شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     30 ربیع الاول 1438

میلادی نېټه :     جمعه, 30 ډسمبر 2016 م

شمیره:      1438AH/022

مطبوعاتی دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
زموږ لورانې بنديانې کېږي، خو حکام یې ننداره کوي

(ژباړه)

د فلسطین د بندیانو د مطالعې مرکز وايي چې محکمې د ښځینه بندیانو د محاکمې پر مهال له کېنې ډکې فیصلې کړې، چې څلورو مېرمنو ته يې له لسو کلونو لوړ بند ټاکلی. د ریاضه الاشقر د رسنیز مرکز ویاند وايي چې اشغالګر دولت د دې لپاره پر دغو  فلسطیني مېرمنو او نجونو د بند حکم صادروي، چې له دې يې ووېروي، چې په القدس قیام کې له برخې اخیستنې ډډه وکړي او پر اشغالګرو سرتېرو ور ونه دانګي. اشغالګران خپلې دې  موخې ته د رسېدو لپاره پر ښځینه بندیانو چې کم عمره نجونې هم پکې شاملې دي، له کینې ډک حکم صادروي.

له یهودي دولت سره د فلسطین  په څو کلنه جګړه کې  له ۱۵ زرو ډېرې ځوانې فلسطینۍ مېرمنې بندي شوې. دغه اشغالګر دولت د سپین سرو، ځوانو او له ۱۸ کالو څخه د کم عمره نجونو تر منځ توپیر نه کوي. هره مسلمانه مېرمن چې په لاس ورشي، بندي کوي یې. په لومړي قیام کې د ښځينه بندیانو شمېر درې زرو ته رسېدلی و، چې په دویم خوځښت کې څه کم ۹۰۰ ته ورسېد. د نيونې او بندیانو وزارت له قوله: د ۲۰۱۶ د جون له ۱۳ مې څخه تر اوسه د یهودي دولت لخوا د ښځینه بندیانو شمېر ۶۱ مېرمنو ته ورسېد. په دې وروستیو کې محکمې پر څلورو ښځینه بندیانو له لسو کلونو لوړ د بند حکم صادر کړ. الشروق دویات چې ۱۹ کاله عمر لري، په ۱۶ کاله بند، میسون الجبلي چې ۲۲ کلنه ده، په ۱۵ کاله بند، نورهان عوض بله تنکی نجلۍ ده چې ۱۶ کاله عمر لري، په ۱۳ کاله بند او اسرا جعابس ۳۱ کلنه مېرمن ده، چې په ۱۱ کاله بند محکومه  شوې. سربېره پر دې ډېرو نورو نجونو ته ډول ډول فیصلې چې له (۳- ۷) کالو بند دی، اورول شوې دي.

دغه ځوانې نجونې د دې پر ځای چې په خپلو کورونو کې په خوندیتوب او سوکالۍ سره ژوند وکړي، دوی د اشغالګرو په بنديخانو کې شپې ورځې تېروي! د دې پر ځای چې د ښوونې او روزنې په مرکزونو کې ناستې وای او د خپل راتلونکي لپاره یې هڅې کولای؛ دوی ته په بندیخانو کې توهین او سپکې سپورې ویل کېږي. د هر عمر لرونکې ښځینه بندیانې، چې کله د تحقیق مرکز ته یووړلې شي، دوی ته هر راز شکنجې، لکه: وهل ټکول، بد رد ویل او هر ډول ځورونې ورکول کېږي. د پوښتنو او ګروېږنو پر مهال د دوی عمر، جنس او ځانګړو اړتیاوو په پام کې نیولو پرته، د دوی پر وړاندې له هر راز فزیکي او ذهني څېړنیزو اسلوبو او وسایلو کار اخلي؛ لکه په ساعتونو خوب ته نه پرېښودل، وېرول او په وحشت کې اچول...

د دغو ښځینه بندیانو ځورونه نه یوازې دا چې پای نه مومي، حتی د تحقیق له خونو وروسته چې بندي خانو ته یووړلې شي، هم  پرې ډول ډول فشارونه راوړي؛ هغوی وېروي او ترورې کوي. د بندي خانې ساتونکي په نیمه شپه کې، چې بندیانې د خوب په حال کې وي، په ډله ییزه توګه پرې راځي، زور و زیاتی ورسره کوي او پر عزت يې تېری کوي.

دا په داسې حال کې ده چې یادې مېرمنې له هر راز لومړنیو اړتیاوو څخه بې برخې دي؛ لکه: دوی ته لږ او بې کیفیته خواړه ورکول، د روغتیا لپاره يې بې کیفیته دارو کارول، د کټونو او کمپلو کمښت، په خونو کې يې کمزوري څراغونه لګول او همدارنګه دوی د لمر له روښنایۍ بې برخې کول. په خونو کې یې داسې کوچنۍ کړکۍ کارولې، چې په میلو او نورو امنیتي وسایلو پوښل شوې او هېڅ د لمر وړانګه نه ترې تېرېږي. اشغالګر دا هر څه له ښځینه بندیانو سره په داسې حال کې کوي، چې نړیوال قوانین په ځانګړې توګه د ښځو حقونه هېڅ په پام کې نه نیسي. له دغه وضیعته د کم عمره نجونو په ګډون ټولې ښځینه بندیانې ځورېږي. هغو نجونو هم خپلې اندېښنې څرګندې کړې چې عمر یې له ۱۸ کلنۍ ټیټ دی. دوی د بندي خانې د ادارې له خوا په لوی لاس د ملکي ښځینه یهودي بندیانو سره یو ځای په دې موخه اچول کېږي، چې یهودي مېرمنې برېدونه پرې وکړي، ويې وهي او د سپکو سپورو تر څنګ هر ډول سپکاوی ورته وکړي.

نو اې مسلمان امته، اې د فلسطین خلکو!

تر کله به د دغه شرمېدلي دولت دا ډول ځورونکی وضیعت دوام لري!؟  تر کله به د دې پاک لمنو مسلمانو مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي په داسې حال کې کار اخیستل کېږي، چې ټول ورته ګوري او د دوی له ډلې غوره یې په نښه او نیول کېږي؟ تر کله به فلسطین او د هغه وګړي دغه ډول ذلیله نیونې زغمي؟ تر کله به زموږ لورانې، خویندې او میندې د اشغالګر دولت په بندي خانو کې ساتل کېږي؟ کله چې ستاسې عزت، ستاسې د سترګو پر وړاندې بندي خانو ته اچول کېږي او هر ډول سپکاوی، وهل ټکول او ظلم پرې کېږي؛ ایا ستاسې احساسات نه را پاریږي!؟ ایا هغوی ستاسې پتمنې لورانې نه دي؟ ایا هغوی ستاسې عزت نه دی؟ یا مو په خپلو زړونو باندې کولپونه اچولی؟ جګړه د همدې لپاره ده چې پر مېرمنو له ستمه دفاع وکړي او عزت يې خوندي شي... وسمهال موږ په داسې حال کې یو، چې زموږ په زرګونو لورانې په بندیخانو کې اچولې شوې، مګر پر وړاندې یې هېڅ غبرګون نه ښودل کېږي. نو ویښ شئ، له خپلو خیالونو پاڅېږئ، د رسوایۍ نرم پالنګونه پرېږدئ او له حزب التحریر سره یو ځای شئ. له هغه حزب سره یو ځای شئ، چې غواړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره د راشده خلافت په تاسیس پر یادو مېرمنو او نورو مسلمانانو ظلم او ستم ته د پای ټکی کېږدي.

د حزب التحریر په مرکزي مطبوعاتي دفتر کې د مېرمنو ځانګه

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې