شنبه, ۰۲ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په عراق کې لاریونوال د اسلامي نظام پر بنسټ د بدلون غوښتنه کوي
بسم الله الرحمن الرحيم
په عراق کې لاریونوال د اسلامي نظام پر بنسټ د بدلون غوښتنه کوي

(ژباړه)

د ۲۰۱۹ م کال په اکټوبر کې په عراق کې پیل شوو لاریونونو همداسې دوام لري. د امریکا په واسطه په ۲۰۰۳ م کال کې د عراق له اشغال راهیسې پر بدلون د معترضینو ټینګار بېمخینې دی. په بغداد او د دغه هېواد په یو شمېر نورو مرکزي او جنوبي ولایتونو کې شخړې او نښتې مخ په ډېرېدو دي. حتا د قیام په ډګرونو کې راغلي کسان نه ځاییږي. په عراق کې واکمن نظام، فاسد حزبونه او نظامي قوتونه د دولت مهم چارواکي په واک کې لري. دوی ناقانونه شتمنۍ غصبوي، چې په اصل کې د عراق د خلکو شخصي ملکیت دی. دغه کسان پرته له دې چې کومه برخه خلکو ته ورکړي، ټول یې په خپل واک کې اخیستي دي. همدارنګه پر دغه هېواد تپل شوي سیاستونه د لوږې، ناروغۍ او د خلکو د اولادونو د وروسته پاتې کېدو ستر لاملونه دي. پر دې سربېره، د دغه حالت بل لامل د فرقې، دین او توکم (نژاد) پر بنسټ د عراقي ټولنې وېشل دي، چې دا پر عراق د واکمن نظام پایله ده.

عراق تل لویو اقتصادي کړکېچونو ځورولی دی. په داسې حال کې چې دغه هېواد د نفتو تر ټولو سترې سرچینې او د صادراتو او وارداتو لوی بندرونه لري؛ خو له دغو وارداتو څخه د لوږې په کمېدو، د بنسټیزو زیربناوو په جوړولو، د کار په ډېرولو او د کاري زمینې په برابرولو کې هېڅ ګټه نه اخیستل کېږي.

د عراق د اقتصادي پارلمان د کمېټې د راپور له مخې، په دغې خاوره کې د بېکارۍ کچه ۴۲ سلنې ته رسېږي. څنګه چې دې کمېټې د ۲۰۱۹ م کال په سپټمبر کې د عمومي خبرتیا او د ټولنې د یو لړ مستقیمو شواهدو پر اساس د بېکارانو شمېر پنځه میلیونه اټکل کړی و او دا هغه واقعیت دی، چې ځوانان پکې چوپتیا نه شي غوره کولی. (سرچینه: الجزیره)

هغه کسان چې چارې تعقیبوي؛ په معترضینو او خپلو دریځونو کې به ثبات او سخت ټینکار وویني. لاریون کوونکي له ټولو بنسټونو سره د دولت د نسکورولو غوښتنه کوي او غواړي چې له ماتې سره مخ شوی دغه پارلمان له منځه ولاړ شي. دوی غواړي چې اساسي قانون تعدیل او د ټاکنو لپاره د عدل پر بنسټ قوانین وټاکل شي او د دغه کار پر اړتیا ډېر ټینګار کوي. معترضین داسې رهبري غواړي چې په رښتیني ډول خپلواکه وي او فرصتونه داسې ځوانانو ته په لاس ورکړي، چې د بنسټیز بدلون، ودې، د هېواد د پراختیا او پرمختګ او زېربناوو د جوړولو هیله لري.

دغه ځوانان له عراق څخه د داسې هېواد جوړل غواړي، چې د نړۍ او سیمې له هېوادونو سره په یوه کتار کې راشي. د عراق اوسنی واقعیت د هغو حزبونو لپاره چې د قدرت په سر کې دي، له دوو ښکاره حللارو پرته بله لاره نه ده پرې اېښې. دغه حزبونو په دغه دلیل، چې خپل اوسنی قدرت یې د له منځه تلو په حال کې دی؛ نو د قوانینو د تعدیل په پلمه یې د لاریونون کوونکو د غوښتونو اړوند چارې او کارونه وځنډول. وروسته یې د لاریونکوونکو پر وړاندې له زور زیاتي او تاوتریخوالي څخه کار واخیست، ترڅو د لاریونونو پرېښودو ته یې اړ کړي. همدارنګه یادو حزبونو د فعالانو د تښتونې، قتل، شکنجې او د هغوی پر وړاندې د وحشت اقدام وکړ. د احزابو دغه ظلم د دولت له چوپتیا او حتا خوښۍ سره یوځای و. دولت او امنیتي ځواکونو د احزابو د دغو جنایتونو د مخنیوي لپاره هېڅ پرېکنده اقدام ونه کړ. پر همدې اساس، په یادو لاریونونو کې ۵۰۰ کسان ووژل شول او نېږدې ۲۰ زره نور ټپیان شول. په ټپي شوو کې داسې کسان هم شته، چې په دایمي معلولیت اخته شوي دي. د بښنې نړیوال سازمان وایي: «په عراق کې واکمنو قدرتونو د فعالانو، ورځپاڼه لیکونکو او لاریونوالو په نیولو کې له ماتې سره مخ شوي دي او د دوی پر وړاندې یې له سستۍ څخه کار اخیستی دی.» په حقیقت کې دغه ظالمانه جنایتونه له ماتې سره مخ شوي او د لاریونکوونکو دریځونه نور هم ورسره پیاوړي شوي دي. حتا میدانونه له نوو لاریونکوونکو ډک شوي دي.

په دغه دردناک حالت کې داسې سیاسیون را وړاندې شوي، چې له ناکامې ډیموکراسۍ پرته بل څه نه پېژني او د ستونزو د حل لپاره د خپلو لاسته راوړنو د بازارموندنې په هڅه کې دي. دا په واقعیت کې ﴿...كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاءً...؛ هغه سراب ته ورته دي، چې په اواره او بې اوبو دښته کې تږی کس پرې د اوبو ګومان کوي...﴾ له دغو کسانو څخه ځینې یې داسې دي، چې زموږ د ژغورنې لپاره پر نړیوالو مرستو باور لري. په داسې حال کې د هغو ټولو ستونزو اصلي لامل همدوی وو، چې اسلامي امت نن ورسره لاس او ګریوان دی. انګلیس، فرانسې او المان یوازې په سوله ییزو لاریونونو کې د عراق د خلکو په نښه کول وغندل. د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي ته یې په تنده لهجه ګواښوونکې بیانیه ولېږله او له نوموړي یې وغوښتل، چې د لاریونکوونکو له ځایونو څخه د ځواکونو د لرې ساتلو ضمانت وکړي. پوښتنه دا ده چې ایا له لاریونکوونکو څخه د امنیتي ځواکونو د ساتلو لپاره کوم حرکت وشو؟! په عراق کې د اروپایي ټولنې سفیر مارتن هوث هغه پېښې وغندلې، چې د عراق د پلازمېنه بغداد، خلاني او بالاب پول السنک میدان کې رامنځته شوې وې. په دغو پېښو کې ۲۵ لاریونکوونکي ووژل شول او ۱۲۰ نور ټپیان شول. دغه سفیر پر ټوېټر خپله اندېښنه داسې وښوده: «زه پر دغو جنایاتو غوسه او غمجن یم.» نوموړي یوه پوښتنه هم وکړه: «رښتیني تخریبوونکي څوک دي؟»

خو کافرې امریکا له عراق سره امنیتي تړون او موجباتو ته هېڅ پام نه دی کړی، یوازې یې په دې بسنه کړې، چې له وخته وړاندې ټاکنیز تدارکات ترسره کړي، عراقي قدرتونو ته برخه ورکړي او ټاکنیز اصلاحات راولي.

امریکا داسې ادعا درلوده، چې د معترضینو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته رسوي، هغه تاوتریخوالی چې سلګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته؛ خو دلته یې یوازې ژوره اندېښنه څرګنده کړه. تر دې وړاندې به چې د امریکا ګانګریس کوم قانون تصویب کړ، په عراق کې د سیاسي، امنیتي او اقتصادي ثبات لامل به کېده. حتا دغه حالت ټول هغه کسان که په عراق کې دننه دي یا بهر، داسې اغېزمن کړي چې د پردیو د ملاتړ او د امریکا د بې رحمانه جزا غوښتنه کوي.

له قانون او د امریکا له ولسمشر څخه غواړي، ترڅو هغو کسانو ته جزا ورکړي، چې سوله او امنیت له ګواښ سره مخ کوي. اوس پوښتنه دا ده چې د یاد قانون په فضل سره خلک په امنیت کې دي؟! نو په دغې خاوره کې د کړکېچونو پر مهال د نړیوالې ټولنې په نامه څه نه لېدل کېږي او یوازې د خپلو دولتونو د ګټو او غوښتنو په اندازه هلته دخالت کوي.

د ناکار عبدالمهدي دولت اوسمهال په داسې دولت بدل شوی، چې یوازې د خپلو ورځنیو چارو په سرته رسولو بوخت دی. د نوي دولت تر جوړېدو پورې پر نوي پارلمان باور کوي او خپل چانس ازمایي. د پارلمان ناستې او بحثونه تل د نوو ټاکنو د قانون پر تعدیل او پر واټونو د پاڅونوالو پر سر وي؛ هغه قانون چې د هغه په اړه به په راتلونکې میاشت کې ژر تر ژره رایه اچونه پیل شي. سیاسي حزبونو خپلو شخصي غوښتنو ته د خلکو پر فشارونو لومړیتوب ورکړی دی. څو اونۍ وړاندې د ټولو په توافق سره د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د قانون پر تصویب رایه اچوونه پیل شوه. د پارلمان رییس حلبوسي وویل: «د ټاکنو کمېسیون نوي غړي قضیان دي او ټاکنه به یې د قرعه کشۍ پر بنسټ وي.» (سرچینه: الحدیث) یاد وړاندیز د هغه حکومت له خوا دی، چې تر دې وړاندې د خلکو له خوا رد شوی او په غالب ګومان چې دغه وړاندیز به هم رد شي.

په وروستیو کې موږ تل حقیقت ته د رسېدو لپاره د خلکو غوښتنې سختې بولو او په اسانۍ د هغې فاسدې طبقې له منځه تلل یو ډېر لرې تصور بولو، چې ۱۶ کاله د خلکو پر ټټر ناسته ده. د هغو کسانو ټینګار چې خپله ژغورنه پانګوالۍ ایډیولوژۍ ته په پنا وړلو کې ویني او یا هغه ډیموکراټیکې حللارې، چې د اسلام له واقعیت، عقیدې او د اسلام له احکامو سره په ټکر کې دي او عراقیان یې احسان مننونکي دي؛ په حقیقت کې دا هر څه د یوې باخبره رهبرۍ د نشت له امله دي.

له الله سبحانه وتعالی غواړم چې پر اسلامي امت احسان وکړي او شریعت پرې واکمن کړي؛ یعنې هغه څه چې د دنیا او اخرت نېکمرغي او عزت پکې نغښتی دی.

لیکوال: استاد عبدالرحمن الواثق-عراق

ژباړه: بهیر (ویاړ)

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې