جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
نژادي تعصب ته لمن وهل؛ د فرصت‌طلبو سیکولر سیاسیونو یوه بله ناوړه وسیله ده
بسم الله الرحمن الرحيم
نژادي تعصب ته لمن وهل؛ د فرصت‌طلبو سیکولر سیاسیونو یوه بله ناوړه وسیله ده

خبر:

په وروستیو اونیو کې، برېتانوي مطبوعاتو د دغه هېواد په حکومت کې د بېلابېلو وزیرانو لخوا د ښي اړخو او متعصبو رایې ورکوونکو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره «نژادي تعصب» ته د لمن وهلو موضوع راپورته کړې. دا وروسته له هغې کېږي چې د انګلستان د کورنیو چارو وزیرې، سویلا براورمن په یو لړ له سپکاوي ډکو خبرو کې مشخصاً وویل چې برېتانوي-پاکستاني نارینه ډېر د هغو ډلو غړي دي چې په دغه هېواد کې د کوچنیو  سپین پوستو نجونو په جنسي ځورونه کې ښکېل دي؛ نوموړې یې په دغو خبرو دا ناوړه عمل په یو ډول د هغوی له نژاد او کلتور سره وتاړه.

نوموړې د دغې خبرې د منلو پر ځای چې د ماشومانو جنسي ځورونه د هېواد په کچه لویه ستونزه ده چې ټول سکتورونه او د ټولو نژادونو لرونکي کسان پکې ښکېل دي؛ یوازې هغو لویو قضیو ته یې اشاره وکړه چې د پاکستاني اصلیت لرونکي کسان پکې ښکېل وو. دې وویل چې د هغو جنسي جرمونو عاملین چې د ماشومانو جنسي ځوروونکې ډلې پکې ښکېلې دي؛ «کابو ټول یې پاکستاني- برېتانیایي نارینه دي». دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۰ کال کې د همدغه کورنیو چارو وزارت له لوري خپاره شوي راپور کې ویل شوي وو چې د توکم، نژاد او د ماشومانو جنسي ځورونې ترمنځ اړیکه پیدا کول ډېر ستونزمن کار دی؛ په پایله کې يې ویلي وو چې د ماشومانو د جنسي ځوروونکو ډلو ډېری غړي سپین پوستي نارینه دي چې سن یې تر ۳۰ کالو ټیټ دی. دا ډېره د حیرانتیا خبره ده، ځکه چې د دغه هېواد غوڅ اکثریت سپین پوستي دي.

براورمن له سکای نیوز سره په مرکه کې دا هم وویل چې برېتانوي - پاکستاني نارینه «ښځو ته په سپکه سترګه او ناقانونه بڼه ګوري؛ له ښځو سره د دوی چلند په زاړه فکر او ښکاره ناوړه دی». د کورنیو چارو وزیرې د کډوالو په اړه هم له سپکاوي ډکې خبرې وکړې؛ د کوچنیو کښتیو له لارې هېواد ته د کډوالو او پناه غوښتونکو ننوتل یې «تېری» وباله او ویې ویل چې دا چاره د جرمونو، مخدره توکو د کاروبار، فحشا او ناوړه استفادې د کچو لوړېدو سبب شوې. د کډوالو چارو وزیر، رابرټ جنریک وویل: «ډېرېدونکې او نه کنټرولېدونکې کډوالي هغه ترحم ګواښي چې برېتانوي ټولنه پرې پېژندل کېږي» او دا چې دغه هېواد ته راتلونکي خلک «د ژوند بېلابېلې بڼې او ارزښتونه لري چې د انګلستان له خلکو سره ورته نه دي ... دا هغه کلتوري انسجام کمزوری کوي چې بېلابېلې ټولنې سره تړي».

تبصره:

نژادي تعصب ته لمن وهل دې ته وايي چې د سیاسي ګټو لپاره د ځانګړو قومي ډلو پر وړاندې د نژادي تعصب او غوسې راپارولو لپاره پاروونکې خبرې یا درواغ وویل شي. دغه وسیله په ټوله نړۍ کې د سیکولر سیاست په یوه برخه یا په سیکولر دولتونو کې په یوه انتخاباتي تکتیک بدله شوې. د حیرانتیا خبره نه ده چې براورمن او جنریک د روانې میاشتې محلي او د راتلونکي کال عمومي ټاکنو په درشل کې دا ډول خبرې کوي. د ګډوالو او مسلمانانو ضد بیانیې او د هویت سیاست، چې ځینې قومي ډلې په نښه کوي، له اوږدې مودې راهیسې د فرانسې د ولسمشرۍ ټاکنو پس منظر دی او نوماندان یې له یو بل سره د سیالۍ لپار کاروي؛ دوی له دې لارې خپلو رایه ورکوونکو ته ښيي چې د نورو نژادونو، قومونو، یا له نورو هېوادونو څخه راغلو کډوالو باندې بې باوره دي او کرکه ترې لري. په فرانسه کې ټول سیاسیون -کیڼ اړخي، ښي اړخي او منځلاري- استدلال کوي چې په دغه هېواد کې د بهرنیو وګړو زیاتېدو د فرانسې کلتوري ارزښتونه اغېزمن کړي. د فرانسې ولسمشر، ایمانویل مکرون د تېر کال ټاکنیز کمپاین پر مهال په یوه غونډه کې خپلو پلویانو ته وویل: « کله چې د کډوالۍ له پدیدې وېرېږو، باید د خپلې DNA د فاع هم وکړو». د امریکا په سیاست کې له اوږدې مودې راهیسې هغه پالیسۍ کارېږي چې د سپین پوستو د شکمنولو او له افریقايي الاصله امریکایانو څخه د وېرې لپاره جوړې شوې. ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو په ټاکنیزو کمپاینونو کې د کډوالو ضد او له پردیو د وېرې خبرې وکړې چې له دې لارې یوه ځانګړې ډله خلک پر ځان رامات او رایه یې خپله کړي.

دا ټول یو ځل بیا د سیکولر پانګوال نظام ذاتي ګواښونه تفرقه اچول ښيي چې سیاسیون یې په ټاکنو کې د بریا لپاره د درواغو، تعصب او قومي ډلو پر وړاندې د کرکې راپارولو په کیسه کې نه دي. دغه نظام سیاسیونو ته اجازه ورکوي چې ټولنې د یو بل پر وړاندې وکاروي، نژادي کرکه خپره کړي او د خپلو کړنو پایلو ته له پام پرته ښي اړخو تندلارو ته جرات ورکړي. په برېتانیا کې تېر کال د مسلمانانو ضد جرمونه ۲۸ سلنه زیات شول؛ تر ټولو ستر لامل یې د ښي اړخو کرکې پاروونکو ډلو زیاتېدل وو چې د مسلمانانو په اړه له ناسم تصور -د هغه ناسم تصور په ګډون چې سیاسیون یې وړاندې کوي- څخه ناوړه ګټه اخلي. د انګلستان په ډوور سیمه کې د کډوالو پر مرکز او په نوزلي کې په یوه هوټل کې پر کډوالو برید هم د کورنیو چارو وزیرې د کډوالو ضد خبرو سره تړاو لري. په ۲۰۱۹ کې چې د برېنټن ټارنټ په نامه یوه کس د نیو زیلنډ په کرېس چرچ سیمه کې په دوو جوماتونو کې ۵۱ مسلمانان ووژل؛ تر ډزو وړاندې یې پر وسله «د راټرهام لپاره» لیکلي وو. راټرهام په انګلستان کې یو ښار دی چې ښي اړخه سیاستوال یې ډېر وخت د ماشومو نجونو د جنسي ځورونې په پېښو کې د پاکستاني نارینه‌وو د ښکېلتیا په اړه بېګلو کې د ناوړه استفادې لپاره یادوي؛ دلته په یوه پېښه کې ځينې پاکستاني نارینه د سپين پوستو ماشومو نجونو په جنسي ځورونه کې ښکېل ګڼل شوي وو.

له دې هر څه سره، څنګه دغه نظام ته د یوه دولت د ادارې لپاره تر ټولو غوره نظام ووایو؟ دغه نظام چې قومي او نژادي تعصب ته لمن وهي؛ څنګه منسجمه ټولنه جوړولی شي؟ دغه نظام چې سیاسیونو ته اجازه ورکوي چې د خپل شهرت زیاتولو او ټاکنو ګټلو لپاره له لږکیو څخه د نورو لپاره د بوکس خلته جوړه کړي؛ څنګه پرمختللی او متمدن ګڼلی شو؟ څنګه کولی شو داسې یوه نظام ته د سالم سیاسي موډل په سترګه وګورو چې د خلکو ترمنځ د نفاق تخم شیندي او ټولنې بېلوي؟

د مسلمانانو په توګه، یقیناً د دې وخت را رسېدلی چې د بشر په لاس جوړ دغه نظام له خپلو هېوادونو ورک کړو؛ ځکه چې د مسلمانانو ترمنځ یې هم د نفاق اور بل کړی او سیاسیونو ته یې اجازه ورکړې چې د خپلو سیاسي ګټو لپاره زموږ په ټولنو کې دغه اور لا زیات کړي! یقیناً اوس د دې وخت را رسېدلی چې د الله سبحانه و تعالی نظام، د نبوت پر منهج خلافت بیا تاسیس کړو؛ خلافت ثابته کړې چې د خلکو ترمنځ د تعصب ریښې له منځه وړي؛ ټول قومونه او ملیتونه د یوه دولت تر سیوري لاندې داسې سره یو ځای کوي چې ټول د اسلام د عادلانه قوانینو له مخې د یو شان درناوي او خوندیتوب احساس وکړي. یقیناً د دې وخت دی چې دغه پرمختللی او متمدن نظام بیا تاسیس کړو چې سیاسیون یې د خپلو ګټو لپاره د خلکو ترمنځ د تعصب او کرکې رامنځته کولو پر ځای د خلکو د پاملرنې او د هغوی د اړتیاوو پوره کولو لپاره کار کوي.

 [ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَى شَرِيعَةٍ مِّنَ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاء الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ]

ژباړه: «له دې وروسته (اې پیغمبر صلي الله علیه وسلم) موږ د دین په باب پر یوه روښانه لار (شریعت) برابر کړی یې. نو پر همغه لار لاړ شه او د هغو کسانو د نفسي غوښتنو پيروي مه کوه چې نه پوهېږي.» [الجاثیة: ۱۸]

دحزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر – ښځو څانګې مشره

ژباړه: محمد هارون رؤفي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې