جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اسلام او توکم پالنه
بسم الله الرحمن الرحيم
اسلام او توکم پالنه

اسلام د ټول بشریت لپاره رالېږل شوی، پرته له دې چې د انسانانو رنګ په پام کې ونیسي. اسلام کوم ځانګړي توکم، ملت، قبیلې یا د کوم ځانګړي ځای یا وخت اوسېدونکو ته نه دی راغلی. کله چې اسلام له چین څخه تر هسپانیې د نړۍ نورو برخو ته ورسېد، نو له اسلام څخه مخکې توپیرونه یې له منځه یوړل. بېلابېل خلک یې سره یو ملت کړل. د خلکو تر منځ یې داسې ورورولي رامنځته کړه چې ټول ناوړه پخواني دودونه، د ژوند په ټولو اړخونو کې له عباداتو تر واده او سیاسي فعالیتونو یې هېر کړل.

اسلام له ټولنې څخه د توکم پالنې ناوړه لاس د خپلې فقهې او عقایدو له لارې لنډ کړ. له اسلامي عقیدې سره سم خالق مطلق حاکم دی. له دې امله ټول انسانان له خالق څخه رالېږل شوو سرو کرښو پورې محدود دي او تر منځ یې کوم توپیر نشته. نو د دې لپاره چې مسلمان خپل ځان، توکم یا خپل ملیت پر نورو حاکم کړي؛ خپلې غوښتنې پر نورو نه تحمیلوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«أيها الناس، إن ربكم واحد، وإن أباكم واحد، كلكم لآدم، وآدم من تراب، إن أكرمكم عند الله أتقاكم، ليس لعربي فضل على أعجمي إلا بالتقوى»

ژباړه: اې خلکو تاسو ټول له ادم څخه یاست او ادم له خاورې څخه.  له تقوا پرته هېڅ عرب په عجمي ښه والی نه لري.

اسلامي فقهه هېڅکله د انسانانو تر منځ د توکم یا ملیت پر بنسټ توپیر نه کوي. پر اسلامي دولت د ټولو اتباعو د ژوند، مال او عزت ساتل فرض دي؛ هغه که مسلمان وي او که نامسلمان. نو په عدلي سیسټم کې هېڅکله د توکم موضوع نه ده پېژندل شوې، چې په ټولنه کې له سازماني توکم پالنې څخه مخنیوی کوي.

الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

﴿وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ

[نسا:۵۸]

ژباړه: کله چې د خکلو تر منځ فیصله کوئ نو په عدالت سره یې وکړئ.

دا یوه ټولیزه قاعده ده چې پر ټولو خلکو پلي کیږي، مسلمان او نا مسلمان، تور او سپین، عرب او عجم.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«وَلَكِنَّ الْبَيِّنَةَ عَلَى الْمُدَّعِي وَالْيَمِينَ عَلَى مَنْ أَنْكَرَ» (بیهقي)

ژباړه: د شواهدو وړاندې کول پر مدعي دي او قسم پر انکار کوونکي دي.

دا هم یوه ټولیزه قاعده ده چې پر ټولو خلکو پلي کیږي، مسلمان او نا مسلمان، تور او سپین، عرب او عجم.

«أَنَّهُ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَضَى أَنْ يَجْلِسَ الْخَصْمَانِ بَيْنَ يَدَيْ الْقَاضِي» (حکیم)

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي چې دوې متخاصمې خواوې باید قاضي ته مراجعه وکړي.

دا هم یوه ټولیزه قاعده ده چې پر ټولو خلکو پلي کیږي، مسلمان او نا مسلمان، تور او سپین، عرب او عجم.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«الإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»

ژباړه: امام د خپل رعیت څخه مسوولیت لري. (متفق علیه)

د رعیت لفظ عام دی او ټول رعیت پکې شامل دی؛ مسلمان او نامسلمان؛ تور او سپین؛ عجم او عرب. همداسې په اسلامي شریعت کې د تابعیت ټولو شواهدو ته په کتو سره دا جوتیږي چې د مسلمان او نامسلمان؛ عرب او عجم یا تور او سپین تر منځ توکم پالنه او توپیر کول منع شوي. د اسلامي دولت له ټولو تابعینو سره باید ورته چلند وشي. حاکم یې تر منځ توپیر ونه کړي؛ هغه که د چارو په تنظیم کې وي، که د ژوند مال او عزت په ساتنه کې وي یا هم په قضاوت کې چې باید عدالت پکې رعایت شي.

اسلام لومړنۍ ایډیولوژي ده چې د بېلابېلو نژادونو خلک په ورته توګه د یوه ملت په شان سره راټولوي. او اوسمهال اسلام یوازینۍ ایډیولوژي ده چې دا لیدلوری لري. خو مسلمانانو د غرب لخوا د دوی د فرهنګي استعمار له امله توکم پالنې او ملیت پالنې ته مخه کړې ده.

غربي فرهنګ د یونان او روم له تاریخ څخه توکم پالنه اخیستې ده. کله چې غرب کپیټلیستي ایډیولوژي ومنله نو د پلویانو په ماغزو کې یې دا مفکوره پاته شوه. کپیټلیستي اقتصادي فرهنګ د توکم پالنې مفکوره لا پیاوړې کړه چې د بهرنیو د کاري ځواک د کارولو لپاره یې د یوه دلیل په توګه وکاروي. په امریکا کې د افریقاییانو غمیزه یې ښه بېلګه ده. نو دا د تعجب خبره نه ده چې په غرب کې په ځانګړې توګه د امریکا او انګلستان په شان افراطي کپیټلیستي هېوادونو کې توکم پالنه لا تر اوسه شته. ان د تورګوډ مارشال پر وړاندې هم تبعیض شوی او ممتازه خلکو نه و منلی چې نوموړی په امریکا کې د سترې محکمې د قاضي په توګه وټاکل شي. د هغه څرګندونې په غرب کې د توکم پالنې یوه ښکاره بېلګه ده «د دې ښار (واشنګټن ډي سي) په غونډو کې له ما پرته بل هر چا ته اجازه ورکول کیږي.» (منبع نیویارک ټایمزو د ۱۹۹۳ کال د جنوري ۲۷مه)

سره له دې چې توکم پالنه په غربي مفکورو کې لیدل کیږي، په سازماني توګه هم غرب په توکم پالنه کې ډوب دی. د امریکا اساسي قانون د توکم پالنې اساس په خپل ۳/۵ ماده کې ایښی چې خلک د نژاد له پلوه پکې د ۳/۵ په تناسب ویشلي. که څه هم وروسته دا برخه تعدیل شوه خو د یوه اساس په توګه د امریکا په اساسي قانون کې پاته شوه. ان له کلونو مبارزې، وینې تویونې، د بشري حقونو سازمانونو، شعارونو، قربانیو او د توکم پالنې پر وړاندې ټولګو سره سره امریکايي ټولنه لا تر اوسه د توکم پالنې په طاعون اخته ده. که د جېسي جکسون په څېر یو تورپوستی ولسمشرۍ ته نوماندیږي، نو ریچارد نېکسون او د هغې د ګوند د هغه له کمپاین څخه یوازې له دې امله ملاتړ کوي چې د تور پوستو رایې د جمهوري غوښتونکو په ګټه وکاروي.

د روډني کېنګ (Rodney King) او سېمپسون (O.J Simpson) قضیې د دې ښکاره بېلګې دي چې په ټولنه کې د توکم پالنې بنسټ څومره ژور دی. په دې دواړو پېښو کې مهمه موضوع توکم دی او د تورو او سپینو تر منځ د اعتماد نشت پکې واضح کیږي. په دې وروستیو کې د احمد اربېري، یاسین محمد او جورج فلوید وژنې د ملکي امریکايي تور پوستو پر وړاندې د پولیسو سازماني وحشت ښکاره کوي. د افریقایانو ژوند د سپین پوستو سازمان دهي شویو ډلو لخوا تر فشار لاندې و چې دوی ته به یې هر ډول شکنجه ورکوله... د هغوی عامه او شخصي ژوند به یې څاره او هغوی ته به هېڅ ارزښت نه ورکول کېده. دغه راز هېڅ باور یې نه ورباندې کاوه او ویل به یې چې دوی د کوم اخلاقي کمال طرفیت نه لري. په امریکا کې په وروستیو ۱۰۰کالونو کې د خلکو پر وړاندې د پولیسو په وحشتونو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی... که څه هم په امریکا کې د ازادۍ او اقلیتونو ته د حقونو ورکولو چیغې ډېرې دي، خو د توکم او رنګ پر وړاندې ټولنیز ارزښتونه په همدې ډول پاتې دي.

د غرب د توکم پالنې ریښه د هغه ایډیولوژي او سازمانونه دي. توکم پالنه په انساني فطرت کې نشته بلکې هغه په شخصیتونو کې د هغې د منل شوي فرهنګ له لارې رامنځته کیږي. نو له توکم پالنې څخه د ځان ژغورلو لپاره باید په هغه ایډیولوژۍ او فرهنګ فکر وکړو چې پلي کوو یې. اسلام یوازینۍ ایډیولوژي ده چې توکم پالنه له منځه وړلای شي. د دې کار لپاره یې تګلاره د شخصیوتونو جوړول دي چې د خلکو تر منځ توپیرونه له منځه وړي او د هغوی تر منځ کرښې نه جوړوي. همدا موږ ته راپاتې یوازینی بدیل دی.

 ﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ

 [حجرات:۱۳]

ژباړه: اې انسانانو موږ تاسې له یوه نارینه او ښځې څخه پیدا کړئ او بیا مو تاسې قومونه او قبیلې وګرځولئ تر څو چې تاسې یو او بل وپېژنئ. په حقیقت کې د الله پر وړاندې ستاسو څخه تر ټولو زیات عزتمند هغه څوک دی چې ډې تقوا ولري. په باوري ډول الله په هر څه پوهېدونکی او له هر څه خبر دی.

د حمید بن احمد لخوا د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

 

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې