هجری قمری نېټه : 8 رجب 1445
میلادی نېټه : یکشنبه, 21 جنوری 2024 م
تونس
مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
د ۲۰۲۴م کال، د جنوري په ۹مه، یوه امنیتي ګروپ وروسته له هغې زموږ ورور، فتحي عروس د تونس په قرقنة جزیره کې له خپل کور څخه ونیو، چې په همدې ورځ یې په العطایا سیمه کې د جومات مخې ته د غزې او د غزې د خلکو د ملاتړ د اړتیا په اړه وینا کوله!!
په دې اړه د حزب التحريرـ ولایه تونس مطبوعاتي دفتر اعلانوي چې:
۱. حزب التحریر د امنیتي ادارو له لوري د خپلو غړو پرله پسې نیول غندي او دا د چارواکو لپاره شرم ګڼي.
ایا د غزې د ملاتړ لپاره غږ پورته کول؛ د الله سبحانه وتعالی د کلام یادول؛ له يهودانو سره د جګړې او د نړۍ د سترګو او غوږونو پر وړاندې د تباه کېدونکو مسلمانانو د ملاتړ لپاره د شرعي مسولیت یادول او د مسلمانانو د حکامو خیانت افشا کول جرم دی چې دا رژيم دعوتګر مومنان پرې نیسي؟
تونسي چارواکي ادعا کوي چې د غزې له خلکو سره درېږي؛ خو د حزب التحریر د غړو - چې په لوړ غږ حق بیانوي او پر پوځونو غږ کوي چې په فلسطین کې د وینو تویولو مخه ونیسي- نیولو ته دوام ورکوي.
۲. حزب د فتحي عروس د ژر تر ژره خوشي کېدو او په قرقنة کې د حزب التحریر د غړو د هر ډول ځورونې د پای ته رسولو غوښتنه کوي چې د اسلام او مسلمانانو په ګټه خپل کار ته دوام ورکړي.
۳. د حزب التحریر د غړو نیول به دوی له هغې دندې را ونه ګرځوي چې الله سبحانه و تعالی شرف پرې ورکړی؛ دوی به خپل دعوت او د غزې د خلکو د ملاتړ لپاره د امت له لښکرو څخه د ملاتړ غوښتنې ته په شدت دوام ورکوي. د ظلم کچه که هر څو ډېره شي، دا دعوتګر د الله سبحانه وتعالی په اراده او قوت سره د فکري او سیاسي مبارزې له لارې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج د راشده خلافت د تاسيس لپاره لکه غرونه کلک ولاړ دي.
څوک چې د حق د لارې دغو دعوتګرو سره اختلاف کوي، دوی ته زیان نه شي رسولی؛ ځکه دا د الله سبحانه وتعالی امر دی او د هغه سبحانه وتعالی اطاعت واجب دی. د دغه رژيم لپاره ډېر شرم دی، چې د غزې د ملاتړ ادعا کوي، خو د حزب التحرير د يوه غړي له لوري ويل شوي حقايق یې بسنټونه لړزوي او په هغو کاذبو تورونو یې محکمو ته لېږي، چې ما انزل الله خلاف دي!
د حزب التحريرـ ولایه تونس مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۵ هـ.ق کال، د رجب ۸مه
۲۰۲۴م کال، د جنوري ۲۱مه
ژباړن: محمد حامد