سه شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۴/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     10 شوال 1446

میلادی نېټه :     سه شنبه, 08 اپریل 2025 م

شمېره:      ۱۴۴۶/۳۶


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
مطبوعاتي اعلامیه د غزې په ملاتړ ولسي اعتراضونه زموږ د پوځ سره کرښه ده

(ژباړه)

د غزې په ملاتړ د خلکو اعتراضونه زموږ پوځ ته د سرې کرښې حیثیت لري.

﴿وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ﴾ [انفال: ۷۲]
ژباړه: که له تاسو څخه یې په دین کې مرسته وغوښته، پر تاسو يې مرسته لازمه ده.

کله چې د وخت د فرعون (ټرمپ) په امر د غزې پر مسلمانانو وحشیانه او بې‌ساری برید ترسره شو، نو د ټولې نړۍ احساسات یې ولړزول او همداراز د غزې د خلکو چيغو بیا امت ولړزاوه؛ په ځانګړې توګه کله یې چې له شهادت څخه وړاندې د بریا ګوته پورته کړه او اسلامي خاورو ته یې دغه پیغام واستاوه: «موږ جنت ته روان یو، تاسو هم حرکت وکړئ، که نه زموږ لعنت به در باندې نازل شي!»

د غزې لخوا د مرستې غوښتنې ته په ځواب کې د بنګله‌دېش مسلمانانو پراخ لاریونونه وکړل او له اسلامي امت سره یو غږ شول. هغوی د عقاب بیرغونه پورته کړي وو او داسې شعارونه یې ورکول: «الله اکبر»، «فلسطین ازاد کړئ»، «اې پوځه، ځواب ورکړه!» او داسې نور. همدارنګه اعتراض‌کوونکي د امریکا د سفارت مخې ته راټول شوي وو، ترڅو د امریکا له پالیسیو سره چې د یهودي رژیم ملاتړ کوي، مخالفت څرګند کړي.

مسلمانانو دا حقیقت درک کړی، چې د اسلامي هېوادونو حاکمه طبقه له کافرو استعماري قدرتونو په ځانګړي ډول له امریکا سره تړلې او د هغوی د لاس آله ده. دغه لاسپوڅي رژیمونه نه یوازې کوم اقدام نه کوي، بلکې خپل پوځونه په نظامي اډو کې ساتي، ترڅو بادار ته یې خپله وفاداري ثابته کړي.

له همدې امله اسلامي امت له دغو خاینو حکامو څخه تېر شوی او په مستقیم ډول یې په پوځونو کې خپلو زامنو ته مخ کړی دی، ترڅو هغوی ولس ته د نظامي عملیاتو د پیل لپاره د رضایت شين څراغ ورکړي او فلسطین ازاد کړي.

اې د مسلمانانو مخلصو سرتېرو! د مرستې لپاره د غزې د اوسېدونکو نارې او دغه ولسي پاڅونونه ستاسو لپاره سره کرښه دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَاباً أَلِيماً وَيَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئاً وَاللهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ﴾ [توبه: ۳۹]
ژباړه: كه تاسې (جهاد ته) و نه وځئ (نو الله) به دردناكه سزا دركړي او ستاسې پر ځاى به بل قوم راولي، تاسو به الله ته هېڅ زيان ونشئ رسولى او الله پر هر څه قادر دى.

که چُپ پاتې شئ او له خاینو حکامو څخه اطاعت وکړئ، نو ستاسو برخلیک به دردناک عذاب او له امت څخه لرېوالی وي. هوښیار اوسئ، خپل ځان وژغورئ او د صلاح‌الدین ایوبي په لاره یې برابر کړئ؛ هغه څوک چې د ډارنو او خاینو حکامو اجازې ته منتظر نشو، بلکې هغوی یې له واک څخه ګوښه کړل او د فلسطین د ازادۍ لپاره یې اسلامي پوځونه متحد کړل.

نن ورځ یوازینی خنډ ستاسو په مخ کې دغه مزدور حکام دي، چې خپل وخت په فرېب او پلمو سره تېروي، په داسې حال کې چې د غزې مسلمانان له تباهۍ سره مخ دي. ستاسو شرعي دنده او مسوولیت دا دی، چې د اسلامي امت له منځته تللې واکمني د راشده خلافت په تاسيس سره بیرته راولئ؛ هغه خلافت چې د پوځونو یو غږ یې هم دغه وحشیانه تېری درولی شي.

موږ نن ورځ له ځنډ پرته تاسو د خلافت د بیا تاسيس لپاره د حزب‌التحریر مرستې ته رابولو. د خلافت په تاسيس سره به یهودي رژیم او د هغه تر ټولو ستر ملاتړی او د کفر سرلاری (امریکا) ولړزېږي، ځکه دوی پوهېږي هغه خلیفه چې د مسلمانانو شرعي ولي الأمر دی، هغوی به له مجازاتو پرته پرېنږدي.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ ‌انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ﴾ [توبه: ۳۸]
 ژباړه:  اې هغو كسانو چې ایمان مو راوړى! پر تاسو څه شوي كله چې تاسو ته وویل شي: د الله په لاره كې د جهاد لپاره حرکت وکړئ، (نو) سستي کوئ او دنیا ته لومړیتوب ورکوئ؟ ایا تاسو دنیوي ژوند ته پر اخروي ژوند لومړیتوب ورکوئ؟ په داسې حال کې چې د اخرت په پرتله د دنیوي ژوند ګټه ډېره لږ ده.

د حزب‌التحریر ـ ولایه بنګله‌دېش مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د شوال ۱۰مه

۲۰۲۵م کال، د اپرېل ۸مه

د صدور ګڼه: ۳۶/ ۱۴۴۶

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې