شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     26 ذولقعده 1445

میلادی نېټه :     یکشنبه, 05 می 2024 م

شمېره:      د صدور ګڼه: ۴۴/ ۱۴۴۵

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د حزب التحريرـ ولایه پاکستان د مطبوعاتي دفتر ویاند، نويد بټ د ۲۰۱۲م کال د مې له ۱۱مې راهيسې د راشده خلافت د دعوت په جرم لادرکه کړای شوی

(ژباړه)

د ۲۰۱۲م کال، د مې د میاشتې له ۱۱مې راهيسې د نوید بټ برمته کول یوه ستره ګناه او له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده. د نوید بټ پر وړاندې تر اوسه د ترهګرۍ، اورپکۍ، بغاوت یا خیانت هیڅ قضیه نه ده ثبت شوې. سربیره پردې، نوید بټ دومره خواخوږی او مهربان و، چې ان یوه مرغه ته یې زیان نه و رسولی او نه یې د کومې ونې پاڼه راشکولې. د هغه له برمته کېدو راهیسې څو پوځي او سیاسي رهبرۍ بدلې شوې، خو لا هم نه دی ازاد شوی. ولې!؟ په داسې حال کې چې د دغو سیاسي رهبرانو له بدلېدو رابدلېدلو سره سره د دوی بادار، امریکا پر خپل ځای پاتې ده. د یو دولت په توګه د اسلامي نړۍ د یووالي غوښتنه د غلامو سیاسي او نظامي رهبرانو له محدود او ارزانه ليدلوري څخه بهر ده. په هرصورت، دا یو غږ دی چې په سپینه ماڼۍ، د امريکا بهرنیو چارو وزارت او پنټاګون کې د خطر زنګونه غږوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «وَمَنْ عَادَى أَوْلِيَاءَ اللَّهِ فَقَدْ بَارَزَ اللَّهَ بِالْمُحَارَبَةِ». ژباړه: «او څوک چې د الله سبحانه وتعالی له اولياوو سره دښمني کوي، په حقیقت کې له الله سبحانه وتعالی سره په جنګ دي». [حکیم له معاذ بن جبل څخه روایت کړی دی] خو بیا هم د پاکستان حکام پرې غوږ نه ګروي!

د رهبرۍ د بحران په وخت کې نوید بټ د اسلامي امت یو وړ او پیاوړی رهبر دی. نوید بټ د امت یو تکړه او هوښیار بچی او انجینر دی چې له ایلینوس پوهنتون څخه ماسټري لري او د حزب التحريرـ ولایه پاکستان ویاند دی؛ حزب التحریر چې په اسلامي نړۍ کې تر ټولو لوی اسلامي سیاسي حزب دی. خلافت ته د هغه د دعوت غږ ته په ټول پاکستان کې په درنه سترګه کتل کېږي. د ۲۰۱۲م کال، د مې په ۱۱مه، د هغه له لادرکه کولو سره سره، تر نن ورځې پورې خلک د خلافت په موضوع د هغه مقالې، مرکې او ویډیويي کلیپونه پر ټولنیزو رسنیو شریکوي. د اسلامي احکامو، اقتصاد، قضا، بهرنیو چارو، ښوونې او روزنې او په ټولنه کې د کورنۍ د تنظیم په برخه کې د ده کار، د خلافت غږ له یوه مبهم شعار څخه شفاف، مفصل لید لوري ته ورساوه. سره له دې چې د پاکستان حکام د مسلمانانو په اغېزناکه رهبرۍ کې پاتې راغلي، هغوی بیا هم نوید په تیاره خونه کې ساتي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

«إِنَّ الَّذِينَ يُحَادُّونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ فِي الأَذَلِّينَ» [مجادله: ۲۰]

ژباړه: «هغه خلک په باوري  ډول له ډېرو ذليلو مخلوقاتو څخه دي، چې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مقابله کوي»

خو بیا هم د پاکستان حکام د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې سر نه ټيټوي!

نوید بټ د ۲۰۱۲م کال، د مې له ۱۱مې راهیسې ځکه لادرکه کړای شوی چې د ظالمو حکامو پر وړاندې یې د حق غږ پورته کاوه. د پاکستان د اجباري لادرکه کولو په اړه د څېړنو کمیسیون د ۲۰۱۸م کال، د جنورۍ په ۴مه د ColoED ID No. 860-P حوالې کوډ سره د اجباري لا درکه شوو کسانو د پيدا کولو امر وکړ؛ ایا تر اوسه د نوید بټ د خوشې کولو وخت نه دی را رسېدلی؟ خو د پاکستان حکام لا هم د دغه امر پیروي نه کوي؛ ځکه دوی د امریکا له اجازې پرته د ګوتې پورته کولو جرات هم نه کوي. د ظالمو حکامو پر وړاندې د حق خبره کول جرم نه، بلکې یو مهم مکلفیت دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«أَلَا لَا يَمْنَعَنَّ أَحَدَكُمْ رَهْبَةُ النَّاسِ أَنْ يَقُولَ بِحَقٍّ إِذَا رَآهُ أَوْ شَهِدَهُ فَإِنَّهُ لَا يُقَرِّبُ مِنْ أَجَلٍ وَلَا يُبَاعِدُ مِنْ رِزْقٍ» [احمد]

ژباړه: مه پرېږدئ چې له خلکو څخه ویره مو د حق له ویلو او څرګندولو منع کړي، ځکه چې د حق ویل یو ستر کار دی، چې نه مرګ نږدې کولای او نه هم رزق لرې کولای شي.

نوید بټ و چې پر ایبټ آباد د امریکا د بريد لپاره اسانتیاوو برابرولو په سبب یې حکام له وېرې پرته محاسبه کول. دا نوید بټ و چې په زړورتیا یې له اشغال شوي کشمیر او فلسطین سره د حکامو خیانت ننګاوه او دا چې حکام له IMF څخه په پټو سترګو د پورونو اخیستو له لارې د پاکستان اقتصاد ویجاړوي.

د ۲۰۱۲م کال، د مې له ۱۱مې راهيسې د نوید بټ اختطاف د ډیموکراسۍ او د بیان د ازادۍ دروغ په ډ‌اګه کوي. د نوید بټ اولادونه د خپل پلار له سرپرستۍ، شفقت او مینې پرته لوی شوي، یوازې د دې لپاره چې هغه د الله سبحانه وتعالی د دین لپاره خپل غږ پورته کاوه، ترڅو دغه دين د دولت، ټولنې او ټولنيز ژوند په کچه په پام کې ونيول شي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

«وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الظَّالِمُونَ» [مائده: ۴۵]

ژباړه: «او کوم خلک چې د الله سبحانه و تعالی له رالېږل شوي قانون سره سمه پرېکړه نه کوي هغوی ظالمان دي»

د اسمان او ځمکې په کوم قانون کې دا ډول سیاسي او ديني څرګندونې جرم دی؟ په حقیقت کې، د نوید بټ قضیه دا تاییدوي چې ډیموکراسي یو ظالمانه حاکمیت دی، چې یوازې د استعمار او د هغوی د اجنټانو ګټې خوندي کوي. ایا اوس هغه وخت نه دی رارسېدلی چې خبریالان، د بشري حقونو فعالان، وکیلان او علما د نوید بټ د ژر تر ژره خوشې کیدو لپاره غږ پورته کړي؟ ايا هغه وخت نه دی رارسېدلی چې دوی ټول د الله سبحانه وتعالی له لوري د ټولو نازل شويو حکمونو له مخې د هغه حاکمیت د بېرته راګرځولو په اجر کې برخه واخلي، چې د الله سبحانه وتعالی له لوري يو ستر فرض دی؟

اې د پاکستان د وسله والو ځواکونو مسلمانانو! نوید بټ د ۲۰۱۲م کال، د می له ۱۱مې راهیسې ځکه لادرکه کړای شوی چې تاسو تر اوسه خپل مکلفیت نه دی ترسره کړی. نوید بټ درنه غوښتل چې د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره حزب التحریر ته خپل نصرت ورکړئ. هغه تر نن ورځې پورې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې خپل مکلفیت ادا کوي، په داسې حال کې چې تاسو په غفلت کې یاست. څومره نور غواړئ په ګناه کې پاتې شئ؟ په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی د راشده خلافت د بیا راګرځولو لپاره نړۍ چمتو کړې ده، تاسو څنګه په ګناه کې پاتې کېږئ؟ د غزې د مسلمانانو سرښندونکي مقاومت د یهودي دولت کمزورتیا او د امریکا د نړیوال نظام فساد په ډاګه کړ. د مسلمانانو حکام ټول افشا شول، چې د مسلمانانو د پوځونو د محدودولو او د امریکا د دوو- دولتونو حل له لارې د فلسطین ډیره برخه یهودیانو ته سپاري. اې د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو مسلمانانو! د شرق او غرب منصف او سالم ذهن واله خلک مو ملاتړي دي. تر ټولو پورته، که د النصیر الله سبحانه و تعالی په اطاعت حرکت وکړئ، د هغه سبحانه وتعالی نصرت درسره دی. فتنې ختمې کړئ، ظالمان ونیسئ، ظلم او باطل اصلاح کړئ او د الله سبحانه وتعالی رضایت ترلاسه کړئ. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

«وَاتَّقُوا فِتْنَةً لاَ تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْكُمْ خَاصَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ» [انفال: ۲۵]

ژباړه: «او له هغې فتنې ځان وژغورئ چې د هغې ناوړه اغېزه به په ځانګړې توګه یوازې تر هغو خلکو پورې محدوده پاتې نه شي چې په تاسو کې يې ګناه کړې وي. او وپوهېږئ چې الله سخت سزا ورکوونکی دئ»

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د شوال ۲۶مه

۲۰۲۴م کال، د مې ۵مه

ژباړن: محمد حامد

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې