شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د سوداګریزو اړیکو پرې کول بسنه نه کوي! د فلسطین له سپېڅلي خاورې څخه باید د یهودي رژیم ټول شریانونه پرې شي!
بسم الله الرحمن الرحيم
د سوداګریزو اړیکو پرې کول بسنه نه کوي! د فلسطین له سپېڅلي خاورې څخه باید د یهودي رژیم ټول شریانونه پرې شي!

خبر:

د ترکیې سوداګرۍ وزارت ویلي چې له یهودي رژیم سره واردات او صادرات تر هغه ځنډول شوي «چې څو د اسرایلو حکومت غزې ته د بشردوستانه مرستو رسېدو اجازه ورکړي او مخه یې ونه نیسي.»

تبصره:

ترکیې تر دې مخکې د اپریل په نهمه اعلان کړی و چې یهودي رژیم ته یې د ۵۴ تولیدي ګروپونو صادرات محدود کړي دي. اردوغان ویلي وو چې «دا بندیزونه به تر هغه دوام وکړي چې څو غزې ته بې له کوم خنډه او په کافي اندازه بشردوستانه مرستو رسولو ته اجازه ورکول کېږي». خو د ترکيې د احصایې انسټېټیوټ (TurkStat) د اردوغان څرګندونې رد کړې. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې له اشغالګر یهودي رژیم سره د ترکیې صادرات ۵.۲ میلیارده ډالره او د وارداتو کچه ۱.۶ میلیارده ډالره وه. په دغه يوه کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه څه د پاسه ۶.۸ ملياردو ډالرو ته رسېدلې ده.

اردوغان وویل چې له اشغالګر یهودي رژیم سره سوداګري بنده شوې ده، هغه وویل «موږ نور د دې پر وړاندې صبر نه شو کولای. موږ خپل ګامونه پورته کړل». اردوغان وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ۹.۵ میلیارد ډالرو سوداګرۍ په ردولو سره یې «دروازه وتړله». خو هغه روښانه نه کړه د سوداګرۍ دا کچه کومې دورې رانغاړي.

پر غزې د اکتوبر ۷مې له بریدونو ورسته، په ترکیه کې مسلمانان له حکومته غواړي چې له یهودي رژیم سره سوداګریزې اړیکې پرې کړي. تر ډیره وخته، حکومت نه منله چې له یهودي رژیم سره سوداګري ولري او ان هغه کسان یې «د موساد اجنټان» بلل چې له یهودي رژیم سره د ترکیې د سوداګرۍ پر دوام يې نیوکه کوله. دغه راز د سوداګرۍ وزارت په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې له یهودي رژیم سره واردات او صادرات تر هغه ځنډول شوي «چې څو د اسراییلو حکومت غزې ته د بې‌خنډه او کافي بشري مرستو اجازه ورکوي.»

د ولسمشر اردوغان او سوداګرۍ وزارت دغه څرګندونې د حکومت هغه ادعا ردوي چې ویل یې دولت له اشغالګر یهودي رژیم سره سوداګري نه کوي، بلکې خصوصي شرکتونه یې کوي.

له بل لوري، د دولت دغه خبرې دا معنی لري چې که اشغالګر یهود غزې ته د بشري مرستو لیږلو اجازه ورکړي، سوداګري به ورسره پیل کړي؛ هغه یهود چې ۷۶ کاله یې د فلسطین مبارکه خاوره اشغال کړې او په لسګونو زره مسلمانان یې وژلي. په بله معنی دا له یهودو سره د ترکیې اړیکو عادي کولو پیغام دی.

که ترکیې له اشغالګر یهودي رژیم سره د سوداګریزو اړیکو پرې کولو هوډ لرلی، په دغو اوو میاشتو کې یې ولې دا کار ونکړ!؟ په دې موده کې یې اشغالګر یهودي رژیم ته مهم او حیاتي توکې لیږل؛ ولې یې اوس دا ډول پرېکړه وکړه؟

په سیمه ییزو ټاکنو کې له ماتې وروسته حکومت غواړي چې د غزې د مسلې په اړه له عامه رایې څخه په خپله ګټه کار واخلي، ځکه چې په سیمه ییزو ټاکنو د حکومت د ماتې یو لامل د غزې په اړه د هغه غیر فعال دریځ و.

بل او بنسټیز اړخ یې دا دی چې امکان نه لري حکومت دې د امریکا له رضایت پرته په خپلواکه توګه او په خپله سیاسي اراده دا کار کړی وي. ترکیه د امریکا په سیاسي مدار کې تاویږي. په خپل واک، په تیره بیا په بهرني سیاست کې څه نه شي کولی. دا هغه دولت دی چې سیاسي اراده یې د امریکا په لاس کې ده.

مخکې له دې چې حکومت له اشغالګر یهودي رژیم سره د سوداګرۍ بندولو پرېکړه وکړي، پر هغو توکو یې هم بندیزونه لګولي و چې ټاکل شوې وه یهودو ته ولیږل شي. بیا، پر رفح د یهودي اشغالګر رژیم د پوځي احتمالي برید، چې امریکا یې مخالفه ده، د مخنیوي لپاره د ترکیې دولت اعلان وکړ چې هوډ لري د عدالت په نړیواله محکمه کې د یهودي رژیم پر وړاندې د سوېلي افریقا ترڅنګ ودرېږي. بلاخره، اوس دولت اعلان وکړ چې له یهودي رژیم سره یې ټول صادرات او واردات ودرول.

که دغو ټولو ته په دقت وګورو، پوهیږو چې د ترکیې دولت دغه پرېکړه پخپله نه ده کړې، بلکې دا د امریکا د پالیسۍ برخه ده چې له سیاسي پلوه د نتنیاهو حکومت ګوښه او پرې فشار راوړي چې یوې حللارې ته یې راضي کړي؛ ځکه چې د جو بایډڼ حکومت غواړي په امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په سبب د غزې مسله ژر تر ژره حل شي. نو، امریکا غواړي چې په سیمه کې د خپلو لاسپوڅو؛ ترکيې، مصر او سعودي له لارې دغه لانجه حل کړي. په ورته وخت کې امریکا په سیمه کې د خپلو لاسپوڅو له لارې پر حماس سیاسي فشار راوړي چې امریکايي پلانونه ومني.

له بلې خوا، د سوداګرۍ د بندولو ګام د یهودي رژیم پر وړاندې نه، بلکې د امریکایې سیاست پراساس یوازې د نتنیاهو پر وړاندې پورته شوی. که چیرې نتیاهو -چې امریکا یې نه غواړي- له واکه لرې شي؛ د ترکیې دولت به له وحشي یهودي رژیم سره اړیکې عادي او سوداګري بیا پیل کړي؛ هغه رژیم چې د فلسطین سپېڅلې خاوره یې اشغال کړې او د مسلمانانو سیستماتیکه نسل‌وژنه کوي.

په پای کې، ټول مسلمانان باید په دې خبره پوه وي چې له یهودي اشغالګر رژیم سره د سوداګریزو اړیکو په پرې کولو ونه غولېږي، ځکه چې یهودي رژیم تر اوسه مسلمانان وژني. خلک باید پر دولت فشار راوړي او ترې وغواړي چې د الاقصی پر لور پوځونه ولیږي چې دا لانجه د تل لپاره ختمه شي او د یهودي رژیم ټول شریانونه له سپېڅلي خاورې څخه پرې کړي.

د حز ب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

یلماز چیلیک

۱۴۴۵هـ.ق کال، د ذی‌الحجې ۵مه

۲۰۲۴م کال، د مې ۱۳مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې