جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
فَلَا تُطِعِ الْمُكَذِّبِينَ، وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ!
بسم الله الرحمن الرحيم
فَلَا تُطِعِ الْمُكَذِّبِينَ، وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ!

نو له دروغجنو څخه پيروي مه کوه، هغوی هڅه کوي، څو ته نرمي او جوړجاړی وکړې، نو هغوی به هم درسره نرمي او جوړجاړی وکړي!

خبر:

په دوحه کې د افغانستان په اړه د دوه ورځنۍ ناستې په پای کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوترېش د یوه لنډ خبري کنفرانس په ترڅ کې وويل: د سیمې او نړۍ هېوادونه د افغانستان په اړه پر "ګډې تګلارې" سلا شوي دي. نوموړي زياته کړه چې "دا غونډه د طالبانو د واکمن حکومت رسمیت پېژندلو لپاره نه، بلکې د یوه ګډ نړیوال دریځ د خپلولو په هدف جوړه شوې وه“. نوموړي د ګډې تګلارې او دریځ په اړه ډېر جزیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې په راتلونکې کې به ورته بله غونډه هم جوړه کړي. هغه په افغانستان کې د ترهګروسازمانونو دوامداره حضور دغه هېواد، سیمې او وراهاخوا نورې نړۍ ته د یوه خطر په توګه یاد کړ.

تبصره:

ګوترېش دروغ وايي چې دا غونډه د طالبانو د واکمن حکومت رسميت پېژندلو لپاره نه وه، ځکه څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې امينې محمد د امریکا په پرېنسټن انسټېټیوټ کې ويلي و: ټاکل شوې راتلونکو دوو اونیو کې سرمنشي انتونیو ګوتېرېش افغانستان لپاره د نړۍ د هېوادونو د استازو یوه غونډه راوبولي.

ګوترېش دا هم دروغ وايي چې ګډون کوونکي د افغانستان په اړه پر ګډې تګلارې سلا شوي دي، ځکه هغوی د دغه غونډې په ترڅ کې په دې ونه توانېدل چې واحد نظر ته ورسيږي او په پايله کې یوه ګډه اعلاميه خپره کړي، د غوڅ تحريم او یا څرګند رسميت پېژندلو لپاره اقدام وکړي، بلکې د تېرو دوه کلونو په څېر یې له طالبانو سره د تعامل «تنبيه او تطميع» پر سياست ټینګار وکړ او په دې برخه کې د خپلو اختلافونو د له منځه وړلو لپاره یې د بلې غونډې وعده ورکړه.

ملګرو ملتونو د امريکا په اشارې سره دغه غونډه د دې لپاره رابللې وه، چې نړيوال له طالبانو سره د تعامل په اړه په یوه خوله کړي. خو نه اوس امريکا هغه د ۲۰۰۱ کال امريکا ده، نه ملګري ملتونه او نه نړۍ هغه پخوانۍ ده، چې د امريکا د تفرد سياست ته تن ورکړي. نړۍ اوس د څو قطبي کېدو په درشل ولاړه ده او هېڅ داسې سياسي، اقتصادي او نظامي نړيواله چاره نشته چې د امريکا له ليدلوري ورباندې نړيوال د نظر یووالی ولري.

اوسنۍ نړۍ کټ-مټ د هغه وخت له نړۍ سره ورته ده، چې لومړي اسلامي دولت (نبوي دولت) پکې ظهور وکړ او فارس او روم ونشو کولای په عربي جزيره کې د ستر اسلامي دولت د رامنځ ته کېدو، پیاوړي کېدو او بیا د هغه د جهاد پر وړاندې د خپلو سيمو د له لاسه ورکولو مخه ونيسي. دې ته ورته د امت پر سر د واکمنو نظامونو ظاهري بدلونونو د امت اساسي ستونزې نه دي حل کړې، بلکې امت د يوه بل ستر تغيير او بدلون په درشل ولاړ دی. ترمنځ يې داسې مخلص حزب د اسلامي نظام «راشده خلافت» د تاسيس لپاره کار کوي، چې ۷۰ کلونه یې خپله تګلاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تګلارې څخه د یوه وېښته په اندازه نه ده بدله کړې او د امت د چارو د سرپرستۍ لپاره یې سوچه اسلامي نظامونه، حللارې او سوچه اسلامي اساسي قانون تيار کړی دی او همداراز یې په امت کې د اسلامي نظام «راشده خلافت» لپاره مسلمان سياستوال تربيه کړي او دې ته ورته یې په امت کې پراخ ملاتړی عامه فکر رامنځ ته کړی دی.

نو په افغانستان کې اسلامي امارت او په نوره اسلامي خاوره کې د قدرت خاوندان باید دغه واقعیت دقيق درک کړي او د ملګرو ملتونو له لارې له نړيوالو سره د تعامل او جوړجاړي پر ځای باید د حزب التحریر ملاتړ او نصره وکړي، څو امت خپل ورک شوی حامي دولت‌ «راشده خلافت» بيا تاسيس کړي او په داخل کې سوچه اسلام تطبیق او په بهر کې یې نور بشريت ته د پانګوالۍ او ډيموکراسۍ د ظلم او جنايت د ځايناستي په توګه د دعوت او جهاد له لارې ورسوي.

«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ»]٨:٢٤[

اې مؤمنانو! د الله سبحانه‌وتعالی او رسول صلی‌الله‌علیه‌وسلم دستور قبول کړئ؛ کله چې تاسو هغه څه ته رابولي چې تاسو ته (مادي، معنوي، دنيوي او اخروي) ژوند درکوي.

سيف الله مستنیر

د حزب التحرير - ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې