پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     24 رجب 1443

میلادی نېټه :     جمعه, 25 فبروری 2022 م

شمېره:      ۰۴/ ۱۴۴۳


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
په اوکراین کې د خونړۍ لوبې د پای ته رسولو لپاره یوازې اسلام حلاره لري

په اوکراین کې د خونړۍ لوبې د پای ته رسولو لپاره یوازې اسلام حلاره لري

د اوکراين له جګړې او غربي هېوادونو له موقعیتي غبرګون څخه ښکاري، چې اوسنی سيکولار نړيوال نظم څومره کمزوری دی، موږ ته پکار ده چې له نفاق څخه یې پرده پورته کړو او پر ځای یې د اسلام بدیل بیان کړو.

له دغو سیاسیونو او د هغوی له مطبوعاتي اجنټانو بله تمه نه شي کېدای، چې د همدې ستړيو فکرونو دفاع کوي او د تېرو ۱۵۰ کلونو د ټولو جګړو مسوولین دي، ځکه دوی په ملي ګټو او نړیوالو قوانینو پورې تړاو لري. حقیقت دا دی، چې په اروپا او امریکا کې غربي هېوادونو د خپلو ملي ګټو د خدمت لپاره نړیوال قوانین رامنځ ته کړل، چې اوسمهال په ځانګړې توګه د شرقي هېوادونو لکه روسیې او چین پر ضد کارول کیږي او کله یې چې هلته د ځان لپاره ګټه وه، په ډېر منافقت سره یې دوی په سپېڅلي نوم یادول، خو کله چې ورسره جوړ نه شول، ټول یې تر پښو لاندې کړل. روسیه اوسمهال د غرب له لوري له څو لسیزو ذلت وروسته د خپل ملي وقار د بېرته راګرځولو لپاره کار کوي او خپل تیری د ملي امنیت د ګټو په توګه توجیه کوي؛ په همدې منطق غربي متحدینو پر عراق او افغانستان یرغل وکړ. په حقیقت کې دا هماغه کمزوری عذر دی، چې د فلسطین او کشمیر غاصبین یې د خپلو ظلمونو د توجیه کولو لپاره وړاندې کوي.

ولې د یو لوري ګټې له بل لوري ډېر ارزښت پیداکوي او بیا په وژلو او جبر سره توجیه کېږي؟ سربېره پر دې، ولې باید دواړه لوري چې یوازې یو کمزوری قومي وېش لري، په خپل سر یو لوری د خپلو ګټو لپاره له بل لوري سره سرحدونه ټاکي؟ دا هغه ستونزې دي چې د ملت پالنې له لوري رامنځ ته شوي او له وینو تویولو، ډېر وېش او تاوتریخوالي د دوام، چې عام خلک یې د شتمنو، اشرافو او مشرانو په پرتله ډېر زیان مومي، بله حلاره نه لري.

د قوم پالنې تاریخچه د بشر له تاریخ سره سمه ده، خو په ډېر صراحت سره د ايمان او اسلامي حکومتي نظام یعنې خلافت له لارې دا ستونزه حل شوې ده. لکه څرنګه چې صحابه وو په قبایلي عربو کې د عقیدې د یووالي غږ پورته کړ او د ملي وقار، ملي ګټو او د خپلو ګټلو لپاره یې د نړیوال قانون او ائتلافونو د سطحي او مخربو نطریاتو څخه ډډه وکړه، مسلمانان هم مکلف دي چې ډډه وکړي.

مسلمانان باید د دوی له هغه منافقت څخه پرده پورته کړي، چې له افغانانو او عراقیانو سره یې وکړ، د جعلي غربي ځواکونو په لاسونو یې ووژل، روسیه ښايي بالاخره اوکراین ویجاړ کړي، لکه څرنګه یې چې دوې لسیزې مخکې چیچنیا ویجاړه کړه. د بېلتون غوښتونکو سیمو ملاتړ د روسیې اختراع نه ده. امریکا او اروپا څو لسیزې کېږي چې له جعلي «استقلال» غوښتونکو خوځښتونو څخه ملاتړ کوي. شرقي تیمور او جنوبي سوډان یې وروستۍ دوې رسمي نمونې دي، په یمن، سوریه او لیبیا کې بې شمېره شخړې د غرب د مداخلې غیر رسمي نمونې دي.

نن ورځ هېڅ داسې اصول او اخلاق نشته، چې د غرب یا شرق د بهرني سیاست جوړوونکو ته لارښوونه وکړي. دوی د پانګوال نظام کمزوري اصول پر ځان مني، چې د خپل مشرتابه اشرافو له نفسي خواهشاتو پرته بل هېڅ واک نه پیژني.

همدا د اسلام او سیکولاریزم اساسي توپير دی. د مسلمانانو لپاره قانون شریعت دی چې واکمنان د هدایت پر لور هدایت کوي او د ظالم لاسونه تړي. کله چې سیکولاریزم منل کېږي، ټوله نړۍ د زورواکو اشرافو د ظالمانه هوسونو سره تړل کېږي، پرته له دې چې مخنیوی یې وشي. 

اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې مسلمانان ودریږي او د نړۍ خلکو ته اسلام وړاندې کړي، ځکه دوی د سیکولر ظلمونو لپاره یوه عادلانه بدیل ته سخته اړتیا لري، دوی له ډېر وخت راهیسې ځورول شوي دي. اوس د دې وخت رارسېدلی، چې د اشرافو او د هغوی د مزدورو رسنیو له لوري هر وخت د اسلامي فکر لرونکو مسلمانانو پر وړاندې په سیاسي او نړیوال ډګر کې د «اسلام ګرا» او «افراطیت» په نوم له سپکاوي څخه ډک تورونه رد شي. دوی د مسلمانانو پر ضد ډېر درواغ وويل، تر څو زموږ پر ضد کرکه را وپاروي، خو د دوی منافقت او ناوړه پلانونه ان شاالله ډېر ژر راسپړل کېږي.

{وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ ٱللَّهُ وَٱللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ}

[انفال: ۳۰]

ژباړه: هغوی خپل تدبیرونه په کار اچول او الله تعالی خپل تدبیر کاوه، الله تعالی تر ټولو ښه تدبیر کوونکی دی.

یحیی نسبت

د حزب التحریرـ برټانیا مطبوعاتي استازی

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې