښوده او دغه یووالي بیا د نورالدین لخوا، چې مصر یې له سوریې سره متحد کړ، دوام وکړ.

د حطین تر جګړې وړاندې ځیې پېښې وشوې، چې پیل یې په ۵۸۲هـ.ق کال د "پینځم بالدوین‌" پاچا له مړینې وشو. د صلیبي شهزاده ګانو تر منځ د قدس خاورې د تاج و تخت لپاره کورنۍ شخړې رامنځته شوې. صلاح‌الدین له دغو ناامنیو څخه ګټه واخیسته او په سټراټېژیکه توګه یې د صلیبي جنګونو په چارو کې مداخله وکړه. د پینځم بالدوین پاچا له مور "سیبیل" سره د "ګي لوزینیان" واده کولو نوموړی تر سلطنت پورې ورساوه، چې په پایله کې د "ګي ډي لوزینیان" او "درېیم ریموند" تر منځ چې دی هم د پاچایۍ لپاره نوماند و، د شخړې لامل شو.

په اوسني لبنان کې د طرابلس له پاچا، "درېیم ریموند" سره د صلاح‌الدین اوربند او په اوسنۍ ترکیه کې د انطاکیې له پاچا "درېیم بوهموند" سره د هغه بل اوربند نوموړي ته د صلیبیانو په سیاست کې د لاسوهنې اجازه ورکړه. د صلاح‌الدین لخوا له "درېیم ریموند" او "درېیم بوهموند" سره د ایتلاف نوي کولو په سټراټېژیک ډول د طرابلس او انطاکیې صلیبي حکومتونه کمزوري کړل، چې دغه کار د کراک پاچا "رنالد ډي شاتیلون" غوسه کړ او پر مخکیني اوربند سربېره یې د یوه سوداګریز کاروان په لوټلو سره خپل تړون مات کړ. د دغه تړون د ماتولو په مقابل کې د صلاح‌الدین ډيپلوماتیکې او سټراټېژیکې کړنلارې د "ګي" او "رینالد" تر منځ بې‌باوري او تفرقه رامنځته کړه او د حطین جګړې ته یې لاره هواره کړه.

صلاح‌الدین له فرصت څخه په استفادې د مسلمانانو صفونه متحد کړل او په ټول مصر، بین‌النهرین، د عراق په شمال موصل او سوریه کې یې لښکرې چمتو کړې. هغه په ۵۸۳هـ.ق کال کې له دمشق څخه حرکت وکړ او خپل اصلي هدف یې، چې د قدس د حاکمیت ترلاسه کول و، پټ کړ. د صلاح‌الدین دغه حرکت نه یوازې دا چې "رینالد ډي شاتیلون" وګواښه، بلکې د صلاح‌الدین نظامي او سټراټېژیک قدرت یې هم وښود. صلاح‌الدین ایوبي داسې سټراټېژیک حرکتونه وکړل، چې په پایله کې د برخلیک ټاکونکې جګړې، حطین لامل شول.

تر دغې جګړې وړاندې د صلاح‌الدین د کشف ځواک په "سپفوریس" یا اوسني الجلیل سیمه کې د پام وړ بریا ترلاسه کړه او د صلیبیانو په زړونو کې یې وېره او ارهاب پيدا کړ. صلاح‌الدین د خپلو قوماندانو د نظر پر اختلاف سربېره بیا هم برخلیک ټاکونکې جګړه وټاکله، چې په دې سره یې خپل راتلونکی مسیر څرګند کړ. د نوموړي هدف د صلیبیانو په صفونو کې له اختلافاتو او د "پینځم بالدوین" پاچا له مرګ څخه ګټه اخیستل وو، چې د هغوی ارادې کمزورې کړي. د صلیبیانو داخلي اختلافات، اخلاقي انحطاط او بې‌باوري د هغوی له سقوط سره مرسته وکړه. صلیبیان چې پنځوس زره کسان وو، د مسلمانانو د متحدې جبهې پر وړاندې یې مبارزه پیل کړه.

صلاح‌الدین له دغو کمزورو ټکو څخه ګټه پورته کړه، یو سټراټېژیک پلان یې جوړ کړ او داسې دامونه یې کېښودل چې صلیبیان پکې راګیر شول. صلاح‌الدین د ځمکې او جغرافیې د ارزښت په درک کولو سره صلیبیان په سټراټېژیک ډول د طبریه یا اوسني الجلیل سیمې ته را کش کړل او له یوه بد وضعیت سره یې مخ کړل. صلیبیان ستړي او تږي د صلاح الدین په دام کې ولوېدل. صلاح‌الدین په سټراټېژیک ډول پر مسیحي لښکر بریالی شو او له مستقیمې نښتې څخه یې ډډه وکړه، تر دې چې وضعیت د مسلمانانو په ګټه پای ته ورسېد.

په پایله کې د حطین جګړه په ګرمه هوا کې وشوه، د صلیبیانو له کمزوریو (درنو زغرو او د اوبو کمښت) یې ګټه واخیسته او مسلمانان بریالي شول. حطین یوه سخته جګړه وه، چې صلاح‌الدین د رواني جګړې، محاصرې او د صلیب د رښتینې مجسمې د تصرف کولو په مرسته پر صلیبیانو رواني اغېزې زیاتې کړې.

په حطین کې د صلاح‌الدین بریالیتوب د الهي نصرت ښکارندویي کوي، چې له هغو کسانو سره یې ژمنه شوې چې د الله تعالی دین ته نصرت ورکوي. دا جګړه د خلافت او صلیبیانو په جګړو کې د عطف ټکی دی، چې په پرېکنده توګه د صلاح‌الدین په بریالیتوب او د لویې سوریې د متحد کولو لپاره په وروستیو هڅو سره پای ته ورسېده. د بیت‌المقدس ښار د صلیبیانو تر ۸۸ کلونو اشغال وروسته د صلاح‌الدین د سټراټېژیک پلان په مرکزي ټکي بدل شو. د صلاح‌الدین اصلي هدف د قدس ازادي وه.

هغه د قدس تر محاصرې وړاندې د قدس ښار په سټراټېژیک ډول د مدیترانې له بحیرې څخه بېل او منزوي کړ. صلاح‌الدین د مسیحیانو د سمندري ځواکونو د نږدې کېدو د مخنیوي لپاره د مصر له سمندریز ځواک سره مرسته وکړه او د خپلې نظامي سټراټېژۍ بشپړه کړنلاره یې نندارې ته وړاندې کړه.

د صلاح‌الدین د سټراټېژۍ زور د حطین تر جګړې وروسته معلوم شو، چې د صلیبیانو پر ساحلي ښارونو یې تمرکز کړی و. نوموړي د طبریه، عکا، یافا، عسکالون، صیدا، بیروت، جبیل او داسې نورو سیمو په فتحه کولو سره په سیمه کې د صلیبیانو شتون ختم کړ. دغه ساحلي کلاوې چې له ډېر وخت راهیسې یې د مسلمانانو خاورې نیولې وې، یو پر بل پسې سقوط شوې او د صلیبیانو سنګر له منځه لاړ. هغه په لومړیو کې د ساحلي ښارونو د امنیت په ټینګښت سره صلیبیان له سمندري اډو څخه محروم کړل، د هغوی ځواکونه یې کمزوري کړل او د اروپایي مرستو مخه یې ونیوله. بهرنۍ ډیپلوماټيکې هڅې دا وې، چې له قسطنطنیې سره یې ایتلاف وکړ، د ایټالیا له سمندري ځواکونو سره یې سټراټېژیکې معاملې وکړې او د صلیبیانو پر پاچاهانو یې د هغوی نفوذ محدود کړ.

د مال او ځان لپاره منظمه کړنلاره د دې لامل شوه، چې بې شمېره بریاوې ترلاسه شي. د فتحو دغې لړۍ سیاسي لیدلوری بدل کړ، صلیبیان یې کمزوري کړل او د بیت‌المقدس په ازادۍ سره وروستۍ کچې ته ورسېده. د صلاح‌الدین رهبرۍ یو نوی دوران پیل کړ، استعماري خوځښت یې له ستونزو سره مخ کړ او له سیمې څخه یې په بشپړه توګه د صلیبیانو ایستلو ته لاره هواره کړه.

د بیت‌المقدس پر لور د صلاح‌الدین په پرمختګ سره د ښار صلیبي ساتونکي له ستونزو سره مخ شول. په بیت‌المقدس کې تر ۶۰۰۰۰ ډېرو صلیبي جنګیالیو د صلاح‌الدین د ځواکونو د مخنیوي لپاره چمتووالی پراخ کړ. د ښار دفاعي حالت یې قوي کړ، پر هره غونډۍ یې منجنېقونه کېښودل او د مسلمانانو لخوا د نږدې پېښېدونکې محاصرې د مخنیوي پر وړاندې یې خندقونه وکیندل. د صلاح‌الدین سټراټېژي په یوه ښه جوړ شوي نظامي پلان کې را څرګنده شوه. هغه په دې هڅه کې و، چې اسلامي ځواکونه سره متحد کړي، صلیبیان په خپل قلمرو کې کمزوري کړي او بیت‌المقدس د مرستندویه ځواکونو په برخه کې منزوي کړي. صلاح‌الدین د جهاد په موخه د مسلمانانو د تنظیم لپاره له یوه رسنیز کمپاین څخه ګټه واخیسته. د ټولې اسلامي نړۍ د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره یې فتحې او ساحلي بریاوې نورې هم زیاتې کړې. صلاح‌الدین ۱۲ ورځې بیت المقدس محاصره کړ، تر دې چې مسیحیان د ۱۱۸۷م کال د اکټوبر په ۲مه تسلیم شول. د صلاح‌الدین تر ټولې غوره توپخانې د دېوالونو په نړولو کې مهم رول درلود. تر سختې جګړې وروسته دې ته چمتو شو، چې د صلیبیانو له یوه لوی نظامي مشر "بالیان دي ایبلین" سره چې د بیت‌المقدس پر بالیان مشهور و، خبرې اترې وکړي. صلیبیان د بیت المقدس تسلیمولو ته چمتو شول؛ جزیه ورکول او یو شمېر نور شرطونه یې هم ومنل.

بیت‌المقدس ته د صلاح‌الدین ننوتل په دې معنا وو، چې ښار نور ازادی شوی دی. صلاح‌الدین پر صلیبیانو د مناسبې جزیې په ټاکلو سره پر هغوی رحم وکړ. صلاح‌الدین بیت‌المقدس ته له ننوتلو سره سم امر وکړ چې ښار بېرته په لومړي حالت جوړ کړي او د صلیبیانو لخوا رامنځته شوي بدلونونه برعکس کړي. مسیحیانو ته اجازه ورکړل شوه، چې پاتې شي، جزیه ورکړي او د اسلامي قوانینو تر چتر لاندې ژوند وکړي. د یادونې وړ ده، چې صلاح‌الدین د کلیساوو د نړولو وړاندیزونه رد کړل او له اسیرانو سره یې ډېره مهرباني وکړه. نوموړي ټول زندانیان ازاد کړل او ان د هغو کسانو پر کورنیو مهربانه شو چې شپه او ورځ یې په صلیبي جګړو کې ګډون کړی و. د مسیحیانو سرچینو او تاریخ لیکونکو د صلاح‌الدین پر بې‌مثاله صبر او انسانیت اعتراف کړی چې عمل یې د صلیبیانو له جنایتونو سره په بشپړ ټکر کې و.

تر فتحې اته ورځې وروسته مسجدالاقصی پاک شو او د جمعې لومړی لمونځ پکې ادا شو. قاضي محی‌الدین ابن‌الزکي یوه قوي خطبه وویله او پر کفر د بریا له امله یې د الله سبحانه وتعالی ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ټولې چارې باید د الهي احکامو پر اساس ترسره شي او هغه برکتونه یې ومنل چې مومنانو ته ورکړل شوي وو. دې خطبې د فتحې پر ارزښت او د مسجدالاقصی پر سپېڅلتیا او تاریخي ارزښت ټینګار وکړ. هغه د الله سبحانه وتعالی له اوامرو څخه د پیروۍ او د اسلامي خاورو د ازادۍ لپاره د جهاد غوښتنه وکړه.

صلاح‌الدین یوازې پر بیت المقدس بسنه ونه کړه او د لویې سوریې د جنوبي او شمالي سیمو په لوري لاړ. د "کراک او کرک ‌ډي مونترال" کلاوو د هغه پر وړاندې مقاومت وکړ، چې محاصرې یې یو کال دوام وکړ. پر سیمه د خلافت د حاکمیت د کنټرول لپاره د صلاح‌الدین د هڅو په برخه کې، نوموړي ته د دغو کلاوو تسلیمول یو مهم ګام و. وروسته صلاح‌الدین خپل تمرکز د شمال پر لوري زیات کړ او په طرابلس او انطاکیه کې یې سیمې خپل هدف وګرځولې. په طرابلس او انطاکیه کې فتحو د صلیبیانو سنګرونه کمزوري کړل، چې په پایله کې یې اوربند وکړ او د صلاح‌الدین لخوا فتح شوي قلمرونه يې ومنل.

صلاح‌الدین د پام وړ سیاسي ځیرکتیا او هوښیاري وښوده. هغه د اسلام د صفونو د یووالي او د صلیبیانو پر وړاندې د جهاد ارزښت درک کړی و. له ځینو صلیبي قدرتونو سره یې یو لنډمهاله اوربند وکړ، چې نوموړي ته یې د دې اجازه ورکړه چې د خپل قدرت پر ټینګوالي تمرکز وکړي او د بې ځایه بوختیاوو مخه ونیسي.

علماوو د جهاد لپاره د امت د چمتووالي، پر ځان د باور زیاتوالي او فکري ملاتړ په برخه کې اساسي رول درلود. صلاح‌الدین له علماوو سره نږدې اړیکه درلوده او د جګړې او اداري چارو په اړه یې له هغوی سره مشورې کولې. قاضي فاضل چې یو لوی عالم دی، په خپلو مشورو یې مهم رول ادا کړ.

له پوره چمتووالي وروسته صلاح‌الدین د زړه له تله الله سبحانه وتعالی ته دعاوې وکړې او د ځان په اړه یې پر الهي نصرت اعتراف وکړ. د هغه په دعاګانو او سجدو کې تواضع وه؛ پر الله سبحانه وتعالی يې پوره باور و او د هغه سبحانه و تعالی له لوی ذات څخه یې د بریالیتوب غوښتنه کوله. د هغه عزت او ویاړ په حقیقت کې اسلامي شریعت ته د هغه د اخلاص او ژمنتیا نښه وه. لکه عمر بن خطاب «رض» چې د امت تر منځ یووالي او شریعت ته قوي ژمنتیا لرله او ټینګار یې کاوه چې اسلام د امت د عزت سرچینه ده.

دا «موږ یوازې د عبادت او جهاد لپاره پیدا شوي یو» خبره وه چې صلاح‌الدین دمشق ته د داخلېدو په حالت کې ټینګار پرې کاوه؛ دا پر ایمان د هغه ژمنتیا او ثبات ښوده. د صلاح‌الدین بریا یوازې له نظامي اړخه نه وه، بلکې د هغه د ایمان، اسلامي اصولو ته د ژمنتیا او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له لارې څخه د پیروۍ پایله وه. د هغه بریالیتوب د رښتینو مومنانو په منظمولو کې د قرآن د ژبې قدرت څرګند کړ او د اسلامي نړۍ د یووالي لپاره یې د ایمان او جهاد پر ارزښت ټینګار وکړ. په حطین جګړه کې د هغه بریالیتوب او وروسته د قدس فتحه کول د یوې بشپړې سټراټېژۍ پایله وه؛ چې یووالی، سیاسي هوښیارتیا، حکومت، ډیپلوماسي او د اسلامي اصولو پر اساس جهاد ته مخلصانه ژمنتیا پکې شامل وو. د هغه میراث د سټراټېژیکې رهبرۍ لپاره د څراغ حیثیت لري او له اسلامی اصولو څخه کلکه پیروي ګڼل کېږي.

نن ورځ امت له همداسې یو حالت سره مخ دی. د امت لوڼې او بچیان په غزه کې په بې‌رحمۍ وژل کېږي. استعمارګرو یهودو مقدسه خاوره اشغال کړې او سبب یې د خلافت نشتون، پر مصنوعي او غیرطبیعي دولتونو (دولت-ملت) د مسلمانانو د جبهې وېشل او پر همدغو دولتونو د مزدور حکامو، چې د استعمارګرو د ګټو ساتونکي دي، واکمنېدل دي. هغه خاوره چې صلاح‌الدین له صلیبیانو څخه ازاده کړه او هغه خاوره چې خلیفه عبدالحمید ثاني یې ساتنه وکړه، د استعمارګرو قدرتونو د تړون په پایله کې د یهودو لاس ته ولوېده. امت اوس هم یوه بل صلاح الدین ته شېبې شماري او یوه بل داسې اتل ته په تمه دی، چې د صلاح‌الدین په څېر شجاعت، اسلامي عقیدې ته ژمنتیا او د جهاد مینه ولري.

په ریاض کې د مسلمانو حکامو وروستۍ ناسته او د صلاح‌الدین ایوبي کړنلاره مقایسه کول یو غیرواقعي کار دی. په داسې حال کې چې دغو رهبرانو په خپلو خبرو او ویناوو کې د غزې جنایتونه محکوم کړل، د دوی په خبرو کې هغه ځواک نه و، چې د رښتیني بدلون سبب شي او د اسلامي ارزښتونو لپاره اقدام وکړي. په جګړه کې بریا عملي اقدام ته اړتیا لري او یوازې خبرې بسنه نه کوي. د صلاح‌الدین مثال موږ ته دا را وښوده، چې په حساس حالت کې له پرېکنده اقدام پرته یوازې خبرې کول ګټه نه کوي. د مسلمانو رهبران چې د دوو دولتونو د حللارې ملاتړي دي، په حقیقت کې د اسلام له جوهر سره خیانت کوي. د فلسطین او مسجدالاقصی مبارکه خاوره د هغه ځای د اوسېدونکو او د هغوی د دښمنانو تر منځ نه شي وېشل کېدی. د دې خاورې د حللارې په اړه پخپله الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ﴾ [بقرة –۱۹۱]

ژباړه: «له هغوی سره وجنګېږئ، تر دې چې پر هغوی برلاسي شئ او هغوی له هغه ځایه وباسئ چې تاسو یې ترې ایستلي یئ.»

عملي اقداماتو ته دعوت کول نه یوازې دا چې یوه جمعي دنده ده، بلکې اسلامي عقیدې ته زموږ ژمنتیا هم ښيي. د ظلم پر وړاندې د مبارزې او د هغو کسانو د ملاتړ لپاره چې له دین سره مرسته کوي، د قرآن حکم باید د مسلمانانو په زړونو کې وځلېږي. د نن ورځې پوځیان باید د غزې اواز ته لبېک ووایي، لکه څنګه چې صلاح الدین د مسجدالاقصی د ساتلو لپاره لښکرې چمتو کړې. دغه پوځیان له صلاح‌الدین سره ګډه عقیده لري او هغه د اسلام قوي عقیده ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ﴾ [انفال –۷۲]

ژباړه: « کله چې څوک د دین لپاره له تاسو نصرت وغواړي، نو پر تاسو فرض ده چې دوی ته نصرت ورکړئ

اې مسلمانو سرتېرو! اې د صلاح‌الدین بچیانو! یوازې اسلام موږ ژوندي کولی شي او یوازې اسلام مو په حرکت راوستلی شي. همدا اسلام موږ ته راښيي، چې له الله سبحانه وتعالی څخه باید ووېرېږو او موږ چمتو کوي، چې باید د قیامت د لویې ورځې له حساب څخه ووېرېږو. همدا اسلام موږ اماده کوي چې خپل لوی او کوچني عملونه د الله سبحانه وتعالی د اوامرو پر اساس تنظیم کړو.

اې مسلمانو افسرانو! پر تاسو واجب دي چې په غزه کې ستاسو پر خویندو او وروڼو د بې‌رحمه تېري پر وړاندې له مظلومانو څخه د دفاع او د مبارکې خاورې د ازادۍ په خاطر د خپلې وجیبې په اړه ژور فکر وکړئ. دغه فکر باید د اسلامي عقیدې د اصولو پر اساس او د قیامت په ورځ له حساب ورکونې څخه د پوهاوي له مخې وي. ایا تاسو په دغو عملونو کې د بریا او شهادت یوه هیله نه لرئ؟ ایا تاسو په دې دنیا او اخرت کې د عزت هیله نه لرئ؟ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَيُدْخِلْكُمْ جَنَّـٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَـٰرُ وَمَسَـٰكِنَ طَيِّبَةً فِى جَنَّـٰتِ عَدْنٍ ۚ ذَٰلِكَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ * وَأُخْرَى تُحِبُّونَهَا نَصْرٌ مِنَ اللهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ﴾ [صف –۱۲-۱۳]

ژباړه: «الله به ستاسو ګناهونه وبښي او تاسو به هغو باغونو ته داخل کړي، چې تر ونو لاندې به یې ویالې بهېږي او په عدن جنت کې به پاک کورونه درکړل شي، دا یو لوی بریالیتوب دی. هغه بل څه (دنیوي نعمت) چې تاسو یې خوښوئ، هغه به هم درکړل شي، نصرت د الله تعالی لخوا دی، فتحه نږدې ده او مومنانو ته زېری ورکړئ.»

اې مخلصو مسلمانو نظامي افسرانو! نن ورځ چې موږ په غزه کې د خپلو خویندو او وروڼو د مصیبت شاهدان یو، نو عملي اقدام ته دعوت پکار دی. دا چې امت له دې لویې غمیزې سره مخ دی، نو اسلامي عقیده او د صلاح‌الدین ایوبي تګلاره باید تاسو د مهمو او اغېزناکو ځوابونو خواته روان کړي. دا ډېره مهمه ده چې د صلاح‌الدین ایوبي د عصر او د غزې د اوسني وضعیت تر منځ موازي خط کش کړل شي، لکه څنګه د هغه رهبرۍ له اسلامي عقیدې څخه اخیستل شوی قدرت نندارې ته وړاندې کړ؛ اوس هم یو ځل بیا اړتیا ده، چې د صلاح‌الدین ایوبي سیاسي، سټراټېژیکه او نظامي هوښیاري په پام کې ونیول شي. اوس د لاس په کار کېدو وخت دی. د اسلام تعلیمات ومنئ او د صلاح‌الدین ایوبي لاره تعقیب کړئ. همدارنګه منظم شئ، ترڅو په غزه کې له خپلو خویندو او وروڼو څخه دفاع وکړئ او د هغو کسانو د ظلم پر وړاندې ودرېږئ، چې د الله سبحانه وتعالی له غضب سره مخ دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ * إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَاباً أَلِيماً وَيَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئاً وَاللهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ﴾ [التوبه :۳۸-۳۹]

ژباړه: «اې مومنانو! پر تاسو څه شوي دي، کله چې تاسو ته د الله په لاره کې د وتلو وویل شي، تاسو پر ځمکه درانده کېنئ. ایا تاسو د اخرت په بدل کې د دنیا ژوند غوره کړی دی؟ که داسې ده نو تاسو باید پوه وئ، چې دنیوي ژوند د اخرت په پرتله ډېر کم دی. که تاسو نه پاڅېږئ، نو الله به تاسو ته دردناک عذاب درکړي او ستاسو پر ځای به کوم بل قوم راولي. تاسو په دنیا کې الله ته هېڅ زیان نه شئ رسولی او الله په هر څه برلاسی دی.»

د سختو ستونزو پر وړاندې د غزې د مسلمانانو استقامت، په حقیقت کې له غښتلي ایمان څخه د اخیستل شوي قدرت ښکارندویي کوي. د ظلم متحد ځواکونه د هغو کسانو عزم نه شي ماتولی، چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې کلک ولاړ دي. برعکس ظالمان د مومنانو د روحیې په مقابل خپل ځانونه کمزوري ګڼي. د کفارو او یهودو ګډ ځواکونه چې په پرمختللې ټکنالوژۍ او وسلو سمبال دي، ونه توانېدل چې د غزې مسلمانان دې تر خپلې ولکې لاندې راولي. یهود هغه کسان دي چې الله سبحانه وتعالی یې په اړه فرمایي:

﴿لَنْ يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ﴾ [آل عمران –۱۱۱]

ژباړه: «تاسو ته له (ژبني) اراز او ځور پرته هېڅ زیان نه شي رسولی، که چېرې له تاسو سره جګړه وکړي، تاسو ته به شا کړي او بریالي به نه شي.»

کفار چې د کلکو کلاوو په منځ کې دي، په مات زړه ولاړ دي او د مومنانو د مقاومت مقابله نه شي کولی. د استعمارګرو په صفونو کې اوسنی وېش د حطین له جګړې وړاندې د صلیبیانو د وضعیت په څېر دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿لَا يُقَـٰتِلُونَكُمْ جَمِيعًا إِلَّا فِى قُرًۭى مُّحَصَّنَةٍ أَوْ مِن وَرَآءِ جُدُرٍ بَأْسُهُم بَيْنَهُمْ شَدِيدٌۚ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّىٰ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَومٌ لَّا يَعْقِلُونَ﴾ [حشر – ۱۴]

ژباړه: «هغوی (یهود) له تاسو سره ډله‌ییز جنګ نه کوي، بلکې په کلکو کلاوو کې دننه او د دېوال تر شا جګړه کوي. هغوی په خپل منځ کې سخت مخالف دي. تاسو ګومان کوئ، چې دوی به متحد وي، خو د دوی زړونه له یو او بل څخه بېزاره دي؛ ځکه دوی هغه قوم دی چې فکر نه کوي.»

د مسلمانانو په توګه موږ ته دا یادونه کېږي، چې زموږ عملونه به د قیامت په ورځ ارزول کېږي. هغه حاکمان او افسران به په دې ورځ امت ته د خپل خیانت ځواب وایي، چې هسې ولاړ دي، د ظالمانو جنایتونه ننداره کوي او د هغوی پلوي کوي. د نظامي ځواک د چمتووالي لپاره دعوت کول، که لوی وي که کوچنی؛ په اسلامي عقیده او نبوي سنتو کې رېښه لري. د دغو حاکمانو او افسرانو دغه بې‌پرېتوب ممکن د دې لامل شي، چې د دوی پر ځای به نور داسې پوځیان ځایناستي شي، چې له الله سبحانه وتعالی او د هغه له لارې سره به رښتینې مینه لري. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿هَـٰٓأَنتُمْ هَـٰٓؤُلَآءِ تُدْعَوْنَ لِتُنفِقُوا فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ فَمِنكُم مَّن يَبْخَلُ وَمَن يَبْخَلْ فَإِنَّمَامَا يَبْخَلُ عَن نَّفْسِهِۦ ۚ وَٱللَّهُ ٱلْغَنِىُّ وَأَنتُمُ ٱلْفُقَرَآءُ ۚ وَإِن تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوٓا أَمْثَـٰلَكُم﴾  [محمد –۳۸]

ژباړه: «پام مو وي، چې تاسو ته بلنه درکول کېږي، ترڅو د الله په لاره کې مال ولګوئ. په تاسو کې ځینې داسې کسان دي، چې بخیلي کوي. څوک چې بخیلي کوي، په حقیقت کې پر خپل ځان بخیلي کوي؛ ځکه الله خو شتمن دی او تاسو هغه ته اړ یئ. که تاسو مخ واوړئ، نو الله به ستاسو پر ځای بل قوم راولي او هغه به بیا ستاسو په څېر نه وي.»

د مسلمانانو په پوځ کې اې د امت بچیانو! په یاد ولرئ چې د اسلام او مسلمانانو لپاره بریالیتوب یوازې په انساني ځواک پورې محدود نه دی، بلکې د الله سبحانه وتعالی لخوا ورکول کېږي او هغو صادقو او وړ کسانو ته په تمه دی، چې د هغه د دین په لاره کې قربانۍ ته حاضر دي. د نظامي ځواک لپاره دعوت کول، په حقیقت کې د تلپاتې اخرت په بدل کې د دنیا معامله کول دي. د نبوت پر منهج د خلافت تاسیس د مسلمانانو د واحدې جبهې ضامن او د امت د عزت او دبدبې لپاره د لارې پرانیستل دي. دا هغه دعوت دی چې په اسلامي عقیده کې ژوره ریښه لري او د قیامت په ورځ د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې د ځواب ویلو په اړه پوهاوی ورکوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ * وَالَّذِينَ كَفَرُوا فَتَعْساً لَهُمْ وَأَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ * ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَرِهُوا مَا أَنْزَلَ اللهُ فَأَحْبَطَ أَعْمَالَهُمْ﴾ [محمد :۷-۹]

ژباړه: «اې مومنانو! که الله ته نصرت ورکړئ، هغه به تاسو ته نصرت درکړي او ستاسو ګامونه به کلک کړي او کوم کسان چې کافر شوي دي، د هغو لپاره هلاکت دی او الله د هغوی عملونه ضایع کوي؛ ځکه دوی دغه (قرآن) چې لله نازل کړی، قبول نه کړ، نو له همدې امله الله د هغوی عملونه ضایع کړل.»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عبدالرحمن قطز

ولایه پاکستان

۱۴۴۵هـ.ق کال د جمادي الثاني ۱۸مه

۲۰۲۳م کال د ډسمبر ۳۱مه

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې