جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     28 ذولحجه 1440

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 29 آګست 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۰۷

ولایه تانزانیا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د تانزینا د پولیسو ۱۰۰مه کلیزه؛ د ویاړ لپاره یې هېڅ نشته!

د تانزانیا پولیسو د خپل جوړېښت سلمه کلیزه اعلان کړه. د دغه بنسټ له جوړېدو راهیسې په دومره اوږده زماني انټروال کې تر اوسه د کمزورې کارکردګۍ له امله –په ځانګړې توګه په وروستیو کلونو کې– د ویاړ لپاره هېڅ نشته. 

که څه هم پولیس ادعا کوي چې زموږ دنده د خلکو د ژوند، شتمنۍ او عزت ساتنه ده؛ خو په حقیقت کې دا یو تش شعار او له واقعیته لرې خبره ده. په ټوله کې ډېر کسان دوی قرباني کړي، چې لویه برخه قربانیان یې مسلمانان دي. موږ هره ورځ د مسلمانو عالمانو، فعالینو، عامو وګړو، سیاستوالو، سوداګرو، ژورنالېستانو او ... د وژلو، ترورو او اختطاف شاهدان یو. همدارنګه په ساحلي سیمو کیبیتي او مورانګانا ولسوالیو کې سلګونه اختطاف شوي کسان لاتر اوسه ورک دي او په اړه یې هېڅ معلومات نشته.

په دې اړه خو به څه نه وایو چې د روو سیند او هند اقیانوس په سواحلو کې جسدونه پیدا کېږي او دا چې د پولیسو د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې واحد د ترهګرۍ او نورو تورونو په تور نیول شوو مسلمانانو باندې څومره ظلمونه کوي او څومره یې شکنجه کوي. په داسې حال کې چې غږ یې ډېر ځله د چارواکو او نورو تر غوږو رسول شوی.

دا هر څه نه یوازې دا چې د خلکو د ژوند، شتمنۍ او عزت په ساتنه کې د امنیتي ارګانونو او پولیسو ناکامي ښيي، بلکې دیوه داسې بنسټ لپاره چې د خلکو په مالیو پایي، لویه ظلم او تکبر دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَاسْتَكْبَرَ هُوَ وَجُنُودُهُ فِي الأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ إِلَيْنَا لاَ يُرْجَعُونَ

[القصص: ۳۹]

ژباړه: فرعون او د نوموړي لښکر په ځمکه کې ناحقه کبر غوره کړ او فکر کاوه چې زموږ لوري ته بېرته نه راګرځول کېږي.

﴿وَأَتْبَعْنَاهُمْ فِي هَذِهِ الدُّنْيَا لَعْنَةً وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ هُمْ مِنَ الْمَقْبُوحِينَ

[القصص: ۴۲]

ژباړه: موږ په دې دنیا کې پر هغوی لعنت ووایه او د قیامت په ورځ به هم خوار او ذلیل وي.

د نړۍ په کچه د سېکولر کپیټلیسټي نظام تر واک لاندې پولیس او نورې دولتي دستګاوې لکه: پوځ او استخباراتي ادارې د نژادپالنې، وحشت، ظلم، تاوتریخوالي او نا انساني معیارونو له مخې عملیات کوي او ان خپلو اصولو ته هم پام نه کوي، ځکه چې د بشر په لاس جوړ نظام لپاره کار کوي، چې هېڅ معنوي ارزښت نه لري.

یوازینۍ لار چې زموږ دردونه کموي او د پولیسو په ګډون د دولتي دستګاوو ظلم او تکبر دروي، دا ده چې نړۍ باید کپیټلیسټي ایډیالوژي له منځه یوسي او پر ځای یې د خلافت دولت تر چتر لاندې د اسلام یوازینۍ او جامع ایډیالوژي حاکمه کړي.

مسعود مسلم

په تانزانیا کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازی

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې