سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     30 شوال 1443

میلادی نېټه :     دوشنبه, 30 می 2022 م

شمېره:      ۶۷/ ۱۴۴۳


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
اې د پاکستان واکمنانو خبردار اوسئ! اسلامي امت به هغه کسان مثال راوړي چې له یهودي ښکېلاک سره اړیکې ټینګوي

 

د یهودي ادارې مشر اسحاق هرتزوګ په داووس کې د ۲۰۲۲م کال، د می د ۲۶مې نړیوال اقتصادي فورم غونډې ته په وینا کې، ښکېلاکګرو یهودو ته د پاکستاني پلاوي پر سفر خوښي څرګنده کړه. تر دې مخکې پر ټولنیزو رسنیو د پاکستان د دولتي تلویزیون خبریال احمد قریشي او د پوځي مشرتابه د پېژندل شوي استازي د لیدنې انځورونه هم خپاره شوي وو. تېر کال په جون میاشت کې هم د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ځانګړي مرستیال ذوالفقار بخاري د پټ سفر په اړه خبرونه خپاره شول. د عربو رژيمونو له لوري له يهودانو سره د اړيکو له عادي کېدو وروسته اوس د ښکېلاکګرو یهودو او پاکستان تر منځ اړيکې پراخې شوې دي.

نه یوازې د باجوه-عمران، بلکې د باجوه- شهباز رژيم هم د استعماري غلام نظام له امله د امريکا امرونو ته غاړه ايښې ده. خو واکمنان باید پر دې پوه شي چې امت د یهودي ښکېلاک له بشپړ ړنګېدو پرته پر بل شي نه راضي کېږي. په مسجدالاقصی او شاوخوا کې یې د الله سبحانه وتعالی برکت پروت دی او هېڅ کافر د دې حق نه لري چې پر یوه موټی خاوره یې هم واکمني وکړي.

په حقیقت کې د پاکستاني پلاوي د وروستي سفر په اړه د بهرنیو چارو وزارت توضیحات ښکاره ګناه او څرګند دروغ دي. یوه بهرنۍ نادولتي موسسه په کوم جرأت سره کولای شي چې د پاکستان له اتباعو څخه په استفادې له یهودي ادارې سره اړیکې ټینګې کړي؟ په داسې حال کې چې د فلسطین هره برخه باید ازاده شي، څنګه کېدای شي چې د پاکستان له لوري د مسجدالاقصی او د دوو دولتونو د حل او فصل غږونه راپورته شي؟ حکومت د دې ناوړه عمل، ترسره کوونکو او نادولتي موسسو پر وړاندې کوم اقدام وکړ؟ د یهودانو د ملتپالو لاریونونو، د ښکېلاک د لمانځلو او د مسلمانانو پر خلاف د شعارونو د پورته کولو پر مهال دا ډول غږ څنګه راپورته شو؟

ښکاره خبره ده چې د پاکستان سیاسي او پوځي مشرتابه د ارزانه دنیوي ګټو لپاره له مسلمانانو او اسلام سره خیانت کوي. د پاکستان مشرتابه په ټوله نړۍ کې په ۴۶ ماموریتونو کې د امریکا د وسیلې په توګه د ملګرو ملتونو په نوم د سوله ساتو ماموریتونو لپاره دویم لوی شمېر پوځیان استولي دي، خو لا هم د کشمیر او فلسطین د ازادۍ لپاره، جهاد ته خپل پوځیان نه استوي! د پاکستان واکمنان نه یوازې دا چې امت ته دوکه ورکوي، بلکې ځان د الله سبحانه وتعالی په عذاب ګرفتاره کوي. ان شأالله ډېر ژر به د نبوت پر منهج جوړ شوی خلافت د پاکستان ځواکمن وسله وال د ټولو اسلامي خاورو د خلاصون لپاره حرکت وکړي او په سرینګر او مسجدالاقصی کې به د فتحې تکبیرونه پورته کړي.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې