شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د غزې ښځې د خپلو شهیدو ماشومانو د جوړو جسدونو په موندلو د الله سبحانه وتعالی حمد وایي
بسم الله الرحمن الرحيم
د غزې ښځې د خپلو شهیدو ماشومانو د جوړو جسدونو په موندلو د الله سبحانه وتعالی حمد وایي

خبر:

د اپریل په ۲۶ مه، «Middle East Eye» په غزه کې د هغو میندو د کړاوونو په اړه راپور ورکړ چې په بمباریو کې له جلا کېدو وروسته یې ماشومان شهیدان شوي. ډیری نارینه یا شهیدان شوي او په ډله ایزو قبرونو کې ښخ شوي یا برمته شوي او په نامعلومو ځایونو کې بندیان دي چې بیا هیڅکله نه لیدل کیږي. ډیر داسې کېږي چې ماشومان د لوبو پر مهال پر هغو ډرون الوتکو ویشتل کېږي چې په ځانګړې توګه ماشومان هدف ګرځوي. دا خبره چې د غزې ښځې په داسې حالت کې د خپلو ماشومانو دجسدونو پیدا کېدو ته خوشاله کېږي چې ټوټې شوي نه وي او ټول جسد یې په لاس ورشي؛ خورا ډیره ټکان ورکوونکې ده! دا دی د غزې وحشت! دا دی د غزې د مظلومو میندو حال!

تبصره:

ډیری ښځو په جګړه کې نارینه، کوچني او لویان، له لاسه ورکړي او ډیری نورې په یوازې ځان په خپلو بچیانو پسې ګرځي؛ په تش لاس ړنګې ودانۍ او کورونه ګوري یا په هغو سیمو کې چې یهودي رژیم له ړنګولو وروسته پرېښې، په کیلومترونو مزل کوي.

له الشفا روغتون څخه راټولو شویو شواهدو کې د یهودي رژیم ظلم، وحشت او له جسدونو سره د دوی چلند ښه وینو. ډیری جسدونه په داسې حال کې پیدا شوي چې لاسونه یې تړلي وو، د بدن غړي یې پرې شوي او د شکنجې ښکاره نښې پکې ښکاریدې. زموږ د خویندو لپاره تر دې بوږونکي دا ده چې د ماشومانو جسدونه یې له زندانه په داسې حال کې ورته راوړي چې ډیری وخت یې د بدن غړي نه وي. یهودي رژیم ته د تنکیو ځوانانو برمته کول او شکنجه عادي کار دی او د خپل وحشت د قربانیانو سن او جنسیت ورته مهم نه دی.

زموږ د درنو او باعفته میندو زړونه ځورېږي او دردېږي؛ خو د هیچا زړه نه پرې سوځېږي چې مرستې ته یې ورشي. په تیرو اوو میاشتو کې مو ولیدل چې د توکم پالنې او حرص لیبرال پانګوال نظام څنګه په غزه کې هر ډول وحشي کړنو ته اجازه ورکړه او خلک په هر حالت کې د دغه ظالم نظام پیروۍ ته اړ باسي.

زموږ امیرالمومنین چېرته دی چې د میندو حقونه ورکړي!؟ د صلاح الدین ایوبي او عمر ابن خطاب په څېر اتلان چېرې دي چې د صالحې مسلمانې ښځې د زړه ازارولو لپاره د یوې کلیمې منلو ته هم حاضر نه وي.

«وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاء فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ»[النور: ۴]

ژباړه: «او څوک چې په پاکلمنو ښځو تور ولګوي، بیا څلور شاهدان تیر نه کړي، هغوی اتیا دورې ووهئ او د هغو شاهدي هېڅکله مه منئ او هغوی پخپله فاسقان دي.»

«إِنَّ الَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ الْغَافِلَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ لُعِنُوا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ»[النور:۲۳]

ژباړه: «بېشکه څوك چې پاكلمنې او (له هر ډول چټليو) ناخبرې او پاک زړې مومنانې تورونوي، په دنيا او اخرت كې له الهي رحمته لرې دي او د هغو لپاره لوی عذاب دی.»

اې د محمد صلی الله علیه وسلم امته! پر ناسمو او بې ارزښتو حللارو د وخت ضایع کولو او سترګو پټولو وخت نه دی. خلافت ته کار وکړئ او په شته امکاناتو یې ملاتړ وکړئ او له دنیوي عذاب او ګواښ پرته د خپل رب غوښتنه ومنئ. هغه به په جنت کې لوړ مقام درکړي، انشاالله!

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عمرانه محمد

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی 

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې