شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ایران رهبري اوس هم د اسلام او امت تر څنګ نه درېږي!؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د ایران رهبري اوس هم د اسلام او امت تر څنګ نه درېږي!؟

خبر:

د ۲۰۲۴م کال، د مې په ۲۰مه، «واشنګټن پوسټ» تر «امریکا د غزې د احتمالي جګړې د لوبې د پای ټوټې راټولوي،» سرلیک لاندې مقاله کې لیکي «داسې برېښي چې د غزې جګړه مهار شوې او د سيمه یيزې ګډوډۍ، چې د اکټوبر په اوومه پر اسرایيلو د حماس له بريد وروسته ترې ډېر خلک وېرېدل، مخنیوی شوی دی. دا د ایران او متحده ایالاتو تر منځ د خاموشانه خبرو اترو یوه برخه ده؛ د دغو خبرو د یوې برخې په توګه تیره اونۍ په عمان کې د مک ګورک او د ایران د بهرنیو چارو وزارت نوي سرپرست وزیر علي باقري کاني تر منځ ناسته وشوه؛ تر ده وړاندې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر و، له پخواني ولسمشر ريیسي سره یو ځا د هيلکوپټر غورځېدو په پېښه کې مړ شو.» [واشنګټن پوسټ]

تبصره:

د امریکا ضد بیاناتو سره سره، د ایران رهبري په مسلسله توګه د متحده ایالاتو "ستر شیطان" سره مرسته کوي. په دې توګه، ایران په غزه کې د یهودي دولت د جګړې د مهار لپاره له امریکا سره پټې خبرې اترې وکړې، چې له سیاسي اړخه یې معنی عملاً ټول‌وژنې او لوږې ته د غزې مسلمانان پرېښودل دي.

سربېره پردې، د ۲۰۲۴م کال، د مارچ په ۱۴مه، «فایننشل ټایمز» تر «امریکا د سره سمندر د بریدونو په اړه له ایران سره پټې خبرې کړې» سرلیک لاندې مقاله کې ویلي چې، «امریکا سږکال له ایران سره پټې خبرې اترې کړې دي، د امریکا او ایراني چارواکو ، ایران به د یمن پر حوثي غورځنګ له خپل نفوذ څخه کار واخلي، ترڅو په سور سمندرګي کې پر کښتیو بریدونه پای ته ورسوي. د متحده ایالاتو د پلاوي مشري د سپېنې ماڼۍ د منځني ختیځ سلاکار بریټ مک ګورک او د ایران لپاره یې استازی، سفیر ابرام پیلي کوي. د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر علي باقري کني چې په اټومي چارو کې د تهران لوړپوړی مذاکره کوونکی هم دی، د ایران استازیتوب وکړ.» [فایننشل ټایمز] په دې توګه، ایران د دې پرځای چې تر خپل نفوذ لاندې وسله‌وال ځواکونه د وسله‌والو خوځښتونو د ملاتړ لپاره بسیج کړي، د یهودي دولت لپاره خطر دفع کړ.

د امریکا د ګټو لپاره د ایراني رژیم له لوري دا ډول مرسته او د اسانتیاوو برابرول د هغه مسلمان لپاره د حیرانتیا وړ نه ده چې سیاست ته د اسلام له شرعي احکامو او ځانګړې زاویې ګوري. دغه ډول مسلمانان د ایران د رژیم د خیانت د ثبوت لپاره په سیاسي متنونو کې ډیرې ژورې څېړنې ته اړتیا نه لري. دا له شرعي احکامو سره د ایراني رهبرانو د کړنو په تضاد کې په ډاګه ده.

لومړی دا چې د ایران رژیم په هر هغه څه چې الله سبحانه وتعالی نازل کړی حکم نه کوي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

«وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ» [مائده: ۴۵]

ژباړه: «څوک چې د الله تعالی له نازل شوي قانون سره سمه فیصله ونه کړي، هماغوی ظالمان دي.»

پرځای یې، د ایران اقتصاد یو کپیټلېسټ یا پانګوال اقتصاد دی، چې د کرنیزو ځمکو، معدنونو، انرژۍ، د شرکتونو جوړښتونو، مالیاتو او نورو برخو کې له شرعي احکامو سره په ټکر کې دی. نژاد یا فکري مکتب ته له پام پرته؛ ایران یو ملي دولت دی چې د ملتپالنې پر بنسټ جوړ شوی دی او د ټولو مسلمانانو لپاره د یوه واحد امامت یا خلافت له اسلامي حکم سره په تضاد کې دی.

دویم دا چې ایران د سوریې له ظالم حاکم بشارالاسد سره په خورا وحشتناکه او اوږدمهاله ټول‌وژنه کې د سلګونو زرو مسلمانانو په وژلو کې مرسته وکړه. د سوریې مسلمانان د بشارالاسد د ظلم پر وړاندې راپاڅېدل او ویې ویل (الشعب یرید إسقاط النظام) یعني «خلک د دغه نظام سقوط غواړي». دغه خلک د خپل اسلامي مکلفیت له مخې د ظالم حاکم پر وړاندې ودرېدل. د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله عیه وسلم په نافرمانۍ کې د حکامو اطاعت نشته. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنكُمْ ۖ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ» [نسأ: ۵۹]

ژباړه: « اې هغو كسانو چې ایمان مو راوړى! د الله خبره ومنئ او د رسول خبره ومنئ او د خپلو اميرانو خبره ومنئ، نو که تاسو په خپلو کې د څه شي په هکله جګړه  وکړئ، نو هغه (شی) الله او د هغه رسول ته وړاندې کوئ.»

د ایران رهبري د خپلو شرعي مکلفیتونو په ترسره کولو کې د سوریې له مسلمانانو سره د مرستې پر ځای د امریکا د اجنټ بشارالاسد د ساتلو لپاره په همغږۍ، پراخه او ګرانه هڅه کې له روسیې سره همکاري وکړه.

دریم، د ایران رهبرۍ د غزې د ملاتړ لپاره د پوځ په لیږلو کې غفلت کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې الله سبحانه وتعالی فرمايي:

«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ» [توبه: ۳۸]

ژباړه: « اې مومنانو ولې کله چې تاسو ته ویل کېږي چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د جهاد لپاره حرکت وکړئ، نو سستي کوئ او زړونه مو په دونیا پورې تړئ؟ ایا د دې نړۍ په ژوند باندې د هغه نړۍ له ژوند څخه خوشحاله یئ؟ فاني نړۍ ته په ابدي نړۍ لومړیتوب ورکوئ؟ د دې نړۍ جامې او متاع د هغې نړۍ د جامو او متاع په پرتله ډېر ناچیزه شی دي.»

د دې پر ځای چې د ایران د ځواکمنو وسله والو په مشرۍ د یهودي دولت پر وړاندې د امت په کچه د جهاد اعلان وکړي، ایران ځان په محدودو بې پیلوټه الوتکو او بې ګټې توغندیزو بریدونو پورې محدود کړ.

څلورم، د ایران رهبري د فلسطین لپاره د امریکا د دوو-دولتو حل لارې د منلو لپاره زمینه برابره کړې ده، چې صهیونیسټی اشغال ته د ډیرې سپېڅلې خاورې تسلیمول دي. دا په داسې حال کې ده چې الله سبحانه وتعالی فرمايي:

«وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ وَٱلْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ ٱلْقَتْلِ» [بقره: ۱۹۱]

ژباړه: «له هغو سره هر چېرې چې مخامخ شوئ، وجنګېږئ، له هغه ځایه یې وباسئ چې تاسو یې ترې ایستلي یئ؛ ځکه که وژل هر څومره بد عمل دی، خو فتنه له هغه څخه هم بده ده.»

په دې توګه د ۲۰۲۴م کال، د اپریل په ۲۴مه نیټه له پاکستان څخه د ایران د ولسمشر د لیدنې په پای کې د دواړو هیوادونو په ګډه بیانیه کې وویل شول: «دواړو لورو د عادلانه او هر اړخيزې بشپړې حللارې لپاره پر خپل ملاتړ بیا ټینګار وکړ... "

دا یوازې د اسلام او امت پر وړاندې د ایران د رهبرۍ ځینې جنایتونه دي. ګورو به چې د ایران رهبري به د نبوت پر منهج راشده خلافت سره، چې ان شاالله ډېر ژر به بېرته راوګرځي، څه ډول چلند کوي. ایا دوی به خپلې ژورې فارسي ملتپالنې او فرقه ییزې دښمنۍ ته د تسلیمۍ وژونکې تېروتنه وکړي که نه؟ او که به توبه وباسي او د امریکا په مشرۍ د غربي استعماري دښمنانو پر وړاندې به د اسلام او امت په څنګ کې زړور ګام پورته کړي؟

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

مصعب عمیر – ولایه پاکستان

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې